ټوکې ټکالی
2008-02-23 02:04:49
يوه خان خپل نوکر ته وويل چې د باندی ولاړ سه او يو د اتلسو کالو زلمی راوله چې خپله لور ورکړم٠
نوکر تر نيمی لارې ولاړ او بيرته راوګرځېد او خان ته يې وويل چې که د اتلسو نه وو نو د نهو نهو دوه راولم؟
ښوونکی: ووايه چې پښتو ژبې ته ولې مورنۍ ژبه وايي؟ زده کوونکی: ځکه چې کله مور وينا شروع کړي بيا هيڅوک څه نسي ويلای٠ دوه زده کوونکي سره په خبرو وو چې له درسه يې شکايت درلود، يوه بل ته ويل چې راځه شېر خط واچوو که چېرې شېر وخوت نو پارک ته به ولاړ سو،که چېرې خط وخوت نو سېنما ته به ولاړ سو او که چېرې په بغل ودرېده نو مکتب ته به ولاړ سو.