ژباړه: افغانان د تعصب په لمن کي: نسيم پسرلى
2010-03-04 07:26:40
افغانان د تعصب په لمن کي
منبع: ګلوبل پوسټ
ليکوال: Atash Parcha
ژباړن: محمد نسيم پسرلى
نېټه: ٢٠١٠/٠١/ ١٥
"زه وياړم چي پښتون يم. زه وياړم چي تاجک يم. زه وياړم چي هزاره يم. زه وياړم چي ازبک يم. زه ځکه له تا کرکه لرم چي د افغان پر ځاى ځان له هغه پورته يو ځۀ ګڼې." دا په تلويزون کي د ځينو خلکو خبرې وې.
زۀ له دې هر څخه خورا ستړې يم.
په جدي ډول، پښتانۀ داسې ګومان کوي چي "فارسيوانان" د پښتنو ضد دي او برعکس فارسيوانان داسې ګومان کوي چي "پښتانۀ" د فارسيوانانو ضد دي، او يا هم تاجک د هزاره وو ضد دي. زه په دې خوابدى کېږم چي د امريکا د متحده ايالاتو د پښتنو ټولنه يا د استراليا د تاجکو ډله او يا هم داسې نورې متعصبې، بې کاره ډلې د دې هڅه کوي چي افغانان په وړو وړو ډلو وويشي. ولې ټول افغانان يو نۀ دي؟ ولې بايد په وړو وړو قومي ډلو ووېشل شي؟ دلته ډېره زياته دښمني ده چي هيڅ د منلو نه ده.
پښتانۀ له دري ژبو کرکه کوي او تاجکان له پښتو ژبو- کله به دوى خپل توپيرونه ومني او په دې به پوه شي چي د دوى ځمکه يوه ده او دوى يو خلک دي؟ کله به دوى پر دې پوه شي چي همدا قبيلې او ولايتونه ؤ چي دا هيواد ترې جوړ شو؟ او دا چي همدوى له پرديو سره وجنګېدل او له خپل هيواد څخه يې دفاع وکړه؟
په داسې وخت کي چي افغانان دې ته اړتيا لري چي د غلو او قاتلينو په مقابل کي سره يو شي، دوى په ولايتونو، کلو او قبيلو وېشل شوي. دوى په دې وياړي هم. دوى ولې وياړي؟
ننګرهار د بې اتفاقيو يوه ښۀ بېلګه ده چي زه يې شاهده يم. د يوۀ کلي اوسيدونکي فکر کوي چي دوى د بل کلي له اوسېدونکو څخه غوره دي، د دوى په ګومان چي د هغه کلي خلک خراب خلک دي. دا د ننګرهار د داخل حال دئ، نو هغه څوک چي له مزار، هرات او يا پنجشېر څخه ننګرهار ته ورځي خو بيخي پردى دئ. زه پر دې باور لرم چي دا يوازې په ننګرهار کي نۀ، بلکې په نورو ولايتونو کي هم همداسې ده.
خداى دې نۀ کړي، که دا همداسې روانه وي نو زۀ ويلاى شم چي افغانستان به په هيوادونو ووېشل شي. دا د شرم خبره ده چي افغانان د غرب مېلمه پالنه کوي خو په خپلو منځو کي يې خورا ډېره سيالي او دښمني ده.
که ستاسې تاجک د پښتون کلتور ته غېږه خلاصه کړي، که ستاسې پښتون د تاجک کلتور ته غېږه خلاصه کړي او همدارنګه له هزاره وو او ازبکانو سره وشي، نو ستونزه به حل شي. افغانان دې هغه مختلفې ژبې او کلتورونه چي په افغانستان کي دي زده کړي، دوى دې دا ومني چي دوى ټول يو دي، دوى دې دواړه ژبې (پښتو، دري) خپلو ماشومانو ته ورزده کړي او د يووالي په ارزښتونو دې يو بل وپوهوي.
زۀ په داسې ډول را لويه شوم چي د هغو ولايتونو او هغو توپيرونو په باره کي هيڅ نۀ پوهېدم چي په افغانستان کي دي او د دې په هکله زه د خپل مور او پلار مننه ادا کوم. زه افغان ملګرې لرم خو زۀ په دې نۀ پوهېدم چي دوى د کومو ولايتونو دي او په ريښتيني ډول ما په دې اړه فکر نۀ کاوه ځکه چي دا کومه ستونزه نه ده – خو کله چي زۀ افغانستان ته راغلم زۀ په دې ټولو توپيرونو پوه شوم.
زما د تن په رګونو کي د پښتون او تاجک دواړو وينه بهيږي. زۀ نۀ غواړم چي خپل قوميت وښيم، خو زۀ اصلاً پښتنه يم چي ټکى پښتو خبرې مې نشواى کولاى، کله مي چي له خپل مېړه سره وادۀ شوم نو د هغۀ له کورنۍ څخه مي پښتو زده کړه. زۀ خوشحاله يم چي زه په دري خبرې کوونکې يوه پښتنه يم، د دې معنى دا ده چي زۀ دواړه يم، او دې له ما څخه يوه واقعي افغانه جوړه کړې ده. زۀ د دې په هکله خپل مور او پلار ته سلام کوم. نن، زۀ خورا وياړم چي زۀ په پښتو او دري دواړو ژبو خبرې کولاى شم، ځکه چي دواړه د افغانستان ژبې دي.
زۀ هيله لرم چي خپلو ماشومانو ته پښتو او دري دواړه ژبې ورزده کړم او په دې يې هم وپوهوم چي دوى افغانان دي او د کوم ځانګړي ولايت نۀ دي. انشاءالله.
که زۀ وايم چي زۀ يم، او تۀ وايې چي تۀ يې
نۀ به تۀ يې، نۀ به زۀ يم
او
که ته وايې چي ته يې، او زۀ وايم چي تۀ يې
هم به زه يم، هم به تۀ يې.
د ژباړن يادونه: د دې مقالې ليکواله يوه پښتنه افغانى الاصله استراليايۍ ده چي مقاله يې Atash Parcha په مستعار نامۀ خپره کړې ده.