ملي اردو او وېره: نسيم پسرلى
2009-12-11 01:56:16
ملي اردو او وېره
نسيم پسرلى
امريکايي خبريال "جې" وايي" پر افغانستان د امريکا له بريد اته کاله وروسته هم داسې ښکاري چي افغان پوليس پر ځان له متکي کيدو څخه لا هم کلونه ليري دي. د دوى امريکايي مربيان وايي چي دوى بايد په تکراري ډول افغانانو ته د هغه ساده کارونو په هلکه ووايي، لکه، کله چي نقليه وسيله د تلاشۍ لپاره دروي نو هغه کسان چي تلاشي شوي له هغو کسانو چي تلاشي شوي نۀ وي، جلا ودروي."
د اوباما حکومت ته يو ستر چيلنج دا دئ چي افغان ملي اردو او پوليس تربيه کړي تر څو د امريکايي ځواکونو د و تلو پر وخت د خپل هيواد امنيت په خپله وساتي.
"جې پرايس" او چک ليډي" دوه خبريالان دي چي خپل څه وخت يې د هيواد په جنوب کي د تلاشۍ په هغه پوسته تېر کړى چي طالبانو خپله د واک لاندې سيمه کي سپين بيرغونه درولي او افغان عسکرو دغه پوسته وروسته له هغه خالي کړه چي کله امريکايي عسکر ترې ولاړل.
جې وايي:
کله چي د يوې نوې جوړې شوې د تلاشۍ پوستې څخه يوازې درى سوه يارډه لرې، د خټينو ديوالو د يوه کور تر څنګ يو بمب وچاوديد، په پوسته کي د افغان عسکرو شپږ افسرانو يوازي يو او بل ته کتل.
يوه بله بده ورځ د هيواد په لومړى لويه لار پيل شوې وه.
د امريکا د پوځ دوهم بريدمن "بېوټل" افغان ژباړونکي ته وويل: دوى ته ووايه چي درې کسان وروليږي او وګوري چي ملکيان خو نه دې زخميان شوي. دوى ته ووايه چي ډېر نيژدې مۀ ورځئ، يواځي يې وګورئ.
کله چي د څلورم غونډ، دغه ٢٣ کلن دوهم بريدمن، د غرمې د ډوډى د ژر خوړلو لپاره نيژدې اډې ته ځي او له خوړلو وروسته وختي ماسپښين د افغان پوليسو پوستې ته راګرځي نو هغوى تښتېدلي وي.
امريکايي خبريال "جې" وايي" پر افغانستان د امريکا له بريد اته کاله وروسته هم داسې ښکاري چي افغان پوليس پر ځان له متکي کيدو څخه لا هم کلونه ليري دي. د دوى امريکايي مربيان وايي چي دوى بايد په تکراري ډول افغانانو ته د هغه ساده کارونو په هلکه ووايي، لکه، کله چي نقليه وسيله د تلاشۍ لپاره دروي نو هغه کسان چي تلاشي شوي له هغو کسانو چي تلاشي شوي نۀ وي، جلا ودروي."
د افغان پوليسو امريکايي مربيان وايي چي افغان پوليس د فساد تر څنګ له ډېرو نورو ستونزو سره مخامخ دي. بېسوادي يوه بله ستونزه ده- "بېوټل" فکر کوي چي يوازي لس فيصده هغه پوليس چي دى کار ور سره کوي، لوست کولاى شي- او له مخدره موادو ګټه اخيستل هم عامه خبره ده.
که د هيواد د ملي اردو دا حال وي نو هغه د چا خبره "حال اين وطن را خراب ميبينم."
د تلاشۍ په دې پوسته کي د دغو دوؤ خبريالانو پواسطه اخيستل شوي عکسونه:







