انديښمن ځاځي غزل

 

 

چې د ژوند د ستړې ســـتړې لار منـــزل شې

 دا بــه کلــه وې چې دومــره زمـــا خـــپل شې

عجـــيبه دى ســـتا دســـتور د يــــارنـــــې هم

کلــه زخـــــم را کـــــوې کـــــله مــې مـــــل شې

زه ســـــندره د وريتــو شــونډو پــرسـر شـوم

ســتا ښــکلا دې وي نـغمـه تــه دې غزل شې

ته خو تل وعـــده د مينــــې د ســـپرلي کــړې

هـــسې نه چــې د موســم غـونــدې بــدل شې

بيا به پوه شې چې درد څه وي پرهر څـه وي

که ميشته مې د زړګـي پـــر وران کــابل شې

غــــــــزل وايــــــه غــــزل وايـــــــــــه انديښمـــنه

يـــوه ورځ بــه د غـــــزل د څــــــڼې ګــــــــل شې