لومړی تاسې مهربانی وکړﺉ: نسیم پسرلی

لومړی تاسې مهربانی وکړﺉ

 

پیټر ګریګور (چکوسلواکیا)

ژباړن: نسیم پسرلی

 

هارپر : هیله کوم صیب، مهرباني وکړﺉ.

جان : نه... زه په همدې بلاک کې ژوند کوم.

-         زه هم...

-         نو مهرباني وکړﺉ... لومړی تاسې له دروازې د باندې ووځی.

-         استغفرالله... لومړی تاسې...

-         زه ډېره بېړه نه لرم...

-         زه ځم تر څو یواځې اطفایې ته خبر ورکړم... لکه چې اپارتمان مې اور اخیستی دﺉ...

-         نو تاسې بېړه لرﺉ، په داسې حال کې چې زه ځم تر څو می ناروغې مېرمنې ته دوا را ونیسم.

-         نو ستاسې کار د بېړې دﺉ... تاسې مهرباني وکړﺉ.

-         فرق نه کوي... لومړی تاسې... زما د مېرمنې ناروغي ډېره خطرناکه نه ده، خو که تاسې بېړه و نکړﺉ نو ښایي ټول فرشونه او لوښي مو د اور خوراک سي او له منځه ولاړ سي.

-         په فرشو او لوښو پسې دې توره بلا وي... که تاسې بېړه ونکړﺉ، امکان لري چي (خدای مه کړه) مېرمن مو مړه سي.

-         ستاسې کار د بېړې دﺉ... امکان لري چې ټول اپارتمان مو وسوځي.

-         زه درې اپارتمانونه نور هم لرم، په داسې حال کې چې تاسې یوازې یوه مېرمن لرﺉ... ځکه نو ستاسې کار د بېړې دﺉ.

-         د یوه نوي اپارتمان ترلاسه کول د یوې نوې مېرمنې تر کولو څو چنده ګران کار دﺉ.

-          پروا نه لری، اپارتمان او ټول قیمتي شیان په کې بیمه شوي دي.

-         زه هم اندېښمن نه یم،  د واده په لومړیو کې مې مېرمن خپل ژوند بیمه کړی وو... لطفا تاسې مهرباني وکړﺉ... تاسې بېړه لرﺉ.

-         نه... تاسې ووځی... کولای شم وپوښتم چې مېرمنې مو خپل ژوند په څه بیه بیمه کړی دﺉ؟

-         سل زره... د داسې یوې ښځې لپاره دا ډېره لوړه بیه ده. مهرباني وکړﺉ... لومړی تاسې ووځی.

-         نه... لومړی تاسې... زما اپارتمان په یو سل او پنځوس زره بېمه شوی دﺉ.

-         باید تاسې ته ووایم چې مېرمنه مې زما په طبعه چندانې برابره نه ده. لږه بدرنګې، یو څه اندازه بدګزارې او تر یوه حده بې سلیقې ده... نو مهرباني وکړﺉ لومړی تاسې ووځی.

-         او زه باید یادونه وکړم چې زما اپارتمان هم چندانې اپارتمان نه دﺉ... سایه رخ دﺉ او پخلنځی یې هم خورا تنګ دﺉ.

-         لیکن په هر حال لومړی تاسې مهرباني وکړﺉ.

-         نه، لومړی تاسې...

-         دې ستونزې ته باید د حل یوه لاره ومومو.

-         کومه ستونزه؟

-         دا چې لومړی تاسې باید له دروازې د باندې ووځی او که زه...

-         زه تاسې ته درناوی لزم... لومړی تاسې.

-         نه تاسې...

-         نو راځه چې پر زینو ولاړ سو... سګرت به وهو او خپل ماغزه به په کار واچوو تز څو  تصمیم ونیسو چې لومړی تاسې ووځی او که زه...

-         ډېر ښه... بد نظر نه دﺉ.

-         نو ولاړو بیرته د زینو پر لور.