هغه چي جنسي تېرى پرې شوى، په وېره کي ژوند کوي: نسيم پسرلى
2009-12-09 21:00:44
هغه چي جنسي تېرى پرې شوى، په وېره کي ژوند کوي
منبع: الجزيره تلويزون
ژباړن: نسيم پسرلى
د هغې کيسه د غرب د هغو ادعاوو سره تفاوت لري چي وايي د افغان ښځو ژوند د امريکا په مشرۍ د دوى تر حملې وروسته ډېر پرمختګ کړى.
څوارلس کلنه سامعه، دوه کاله له هغه وروسته چي ووهل شوه او جنسي تېرى پرې وشو، اوس هم د عدل او انصاف انتظار کوي.
د هغې کيسه د غرب د هغو ادعاوو سره تفاوت لري چي وايي د افغان ښځو ژوند د امريکا په مشرۍ د دوى تر حملې وروسته ډېر پرمختګ کړى.
اووه له هغو اتو کسانو چي پر سامعې يې تېرى کړى وو نيول شوي وو، خو د دې کورنۍ باور لري چي پر سميې تېري کوونکي قوي اړيکي لري او د انتقام په لټه کي دي.
سامعه او د هغې کورنۍ په وېره کي ژوند کوي. د هغې پلار چي دوه کاله وړاندې يې له الجزيرې سره خبرې کړې وې، وروسته له هغه چي د خپلې لور په هکله يې د انصاف غوښتنه کړې وه، د يوه محلي قومندان لخوا نيول شوى دئ.
څوک سر نه پسې ګرځوي
اته کاله وړاندې د امريکا په مشرۍ له حملې وروسته داسې ګڼل کېده چي افغانستان به ازاد شي. ښځې اوس هم له اساسي حقونو پرته په ځور کي ژوند کوي، چي د تعليم له حق نه هم اکثر محرومې دي.
د افغانستان د ښځو د شورا رئيسې، فتانې ګيلاني، الجزيره تلويزوني شبکې ته وويل "هيڅوک په ښځو پسې سر نه ګرزوي"
هغې وويل "خلک ښه نه پوهيږي چي څنګه پوليسو او يا محکمې ته د دوى د ځورېدنې پر خلاف د عريضې لپاره ورشي. دولت له اداري فساده ډک دى. موږ په افغانستان کي قوي سياسي او اقتصادي ملاتړ ته اړتيا لرو."
هغې زياته کړه" په تېرو پنځو کالو کي ډېرې پيسې افغانستان ته راغلې، خو د ښځو په ژوند کي کوم مثبت تغيير را نغى. موږ تمه لرو چي راتلونکې نوې کابينه به څۀ تغيير راولي"
ګومان کيږي د افغانستان ولسمشر، حامدکرزى به، چي په نومبر کي يې دوهم ځلي انتخابات وګټل، ډېر ژر خپله نوې کابينه اعلان کړي.
د لاندې لينک په کليک کولو سره د دې پېښې په اړه د الجزيره تلويزون د ويډيو کليپ وګورئ.
http://www.youtube.com/watch?v=at_k5rs-prY