ژباړه: د پاکستانۍ پولې ساتونکي افغانان ځوروي: نسيم پسرلی
2008-02-23 03:14:00
سرچينه: PAN
کوټه:PAN: د پاکستان د سوېل ختيځي صوبې بلوچستان ځايي افغان اوسيدونکي په پاکستاني پوليسو تور لګوي چي د چمن-کوټې په لويه لار له دوی څخه په يوه او بله پلمه پيسې شکوي٠
په افغانستان کي چيري چي د سختې يخنۍ له امله له ١٤٠ څخه زيات وګړي د سختې واورې او يخې هوا له امله وژل سوي، ډېرې کورنۍ د بلوچستان پر لوري را خوځيږي٠ خو ډېری مهاجر د پاکستاني پوله ساتونکو له ځورونې څخه سر ټکوي٠
د کوټې يوه ځايي اوسيدونکي افغان، عبدالمطلب، پژواک خبري اژانس ته وويل: پوليسو د دوی موټر د تلاشۍ په هره پوسته درولی او مهاجر يي مجبور کړي چي د دوی لاسونه ور غوړ کړي(يو څه ورکړي)٠
هغه زياته کړه: چي له دوی(مهاجرو) څخه يي د پېژند پاڼي او پاسپورتونو غوښتنه کړې، او هغه کسان چي قانوني اسناد يي نه درلودل د پيسو په اخيستلو يي پرېيښي دي٠
فاتح الرحمن، دبلوچستان يو بل اوسيدونکی افغان چي مزدوري کوي وويل: دوه اونۍ مخته د کار په لټه کندهار ته روان وم چي له پولي (چمن) د تېرېدو پر مهال يوه پوليس ور څخه د پنځه سوه کلدارو غوښتنه وکړه٠ وروسته دوی زه بندي کړم ځکه چي د دوی دغه ناروا غوښتنه مي پوره نکړه او بيا يي د ١٥٠٠ کلدارو په بدل بيرته را خوشې کړم٠
ډېرۍ وختونه پوليسان نا قانونه توکي د خلګو په جېبونو کي اچوي تر څو ناشکمن وګړي دې ته اړ باسي چي دوی ته بډي ورکړي، اميرالله وويل: له کوټې څخه ٣٢ کيلومتره لرې د کچلاغ د تلاشۍ په پوسته کي پوليسو زما په جېب کي چرس واچول او زه يي بندي کړم٠
په کوټه کي د افغان قونسل جنرل اسدالله پښتون وويل: دوی د دې شکايتونو په اړه د پوله ساتو ځواکونو مشرانو ته څو ځله شکايت کړی، خو دوی بيا هم د بډو اخيستلو او بندي کولو لړۍ ته دوام ورکوي٠