په عراق کي امريکايي زندان د "القاعده ښوونځى" دئ

په عراق کي امريکايي زندان د "القاعده ښوونځى" دئ

منبع: الجزيره

ژباړه: نسيم پسرلى

نېټه: December 12, 2009

 

"هغو افراطيانو ته چي په امريکايي توقيف ځاى کي ساتل شوي وو د دې اجازه ورکړل شوې وه چي خپلو ملګرو بنديانو ته د چاودېدونکو موادو استعمال ور زده کړي او ځانمرګي بريد کوونکي شي." دا د يوه مخکيني بندي خبرې دي چي له الجزيره تلويزوني شبکې سره يې کړي.

د ام قصر په بوکا کيمپ کي يوه پخواني بندي عادل جثيم محمد وويل چي امريکايي چارواکو هيڅ هم نه دي کړي تر څو د بنسټ پالو د هغو زده کړو مخه ونيسي چي دوى يې په کمپ کي ځوانو بنديانو ته ورکوي.

محمد وايي" افراطيانو دا ازادي درلوده تر څو ځوان بنديان وروزي. ما دوى وليدل چي د ټولګيو د درسي تختو په استعمالولو يې د چاوديدونکو موادو او وسلو د استعمال او ځانمرګه بريد کوونکو د جوړېدو درس ورکاوه. "

" د امريکايانو لپاره دا عادي خبره وه. دوى د دغو (بنسټ پالو) مخه نه نيوله"

عادل چي د څلورو کلونو لپاره له کوم توره پرته په دغه کمپ کي ساتل شوى وو وويل چي افراطيانو دا اجازه درلوده چي په ازاده توګه له خپلو ملګرو زندانيانو سره خبرې وکړي.