ادبي غلا څه ته وايي؟: نسیم پسرلی

ادبي غلا څه ته وايي؟

منبع: University of California, Davis

ژباړه: نسیم پسرلی

December 5, 2009

 

د بل چا د کار استعمالول بېله دې چي د هغه یادونه وشي ادبي غلا بلل کیږي. که ته د بل چا کلیمې کاروې نو ته یې باید په لېندیو کي ولیکې، او د منبع یادونه هم وکړې. که ته چیرې د نورو نظریې کاروې نو د هغه د خاوند ذکر باید وکړې، حتی که تا دغه نظریې د هغه د خاوند په ټکو کي نه وي ویلې او هغه دې په خپلو ټکو کي ویلې وي.

''کار'' د ادبیاتو له نظره د نورو کلیمو او نظریو، فن او هنر، ګرافیک، د کمپیوټر پروګرامونو، موسیقي، او نورو تخلیقي کارونو او اصطلاحاتو ته شامل دﺉ. لیکنو، چارتونو، ګرافونو، انځورونو، هندسي شکلونو (ډیاګرام)، ویبپاڼو، فلمونو، رادیويي او تلویزوني خپرونو او همدارنګه نورې ارتباطي میډیا ته هم ''کار''  ویلای شو.

د ''منبع'' اصطلاح چاپ شوو کارونو کتابونو، مجلو، ورځپاڼو، درسي کتابونو، ویبپاڼو، فلمونو، انځورونو، رسمونو، ډرامو... او ناچاپ کارونو لکه: د څیړنیز مرکز موادو، ویبلاګونو، صنفي درسي موادو، لیکچرونو، نوټونو، بیانیو او یا د نورو زده کوونکو پاڼو ته شامله ده.

د نورو د کلیمو، نظریو، کمپیوټري موادو او یا د بل هر کار استعمالولو پر وخت د هغه د خاوند او یا منبع نه یادول ادبي غلا ګڼل کیږي. هر کله چي د یوې منبع څخه هر ډول معلومات کاروﺉ نو باید ماخذ یې ذکر کړﺉ.

ولې د ادبي غلا په اړه اندېښمن و اوسو؟

·         که تاسې ادبي غلا کوﺉ نو خپل ځان غولوﺉ. تاسې د خپلو افکارو لیکل په خپلو تورو او ټکو نشی زده کولی، او تاسې د خپلو استادانو او لارښوونکو له لوري د خپلو مهارتونو او استعدادونو په اړه خاصې لارښوونې نشی تر لاسه کولی (ځکه چي هغه څه چي تاسې یې لرﺉ ستاسو نه دي.)

·         ادبي غلا منافقت دﺉ چي تاسو بې لاري کوي، ځکه چي د بل کار په خپل نامه وړاندې کوﺉ.

·         ادبي غلا د علمي قانون پر خلاف تېری دﺉ چي کېدای شي ستاسې د تعلیق او یا د دندې د لاسه وتلو سبب شي. (البته په غربي نړۍ کي)

·         ادبي غلا د بل د اصلي کار اهمیت له منځه وړي. د یو مسلکي کس کار خپل یادول او له هغه څخه غلطه استفاده او تسلیمول یې د هغو زده کوونکو کار بې اهمیته کوي چي خپل کار په خپله کوي.

·         د بل چا ملکیت (د یوه لیکوال کار) اخیستل او استعمالول غلط کار دﺉ پرته له دې چي د خاوند یادونه یې وشي او یا هم اعتبار ور کړ شي. د کاپي کولو له حقونو تېری ښایي د ډېر زیان، جریمې او یا هم د بل ناوړه شي سبب شي.

ادبي غلا وپېژنی!

ناپوهي د دې غلطۍ د عفوې دلیل نشي کېدﺉ. قصدي ادبي غلا لکه قصداَ پرته له یادونې د یو چا د کار کارول او کاپي کول، له انټرنټه د یوې پاڼې راخیستل او خپله یې ګڼل، او یا هم د مرجع او ماخذ اړول او غلط لیکل تر څو منبع پټه شي ډېر غلط کارونه دي چي په بدنامۍ تمامیږي. بې ارادې یا ناقصدي ادبي غلا هغه وخت پېښیږي چي یا منبع نه وي معلومه او یا د منبع د ذکر کولو طریقه غلطه وي. چټل تحقیق او نوټ نیونه او یا بې احتیاطه کاپی کول له برېښناییزه رسنیو څخه هم د دې ډول غلا سبب کیږي. دا ډول غلا هم یو تېری دﺉ او د ټولو علمي اصولو او نظام خلاف ده.

د ادبي غلا د مخنیوي لپاره څو لارښوونې

o        خپل نظر او توري وکاروه. مشق او تمرین د زده کړې لپاره اړین دﺉ. هر کله چي تاسې خپلې کلیمې انتخابوﺉ نو خپل فکر استعمال کړﺉ، تاسې خپله لیکنه اصلاح کولی شی.

o         تشرېح شوو، اقتباس شوو او یا هم کاپي شوو موادو ته اعتبار ورکړﺉ. که تاسې د نورو همغه کلمات چي هغوی استعمال کړي استعمالوﺉ نو ٰٰٰٰٰٰحتمي او ضروريٰٰٰ ده چي په لېندیو کي یې ونیسی او منبع هم ذکر کړﺉ. که تاسې یو چارت اقتباس کوﺉ او یا هم د بل نظر په خپلو ټکو کي بیانوﺉ نو بیا هم حتمآّ باید منبع ذکر کړﺉ.

o        د کلیمو له بدلون او آرایشي صنعتونو له استعمالولو څخه ډډه وکړﺉ. د 'جنګ' پر ځای د 'جګړې' استعمالول، د جملې اړول را اړول او یا هم د اصطلاحاتو ادلون بدلون هم ادبي غلا بلل کيږي.

o        'وړیا' هیڅ هم نشته. همېشه د هغو کلیمو، معلوماتو او نظریو چي تاسې یې استعمالوﺉ او تاسو ته نوې وي ماخذ ذکر کوﺉ. هیڅ باک نه لري چي له کومه یې تر لاسه کوﺉ- حتی که په انټرنټ او یا کوم دایره  المعارف کي وي- تاسي یې ماخذ ذکر کړﺉ.

o        له عامې پوهې با خبره اوسی. تاسې باید د هغو معلوماتو چي په ټولو پورې اړوند وي، ماخذ ذکر نه کړﺉ. خو دا حقیقت باید په رښتیني ډول عام وي. دا چي د مطلقه حکومت ضد مجازي کیسې (د حیواناتو ژوبڼ) لیکوال جورج آرویل دﺉ، ټولو ته معلومه ده. خو دا چي نوموړی په ۴۶ کلنۍ کي په [1]۱۹۵۱ کال کي ومړ، ټول پرې نه پوهیږي.

 


[1] Bowker, G., Inside George Orwell (Palgrave MacMillan 2003)p.420