امريکايان په پاکستان کي: نسيم پسرلى

امريکايان په پاکستان کي

 نسيم پسرلى _ کابل

 www.bloguna.com/samoon

جنرال پروېز مشرف له يوۀ امريکايي خبريال "سيمور هرش" سره په مرکه کي وويل "ما امريکايانو ته وويل چي موږ ته ډرون (بې پيلوټه) الوتکې راکړئ. هغوى انکار وکړ. ما امريکايانو ته وويل چي يوازې اعلان وکړئ چي تاسې به دغه الوتکې موږ ته راکوئ، تاسې خپلې حملې کوئ خو پر الوتکو د پاکستان د هوايي ځواک نښان ولګوئ، خو هغوى له دې هم انکار وکړ"

د جنوري په لسمه نېټه د پاکستان په مشهوره اونيزه "ندائى ملت" کي د اسرار بخاري يوه ليکنه خپره شوې ده. اسرار بخاري تکړه پاکستانى ليکوال او ژورنالست دئ. دغه ليکنه د دې لپاره مهمه ده تر څو پوه شو چي پاکستانيان په پاکستان کي د روانو حالاتو په اړه څۀ فکر کوي. د ليکنې لنډيز او مهم ټکي په لاندې ډول دي.


نوموړى ليکي:

يا زموږ حکمرانان په ذهني تشويش اخته دي او يا هم غواړي د هيواد وګړي په دې رنځ اخته کړي. که دا خبره ثبوت ته رسېدلې وي چي هند، چي زموږ دښمن وو او کله به مو ملګرى نۀ شي، له بلوچستانه وروسته د پنجاب په وروستيو خونړيو پېښو کي لاس لري، نو ولې دغه ثبوت نړۍ او هند ته نۀ وړاندې کيږي. چارواکي وايي چي ثبوت به په مناسب وخت هند ته وړاندې کړل شي خو حيران يو چي دغه مناسب وخت به هند ولې او څنګه پاکستان ته برابروي.


ترهګرۍ په هيواد کي د وېرې او بې باورۍ فضا خپره کړې. هيواد په تېزۍ سره د د بې ثباتۍ خوا ته ځي. لا چي دغه ثبوت هند ته نۀ دي وړاندې شوي، په دغې جګړې کي په زرګونو پوځيان او ملکي خلک وژل شوي، په زرګونو ښځې کونډې شوي او په زرګونو ماشومان يتيمان شوي دي، آيا کله چي د دغه شمېره لکونو ته ورسيږي نو د ثبوتونو د وړاندې کولو دغه "مناسب وخت" به رارسيږي.
زموږ حکمرانانو له امريکا نه د شاباسۍ د اخيستلو لپاره امريکايان او د دوى غلامان ازاد پرېيښي دي. هغوى په هيواد کي هر لوري ته ځي. د ٢٠٠٩ کال  د نومبر په څلورمه نېټه، د The Nation د ورځپاڼې د راپور په حواله د پى آى اې(PIA) د PK 786 پرواز پواسطه د  X-World Wide، ٢٠٢ کوماندويان د لندن له "هيتهرد" هوايي ميدان څخه اسلام آباد ته راورسيدل. دوى ته د کورنيو چارو د وزارت د لارښوونې سره سم، پرته له کومې لټې او تلاشۍ، هيواد ته د ننوتلو  اجازه ورکړل شوه. په دې اړه د اسلام آباد د هوايي ډګر اړونده چارواکو په دغو لاندې ټکو کي د خپلې وسۍ څرګندونه وکړه "موږ ته داسې لارښوونه شوې چي دوى بايد له ګمرک او تالاشۍ پرته پرېږدو".
د ٢٠٠٩ کال د مارچ په ١٦مه نېټه خليج ټايمز ورځپاڼې په يوه راپور کي وويل چي د شپږ اوو کلونو په دې اوږده جګړه کي د افغانستان د پوځ د جنرال يا له جنرالۍ د راټيټې سطحې يو آمر هم نه دئ وژل شوى، دا ځکه چي افغانان دغه جګړه خپله جګړه نۀ بولي. بلخوا په پاکستان کي چيرې چي ويل کيږي دا جګړه د امريکا جګړه وه خو اوس زموږ جګړه شوې، که غور وشي له جنرالانو او نورو لوړرتبه کسانو پرته نور څومره پوځيان وژل شوي دي.
متقاعد جنرال پروېز مشرف او د ده ملګري د ډار او ډالرو د طمعې له امله د امريکا د لاس آله شول او اوسني چارواکي چي د هغۀ پر پل يې پل ايښى دئ د امريکا خوشحالي د خپل واک او اختيار د دوام ضمانت بولي. د دې له امله پاکستان په داسې لنده خټه کې را ايسار دئ چي که ځان ايستل ترې ناممکنه نه دي نو د ناممکن ترحده ستونزمن دي.
جنرال پروېز مشرف له يوۀ امريکايي خبريال "سيمور هرش" سره په مرکه کي وويل "ما امريکايانو ته وويل چي موږ ته ډرون (بې پيلوټه) الوتکې راکړئ. هغوى انکار وکړ. ما امريکايانو ته وويل چي يوازې اعلان وکړئ چي تاسې به دغه الوتکې موږ ته راکوئ، تاسې خپلې حملې کوئ خو پر الوتکو د پاکستان د هوايي ځواک نښان ولګوئ، خو هغوى له دې هم انکار وکړ" له همدې خبريال سره اوسني ولسمشر آصف علي زرداري په يوه مرکه کي وويل" موږ (پاکستان + امريکا) يو بل ته يو څه اسانۍ برابرې کړي دي چي د دې اسانيو سطح ډېره لوړه ده." دا اسانتيا څۀ شى ده؟ د امريکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرال ډيوډ پيټرياس د دې "اسانتيا" ښودنه کړې. د هغه دابيان د ٢٠٠٩ کال د نومبر په ١٦ نېټه د پاکستان د مشهورې ورځپاڼې "نوائى وقت" خپور کړ چي په کي دغه جنرال ويلي وو " بې پيلوټه جاسوسي او بريدګرو طيارو د ترهګرۍ پر خلاف جګړې کي ډېر مهم رول لوبولى دئ، په دا ډول بريدونو کي تر شلو ډېر لوړ رتبه افراطيان وژل شوي دي، دا بريدونه د کوربه هيواد د خوښې خلاف نه شي ترسره کېداى." دا په دې معنى ده چي، جنرال مشرف چي امريکايانو ته کومه اسانتيا برابره کړې وه، ولسمشر زرداري د هماغه اسانتيا سلسله جاري ساتلې ده. په جنوبي وزيرستان کي په روانو عملياتو کي امريکا نېغ په نېغه ونډه لري د دې سپيناوى د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن په خپله د پاکستان په خاوره کي وکړ. د ٢٠٠٩ کال د اکتوبر په ٣٠ مه نېټه "The Nation" ورځپاڼې د هيلري کلنټن له خولې ليکلي وو " ترهګرۍ او بنسټپالۍ ته به ماته ورکړل شي، ځکه چي موږ په وزيرستان کي خپل عسکر له لاسه ورکړي دي."
په وزيرستان کي امريکايي عسکر يوازې هغه وخت مړۀ کېداى شي چي دوى هغلته موجود وي او که دوى هلته موجود وي نو دا کومه نوې د حيرانۍ خبره نه ده، ځکه چي، ښکاره ده چي دوى به د داسې يوۀ چا پر خلاف جنګيږي چي ترهګر بلل کيږي، هم د دوى له لاسه په پاکستان کي وېرجن حالات زېږېدلي دي. نن چي په دې خرابو حالاتو کي د پاکستان چارواکو د هند لاس ليدلى دئ نو په راتلونکې سبا کي به دوى د امريکا لاس هم وويني چي دوى اوس سترګې ورڅخه اړوي. د ٢٠٠٩ کال د نومبر په ٢٥مه نېټه د امريکا د ولسمشر اوباما او د هغه د هندي سيال من موهن سنګ‌ په ګډه اعلاميه کي ويل شوي دي چي هند چي کوم څۀ ته تروريزم وايي نو امريکا به د هغۀ پر خلاف جګړه کي د هند مرسته کوي او کوم څۀ ته چي امريکا ور ته تروريزم وايي، هند به له امريکا سره د هغۀ پر خلاف جګړه کي د امريکا مرسته کوي. له دې ښکاره اعلان څخه وروسته هم د امريکا او هند په همکارۍ او تړون کوم شک موجود دئ؟ امنيت ساتونکو په تېرو ورځو کي له هندي وسلو څخه ډک څلور لارۍ ونيولې. له دې وړاندې هم پر پوله ډېره هندۍ وسله نيول شوې وه، خو دا ډېره د حيرانۍ وړ ده چي له دې ټولو ښکاره ثبوتونو او شواهدو سره سره د هيواد د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي چي د هند له لوري په پاکستان کي د لاس وهنې پوره ثبوت نشته خو بلخوا د هيواد د کورنيو چارو وزير رحمان ملک خپل هندي سيال ته په دې هکله د مناظرې چيلنج ورکوي. ښه به دا وي چي د هند د کورنيو چارو له وزير سره تر مناظرې وړاندې د خپل هيواد د کورنيو چارو وزير ته ډاډ ورکړو. له هندي وسلو څخه ډکې چي کومې څلور لارۍ نيول شوي دي هغه په پاکستان کي د ورانۍ لپاره رالېږدول شوې وې. که دغه وسلې د ترهګرو لاسته ورغلې واى نو ټولې به يې پر پوځي او امنيتي چارواکو او يا هم پر عامو وګړو استعمالولې.
هلته تر اسلام آباد او پېښور وروسته په لاهور ښار کي د امريکايانو په کارونو کي ناڅاپه ډېر تېزوالى راغلى دئ. د پېښور او اسلام آباد په څېر په لاهور کي هم د پنځه ستوريز هوټل دوه پوړه د امريکايانو لپاره مختص شوي دي چي ډېره زياته کرايه ورکوي. د دې عمل پټ راز دا دئ چي دغو دوو پوړونو ته د هوټل د کارکوونکو په شمول هيڅ کوم بل شخص نه شي ورتللاى. د خبرونو له مخې په پاکستان کي د زمانې د بدنامې امريکايي ايجنسۍ بلک واټر د شبکې په ټينګولو کي د هند د استخباراتو ايجنسي (را)، د اسرائيلو د استخباراتو ايجنسي (موساد) او د افغانستان د استخباراتو ايجنسي (خاد) مهم رول لوبولى دئ. د بلک واټر د ايجنسۍ پنځه سوه ايجنټان په څلورو صوبو کي او يو زر ايجنټان په اسلام آباد او قبايلي سيمو کي خپاره دي. دوى چي په کوم ځاى کي اوسيږي د هماغه ځاى له اوسيدونکو څخه هم ايجنټان استخداموي. دوى متقاعد پوځيان، پخواني بيوروکراتان او له رسنيو سره تړلي خلک استخداموي. د ډسمبر په نهمه د چهارشنبې پر ورځ په لاهور کي د تورو شيشو موټر چي مسلح امريکايانو په کي تګ کاوۀ ونيول شول. د کينټ په حساسه سيمه شېرپاو پل کي چي کله دغه موټر ودرول شول او له دوى څخه د اسنادو پوښتنه وشوه نو دوى له هر ډول معلوماتو ورکولو څخه انکار وکړ، يوازې دومره يې وويل چي موږ امريکايان يو او د موټرو شيشې يې بندې کړې، د پوليسو يوه افسر د تلاشي کولو هڅه وکړه خو امريکايانو موټر تهاڼې ته بوت خو له اسلام آباده د يوۀ مهم چارواکي په ټيلفون کولو دغو امريکايانو او د دوى بې نمبر پلېټه موټر ته د تللو اجازه ورکړل شوه. دوه ورځې بعد د جمعې په ورځ په همدې سيمه کي په بې نمبر پلېټه د تورو شيشو موټر کي سپرو د مورګن په نامه يوې امريکايۍ ښځې له دوو نورو امريکايانو سره د يوې ممنوعه سيمې عکسونه اخيستل چي ونيول شول، هغوى له تلاشۍ ورکولو څخه انکار وکړ او له پوليسانو سره يې بې ادبي وکړه. کابو له نيم ساعت جنجال او خبرو وروسته دوى په سرور روډ واقع يوې تهاڼې ته يووړل شول خو د امريکا په مداخله، دوى له خپلې ويډيويي کمرې سره بې له کوم قانوني چلنده پرېښودل شول. په لاهور ښار کي د خلکو په منځ کي تشويش دئ، دوى په دولت فشار راوړي چي د لاهور په مون مارکيټ کي د چاودنې په هکله تحقيقات وکړي ځکه دوى ګومان کوي چي په دې چاودنو کي بلک واټر لاس لري. خلک د دې پوښتنې ځواب له چا څخه واخلي چي امريکايان ولې د پاکستان په ټولو ښارونو کي ازاد ګرځي او په مشکوکو کارونو بوخت دي؟ هغه کوم چارواکى دئ چي په ټيلفون کولو يې دغه امريکايان پرته له کوم تحقيقه پرېښودل کيږي.
امريکايانو خپل فعاليتونه تر لاهوره رارسولي دي. دوى غواړي په پنجاب کي حالات خراب کړي او په دې سره پاکستاني پوځ او وګړو ته ستونزې راولاړې کړي. په پاکستان کي د چاودنو تر شا د امريکا، هند او اسرائيلو پوره لاس دئ. د حکومت لپاره په کار دي چي په مغربي محاذ کي د جګړې د ختمولو لپاره د متقاعد جنرال حميد ګل او د تحريک انصاف د ګوند د مشر عمران خان د سولې په وړانديز غور وکړي. له طالبانو سره بايد روغه وشي. په دې ډول به د امريکا او هند له هغو حملو خلاص شو چي هغوى يې ترسره کوي او پر طالبانو يې وراړوي. د پاکستان لپاره اصلي خطر هند دئ، ځکه نو موږ بايد مشرقي سرحدونو ته پام وکړو تر څو د هند د ناوړه پلانونو مخه ونيسو.