ښه لیډ څنګه ولیکو؟: نسیم پسرلی
2009-12-05 07:32:47
ښه لیډ څنګه ولیکو؟
ژباړن: نسیم پسرلی
له انټرنټ څخه
لیډ څه ته وایي؟
لیډ د یوه خبري ګذارش لومړي پرګراف ته وایي. دا تر ټولو مهم پرګراف دﺉ. لیډ څو مهم شیان باید په خپل ځان کي ولري.
· لوستونکو او اوریدونکو ته د خبري کیسې مهم ټکي ورسوي
· لوستونکو او اوریدونکو ته د د خبري کیسې په اړه لېوالتیا پیدا کړي
· پورتني دوه ټکي په څومره لنډ ډول چي کېدای شي ترسره شي
خپروونکي غواړي چي لیډ له ۵۰-۴۵ کلیمو څخه زیات نه وي. ولې دومره لنډ؟ لوستونکي غواړي چي خبرونه ژر تر لاسه کړي.
په لیډ کي څه راځي؟
ژورنالستان دغه شپږ سوالونه استعمالوي. چا (څوک)، څه شی، چېرته، کله، ولې او څنګه.
بېلګه:
داسې فرضوو چي تاسې د یوه سړي په هکله چي له زینې څخه رالوېدلی او زخمي شوی یو ګذارش لیکی. لاندې ستاسې سوالونه لیکل شوي دي.
چا (څوک): سړی
څه شی: د رنګمالۍ پر مهال له زینې څخه لوېدلی
چېرته: د هغه په کور کي
کله: تېره ورځ
ولې: زینه لړزېدونکې وه
څنګه: زړه او لړزېدونکې زینه ماته شوه
ستاسې لیډ شاید په دې ډول جوړښت ولري:
یو سړی پرون وروسته له هغه زخمي شو چي هغه لړزېدونکې زینه چي دی پرې ولاړ وو او رنګمالي یې کوله ماته شوه.
دا جمله د کیسې عمده ټکي یوازې په درویشت کلیمو کي خلاصه کوي، چي تاسې په یوه لیډ کي ضرورت ور ته لرﺉ.
اوس یې تاسو ولیکی
یو لیډ ولیکﺉ چي دکیسې عمده ټکي په کي خلاصه شوي وي.
چا (څوک): د افغانستان ولسمشر
څه شی: د پاکستان له ولسمشر سره لفظي شخړه کړې
چېرې: د اسلام آباد په یوه سفر کي
کله: پرون
ولې: دوی په سیمه کي د امنیت په اړه خبرې کولې
څنګه: د پاکستان ولسمشر د افغانستان ولسمشر ته د غرمې د ډوډی بلنه ور نکړه.