شعر: عبدالباري جهاني
2008-02-29 03:06:32
د عبدالباري جهاني نوی غزل
نن مي لا در وبوله اشنا سبا به نه يمه
شمع د محفل دي يم بېګاه سبا به نه يمه
سل ځله تر تا پوري ليدلی رقيبانو يم
شپې ته دي راغلی يم په غلا سبا به نه يمه
ما مي د زلمي غرور تندی نذرانه کړی دئ
نن در ته راغلی يم پخلا سبا به نه يمه
زه لکه خوبونه د بڼو پر څوکو ګرځمه
وا مي خله سراب رنګه يم ستا سبا به نه يمه
ستا مي تر محفل پوري سلګۍ مستي راوړې ده
ځمه وروستۍ شپه مي ده په خوا سبا به نه يمه
بيا به دي اورغوي له فالونو درته ستړي سي
سل به دي خوبونه سي ريشتيا سبا به نه يمه
زه دي دا يوه شېبه تر بخته رسېدلی يم
سيوری دي پر سر يم د عنقا سبا به نه يمه
تېر به کړې عمرونه جهاني د لېونو سره
زه يوه جلوه يم د ليلا سبا به نه يمه٠