متلونه
2008-02-23 01:22:31
دويمه برخه:
په ژوند کښې چا پر خره سپور نه دی ليدلی د بل په اسونو پورې به خاندي٠
چې جنګ نه کوي لو ډبره اخلي٠
د ژمي په لمر او د دښمن په خندا اعتبار نسته٠
ويل يې توتکۍ بې ازاره ده، ويل يې د چمن د چنجيانو و پوښته٠
تر بېکاره ودانۍ، په خرپ نړيدلې ښه ده٠
تر سړې ګټې تود تاوان ښه دی٠
دوست ته حال وايه دښمن ته لاپې٠
خپل خپل دی پردی مغل دی٠
کارګه د زرکی تګ کاوه خپل يې هېر سو٠
پور چې تر سلو تېر سو وچه مه خوره٠
خپل که دې مړ کړي لمر ته دې نه غورځوي٠
پز پريکړي که شرم درلودلای، د چړې نوم به يې نه اخيستلای٠
پردی غم نيم اختر دی٠
پښتون سل کاله وروسته بدل واخيست ويل يې تلوار مې وکړ٠
لندو خټو ته نری باران پلمه وي٠
د ډول ږغ له لېرې ښه خوند کوي٠
چا په کلي کښې نه پرېښوو ده ويل زما اس د ملک کره وتړئ٠
دعاوې زاړه کفن کښ وګټلې٠
تقدير او تدبير نه سره جوړيږي٠
د کونډې دوه غوايي وه يو ووت نه بل ننووت نه٠