بچه بازي او د ماشومانو قاچاق په افغانستان کي روا دئ: ژباړن: نسيم پسرلى

منبع: Examiner.com
ليکوال: Youngbee Kim
ژباړن: نسيم پسرلى
نېټه: February 23, 2010

ځيني خلک چي کله د افغانستان په باب فکر کوي نو داسې ور ته ښکاري چي افغانستان يوازې د جګړې ډګر دئ او اوسيدونکي يې ګواکې چي يوې صحرا ته خدمت کوي. ځينو نورو خلکو ته بيا د مسلمانانو سخت قانون ورياديږي، په کوم قانون کي چي زنا او همجنس بازي په سختۍ سره منع دي. خو، ډېر خلک له دې څخه نۀ دي خبر چي په دغه هيواد کي له پنځو زرو کلونو راهيسي جنسي اړيکو لپاره د هلکانو ساتل رواج دي.

بچه بازي : هلکان نڅيږي

بچه بازي يوه دري کلمه ده چي معنى يې "له هلک سره لوبه" او يا "هلک د لوبې لپاره" ده. په افغاني کلتور کي د نارينه وو په مخ کي د ښځو نڅا حتى که د بدلمنو او يا نڅاګرو ښځو هم وي، منع ده. ښځې ليرې ساتل کيږي او دوى اجازه نه لري چي د نارينه وو په غونډو او مېلمستياوو کي ګډون وکړي، ځکه نو کله چي جنګسالاران وغواړي چي کومه مېلمستيا جوړه کړي نو دوى يوۀ کلي ته ځي او له کلي څخه د دولسو او اتلسو کلونو د ترمنځ عمر هلکان د پيسو په بدل او يا هم په زور راولي. کله چي دغه هلکان راوستل شي نو هلکانو ته د ښځو جامې وراغوندي او سينګاروي يې، وروسته بيا دغه هلکان د خپل خاوند د ملګرو يا مېلمنو په مخ کي د ښځو په څېر نڅاوې کوي. کله چي مېلمستيا پاى ته ورسيږي، د هلکانو خاوندان چي اکثره جنګسالاران او پوځي قومندانان وي، دغه هلکان له ځانه سره خپل د آرام ځاى ته بيايي او له دوى سره يو ځاى څملي. کله نا کله خو دغه هلکان د جنسي اړيکو لپاره خپلو ملګرو ته هم سپاري.

The Warlord's Tune >>

آزادي د افغان هلکانو په بيه

اوسمهال، افغان عسکر د خپلو جنګسالارانو او قومندانانو په ملتيا په لومړۍ درجه کي دي چي له هلکانو سره اړيکي نيسي، يا هم په بله وينا، افغان عسکر محلي هلکان خپلو کمپونو ته د جنسي اړيکو لپاره ورسره بيايي. دوى خپل دغه ناروا عمل د دې په ويلو سره توجيه کوي چي ښځې يوازې د ماشومانو د راوړلو لپاره وي او هلکان د عيش او لذت لپاره. دوى وايي چي بچه بازي د آزاد افغانستان د کلتور يوه ډېر مهمه برخه ده ځکه چي دا د طالبانو د حکومت پرمهال په جدي ډول ممنوع او ناروا عمل وو. يوۀ عسکر د مرکې پر مهال وويل چي بچه بازي د افغان عسکرو په منځ کي د مخدره توکو د استعمال په څېر، په پراخه ډول دود عمل دئ. هغۀ وويل چي ٧٠% فيصده عسکر د بچه بازي په فعل آموخته دي.

ناکام مخنيوى

افغان حکومت د بچه بازۍ عمل له قانون څخه تېرى او سرغړونه ګڼي. نړيواله ټولنه هغه مهال په غصه شوه چي کله د CNN تلويزوني شبکې په دغسې يوۀ وحشت باندې رڼا واچوله، حتى چي د ملګرو ملتونو چارواکو وويل چي افغان حکومت بايد په هيواد کي دغه ناوړه عمل ختم کړي. خو بل لور ته افغان پوليس دومره قوي نۀ دي چي جنګسالاران او يا له ماشومانو سره د جنسي اړيکو نيونکي په قانوني ډول تعقيب کړي. د ماشومانو او هلکانو حقونه د افغان حکومت له لومړيتوبونو څخه نۀ دي، ځکه دوى وايي چي هيواد لا هم په اقتصادي او سياسي ډګر کي بې ثباته دئ. څارنوالان په يوليسو تور لګوي چي دوى د دغه جرم په مخنيوي کي ناکام دي او نشي کولاى چي له هلکانو سره د جنسي اړيکو لرونکي بنديان کړي.

آيا د ډيموکراسۍ جوړولو شعار ناکام شو؟

د افغانانو عمومي حالت په دې ډول دئ چي دوى دغه عمل د زرو کلونو يو زوړ عمل ګڼي او دوى دا لازمه نۀ ګڼي چي اوس دغسې مسئلې راپورته کړي. د يوۀ نڅاګر هلک خاوند وويل چي دا د دۀ شوق دئ. هغۀ وويل چي که څۀ هم دى ښځه او ماشومان لري خو دى د خپلې ښځې په نسبت له خپل هلک سره ډېره مينه لري. دۀ همدارنګه وويل چي دا د دۀ او د افغانانو کلتور دئ. په څرګند ډول د دۀ دغه دليل د غرب د کلتوري نسبيت د اصل او فردي آزادۍ ضد خبره ده چي غرب يې په ټوله نړۍ کي دفاع کوي. خو د غرب به ښايي د دغو لارښوونو ورکول له ياده وتلي وي چي آزادي او ډيموکراسي د خپلواک حکومت او مسئوليت په لرلو سره منځ ته راځي. دغه لارښوونې بايد هغه مهال ورکول شوې واى چي موږ د دوى د هيواد د بيا رغاونې پرېکړه کوله. دا څرګنده خبره ده چي نڅاګر هلکان له خپلو خاوندانو سره مينه لري او دوى لېواله دي چي يوه ورځ چي دوى لوى شي نو د خپلو خاوندانو ځاى به نيسي. خو کله چي تاسې د کلتوري نسبيت څخه دفاع کوئ او دوى دليل وايي چي دا د دوى کلتور دئ، نو تاسې بيا څه ور ته وايئ؟