نظم
2010-02-07 14:29:09
نظم
احسا سات مې يو ځل بیاراپارېدلي
او ضمير مې خپل نصيب سره په جنګ دی
ترې ګيله د کړېدلي ژواندانه کړي
وايي زړه مې زياتي بل وطن کې تنګ دی
دا کيسې مې له مشرانو اوريدلي
ځينې ځينې کتابو کې مې لوستلي
انقلاب مو کور ته راغی جوړ قيامت شو
خلک بېل شو کړېدلي دردېدلي
ځينې لاړل پاکستان ځينې ايران ته
ځينې ځمکو وخوړل ، ځينې زندان ته
هغه پس له څو لسيزو نه هندوان شول
ها چې تللي ؤ نيالګي مو هندوستان ته
له يوې خېمې سره مونړ له وطنه
دخيبر په لار داخل شو پېښور ته
د افغان نوم مهاجر باندې بدل شو
توشک ځمکه او بالخ ؤ کاڼی سر ته
ډېرې دښتې مو ابادې کړلې هلته
ډېرې ځمکې مونږه اړ کړې اوسېدو ته
پېښور خو ورته مونږه پېښور کړو
داچې نه پرېږدي اوس مونږه خندېدو ته
پيداښت مې هم په بل وطن کې وشو
کليمې مې هم په بل وطن کې زده کړې
ما هوا د خپل وطن و نه ليدله
سپارې مې هم په بل وطن کې زده کړې
لږ د وخت په تېرېدو سره مونږ ښه شو
امکانات د مکتبونو را پيدا شو
دا زرين دی دا نازو ، به مو لوستله
فرق د سرو شنو کتابونو را پيدا شو
د وطن مينه مې زړه کې درلودله
دوطن نوم راته قندو غوندې خوږ ؤ
د وطن د ورتلو تنده مې لرله
خو قسمت کې مې همدغه لکير کوږ ؤ
لس کلن ومه ښوونځي ته به هم تلمه
چې زمان راته د ورور خوشحالي راوړه
ويل کېده، افغانستان ته به په ورا ځو
دې خبرې نو مې زړه ته مستي راوړه
په ګامونو او خندا ښوونځي ته لاړم
د صنفيانوپام مې وګرځوه ځان ته
ما وېل څو ورځې پس ، دورور واده دی
ما وېل مونږه به ځو افغانستان ته
يو ملګري مخ را واړوه ، وېل يي
ته خبر ي بله ورځ دي ازموينې
ماويل ازموينې به خپل کار کړي
هسې نه هم ورکوو موږ پاڼې سپينې
چې خبره رانږدې د ورا د تلو شوه
مشر ورور مې اشاره وکړله ماته
او وېل يي ته به نه ځې ستا مکتب دی
ما ويل مکتب رخصت مو دی سبا ته
د موټر پسې مې ډيرې مڼډې وکړې
د موټر پسې مې ډېرې چيغې وکړې
خو هيچا مې هغه تنده ماته نکړه
که هر څو مې ورته ډېرې کرېغې وکړې
دا سندره به مې ډيره اورېدله
دې سره به زما ډېره لګېدله
(( د شملو وطن ته راشه
چې شملې درته په سر کړو
ته رڼا د ستورو راوړه
مونږ به وينې د زړه درکړو ))
او
نه مې هغه ځای کې ژوند نه مستي وکړه
چې شاعر يي د جنت په نامه ستايي
نه زه هاغه ښکلي ښار ته ورداخل شوم
د پاريس له ښار نه ښکلی يي چې ښايي
نه منظر د شمالي درو مې وليد
نه مېلو د کاپيسا کې برخمند شوم
نه مې خپل د انګور باغ ته سر ښکاره کړ
نه د قوم ژړا ، خندا کې برخمند شوم
نو د داسې ژوند ګيله له چا نه وکړم؟
د ضميراو نصيب جنګ کې کوم يو پړکړم؟
کوم يوه ته د ظالم لقب زه ورکړم ؟
زه رستم والله چې دې غمونو مړ کړم
فضل الربي رستم، هالند