ليکنه: دانازولی به ترڅو پوری وی: احمد جاوید حامد سلیمان خیل

 

 

 

څه دپاسه پنځه او یا نږدی شپږ کاله کیږی چی دطالبانو واکمنۍ یوی خواته اوپرځای یی د کرزی په مشری واکمنۍ رامنخته شوی ده اودهر ه لو ری او  خو ا څخه دآبادیۍ غږونه اوریدل کیږی اودامنیت ،پوهی ،اقتصادی ودی ،کلتوری بډاینی غږونه هم دښو ملګرو په توګه جوخت ورسره درمی خوعجیبه دا ده چی دا به څومره ریښتیا وی اوکه نه یواځی اورازی دی زه فکر کوم چی دابه یواځی اوازی اودروازی وی داځکه چی دلری ولایتونو حا ل خو پر خپل ځای پریږده دکابل ښار چی دحکومت مرکز هم ده وګورو  چی په کابل کی هم داخبری درواغ کڼلی شو ځکه چی پکی وران سړکونه بندی لاری چی دچارواکو له خوا دخپل کورونو دښه امنیت لپاره تړلی اویاهم هغوی دخپل تګ راتګ لپاره په موقتی ډول بندوی اوخلاسوی اوهمدارنګه دامنیت له پلوه خلک ډیر ناکراره دی آن تردی چی  خلک خپل اولادونه دتښتونی او دچاودنو له امله مکتبونو ته هم نسی پریښودلی اوخپله هم له ویری اوډارڅخه بازار ته دخپلو خوراکی توکو درانیولو لپاره نشی تللای د ښایسته لوڼو اودکور دمالونو اوشخصی ځمکو اوکورونوحال خو  دی همدلته وی راځو دپوهی په لو ر نو دلته خو خدای نیک بختی د پو هنی دوزیر په برخه کړی ده چی نن سباخو دژند تولی چاری په انګلیسی اوکمپیوټر پوری تړل شوی دی آن تر دی چی خیر هم دانګلیسی  د نه پو هیدو په صورت کی نه کیږی اوس به دا قتصادی بډاینی تروره سر ور دننه کړو هغی نوځان داسی را ښکاره کړ ټوپک اونظامی دریشی لرم نو پیسی ته لا څو ک یی د سړیو خر څلاو خو در باندی وکړم نو خوډیر څه ویل نشم کولای  خو په دایو ه ټوټه به یی درخلاسه کړم

 

ولله ډیر می چی خوښیږی هغه ته یی

هم لیلا او هم مجنو ن می ګله ته یی

قهرمانه او  توریالیه ګټه ډیره

دپو لیسو دپوستی ټوپکه ته یی

 

نو ریښتیا هم همداسی ده زه هم دا ورسره منلی سم ځکه نظامیان سړک وهلای سی ،معاش لری ،مسلح غلاکولای سی شراب څښلای سی ،عارضین نر اوښځي باندی ډول ډول تیری کولای سی ،داځکه چی هغوی خو نو یا په قتل ،غلا، سیاسی کیسو نو اویا هم دکو رنه په تیښته تو رن وی اودښامار په خو له کی ناست وی نو هرڅه به په خلاصه ټنډه منی اوهمدارنګی په لکونو لکونو روپی دعاجزانو اوفقیرو خلکو په ناحقه  تورن ولو اویاهم دقاتلینو ،شرابیانو ،لاویانو بازینګرو اویانو رو چارچوټانو دخلاسو اونیولو څخه لاسته راوړلای سی نو خو زه هم منم چی ډیره ستره بډاینه سویده  که څوک موچی وه نو اوس به دبوټو نو ستره مغاذه لری ،که خر یی لاره نو اوس به څوموټری لری ،که دو کان اویاهټی لرله نو اوس خو مارکیټونه ساده خبره ده ،که مامور وه نو ریس ده او که مدیر وه نو وزیر ده او که ریس وه نو مشاور ریس جمهور  به شو ی وی  چی په خو ب کی به یی هم داسی    نو ی راغلی کله او که څوک  له څوکی څخه ستړی وی  نو بیاخو دښی  پانګی خاوند دی ستره پانګونه کوی همداده چی دنړی اوهیواد په کچه دملی تجار لقب ځانته اخلی چی لوڼی او ځامن یی هم په  لنډکروزر موټرانو باند یو تر بله سیالی ترسر کو ی چی د فلمانو او سر یالونو  په لیدو سره  هم دموټرو په شان په لباسونو  سیالی کو ی  چی غریب ، بیو زلی او بی علمه خلک دعادل صیب ،مجاهد صیب ،وطن پال صیب اوداسی نو رو دلوڼو اوزامنو هو س خو ری او دنه رسیدو په وخت کی ښځه په میړه اومیړه په ښځی سر نه ټیټوی   هماغه ده چی دمسلی دښه نه پوهیدو اویاهم دهغی دحل لپاره بیاخپله دښامار خو لی ته و ر دانګی او په لو ی لاس د مرګ او بی غیرتی کو می ته ورشی چی خپل نوم هم بیا په ځغرده نشی اخستلای همدارنګه دهالیوډ ،بالیوډ اویاهم دټیلی فلم په لیدو سره سباسم دهغوی لوبی او پیښي کو ی  دمکتبونو ،کورسو نو ،پو هنتونو نو په دروازو او یاهم دهغو په داخل کی پیره داران او یاهم د پو لیسان افسران شی او دخلکو ژوند په ریښنی تو ګه په یو فلم و ر بدلو ی نو ر به زه څه درته ولیکم خو دشعر په دغه کوچنی  ټوټه دی سلسلی ته دپا ی ټکی کیدم .

 

له مامو ره تر وزیره بی کلتو ره یو پوهیږم

خپل کلتو ر مو دی پریښی کلتورو نه راسره دی

سم ډمان راځینی جو ړ دی داصیل کلتو ر نامه کی

څه ګډیږو و رته اوړو څه ډولونه راسره دی

 

دی کلتو ر او فرهنګ لپاره هم دایو ه ټو ټه بس ده  دانازولی به تر څو پوری وی او ددی نازولو داحال به عادی افغانان ،دینی ریښتینی عالمان ،دقلم خاوندان ،په خدای مینو خلکو مجاهدینو،طالبانو  تنکی او نازولی قاریانو ګوری او لاس تر زنی به کنی نه نه دوی به ځان ددی غر بی او شر قی نیمچه مسلمانو په څنګ دیو ه شیطان مثال بولی اود غره سختی دمرګی شیبی به د ځان لپاره ویاړ بو لی چی دتش په نامه یهو دی اونصاری بیرغونو لاندی ژوند وکړی نو همدا سبب ده چی دخپل لاس انتخابی حکومت نه دخلکو کرکه راضی ورسره ورسره دحکومت ملاهم دماتیدو ولوری ته درمی نو زه وایم که حکومت ددی مخه وننه نیسی نو دنجیب دحکومت پالی به ولری