امريکايي ځانګړو ځواکونو په پاکستان کي څو ځلې بريدونه تر سره کړي دي: نسيم پسرلى

د پاکستان ځينو ورځپاڼو د انګليسي ګارډين ورځپاڼې په استناد ځيني راپورونه خپاره کړي دي چي په کي ويل شوې دي چي د امريکا ځانګړو ځواکونو د پاکستان په قبايلي سيمو کي ځيني پټ بريدونه تر سره کړي دي. دې خبر په داسې حال کي د پاکستان په مطبوعاتو کي غوغا جوړه کړې چي واشنګټن غواړي د پاکستان په خاوره کي د بې پيلوټه الوتکو بريدونه پراخ کړي.
پاکستاني ورځپاڼې د ګارډين د يوه راپورټ په حواله وايي چي د ناټو يوه پخواني افسر دې ورځپاڼې ته ويلي چي د دغو بريدونو څخه يو يې د ٢٠٠٣ او ٢٠٠٨ کلونو تر منځ تر سره شوى چي په کي امريکايي ځانګړي ځواکونه د پاکستان خاورې ته داخل شوي وو، دغه چارواکى وايي چي د د دغو بريدونو په هکله پاکستاني چارواکو ته هيڅ هم نه وو ويل شوي.
د پاکستان د ډان ورځپاڼه ليکي چي د دغو عملياتو په هکله پاکستاني چارواکي په تيارۀ کي ساتل شوي وو او دا چي د واشنګټن چارواکي به دغه اقدام په رسمي ډول تائيد نه کړي.
ډان ليکي: "پوځي چارواکو د بدلې د اخيستلو ګواښ کړى دئ."
په پاکستاني مطبوعاتو کي دغه خبرې په داسې حال کي خپريږي چي پاکستان د سياسي ستونزو، له طالبانو سره جګړې او اقتصادي کمزورۍ سره مخ دئ. د پاکستان د چارو څيړونکي وايي چي دغه هيواد نور نو دهيڅ بلې ستونزې توان نه لري.