غزل

غزل

لکه ډيوه راځي ، چې توره شپه شي
خيال ته هغه راځي ، چې توره شپه شي

جار دې له سترګو ، سترګې مه پټوه
په ما خوله راځي ، چې توره شپه شي

غم او ستا ياد لکه همزولې خويندې
جوړه جوړه راځي ، چې توره شپه شي

لکه اروا مې پر وجود شي خوره
لکه وږمه راځي چې توره شپه شي

د هغې ياد مې د زړګي د پرهر
په تماشه راځي چې توره شپه شي

سړی چې ړوند شي عشق يې هله لوټي
غل خو هله راځي چې توره شپه شي

جلال ماښام له کوره سم ووځي
نشه ، نشه راځي چې توره شپه شي