په هرو څلورو کي درى جرمنيان د اسلام له خپرېدو څخه وېره لري: نسيم پسرلى
2009-12-11 23:59:37
په هرو څلورو کي درى جرمنيان د اسلام له خپرېدو څخه وېره لري
نسيم پسرلى
د يوې سروې له مخې چي پرون د جمعې پر ورځ خپره شوه، د جرمني دريمه برخه خلک د اسلام له خپراوي څخه په وېره کي دي.
يوه سروې چي د جرمني د يوې رسنۍ ARD لخوا تر سره شوې او پرون د جمعې پر ورځ خپره شوه ښيي چي دريمه برخه د هغو خلکو څخه چي په دې سروې کي پوښتل شوي دي، په دې هيواد کي د اسلام د چټک خپراوي له امله اندېښنه لرله. نهه دېرش فيصده نور وګړي په ټولنه کي د اسلام له اغيزو څخه اندېښمن ول، خو يوه کمه اندازه، يعني يوازي دوه ويشت فيصده خلکو ويل چي دوى د دې دين په اړه اندېښنه نه لري.
يوه بله جلا سروې چي د Berliner Morgenpost لخوا شوې څرګندوي چي، د جرمني په پلازمېنه کي اکثريت خلک د جوماتونو د منارونو د جوړولو د بنديز څخه ملاتړ نه کوي لکه په سويټزرلينډ کي چي په دې هکله يوه ټولپوښتنه وشوه. پنځه دېرش فيصده برلين مېشتو چي په دې سروې کي پوښتل شوي د مسلمانانو د عبادت په ځايونو د دا ډول بنديزونو لګول رد کړي، په داسې حال کي چي څلوېښت فيصده د دا ډول بنديزونو ملاتړ کړى. اوه فيصده خلکو په دې هکله هيڅ نظر نه درلود.
په دواړو سروې ګانو کي په هره يوه کي زر کسان پوښتل شوي دي.