غزل ـ اجمل اند
2011-03-12 03:18:00
غزل ـ اجمل انداجمل اند چهارشنبې 13 سلواغه 1389 وخت 13:57
دا زړه هغې نارې کړې چې له چانه پاتې شوی
ما ژر ټتر ته لاس کړ ما ويل مانه پاتې شوی
راځه! چې د يو عشق په نوم له سره لمونځ شروع کړو
له مانه هم دا ډير عمر جانانه پاتې شوی
ښايست د دنګو نجونو د چيلم په لوګي پلوري
د کلي په خانانو کې ناځوانه پاتې شوی
سرخي مې په ليمو کې څه د بنګو خومار نه دی
بل اور دې چې له اوښکو له کاروانه پاتې شوی
په شونډو کې ټپې لاس کې ټوپک سترګو کې اوښکې
عادت دی راته داسي د بابا نه پاتې شوی
ها ياد مې دي يو وخت راته دا زړه يو چا داغلو
دا ټپ مې په سينه له ډير پخوانه پاټې شوی
های ودريږه !لږ تم شه کنه خون به پر ځان واخلې
وروستی ګل مې په ګوټو کې توپانه پاتې شوی