ملالى جويا: کاناډا بايد خپل عسکر له افغانستانه وباسي: نسيم پسرلى
2009-12-08 01:11:06
ملالى جويا: کاناډا بايد خپل عسکر له افغانستانه وباسي
ليکواله: ملالى جويا
ژباړه: نسيم پسرلى
December 08, 2009
شکنجه، د مخدره توکو قاچاق، د جنګ سالارانو او بنسټپالو دوامداره حکومت هغه څۀ دي چي دغې جګړې افغانانو ته راوړي دي.
ما څو ورځې وړاندې د دوه اونيو په مخه د کاناډا يو سفر درلود چي له هغه ځايه مي د افغانستان نجيبو خلکو ته يو پيغام راوړى. د افغانستان وګړي د دوى د هيواد له اشغال، اداري فساداو د حامد کرزي د مافيايي حکومت، مخدره موادو او جنګ سالارانو څخه تر ستوني دي چي ناټو يې حمايت کوي.
ملالى جويا وايي چي ما هغوى يعني کاناډايونو ته دا وويل چي:
د افغانستان د هغو خلکو په نمايندګۍ چي زيانمن شوي زه د هغو عسکرو کورنيو ته تسليت وايم چي خپل د کور غړي يې له لاسه ورکړي. زه باور لرم چي د دغو عسکرو وژل کېدل ستاسو د خپل حکومت د غلطو تګلارو نتيجه ده. د هغو عامو افغانانو کورنۍ ستاسې په دې تاوان کي در شريکې دي چي په همدې جګړه کي يې خپل غړي له لاسه ورکړي دي.
که موږ دغه غمونه په يوه قوت بدل کړو نو موږ دغه جګړه پاى ته رسولاى شو. په ٢٠٠١ کال کي د عسکرو بېرته راغوښتل هيواد ته ډېره اوږده موده ده، عسکر بايد څومره ژر چي کېدلاى شي بېرته راوويستل شي، وړاندې له دې چي نور افغانان او عسکر بې ضرورته ووژل شي.
نن ورځ دا يو څرګند حقيقت دئ چي د سټيفن هارپر په مشرۍ کاناډايي حکومت د بې ګناه افغانانو په شکنجه کي ګډون لري. يو سبب چي په کندهار او زما هيواد کي خلک له دې جګړې بېزاره دي همدا دئ.
اوس دا څرګنده ده چي د امريکا او متحدينو د تروريزم پر خلاف د جګړې په نامه د جګړې تر شا اصلي موخه دا وه چي افغانستان په مرکزي اسيا کي په يوه نظامي اډې او د مخدره موادو په نړيوال مرکز واړوي. عام افغانان د شطرنج په دې لوبه کې استعماليږي او د غربي ټکس ورکوونکو پيسې او د عسکرو ويني په همدې ايجنډې کي ضايع کيږي چي دا به دغه سيمه نوره هم بې ثباته کړي.
وروستي تش په نامه انتخابات تاسې دا څرګندوي چي د اشغال پواسطه څرنګه يوه ديموکراسي تپل شوې ده. افغانانو ته دا ډېر احمقانه ښکاري چي د هارپر حکومت او د دفاع وزير پيټر مککې دې پروسې ته "بريالي انتخابات" وويل. حتى د افغانستان پېشوګانې په دې خبرې پورې خاندي، ځکه چي هر څوک پوهيږي چي دا تر ټولو تقلبي انتخابات وو. له رايې اچوونې وړاندې، خلکو د پايلو په اړه د يوه متل په ويلو سره داسې وړاندوينه کوله "هماغه خر به وي، خو يوازي زين به يې بدل وي." په پاى کي، موږ وليدل چي په حقيقت کي حتى زين-کرزى- هم نوى نه دئ.
اوس چي کرزي يو ځل بيا لوړه کړېده، د هغه د حکومت ماهيت له هر کله څخه اوس ښۀ څرګند دئ. د هغه دواړه نوي معاونين، فهيم او خليلي، جنګسالاران دي چي لاسونه يې د خلکو په وينو سرۀ دي. په کندهار کي چېرته چي کاناډايي ځواکونه هم مېشته دي، ويل کيږي چي د کرزي ورور د مخدره توکو په قاچاق کي لاس لري او نيويارک ټايمز راپور ورکړى چي هغه د امريکا له جاسوسي ادارې CIA څخه په دوامداره توګه پيسې تر لاسه کوي.
نو د کرزي په خبرو غلط نه شئ چي وايي اداري فساد به له منځه وړي. د هغه دا وعده چي د اداري فساد په وړاندې به يو کميسيون او ټيم جوړوي داسې ده لکه څوک چي پيشو ته غوښه وسپاري.
شکنجه، د مخدره توکو قاچاق، د جنګ سالارانو او بنسټپالو دوامداره حکومت هغه څۀ دي چي دغې جګړې افغانانو ته راوړي دي. نن زموږ خلک له دوو دښمنانو سره مخ دي: اشغالګر ځواکونه چي له آسمان څخه مو په بمونو ولي، او جنګ سالاران او د دوى د عقيدې وروڼه يعنې طالبان.
که بهرني ځواکونه ووځي، نو دا به افغانانو ته ډېر اسانه وي چي د يوه دښمن پر خلاف جګړه وکړي او خپله راتلونکې په خپله وټاکي. دا د افغانانو دنده ده چي د آزادۍ او ډيموکراسۍ لپاره مبارزه وکړي، دا هغه ارزښتونه دي چي ډېر پردي ځواکونه يې موږ ته را بخښلاى نه شي، څوک چي د ډېرو هغو ستونزو مسئوليت پر غاړه لري چي افغانستان اوسمهال ورسره مخامخ دئ او کابو تر دريو لسيزو يې پر بنسټپالو سرمايه ګذاري کړې وي او جنګسالاران او نور مجرمين يې وسله وال کړي وي.
زه په افغانستان کي د کاناډا د تګلارې مخالفه يم، زه په دې هيواد (کاناډا)کي، له ويکتوريا آن تر هاليفکس پورې د عامو خلکو پواسطه ډېره وهڅول شوم. ما په کاناډا کي د عامو خلکو ډېرو لويو غونډې ته ويناوې وکړې، دا څرګنده ده چي کاناډايان په افغانستان کي د خپل حکومت له تګلارې څخه ناراضه دي. راځئ، په ګډه سره خپل غږونه د دې بې انصافه او ويجاړونکې جګړې پر خلاف سره يو ځاى کړو.