متلونه: څلرمه برخه

متلونه: څلرمه برخه

 

 

 

١. آيينه د چا عيبونه نه پټوي.

٢. ابا پر کور نسته له ادې ډار نسته.

٣. د غله سره ياري لره، خپل مال دي ترې خوندي لره.

٤. اوبه چي تر سر واوړي څه يوه نيزه څه دوې.

٥. مېړه چي مېړه وي، لور يې چاړه وي.

٦. مار هم په دښمن وژنه.

٧. کاڼي به پوست نه سي، دښمن به دوست نه سي.

٨. د هغه باغه چي نه خورې، غم يې پر څه خورې.

٩. د بل تر زوى خپله پکه لور ښه ده.

١٠. د بل تر اطلس خپله خمتا ښه ده.

١١. د بل ډوډى يا پور وي يا پيغور.

١٢. چي په تمه د پردو سي هغه پاته په ميرو سي.

١٣. پر خره سپور خر يې ورک.

١٤. د مارګير مرګ له ماره وي.

١٥. خر که تر مکې ولاړ سي، چي بيرته راسي هغه خر دئ.

١٦. له خپلي برخي تېښنته نسته، له پردۍ برخي وېش نسته.

١٧. که ټول جهان طبيب سي، چاري واړه په نصيب سي.

١٨. برخي ازلي دي، نه په زور نه په سيالي دي.

١٩. د غلو مي کلى و نه ليدى، د شګو مي څلى.

٢٠. د خوار ملا په اذان څوک روژه نه ماتوي.