غزل : نورشاه نوراني خوست

 

  غزل :نورشاه نوراني خوست


  يا اوږده لاره ده پاتې لا منزل ته ضرورت دی
لا موپښې تڼاکې نه دي لا مزل ته ضرور ت دی


دپرديو په لمسون مو سکه وروڼو مرۍ پرې کړې
راځئ غاړه سره وځو اوس يو بل ته ضرو رت دی


هريو زخم مې ناسورشوهره ساه مې فريادي شوه
پدې چم د تربورانو  کې  اجل ته ضرورت دی


داسې چوپه خوله ناستی خو( نوراني) مناسب نه دی
پدې وخت کې اوس جدي عکس العمل ته ضرورت دی

نورشاه نوراني  خوست