په هرات کي يو امريکايى د اسلام په سپېڅلي دين مشرف شو: نسيم پسرلى
2009-12-12 05:57:35
په هرات کي يو امريکايى د اسلام په سپېڅلي دين مشرف شو: نسيم پسرلى
December 12, 2009
ميتيو ويليانس، يو انجينر او مدير دئ چي د Supreme په نامه يوه خصوصي امنيتي شرکت کي کار کوي، نن د شنبې پر ورځ د هرات په ولايت کي د اسلام په سپېڅلي دين مشرف شو، او خپل نوى نوم يې عبدالله کېښود.
مولوي مجيب الرحمن چي نوموړي ته يې کليمه ورښوولې وايي چي درى افغانانو چي په نوموړي شرکت کي کار کاوۀ په دې توانېدلي چي ميتيو ويلانس اسلام ته راواړوي.
ميتيو د مسلمانېدو وجه د اسلام په اړه د دۀ څېړنه او د مسلمانانو اخلاق وبلل او زياته يې کړه هغه دغه څېړنه د انټرنټ او د خپلو درى افغان همکارانو پواسطه ترسره کړې ده او نن دا دئ مسلمان شوى.
دغه امريکايي زياته کړه چي له اتو کالو راهيسي د ايساف په چوکاټ کي، د هرات، کندهار او کابل په ولايتونو کي کار کوي.
له دې وړاندې هم د هرات په ولايت کي ځيني نور عيسويان د اسلام په مبارک دين مشرف شوي وو.