د مرګ او ژوند ورته والی: نسيم پسرلى
2009-12-06 22:50:57
د مرګ او ژوند ورته والی
ژباړن: نسیم پسرلی
له انټرنټي منابعو څخه
ځیني ورته والي په ځینو چارو کي د تعجب او لوستلو وړ وي. هغه څه چي په دې مضمون کي لولئ هغه واقعیتونه دي چي د امریکا د دوو ولسمشرانو په ژوند او مرګ پورې اړوند دي. دا واقعیتونه که څه هم په تاریخ کي لیکل شوي دي خو د ورته والي له مخې د باور کولو وړ نه ښکاري.
ابراهام لینکن او جان اف کینیډي

ابراهام لینکن په کال ۱۸۴۶ کي د امریکا کنګرې یا د سنا مجلس ته لار پیدا کړه او جان اف کینیډي په ۱۹۴۶ کال کي کنګرې ته انتخاب شو. لینکن په ۱۸۶۰ کال کي د امریکا ولسمشرۍ ته انتخاب شو او کینیډي په ۱۹۶۰ کي. دواړو ولسمشرانو د مدني حقونو په اړه ځانګړی ټینګار درلود. دواړو ولسمشرانو وروسته له هغه چي سپینې ماڼۍ ته لار پیدا کړه، خپل یو یو زوی له لاسه ورکړ. دواړه ولسمشران د جمعې پر ورځ ووژل شول او دواړه هم د مرمۍ له امله چي پر سر یې لګېدلې وې. د لینکن منشي (سکرتر) کینیډي نومېدۀ او د کینیډي منشي لینکن نومېدۀ. دواړه ولسمشران د جنوب د خلګو په وسیله ووژل شول.

د دواړو ولسمشرانو معاونین (جانسن) نومېدل. "اندرو جانسن" چي د لینکن معاون شو په ۱۸۰۸ کال کي زېږېدلی و، او "لینډون جانسن" چي د کینیډي پر ځای کښېناست په ۱۹۰۸ کال زېږېدلی وو.

'جان ویلکس بوث' چي لینکن یې وواژۀ په ۱۸۳۹ کال زېږېدلی وو او 'لي هاروی اوسوالد' چي کینیډي یې وواژه په ۱۹۳۹ کال کي زېږېدلی وو. د دواړو قاتلینو نومونو درې برخی لرلې او د هر یوۀ نوم له پنځلسو نومونو څخه جوړ وو. لینکن د 'فورد' په نامه یو تیاتر کي ووژل شو او کینیډي په یوه موټر کي چي لینکن نومېدۀ او په یوه کارخانه کي چي 'فورد' نومېده جوړ شوی وو. "بوث" او "اوسوالد" دواړه له محاکمې وړاندې ووژل شول. او بلاخره دا چي لينکن له مرګه وړاندې خپل وخت د "مونرو" ښار په "مريلند"کي تېراوۀ او کينيډي خپل وخت له يوه هنرمند سره چي "مريلين مونرو" نومېدۀ تېراوۀ.