(( سورة البقره )) مدینه الایة ((
2008-06-06 02:43:32
اول منزل
(( سورة البقره )) مدینه الایة (( ۲۸۱ )) فنزلت بمنی فی حجة الوداع ))
(( وهی مائتان وست وثمانون آیةورابعون رکوعا))
((نزلت بعد (( المطففین))عدد تلاوتها (۲) عدد نزولها (۸۷) ))
((د (( البقرة )) سورة مدنی دی پرته د ( ۲۸۱ ) آیة نه چه دحجةالوداع په کال په منی کی نازل سوی دی ))
(( دوه سوه شپږاتیا (۲۸۶ ) آیتونه اوڅلویښت (۴۰) رکوع لری )
(( د (( المطففین )) له سورة څخه وروسته نازل سوی دی . په تلاوت کی (۲) او په نزول کی (۸۷)سورةدی)
بِسٌمِ اللهِ الرَّ حٌمَنِ الرَّ حِيٌم
(شروع کوم ) په نامه دالله چه ډیر زیات مهربان پوره رحم لرونکی دي
تفسیر سورة البقره
ددغه مبــــــارک سورت فضــــائل او بیان ، حضرت معقل بن یسار رضی الله تعـــــالی عنه فرمایی ، چی رسول الله (ص ) فرمایی چی سورت بقره دقــــــرآن کریم دغره په شان ده ، چی ددې سورت دلوړ والی مرتبه دوندی ده چی ده هر آیت سره یی ( ۸۰ ) فرشتی نازلیدلې ، په خاص ډول آیت الکــرسی خو د عرش دتل څخه نازل سویده او په دغه سورت کی یی شامل کړی ده، د ترمذی یو ضعیف حدیث دی چی وایی دهرشی یو لوړوالې سته مګر دقـــــرآن پاک لوړ والی سورت بقره ده ، په دغه سورت کی یو آیت دی چی دټولو آیتو سردار دی هغه آیت (( آیت الکرسی )) ده په یوه حدیث کی راغلی دی چی په هرکورکی دغه سورت بقره ویل کیږی په هغه کور کی شیطان نه سی ننوتلای ، تر ټولوذلیل ترین کور هغه دی چی په کی د قـــــــــــرآن شریف تلاوت نه کیږی . دحضرت عبدالله بن مسعود رضی الله تعالی عنه څخه فرمان دی چی هر څوک د سورت بقـــــره اول څلور آیتونه آیت الکرسی اودوه آیتونه ددغه وروسته او دری آیتــــونه داخر چی ټول لس آیتــــونه کیږی دشپی ووایی په شپه هغه کور ته شیطان نسی ورتلای او نه کم بد شی هغی کورته ورتلای سی ، چی دغه آیتونه پر لیونی باندی وویل سی دهغه لیونتوب ورکیږی ، په صحیح بخاری شریف کی سته چی حضرت اسیدبن حضیر رضی الله تعـــــالی عنه یوشپه دشپی یی دسورة بقـــــره تلاوت شروع کی چی دده آس هم ورسره ولاړ وو او زوی یحــی یی دتړلی آس وڅنګ ته پروت وو ، آس په غورځیدوسو شیشنی یی شروع اوپه پښه وهلو یی دمځکی شروع وکړل ، قرآت یی پریښودی آس ارم سوو ، بیا چی یی شروع وکړه ، آس بیا هم هغسی شروع وکړل ، بیایی قرآت پریښودی ، دریم وار چی شروع وکړل په قـــــرآت ویلو آس بیا په غو رځیدو سو ، نو وبیریدی چی آس یی زوی تر پښولاندی نه کی تلاوت یی بند کی زوی یی راکښـــــی نوی ، سهار حضور (ص) ته راغلی او بیان یی ورته وکی چی ماښام داسی یو واقعه وسول کله چی می دریم وار تلاوت بند کی نومی اسمان ته وکتل چی ګورم د اسمان پر مخ توره اوریځ چی پر سر ولاړه وه څیراغان پکښـــی لګیدل .
او زما د تلاوت دبندیدو سره هغه هم بیرته لوړه ولاړل ، نو حضرت رسول (ص) ورته وویل چی پوهیږی داڅه شی وو ، داده سورة بـــــــقره تلاوت وو چی تاوایه ملایکو غوږ ورته نیولی وو او نژدی درته راغلی وی ، که چیری تا تلاوت نه وای بند کړی تر سهاره پوری درته دریدلی چی هر چا به لیدلی وای .دا دحدیثو په ډیرو کتابو کی سته والله اعلم.
الَمَّ (۱) ج
تفسیر : دغو حروفو ته (( مقطعــــــات)) وایی ، ددغو حروفو په اصلی معنی باندی پرته له الله تعالی څخه بل څوک نه سی پوهیدی ، او دالله تعـــــــالی یوه پټه خبره اوپټ راز دی ، څوک وایی : دغه حروف دالله تعــالی اودده درسول صلی الله علیه وسلم په مینځ کی مخصوص راز دی چه موږ ته دځینو مصالحو اوحکمتونو لاملــه نه دی راښکاره سوی اوهغه معنــــــا ګانی چه دځینو لویــــانو له خوا ددغو حروفو په نسبت نـقل سـوی دی تـش یو تمثیل دی .
ذَلِکَ الْکِتَابُ لاَرَيٌبَ ج صلی فِيٌهِ ج
دا کتاب نشته هیڅ شک په ده کی
(چه دالله تعالی له لوری نازل سوی دی )
تفسیر :یعنی په دی کی هیڅ شک او شبهه نسته چه داقـــــــــرآن دالله تعالی کلام دی اوټول مضامین یی رښتیا اوواقعی دی .
تنبیه : په کوم کلام کی چه اشتباه لیدل کیږی هغه به له دوه ؤ لارو څخه وی ، یابه په هغه کلام کی کومه غلطــی او خرابی وی ، یابه داوریدونکی په پوهه کی څه فساد اوخلل وی . په اول صورت کی د(( ریب )) محل ، دغه کلام دی ، او په دوهم صورت کی د (( ریب )) محل په حقیقت کی دپوهیدونکی پوهه ده دغه کلام (( قــــــــــــرآن )) خو بالکل حق دی ، که څه هم ناپوهانو ته ددوی دناپوهی لامله شک او شبهه په کی پیداکیږی . نوپه دی مبارک آیت
کی ئی د (( ریب )) داول صورت نفی وفرمایل نودا ((شبهه )) او ((ریب)) چه کافرانو په قرآن کی ((ریب)) کړی
او ترینه انکار لری چه داکلام دالله تعالی کلام نه دی نوبیا ددی نفی معنی څه ده ؟ بالکل له مینځ وواته پاتی سو دوهم صورت . چه دهغه نفی له دینه وروسته په (( وان کنتم فی ریب ممانزلنا علی عبد نا ا لآیة ) کی راځی .
هُـدًی لِّلْمُتَّـقِیٌنَ ( ۲) ل
( دغه کتاب )لارښوونکی دی لپاره دپرهیز ګارانو
تفسیر :له دغه ځایه دعظیم الشان قرآن تر آخره پوری د (( اهدناالصراط المستقیم))جواب دی چه دبندګانو له خوا غوښتل سوی ؤ. یعنی دغه کتاب هغو بندګانو ته لار ښیی چه د الله تعالی څخه بیره لری ځکه هغه څـــــوک چه دالله تعالی څخه بیریږی هغه به هرومرو دښو اوبدو امورو (( طاعت او مغصیت)) غوښتنه اوپلټنــــــــه کوی ، اودچا په زړه کښی چه دالله تعالـــــــی بیره نه وی نو هغه به له طاعت سره څه علاقه ؟ اوله معصیـــــــــــت ځنی به څه اندیښنه ولری ؟
اَ لََّذِ يٌنَ يُؤٌ مِنُوٌنَ بِا لْغَيٌبِ
هغه کسان چه ایمان (باور) لرونکی دی په غیب باندی
وَ يُقِيٌمُوٌ نَ الصَّلَوةَ
اوقائموی دوی ( سم اداکوی سره دټولو حقوقو) لمونځ
وَمِمَّا رَ زَقْنَاهُمٌ يُنٌفِقُوٌ نَ (۳) لا
اوځينی له هغو شیانو چه ورکړی موږ دوی ته صرفوی یی ( دالله تعالی درضالپاره)
تفسیر :یعنی هغه شیان چه دهغوی له عقلو اوحواسو څخه پټ دی لکه وحدانیت رسالت ،حشر،نشر، قیامت ، حساب ،کتاب ،ملائک ،جنت ، دوزخ ، اونور دغه واړه دالله تعالی اودهغه د رســـول صــلی الله علیــه وسلم له ارشاده سره سم حق اویقینی ګڼی له دی څخه داراښکاره سوه چه ددغو غایبو او پټو شیانو منکران دهدایت له فیضه محــــــــروم اوبی برخی دی . دصلواة له اقامت څخه مطلب دادی چه هغه تل دخپلو ټولو حقوق او آدابو په مراعات کولو سره په ټاکلو وختونو کی اداء کړی سی . ابن عباس (رح)وای چی دلمـــــــانځه فرض پرځای کیدل ، رکوع ، سجده ، تلاوت . اوپه توجه سره لمونځ کول قیام دی ته صحیح لمونځ وایی قتاده (رح)وایی چی دوخت خیال ساتل صحیح ابدس ، رکوع سجــــــــده په ښه توګه اداکول او اقــــــــامت دلمانځه کول دی ، ابن عباس(رح) فرمایی چی د ( ممارزقنهم ینفیقون ) معنی ذکوات ورکول دی ، ابن عباس(رح) ابن مسعود (رح) اوڅه نور و صحابه وو ویلی دی چی ددغه څخه مراد خپل اولاد اوکورنی ته سمه اوښه ډوډی ورکول دی په خپل خـــــــــــر څ یا پیسو کی قربانی کول چی خدای (ج) ته نژدی کیدل دی ،حضرت ضحــــــــاک فرمایی چی دزکوات اوه سورته دی چی د برات په سورة کی راغلی دی مګر ددیغه آیت معنی چی خپل دطاقت سره سم لږ لږ خیــــــــرات ورکول دی .په عربی ژبه کی صلوة د دعا معنی ورکوی چی د عربو شاعرانو په کاراوه ، په شریعت کی د غه توری د لمـــــــــــانځه معنی ورکوی . دټولو عباداتو اصل دری شیان دی :
( ۱) هغه امور چه دزړه سره تعلق او اړه لری .
(۲) هغه امور چه په بدن پوری متعلق او تړلی وی .
(۳) هغه امور چه په مال پوری مربوط وی .
په دی مبارک آیت کی دادری واړه اصول په ترتیب سره یادسوی دی .
وَالَّذِ يٌنَ يُؤٌ مِنُوٌ نَ بِمَآ اُ نٌزِلَ اِلَیٌکَ
او هغه کسان چه ایمان لری (دوی) په هغه (کتاب) چه نازل کړی سوی دی تاته
وَمَـآ اُنٌـزِلَ مِنٌ قَبٌلِکَ ج وَبِا
او(په) هغو(کتابونو)چه نازل کړی سوی دی د مخه ستا او په
ٌلاَ خِرَ ةِ هُمٌ يـُو قِنـُونَ ( ۴ ) ط
آخرت دوی یقین کوی (چه ضرورراتلونکی دی)
تفسیر :په تیر آیت کی دهغو کسانو یادونه وه چه له شرک نه وتلی اومسلمـــــانان سوی دی ،لکه دمکی خلګ ، اوپه دغه آیت کی هغه کسان یادسوی دی چه اهل کتابو اوپه اســـــــــــــلام مشرف سوی دی لکه : یهود اونصاری .
اُلـَئِکَ عَلَـی هُدً ی مِنٌ رَبِـّهِمٌ ق
دغه (ستایل سوی )کسان (دی) په هدایت له (جانبه) درب خپل
وَ اُلَـئِکَ هُمُ الْمُفْلِحُوٌنَ (۵)
اودغه (ستایل سوی )کسان دی همدوی په مراد رسیدلی
تفسیر : یعنی دایماندارانو دغو دواړو ډلوته چه پاس یادی سوی په دنیـا کی دوی ته هدایت ورپه برخه سو او په آخرت کی خپلو مرادونو ته رسیږی له دی څخه معلوم سو چه هرهغه څوک چه دایمان له نعمت اوله ښو اعمالو
څخه محروم اوبی برخی دی . دهغه دنیا او آخرت دواړه بر باداو ابته کیږی اوس دمؤمنـــــــــــانو ددغو دوه ؤډلو له یادونی څخه وروسته دکافرانو دحالاتو یادونه کیږی .
اِنَّ الَّذِ يٌنَ کَفَرُ وا سَوَآءٌ عَلَيٌهِمٌ
بیشکه هغه(خاص)کسان چه کافران سوی دی برابردی په دوی
ءَاَنٌذَرٌتَهُمٌ اَمٌ لَمٌ تُنٌذِرٌهُمٌ لاَيُؤٌمِنُوٌنَ(۶)
ویرول ستا دوی لره اونه ویرول ستا دوی لره ایمان نه راوړی
تفسیر : له دی کفارو څخه خاص هغه خلګ مراددی چه هغوی ته کفر مقرر سوی دی ،او دایمان له دولت څخه تل بی برخی دی ( لکه ابو جهل ، ابو لهب او نور )که نه ښکاره ده چه ډیر کسان له هغو خلګو ځنی چه کافـــران وو
په اسلام مشرف سوی دی ، اووروسته لدینه هم مسلمانیږی .
خَتَمَ اللهُ عَلَی قُلُوبِهِمٌ وَ عَلَی سَمٌعِهِمٌ ط
مهر لګولی دی الله پر زړونو ددوی او پر غوږونو ددوی
وَعَلَی اَبٌصََا رِ هِمٌ غِشَا وَ ةٌ ز وَ لَهُمٌ
او پر سترګو ددوی (ځانته یوه ) پرده ده او دی دوی لره
عَذَا بٌ عَظِيمٌ ( ۷ ) ۱ ع
عذاب ډیر لوی
تفسیر :مهر یی ولی ولګوی آیت (۷) حضرت سدی (رح) فرمایی ، دختم څخه مراد مهر لګول دی ، ددغه مهر ذکر په دغه آیت (( ختم الله )) کی دی دایو حقیقت دی چی په یو شی باندی مهر ولګوی یابندسی هغه ته هیـــڅ شی بیا نسی ننوتلای ، کله چی څوک ګناه وکی دهغه پر زړه باندی یوتور ټکـــی راځی چی دتوبی په وخت کی یی الله تعالی بیرته ایسته کوی ، که چیری ګناه پر ګناه وسی دغه تـــــــورټکی ډیریږی او اخر ټول زړه توریږی چی بیا حقیقت په سترګو نه وینی ( یعنی دحق په خبرو باندی نه پوهیږی) اوپر غوږونو با ندی یی مهرلګولی سوی دی
( یعنی رښتیا خبروته په غور سره غوږونه نه نیسی ) او پر سترګو باندی یی پرده ده ( یعنی دحق لاره نه وینی ).
پر (سمعیهیم ) باندی پوره دریدل دی او ( علی ابصار هیم غشاوة ) یو جلا جمله ده ختم پر زړنو او غوږو باندی راځی او ( غشاوة ) پر سترګو باندی یوپرده راځی ، ددی څخه معلومه سوه چی دډیرو ګناهو څخه الله تعالی پر زړونو مهر لګوی او پر سترګو باندی پر دی اچوی .
دکفارو بیان هم ختم سو ، اوس په دغو وروستیو دیار لسوآیتونو کی دمنافقانو حالات راځی .