کم عمره نابغه ګان: نسیم پسرلی
2009-12-06 05:39:01
کم عمره نابغه ګان
له انټرنټي منابعو څخه
ژباړه: نسیم پسرلی
December 06, 2009
Pasarlai_naseem@yahoo.com
ځیني داسې کم عمره انسانان شته چي په کوچنیوالي کي د فوق العاده فکر خاوندان دي. ځیني له دوی څخه هم دا اوس پېژندل شوي دي او د هغوی استعدادونه د ودې په حال کي دي.
کیم اونګ یونګ

دا نابغه د کوریا اوسیدونکی دﺉ او په ۱۹۶۲ کي زېږېدلی دﺉ. په اوسمهال کي د نړی له مفکرینو څخه ګڼل کیږي. هغه په څلور کلنی کي په جاپاني، کوریايي، جرمني او انګلیسي ژبو خبرې کولای شوای. په پنځه کلنۍ کي یې د حساب سختې پوښتنې حلولای شوې. آی کیو یې ۲۱۰ ده. کیم له ۶-۳ کلنۍ د هانګ یانګ پوهنتون افتخاري زده کوونکی وو او په اووه کلنۍ کي ناسا (NASA) ته وبلل شو. هغه په پنځلس کلنۍ کي خپله دوکتورا واخیسته.
ګریګوري سمیت، د نوبل د سولې جایزې ته نومانده

ګریګوري سمیت په ۱۹۹۰ کي زېږېدلې او په دوه کلنۍ کي یې کولی شوای چي لوست وکړي او په لس کلنۍ پوهنتون ته شامله شوه. د تحصیلي نبوغ کیسه د ګریګوري د ژوند نیمه کیسه ده.
هغه په سولې مَینه ده او په کم عمر کي یې د سولې د پلوۍ او د کوچنیانو د حقونو د یوې فعالې په توګه د نړۍ بېلابېلو هیوادونو ته سفرونه کړي دي. هغه د ځوانانو د دفاع د نړیوالې ټولنې بنسټ اېښودونکې ده، چي د سولې اصول د نړۍ کوچنیانو او ځوانانو ته ور زده کوي. هغې له بل کلنټن او میخاییل ګورباچوف سره خبرې اترې کړي او ملګرو ملتونو ته یې وینا کړې ده. ګریګوري په دولس کلنۍ کي د نوبل د سولې جایزې ته کاندیده شوه.
اکریت جاسوال، اوه کلن جراح

اکریت جاسوال یو هندی تنکی ځوان دی چي له بافکره هندیو څخه یو دی هم دﺉ. هغه په ۲۰۰۰ کال، په خپله اووه کلنۍ کي، د طب په برخه کي خپل لومړی بریالیتوب ترلاسه کړ. د هغه ناروغ یوه اووه کلنه نجلۍ وه چي په روغتون کي یې د علاج کافي پیسې نه لرلې. دا نجلۍ تر دې حده سوزېدلې وه چي راټوله شوې وه او د یو موټ شکل یې غوره کړی وو. اکریت چي په جراحۍ کي هیڅ تجربه نه لرله د دې نجلۍ په سوزېدلي وجود عملیات تر سره کړل چي په پایله کي یې نوموړې ناروغې نجلۍ په اسانۍ سره کولی شوای خپل لاسونه بند او پرانیزي. اکریت خپلو طبي مطالعاتو ته دوام ورکړ او په دولس کلنۍ کي یې د سرطان د درملنې لپاره یو درمل جوړ کړ. هغه دا مهال د هندوستان د طبي زده کړو د پوهنځي کم عمره محصل دﺉ.
آلیتا آندره، دوه کلنه نقاشه

آلیتا دوه کلنه وه خو نقاشي یې له دې وړاندې پیل کړې وه. کله چي مارک جمیسون د آسترالیا د ملبورن ښار د نقاشۍ ريیس، د دې هنرمندې نقاشۍ ولیدې دومره یې خوښې شوې چي تصمیم یې ونیو په یوه نندارتون کي یې کېږدي. د نندارچیانو لخوا د دغه نندارتون تود هرکلی وشو، ټولو غوښتل چي د دغو آثارو پنځوونکی وګوري، همدغه وخت وو چي مارک جمیسون متوجه شو چي د دې تابلوګانو هنرمنده دوه ویشت کلنه آلیتا ده.
مایکل کرني، لس کلن لیسانسه او تلویزوني ملیونر

مایکل کرني څلورویشت کلن دﺉ. په لس کلنی کي یې خپل لیسانس اخیستی. او په ۲۰۰۸ کال کي یې په هغه خپرونه کي چي (څوک غواړي ملیونر شي) ګډون کړی او د یو ملیون ډالرو وړونکی شوی. دی ډېر نړیوال ریکارډونه لري چي یو یې په ۱۷ کلنۍ کي په یوه پوهنتون کي د تدریس دنده ده.
فابیانو لوییجي کاروانا، د شطرنج استاد

فابیانو یو شپاړس کلن ایټالوی ځوان دی چي په څوارلس کلنۍ کي د شطرنج لوی استاد شو. هغه په ټوله نړۍ کي د تر اتلسو کلنو د کم عمر د شطرنج لوبغاړی دﺉ.