ډېر عسکر د افغانستان د ستونزې حل نه دئ: نسيم پسرلى
2009-12-07 00:55:18
ډېر عسکر د افغانستان د ستونزې حل نه دئ
ليکوال: پاوليټ ګيرين
ژباړن: نسيم پسرلي
December 07. 2009
د ولسمشر اوباما پرېکړه چي افغانستان ته ٣٠٠٠٠ نورعسکر ليږي په غلط لوري يو څرګند ګام دئ. زموږ موجوديت په افغانستان کي له لومړي سره د پوښتنې وړ دئ. موږ له چا سره جګړه کوو؟ له القاعده که له طالبانو سره. د څه لپاره جګړه کوو؟ د تروريزم پر خلاف او که د کرزي او يا داسې يوۀ حکومت په خاطر چي اعتبار يې د شک وړ دئ.

موږ خپل عسکر او پيسې په داسې يوه جګړه کي په کار اچولي چي د ګټلو وړ نه ده او د يوۀ عسکر پر سر په يوۀ کال کي يو مليون ډالره خرڅ راځي. د جګړې په دواړو خواوو کي چي هڅه کوي جګړې ته دوام ورکړي، ډېر خلګ وژل شوي. په دې هيواد کي زموږ دوامداره موجوديت له اقتصادي پلوه د زغم وړ نۀ دئ. په افغانستان کي پوځي حل ممکن نه دئ. زموږ پوځ موږ ته هم خدمت کړى نو لطفاً دوي بيرته خپل هيواد او کورنيو ته راولئ. ولسمشر اوباما د خپلې ولسمشرۍ په پرانستونکې وينا کي ويلي وو "خلک به ستاسو په اړه په هغه څۀ قضاوت کوي چي تاسې يې جوړوئ، نۀ پر هغه څۀ چي تاسې يې ورانوئ." ځکه نو زموږ هڅې بايد په افغانستان کي په يوه سياسي حل او بشري مرستو متمرکزې وي.