د پښتو ادبیاتو د لومړي او مینځني پېرد حکایتي اوداستاني ادبیاتو یو لنډ جاج
2010-01-21 04:05:10
د پښتو ادبیاتو د لومړي او مینځني پېرد حکایتي اوداستاني ادبیاتو یو لنډ جاج : شهسوار سنګروال د پښتو ادبیاتو د لومړي او مینځني پېرد حکایتي اوداستاني ادبیاتو یو لنډ جاج : شهسوار سنګروال اوس له موږ سره په لیکلي ادب کې داسې بېلګې شته چې د پښتو ادب د دغه پړاو پاڼې یې رنګینې کړې دي لکه د حضرت محمد (ص) د خوب قصه چې ارواښاد ارزاني لیکلې ده او د ابراهیم خلیل الله او د یوسف (ع) قصې چې اخوند احمد لیکلي دي د یادونې وړ دي .
www.bloguna.com/sandara
د پښتو ادبیاتو په لومړي پېر کې داستاني ادبیاتو ته د هغه مهال لیکوال او شاعر ډېر پام نه دی اړولی ولې بیا هم د دغه ادبي صنف ځولۍ تشه نه ده پاتې شوې ځکه چې د دې پېر په وروستیو کې یو شمېر حکایتونه کښل شوي دي چې موږ د غرغښت نامې حکایتونه او د بوستان پښتو ژباړه د بېلګې په توګه یادولی شو . د پښتو ادبیاتو د مینځني پېر په پیل کې بیا هم د وخت لیکوالو او شاعرانو د پښتو ژبې داستاني او حکایتي ادب ته ډېره پاملرنه نه ده کړې خو له نیکه مرغه د قصې لیکلو دود یې بیا هم نه دی هېر کړی .
لکه څنګه چې د ادب مینه وال پوهیږي چې خوشحال خان خټک د خپلې زمانې هغه آتل دی چې نه یوازې موږ یې د تورې او قلم په آتلولۍ ویاړو بلکې راتلونکی پښت به هم د هغه ادبي نوښت او پایښت له یاده ونه باسي .
د ستر خوشحال په سپارښتنه د ده په کورنۍ کې د پښتو ادب بېلابېلو ژانرونو او صنفونو ته کلکه پاملرنه شوې ده چې موږ په دې لړ کې د داستاني ادبیاتو غوړېدنه په بنسټیزه توګه د حکایتي او داستاني ادبیاتو د پراختیا او پرمختیا چټک یون او خوځښت د دغه مهال یو ستر ادبي سوغات ګڼلی شو.
د پښتوادب د مینځني پېر په دغه پرمختللي پړاو کې نه یوازې د څومره والي له مخې داستاني ادبیاتو ته پاملرنه شوې بلکې د څرنګوالي له مخې هم د دغه ادبي صنف روزنې او پالنې ته ډېرکار شوی دی چې لنډه یادونه یې بې ګټې نه ده :
د خوشحال بابا زوی صدرخان خټک چې کله د پښتو د اولسي ادب په رڼا کې دوه ملي او عشقي داستانونه او نکلونه ادم خان او درخانۍ ، دلی او شهۍ په پښتو خواږه نظم واړول په ټوله پښتونخوا کې انګازې خورې شوې . هغسې خو نورې رومانتیکې کیسې د سکندر خټک (د لیلی ومجنون قصه) او عبدالقادر خان خټک (یوسف زلیخا) لخوا هم نظم شوي چې پخپل ځای دا کار هم د ډېرې ستاینې وړ دی خو په ځانګړي ډول د ادم خان او درخانۍ قصې په پښتون اولس ډېره اغېزه وښندله .
د پښتنو د ملي او اولسي قصو په لړ کې د شها او ګلان رومان هم د ستاینې وړ دی چې د خوږ ژبي شاعر بابو جان بابي لخوا په پښتو نظم وکښل شو خو موږ د مهین خلیل ادبي هڅې هم نه هېرو چې په تذکره ابرار کې یو شمېر حکایتونه او قصې پښتو کړې دي .
د حکایتي اثارو په لړکې د رحمت داوي هاندې هڅې هم د پام وړ دي چې د حکیم نظامي ګنجوي لیلی ومجنون قصه یې په پښتو نظم ژباړلې ده .
که څه هم رحمت داوي د دیارلسمې پېړۍ په شاوخوا کې دا نکل ژباړلی دی خو بای خان بونیري د دولسمې پېړۍ په شاوخوا کې د عبدالرحمن جامي د لیلی مجنون قصه په پښتو اړولې وه . له دې سربېره په ورکه خزانه کې هم د لیلی ومجنون قصه خپره شوې ده او دا ډاګیزه شوې چې دغه قصه ؛حافظ نظام؛ په ۱۱۰۰ هجري ق کال په پښتو نظم اړولې ده . له دې چې راتېر شو ملا نعمت الله هم د ۱۴ پېړۍ (۱۲۷۵ هجري ق زوکړه - ۱۹۲۹ مړ) په شاوخوا کې د لیلی ومجنون قصه په ډېر خواږه پښتو نظم لیکلې ده . د دولسمې هجري په لومړیو لسیزو کې غلام محمدګګیاڼي د سیف الملوک قصه لیکلې ده چې یوه نسخه یې اوس د انډیا افس (برټش موزیم) په څانګه کې خوندې ده او له دې پرته یې ځنې مذهبي او دیني قصې کښلي دي چې موږ د حضرت محمد (ص) د معراج قصه د بېلګې په توګه یادولی شو .
موږ په تېرو پاڼو کې وویل چې پښتو ځنې اولسي نکلونه په بېلابېلو وختونو کې بېلابېلو شاعرانو نظم کړي دي لکه له صدرخان خټک نه سربېره د عبداله زوی مسعود (۱۰۶۸- ۱۱۱۸ هجري ق) هم د ادم خان او درخانۍ قصه لیکلې ده همداراز د شهزاده بهرام او ګلندامې قصه هم څو شاعرانو نظم کړې ده چې یو هم فیاض مندړ دی چې د دولسمې هجري پېړۍ په شاوخوا کې کښلې ده . سربېره له دې چې د پېښور پښتو اکاډېمۍ خپره کړې . پادري هیوز هم په کلید افغاني کې شامله کړې ده .
اخوند کبیر یو بل شاعر او لیکوال دی چې یو شمېر حکایتي قصې او نکلونه یې لیکلي دي لکه غل او قاضي ، توتي نامه ،تمیم انصاري او نور د اخوند کبیر معاصر د دولسمې هجري پېړۍ په شاوخوا کې محمداعظم کودیزي د جلات خان محبوبا قصه په پښتو نظم اړولې ده . طالب رشید بیا د ګل او صنوبر قصه لیکلې ده.
د دولسمې پېړۍ په پای کې د طالب رشید معاصر شیرګل د سیف الملوک او بدرۍ جمالې قصه یو ځل بیا په پښتو نظم واړوله . خو ابراهیم سواتي د سیف الملوک له قصې نه پرته یوه بله قصه هم لیکلې ده چې د ؛زقوم پاچا؛ جنګنامه نومیږي او ولي محمد بیا په دغه ټاکلي زمان کې دریم شاعر دی چې د سیف الملوک قصه یې په پښتو نظم اړولې ده .
د دیارلسمې پېړۍ په شاوخوا کې اول خان د نیمبولا قصه ، عبدالقدیر مومند یوسف زلیخا قصه امام الدین او رشید د جمجمې قصه او عبدالکریم د جلات خان او محبوبا قصه په پښتو نظم کښلي دي .
د څوارلسمې پېړۍ په اوږدو کې عبدالکریم مراني د ؛ورقه او ګلشاه؛ قصه ، دلبرجان مومند د ؛سبز پري او زرپري؛ قصه د ګلدستې دلبري په نوم ، فضل ربي د ؛شهزاده استنبول او شهزاده پارس؛ قصه ، عبدالباقي د دلی او شهۍ قصه ، مسافر مروت د ؛حسن ودل؛ قصه ، احمدخلیل د بدرمنیر، د ګل بکاولي ، د لیلی مجنون ، توتي او مینا، قصص الابنیا او یو شمېر نورې قصې لیکلي دي د ۱۳ او ۱۴ پېړۍ په شاوخوا کې یو شمېر نور لیکوال او شاعران هم تېر شوي چې د پښتو داستاني ادبیاتو لپاره یې ستر خدمتونه کړي دي او په دغه لړ کې داسې شاعران او قصه لیکونکي هم پېژنو چې د دوی ادبي هاندې هڅې د نووداستاني ادبیاتو لپاره ګټورې وې د ځنې قصه لیکونکو نومونه دادي : انځرګل د روشن بانو او اختر منیر قصه د ترانه محفل په نوم ، سعدالدین د یوسف زلیخا قصه ، ارسلا د فتح خان قصه ، امانت مالیار د ؛شهزاده دل افروز؛ قصه ، رمضان د شهزاده ؛دلخورم؛ قصه ، غازالدین د ؛چهار درویش؛ قصه ، نوراله یوسف زی د نظامي سکندر نامه ، عبدالغفار ملنګ د شهزاده ؛ ګلشن او بي بي هارون ؛ قصه ، اسحق د شهزاده ؛جهانګیر؛ قصه ، معین الدین د ؛ورقه او ګلشاه؛ قصه ، قدرت علي د فتح خان قندهاري قصه ، چراغ دین د شمشاد ، دختر قاضي ، کرامت حسین ، فقیر بغداد ، ګلدسته حیدري قصې ، امان ګجراتي د ؛ګل او صنوبر، شهزاده بهرام او ګلندامه او افسانه غم قصې ، سید ابو علي شاه د؛جنګنامه شیرعلي ، جنګنامه ابو حنیفه ، قصه دل افروز، قصه مرغابي ، قصه یې بختیار ، قصه میر حاتم صاحب او د ادم خان او درخانۍ قصې لیکلي دي .
د یادوشوو پېړیو په شاوخوا کې یو شمېر قصه لیکونکي شته چې که قصې یې په بشپړه توګه اوسنیو کیسو ته کټ مټ ورته نه دي خو دا یو څرګند حقیقت دی چې هنري او بدیعي داستاني ادبیاتو ته یې لاره اواره کړې ده چې موږ به په راتلونکو پاڼو کې دغه قصه لیکونکي درپېژنو .