زما يو تازه غزل

       غزل

,,,غوښه او چاړه يمه 

 عشق دې پښتانه يمه,,,

 سوی په بارودو يم

,,, ستا د دښت لاله يمه

,,,مورې راته مه ژاړه

,,, اوس خو بيخي ښه يمه

 ,,,چوپ شه څوک راويښ نه کړې

 ,,,مه ويريږه زه يمه ,

,, ستا په سر چې ورک ومه ,

,,اوکنه هغه يمه

,,,ستړی له وجود يمه ,

,,ګوښی لکه زړه يمه

,,, ښکل دې چې پرمخ نه کړم ,

,, بيابه بهار نه يمه,,

ساجد بهار خوست