دېرش دقيقې وړاندې مې جنرال مک کرسټل ته وويل چي حامد کرزى توقيف کړئ
2009-12-08 02:32:59
دېرش دقيقې وړاندې مې جنرال مک کرسټل ته وويل چي حامد کرزى توقيف کړئ
ليکوال: رابرټ ماير
ژباړن: نسيم پسرلى
د ستراتيژۍ د اعلان پر مهال بايد ولسمشر اوباما داسې بيانيه ورکړې واى.
د نړۍ او افغانستان وګړو! سلام پر تاسې. تېرې څو اونۍ په دې هکله ډېرې خبرې وې چي امريکا به څومره نور عسکر افغانستان ته استوي. امريکا او متحدينو يې په تېرو اتو کلونو کي په سلګونو بليونه ډالر دې هيواد ته ور توى کړي دي. دا څرګنده ده چي غلطۍ شوي دي. ما په محتاطانه ډول يو ځل بيا حالاتو ته کتنه کړې او دې نتيجې ته رسيدلى يم چي وروسته چي کوم کارونه ذکر کوم هغه به د افغانستان وګړو، د هغه ګاونډيو او ټولې نړۍ ته سوله او امنيت راولي.
يوازې دېرش دقيقې وړاندې مې جنرال مک کرسټل ته لارښوونه وکړه چي حامد کرزى توقيف کړي، او همدارنګه د دۀ معاونين، د کابينې ټول غړي، د سترې محکمې ټول غړي او د افغانستان د پارلمان ټول غړي هم ونيسي او د بګرام په هوايي ډګر کي يې بنديان کړي.
دوى د انتخاباتي درغلۍ، د مخدره موادو ناروا قاچاق، د بشري حقونو په شرمونکي تيري، اختلاس، رشوت، درغلۍ، د افغانستان د اساسي قانون څخه په څو ځلي د تېري، د کومکونو او ترقياتي مرستو په غلطې ادارې او نورو جرمونو متهم دي.
په لنډه توګه، زه دې نتيجې ته رسېدلى يم چي د افغانستان حکومت په تېرو اتو کلونو کي د جرم نړيوالې دستګاه ته وده ورکړې چي نړيوال امنيت او د افغانستان د خلکو هوساينه تهديدوي.
په کابل، مزار شريف، هرات او کندهار کي مارشل لا (پوځي حکومت) نافذ شوى. ټول امريکايي ځواکونه به له کليوالي سيمو را وويستل شي او په دې ښارونو کي دې د عملياتو انتظار وکړي.
ټول تورونه به په راتلونکو څو مياشتو کي په بشپړ ډول سره وڅېړل شي، او يو لوى منصفه هيئت به تصميم ونيسي چي کوم کسان به د خپلو مجرمانه فعاليتونو په وجه په يوه عادلانه محکمه کي محاکمه شي.
ټول دغه کارونه بايد د ملګرو ملتونو او نړيوالې محکمې تر نظارت لاندې جريان ومومي. يو کميسيون به چي له افغانانو او بين المللي مشاورينو څخه جوړ شوى وي د مؤقتو دولتي چارواکو په ټاکلو پيل وکړي.
هدف د بهرنيو ځواکونو ژر تر ژره کمول او د داسې يوۀ رښتيني او مناسب حکومت جوړول دي چي افغانان پرې ووياړي او خدمت يې وکړي. دا سخت حالات دي چي په اړه يې د غښتلو ګامونو د اوچتولو ضرورت دئ، خو موږ بايد دغه ګام ترسره کړو تر څو خپلې تېرې غلطۍ پرې جبران کړو او د هغو خلکو چي د سولې، عدالت او بشري حقونو لپاره يې قربانۍ ورکړي حق پر ځاى کړو.
که پوښتنه وي؟