غزل

                          غزل
غزل

خـــــوب او خيــــالات يــــې کــــړم ، دانــه وانـه يې وشــيندلم
خــــــپل حرکـــــات يــــــې کړم، دانــــه وانه يـــــې وشـــيندلم

لکــــــه پښــــــتون وجـــــود چــې لږ وم په خپل ځان راټول وم
بس خو چې زيات يې کړم ، دانــــــه وانـــــه يـــــې وشـــيندلم

بنــــدګــــــي ښـــــــــه وه ، د بنـــــده تــــــبر مــــې ســـــر نه ليده
لات او منـــــات يې کــــړم ، دانـــــــه وانـــــــه يـــــې وشيندلم

شعر يې کړم ، شين يې کړم د شاړو زړونو شــــنه ځنګل کې
اخ کــــــــائېــــــنات يـــــــې کړم ، دانـــــــه وانه يـې وشــيندلم

هېـــــــر يې کـــــړم ، هېر ، لــــــکه وعـده د سندريز مازيــګر
او مــــــلاقـــــات يـې کـــــړم ، دانه وانــــــه يې وشيــــــــندلــم

سور ګـــــــــل په لاس ، ژېــــــړه جوړه کـې ، يقينې يې نه کړم
شــــــــک او شبـــهات يـــــې کړم ، دانــــــه وانه يې وشيندلم

ميــــــنې کانې وکـــــــړې نامردې ، در پـــــه دره يـــــې کــړم
جلالـــــه ! مـــــات يــــې کـــــــړم ، دانه وانه يـــــــې وشيندلم

جلال امرخېل