غزل
2010-01-20 01:55:21
غزل
داسې خالي خو د ښايست له زورورو نه و
د چينارو کلی خو بې له سترګورو نه و
چې دا کوچۍ څنګه سپېرې شونډې را کوزه شوله!
سپين غر خو داسې بې مماڼو بې ګور ګورو نه و
ها څانګې ، څانګې، لختې، لختې نجونې نه شته کنه
دا مازيګر خو بې ټپو او بې سندرو نه و
هغه ترې توره د دښمن په ټټر ونېوله
خو خوند يې خوا کې د خورو ورو ملګرو نه و
انده! راغه سږ کال غاټول ګلان ونه ټوکول
د رود پر غاړه شور د زرکو د تنزرو نه و
اجمل اند