لنډه کيسه: دکريسمس ډالۍ: نقيب الله متونوال
2008-02-23 03:03:43
ليكوال:
O.Henry

ډيلا ژړل او په ژړا ژړا يې خپلې پيسې هم ګڼلې، يو ډالر او اوه اتيا سينټه، بس همدومره وې. شپېته پنياى ماتې يى نورې هم درلودې، چې له ډېره وخته يى ساتلې وې. ډيلا دا درې ځلې وشمېرلې، يو ډالر او اوه اتيا سينټه، او راتلونكي ورځ به كريسمس وي. ډيلا ژړا بس كړه او پاڅېده چى په مخ پوډر ووهي.
دا د كړكى څنګ ته ودرېده او يوې خړې پيشو ته چى د شا انګړه كټارې خوا ته روانه وه كتل. سبا به د كريسمس ورځ وي. ډيلا يو ډالر او اوه اتيا سينټه لري چى د يو يو سينټ په ټولولو يى دا د څو مياشتو خوارى پايله وه چې په كريسمس كې خپل مېړه جېم ته ورباندې ډالۍ واخلي. يوه اونۍ هم نده پاتې او شل ډالره. بيې هم تر هغه څه لوړې دي چې دې يې فكر نه كولو. ډېر ساعتونه يې پدې فكر په خوښۍ تېر كړل چې جېم ته څنګه نوې او ښكلې ډالۍ واخلي. يوه ښكلې عجيبه چې جېم يې په لرلو ووياړي.
دلته د كړكيو تر منځ يوه نرى او اوږده هينداره وه. ډيلا هغى خواته ور وګرځيده او هيندارې ته مخامخ ودريده، ناڅاپه يې سترګې رڼې او وځلېدې. كه څه هم رنګ يې يو څه الوتى ښكاريده خو په بېړه يې خپل ويښتان را كش او خواره كړل.
اوس دلته دوه شيان وو چې دوى ( جېم او ډيلا ) ور باندې وياړل. يو د جېم د سروزرو ساعت چې د پلار او هغه ته دده له نيكه څخه پاتې وو، او بل د ډيلا ويښتان لكه د اوبو يو كوچنى ابشار چې له اوږو يې تر زنګنونو پورې رسېدل. يو ځل بيا يې خپل ويښتان په بيړه ږمنځ، ښكلي او منظم كړل يو څه شيپه زړه نازړه وه او په سترګو يې اوښكې راغلې.
خپل زوړ نصواري كوټ يې واغوست او خپله زړه نصواري خولۍ يې پر سر كړه. سترګى يې همداسى ځلېدې، له كوټې راووته او په زينه ښكته كوڅى ته لاړه. يو څه لاره لاړه او په پاى كى يو دوكان ته ودريده چې پر لوحه يې ليكل شوي وو (مېرمن سوفورينو د هر ډول وېښتانو كاروباري).
ډيلا په منډه دوهم پوړ ته دوکان ته ورپورته شوه. پداسي حال چي اوږده اوږده ساه يي ايستله پوښتنه وکړه، تاسو زما وېښتان اخلئ؟
مېرمنې وويل هو زه وېښتان اخلم . خولۍ دې ايسته کړه چي يو ځل يي وګورم.
ډيلا خولۍ ايسته کړه او خپل ويښتان يي راخواره کړل.
مېرمنې خپل تجربه کار لاس ددې پر وېښتانو را کش کړ او ويې ويل: شل ډالره. ډيلا وويل: هله ژر شه را يې کړه.
راتلونکي دوه ساعته په هوا تېر شول. دا په پلورنځي کي د جېم لپاره دډالۍ په خوښولو بوخته وه چي په پای کي يې بيامونده، دا واقعأ د جېم لپاره جوړ شوی. د بل چا لپاره نه. پدې او بل هيڅ پلورنځي کي چي دې کتلی دا ډول نشته.دا د پلوتونيم څخه جوړ شوی د ساعت يو بند وو ښکلی او ارزښت لرونکی. څنګه چي يي وليد پوهه شوه چي دا بايد د جېم لپاره وي، جېم ته ورته. د ښه کيفيت لرونکی او ښکلی، دواړه صفتونه پکښي وو.
ډيلا په بېړه د پاتي اوه اتيا سينټو سره كور ته ولاړه. كله چې كور ته ورسيده يو څه ورخطا غوندې وه خو ورور په ارام شوه. د خپلو ويښتانو په ږومنځولو او برابرولو لګيا شوه. اوس ډير لنډ شوي وو.
دې هغسي وكړل چې و يې كولاى شول، د وېښتو ګړګوتي كولو اوتو يې واخيست او د خپلو ويښتانو په ګړګوتي كولو پيل وكړ. پيا يي په ايينه كي ځانته په ځير سره وكتل او له ځانه سره يي وويل كه جېم مې په وړومبي ځل ليدو مړه نكړي نو خامخا به ووايي لېونئ٠
خو ما په يو ډالر او اوه اتيا سينټو څه كړي واى.
اووه بجې قهوه جوړه، او ماښامنى هم نږدى وه.
جېم كله هم نه وو ناوخته شوى. ډيلا د ساعت بند په لاس او دروازې ته نږدې د مېز كونج ته ناسته وه.
وروسته يي په زينه د راختو ښكالو واورېدل. يوه شېبه يي رنګ والوت. دروازه خلاصه شوه، جېم د ننه راغى او دروازه يې پوري ګړه. ۲۲ كلن ځوان نرى او جدي ښكاېده. خواركى ملګرى چي د كور ټولې ستونزى دده پر غاړه وې، د هغه يو نوى بالاپوش ته اړتيا وه او دستكشى يې هم نه درلودې.
د جېم سترګى په ډيلا ښخې وې، دلته ددوى تر منځ يوداسى عبارت وو چې دې ونشو لوستلاى او ورڅخه وډاره شوه.
هغه دې ته په يو اريانوونكي ډول ور كتل. ډيلا له مېز پورته شوه او دده خواته ورغله او ورته ويي ويل جېم! ګرانه ما ته داسې مه ګوره، ما خپل وېښتان ددې لپاره لنډ او خرڅ كړل چي تاسو ته ډالۍ په واخلم. زما وېښتان به ژر رالوى شي تاسو مه خفه كېږئ. خفه خو به نه يې؟
جېم دا زما يوه وړه مجبوري وه زما وېښتان ژر لوييږي. راځه خفګان ايسته كړو او ما ته ووايه چي كرسمس دې مبارك شه!
تاسو نه پوهېږئ چي ماڅومره ښه او ښكلى ډالۍ در ته اخيستى.
جېم وويل زه نه پوهېدم چي تا به خپل وېښتان لنډ كړي وي.
ډيلا وويل: ما خپل وېښتان نډ كړل او خرڅ مي كړل، ايا له دې پرته مو نه خوښېږم؟ زه هماغه يم يوازې خپل وېښتان مي لنډ كړي.
جېم په كوټه كي غلي هاخوا دېخوا كتل. له يوه اسويلي سره يي وويل: تاسو وايئ چي وېښتان مو لنډ كړي اوس اړتيا نشته چي پدې پسى وګرځو.
ما وويل خرڅ مي كړل، نشته خرڅ مي كړل، دا د كريسمس ماښام دى،راپخلا شه، ما خپل وېښتان ستا لپاره خرڅ كړل.
جېم لكه يو ناڅاپه چي ويښ شي، ډيلا يي ښكل كړه او پيا يي له جېب څخه يوه كڅوړه را وويسته او په مېز يي واچوله.
زما په اړه غلط فكر مه كوه ډيلا، هسي به هيڅكله ونشي لكه چي تاسو زما په اړه فكر كوى.
دې په خپلو سپينو ګوتو كڅوړه خلاصه كړه او د خوښۍ يوه چيغه يي وكړه اوبيا ژر د ښځو اوښكي او ژړا.
د ږمنځو سيټ وو، هلته د (بروډويسټ) پلورنځي په كړكى هاخوا دېخوا يې كړلې او تر ډېره يي وستايلې،ددې وېښتانو ته ورته ښكلى ږمنځى، خو اوس هغه وېښتان نشته چي دې بايد پرې ږمنځ كړي واى. اخر له اوښكو سره مسكۍ شوه او ويې ويل جېم زما وېښتان به ژر رالوى شي.
ډيلا لكه كوچنۍ پيشو په ټوپونو شوه او چيغې يي كړې، اوه اوه، جېم تر اوسه د دې ښكلى ډالۍ نده ليدلې. د ده دساعت لپاره بند، سره كش يي كړ او په بې صبرۍ يي د جېم په لاس كي وركړ. جېم! ډېر ښكلى ندى! پهدې پسې مي ټول ښار راوغوښت چي اخر مي پيدا كړ. اوس به په ورځ كي سل ځله ساعت ګورې چي څو بجې دي. ساعت دى راكړه چي و يې ګورم څنګه ورسره ښكاري.
جېم ددې په ځاى چي د دې ومني مسكى شو او خپل لاسونه يي د سر شاته كړل او په كوچ كي وغځېد او ويې ويل: ډيلا اوس د كرسمس ډالۍ هاخوا كړه، ډېرې ښكلې دي، چي اوس په كار نه راځي. ما مي خپل ساعت خرڅ كړ چي په پيسو يي تا ته ږمنځې واخلم. ښه نو! شايد اوس به تاسي وكولاى شئ چي ماښامنى تياره كړئ.
پاى