هرات او د قیمتي ډبرو قاچاق:نسیم پسرلی

هرات او د قیمتي ډبرو قاچاق

لیکوال: نسیم پسرلی

 

پټ معدنونه هغو افغانانو ته د پیسو ګټلو یوه وسیله ده چي چمتو دي معدني کاڼي ګاونډي ایران ته قاچاق کړي.

 

د روانې ډسمبر میاشت په شپږمه نېټه IWPR یو راپور خپور کړﺉ چي په کي د افغانستان د هرات په ولایت کي د معدنونو او قیمتي ډبرو د قاچاقچیانو سره مرکې کړې دي. دغه راپور په هرات کي د IWPR استازي محمد اسحاق قریشي لیکلی.

لیکوال لیکي: محمد چي د ایران له پولې یوازې ۱۲۰ کیلو متره لرې د هرات په ولایت کي اوسیږي، یو قاچاق وړونکی دﺉ. دی د وسلو او مخدره توکو قاچاق نه کوي، دی د یو بل شي قاچاق کوي چي هغه طلا (سره زر) دي. محمد په یوه لېرې پراته کلي ګلګندي کي چي پولې ته نیژدې پروت دﺉ،په سیاه کوه یا تور غره کي پخپله معدنونه راباسي. نوموړی وايي چي په ۱۹۸۰ کلونو کي چي کله شوروي اتحاد دلته وو ما به د هغوی عسکر دلته لیدل چي په مسو او سرو زرو پسې به یې ځمکه کیندله، کله چي هغوی ولاړل او ووتل نو ما د معدن ایستلو په مروجو وسایلو د دې کار هڅه وکړه.

محمد اوس د ځینو نورو کارګرو په مرسته په میاشت کي ۵۰۰ ګرامه یا هم یو کیلو د سرو زرو او مسو معدني تیږي راباسي او بیا یې ګاونډي ایران ته قاچاقوي.

لیکوال وایي چي په دې سیمه کي ډېر خلګ بې اجازې کیندنې کوي چي دوی د معدني موادو د تصفیه کولو هیڅ وړتیا هم نه لري نو ځکه دولت ته په کار دي چي د دې مخه ونیسي.