دا بلاګ دم ګړۍ په ليکه ندی.

قرانکريم يو پيغام دانسانيت په نام

قرانکريم يو پيغام دانسانيت په نام

که چيري په يولفظ داپيغام تعبيرشي هغه دعبادت لفظ دي يعني قرانکريم پيغام ده چه دخپل الله [ج] عبادت وکړي لکه څرنګه چه په سوره الذاريات سوره

نمبر٥١ ايت نمبر٥٥ [وما خلقت ا لجن والانس الا ليعبد ون ] ماندي پيداکړي پيريان

اوانسانان مګرددي لپاره چه زما عبادت وکړي :دقرانکريم ټول لوستونکوته ښه معلومه

ده چه پخواني ټول پيغمبرانو [ع] همدغه دعوت ورکاوه چه دخپل رب عبادت وکړي

خوصرف خپل قوم ته به يي خطاب کاوه او صرف ديو قوم لپاره ليږل شوي وه اوبس

ليکن حضرت محمد[ص] امتيازي شان دادي چه هغه دټول لکه څرنګه چه په سوره سباسوره نمبر٣٤ ايت نمبر٢٨ [وما ارسلنـک الا کـافه للنـاس بشيرا ونذ يرا ولـکن اکثر

النـاس لايعلمون ] ددي څخه واضع دليل بل نشته چه حضرت محمد [ص] دټول بشريت لپاره راليږل شوي حال داچه ډير خلک پردي نه پوهيږي [الذي خلقکم ]چا چه

تاسي پيداکړي دا دهماغي استحقاق يا حق دي چه دهماغه عبادت وکړو اوبس [والذين من قبلکم ]اوهغه کسان چه ستاسي څخه دمخه پيدا کړي وه : دايي ولي ويلي ؟ ددي لپاره چه په عام توګه خلکو کي دا غلت فهمي ده چه دا زمونږ دپلار اونيکه دين ده هر

هغه کار چه زمونږ پلار او نيکه کړي وي نومونږ هم هماغه کار کوو: يعني زموږ پلار او نيکه دبتانوعبادت کوو دادهغوي عقايد وه نومونږ هغه څرنګه پريږدو گ:

ددي خبري په جواب کي داسي ويلي کيږي چي ستاسو پلار اونيکه هم انسانان وه يعني

مخلوق وه داسي چه ستاسي څخه خطااوسحوه کيږي نودهغوي څخه هم خطا او سحوه

به شوي وي نوددي څخه معلوميږي چه په غلطه لاره کي دپلار اونيکه پيروي درست

نده بلکه دالله اودهغه درسول دعوت ته لبيک ووايو

[لعلکم تتقون ] د تقوي معني ده يعني بچ پاتي کيدل اوپه دنيا کي دتقوي معني ځان ګوښه کول خلص معني په احطياط احطياط په لاره تګ ته تقوي ويلي شو

ددي لپاره بهترين مسال دحضرت عمر[رض] دخلافت دوره ده چي دهغه دشورا جلسه وو اوهغه وويل چي تاسو تقوي څرنګه معني کوي ډيري اصحابو خپل نظريات

بيان کړل  حضرت عمر[ض] حضرت اوبيه [رض] ته مخ وګرځو اووويلي چه اوبيه

ته ووايه چه تقوي څه ته وايي هغه خاموش ناست وو اودټولونظريات يي اوريده اوحضرت محمد[ص] فرمايلي وه چه زماپه امت کي به دقرانکريم بهترين قاري

حضرت اوبيه وي په هغه وخت کي قاري وچت عالم ته ويل کيده يعني دقرانکريم

وچت عالم حضرت اوبيه وه هغه نظرورکړ چه يا اميرالمومنين که چيري تاسوديو

ځنګله څخه تيريږي اوپه هغه کي وچت وچت وني دي اوهغه کي هرقسم ځناوران

هم ژوندکوي اود اغزيو بوټي هم شته : مثلا تاسوديوفوځي عمليات په دوران کي دايمزون ځنګله چي ددنيا مشهور ځنګل دي تيريږي نوتاسو څه کوي ايامنډي وهي

خومعلومداره خبره ده چه تاسو به په احطياط احطياط مخکي ځي ددي لپاره چه په

کوم مارمو پښه برابر نشي اوياکوم بل ځنګلي ځناورسره مخ نشي اويا کالي مو په

کوم اغزي داره بوټي کي ونه شليږي دي ته وايي بچ بچ په لاره تلل.گ:

دادنيا يو سفردي او په دي سفر کي هري خواته دګناه دعوتونه دي دګناه لپاره تحرکات

دي دحرام خوري لپاره دعوت کول دي په مختلفو لارو او طريقو سره  ليکن ددي ټولو

نه په امان کي دپاتي کيدو لپاره [چه په بازارتيريږم خو خريدار نه يم ] يعني زه ددي

ګناه خريدار نه يم ] اودغه تقوي په اخرت کي راځي په دي معني چه دجهنم څخه دبچ

پاتي کيدو لپاره يعني دالله [ج] دعذاب څخه بچ پاتي کيدل نو دا دري ضمني مضامين وه اوس راځو اصلي مضمون باندي چه عبادت وکړي دخپل رب سبحان وتعالي او تمامي  پيغمبرانو خپل قومونو ته همدا خطاب کاوه چه دخپل رب سبحان وتعالي عبادت

اوبندګي وکړي   خوفرق دومره وه چه تمامي پيغمبران دخپل قوم لپاره ليږل شوي وه

خوحضرت محمد [ص] دټول انسانيت ته ددعوت ورکولو لپاره راليږل شوي وه

اوقران پاک داوايي چه دانسان مقصد پيدايش همداده چه دالله[ج] عبادت اوبنده ګي وکړي  د بدقسمتي نه زمونږ نظرداده چه ګويا لمونځ روزه زکات اوحج همدا عبادت

دي :  دي ته عبادات ويلي شي خوعبادت دا ندي

عبادت يعني عبديت اوعبد وايي غلام ته دالله غلام دځان څخه جوړول پکار دي په اوس

وخت کي خوغلامي نشته هغه غلام چه دخپل اقاملکيت به وه دا دنن ورځ سره مه مقايسه کوي مثلا تاسويو څوک دخانه سامان په توګه مقررکړي اوهغه ته ووايي چه نن ورځ زما خدمه نده راغلي ته تشنابونه پاک کړه   نوهغه وايي زه خو خانه سامان يم تشنابونو پاکولووالا خو نه يم : عبد دي ته نه وايي عبد دي ته وايي چه همه وقت غلام

همه وجود غلام اوخپل ټول اختيارخپل اقا ته سپارل ] مثلا غلام ته يو کټ يا چهارپايي

ورکوي چه دلته ويده شه نوهغه کټ دهغه ملکيت کيږي ] دغلام هيڅ ملکيت نه وي هغه پخپله دخپل اقا ملکيت وي  دغسي يوه رشته دالله[ج] او بنده ترمنځ پکارده هر وخت ټول اختيار الله [ج] ته سپارل اودا هم دعبد يت يا عبادت ظاهري حالت دي چه په نظر معلوميږي

خواصلي عبادت په مينه اومحبت کيږي چه هغه دروح په واسطه کيږي اوهماغه روح

دي چه هيڅوک نه پوهيږي چه دڅه شي څخه جوړشوي اودانسان دمرګ په ورځ دکوم ځاي څخه خارجيږي لکه څرنګه چه الله [ج] فرمايلي [ وا لذ ين امنوواشد حب لله ] يعني څوک چه حقيقي مسلمان وي هغه دخپل خالق سره په شدت مينه کوي اوهيڅ يوشي دالله[ج] دمحبت سره نه برابروي دادي عبادت: خوداعبادت جزوار نشي کيدلي

چه دالله [ج] يوحکم په سترګو منم خودا بل حکم لږ مشکل ده

مثلا لمونځ کوم دافرض دي خودا د سود معامله لږ مشکله ده داخونن صباح عام ده

دا نشم پريښود لي _ که چيري دا ستاسو مفکوره ده قرانکريم په مثبت اندازکي فرمايلي

[يا ا يهاا لذ ين امنودخلوفي سلف کافه ] اي اهل دايمان په اسلام کي او دهغه په اطاعت

کي پوره پوره داخل شي _ داسي نشي کيداي چه ووايي ډيري کارونه مي سم دي خير ده که دا دچرس اويا دشرابو نشه کوم اويا سود خورم يالمونځ نه کوم نود لته الله [ج]په

سوره بقره سوره نمبر٢ ايت نمبر٨٥ [

فتومنـون ببعض الکتـب وتکفرون ببعض فما جزا  مـن يفعل ذالک مـنکم الا

ا خزي في الحيوه الد نيا ويوم القيـمه يردون الي اشـد العذاب وما الله بغافل

عما تعملون] اوکه چا دشريعت يوه خبره ومنله اوبل يي ونه منله نوپه دنيا کي

به دزلت اوشرمندګي سره مخ شي اوپه اخرت کي به داشد اعذاب سره مخ شي دادقران ايت اودالله[ج] خبره ده  اوداشرمندګي نن دمسلمانانو په تندي دلري څخه ښکاريږي ( کم ازکم ١٤٠ کروړ مسلمانان دي په دنياکي ښه نعمتونه الله[ج]مسلمانانوته ورکړي لکه دتيلوقيمتي معادنونه ددي باوجود

دعزت په نامه دمسلمانانوسره نشته په بين المللي معاملوکي دامت مسلمه

څخه څوک پوښتنه نه کوي ددي څخه بل غټ زلت په دنياکي شته

اوس راځوپه يوه تريخه مسله

په اسلام کي داسي مسلمانان هم شته چه لمونځ نه کوي اوپه الف ب ت هم نه پوهيږي

مونږ دهغه ذ کر نه کوو

دا سي خلک چه لمونځ هم کوي ګيره هم لري خيرات هم ورکوي مسجد نو سره کومک

هم کوي دهغه په ژوندانه کي خراب اعمال هيڅ نه په سترګوکيږي مګرهغه ديوملک باشنده ده خودهغه ملک نظام باطل ده يعني طاغوتي نطام ده په شريعت برابر نده او دالله [ج] څخه په بغاوت ولاړ ده _ دا د ټول عالم اسلام خبره کووم غيري اسلامي ملکونه نه يادوم په ا کسره اسلامي هيوادنوکي نظام سيکولر وي اوياهم په شريعت برابر نظام نه وي او صرف اوصرف په مسجد ونو کي اسلام اوعبادت وي اوبيرون

په اجتماع کي شراب خوري سودخوري قمارخاني اوفاحشه خاني په علني توګه چليږي

ګويا چه ددي شخص عبادت ناقص اونيمګړي دي _ ددي لپاره چه هغه دهغه ملک شهري اوباشنده ده اودا شخص په اجتماعي ډول مسلمان نه ده اوددي هل څه ده

[مثلاځناورپه څاه کي ولويده اومردارشو فقه داحکم کوي چه دهغه مړي اوڅوډولچه اوبه دڅاه څخه اوباسي هغه پاک شو که څوک قسم خوري نودهغه کفاره دي ورکړي

کفاره څه شي ده د ګناه ذايل کول اويا وينځل پس په کوم اعتبار دهغه شخص عبادت

کامل دي  چه هغه په يواسلامي ملک کي اوسيږي او دهغه ملک نظام اسلامي نه وي

نو د لته معلوميږي چه هغه شخص په اجتماعي توګه کافرده  نوددي کفاره څه کيداي شي_ تاسو چه په کوم اسلامي ملک کي اوسيږي اودهغه نظام اسلامي نه وي تاسي په

ذهني توګه هغه نظام ته ښه مه وايي _ دهغه نظام دبقالپاره کوښښ مه کوي هغه نظام

سره کومک مه کوي _ دهغه نظام په طرفداري خبري مه کوي اوخپل فکراوقوت دباطل نظام له منځه وړلو اودحق نظام دقايم کولو لپاره وکاروي که چيري تاسو دغه

جد وجهت وکړي نوستاسي دهغه ګناه کفاره کيداشي چه تاسو په يواسلامي ملک

اوغيري اسلامي نظام کي اوسيږي

سوره ال عمران سوره نمبر٣ ايت نمبر١١٠

کنـتم خـير امه اخرجت للناس تامرون بالمعروف وتنهو عن المنکر وتومنون بالله]