کتاب: پرمعياري ژبه دمعيارپه ژبه يوه څېړنه: محمدمعصوم هوتک

د کتاب پېژندنه
 
دکتاب نوم : پرمعياري ژبه دمعيارپه ژبه يوه څېړنه
ليکوال : محمدمعصوم هوتک
دليکلونېټه : ډسمبر ٢٠٠٦ع
دليکلوځای : اوکويل ـــ کاناډا
کمپوز : محمدمعصوم هوتک
ډيزاين : م - روهيال
خپروونکی : علامه رشاد خپرندويه ټولنه ? کندهار
دچاپ نېټه : جنوري ۲۰۰۷ ع
دچاپ شمېر : زر ټوکه
انلاين چاري : ګل اغا احسان 
 
د کتاب لړلیک

 

 

 
دلوی خدای(ج) په نامه

غالباٌبه د١٣٦٧ش کال شاوخواوه،چي دعلامه رشادمرحوم په کورکي مي ددوی عالمانه خبروته غوږنيولی و. دخبروپه ترڅ کي مي د پښتو د هغه وخت په نشراتوکي دمسلطي ژبي اودهغې په برخه کي دخپلو ستونزوپه باب ځيني پوښتني ځني وکړې . په دغه وخت کي ما د باختر آژانس په پښتوڅانګه کي دغړي په توګه کارکاوه . استاددژبي اود هغې دتحولاتواوتطوراتوپه باب اودغه رازدهغه وخت ددولتي پښتو ضدپاليسيوپه باره کي اوږدې څرګندوني وکړې . دخبروپه پای کي ما ځني وپوښتل چي ولي په دې برخه کي څه ليکئ نه ؟ په جواب کې راته وويل : ٌداکارستاسي ځوانانورسالت دئ . ژبه ملي امانت دئ . موږ دادئ ترتاسي پوري راورسوله . ښه موراورسوله که بده ، سمه مو را ورسوله که ناسمه ، دابه وروستي نسلونه قضاوت کوي . خواوس وار ستاسي دئ چي له دغه امانت سره بې پروايي ونه سي . اصالت ته يې صدمه ونه رسيږي . لوبي ورسره ونه سي . ٌ ماورته د فارسي دابيت ووايه :

 

آسمان بارامانت نتوانست کشيد
قـــــــــرعۀ فال بنام من ديوانه زدند

استادومسل اوزياته يې کړه. ٌپه دې پلمونسې خلاصېدلای . دا امانت تاسي ته درپاته دئ . ٌ له هغې ورځي څخه بياترننه پوري چي زه د ٌ امانتٌ کلمه واورم ، اوږې مي راته درنې سي . داسي راته وايسي لکه ددغه امانت وړلوتوان چي نه لرم . خوداستاد(رح) آهنګ لرونکې خبره مي ترغوږوهيسته ازانګې وکړي . ٌداکارستاسي ځوانانورسالت دئ .ٌ دهمدغه ملکوتي ږغ اغېزه وه ، چي نن يې په ماکي پردغه رازجنجالي موضوع( اوسنۍ پښتو يا کره پښتو؟) باندي دليکلوجرأت پيدا کړ .
ددې ليکني په شروع کي زه په دووزړوکي وم چي آياپردغه مشخصه موضوع ( دپښتودمعياري کولوپرهڅو) باندي دڅه ليکلواجازه لرم که يا؟ ډاکټرپالوال وايي : هو ، لرې يې (١) .ډاکټرزياروايي دژبي مسايل ژبپوهانوته پرېږدئ ځکه دادهغوی مسلکي دنده ده . نو ګويا دده جواب منفي دئ . زه له ډاکټرپالوال څخه تشکرکوم چي دده دفتواله اسيته مي پدل مات سو اوپردغه موضوع باندي مي دليکني جواز تر لاسه کړ اوپر څنګ يې له ډاکټرزيارڅخه بخښنه غواړم چي بې لايسنسه مي قلم چلولی دئ .
څرنګه وکړم هغه دچاخبره ٌ کې خورمه کافرکېږم ، کې نه خورم وږی کېږم ٌ ددغه راز پاڼ وپړانګ ترمنځ به سترګي پټي کړم ، دخدای توکل به واخلم اودهغه حق مجراينه به وکړم چي دپښتانه خواراونتلی قوم يې راباندي لري اوپرڅنګ به مي داستادعليه الرحمه هغي توصيې ته هم يوه داوړوپزه جوړه کړې وي ، چي په ډېره جدي لهجه يې راته کړې وه اوتاسي ته مې څوکرښي وړاندي يادونه وکړه . واهمه مي ځکه ډېره ده ، چي لوړګړنګ دئ . بېرېږم چي ځان ژوبل نه کړم . يوشی چي دليکني جرئت راکوي هغه دمشرانو پوهانو بزرګواري اودکشرانواخلاص دئ اوپرڅنګ يې هررازانتقاداوکره کتني ته زماخلاصه غېږده . که زماله دې ټولي ليکني اواستدلال سره سره بياهم يوچاپه دغه خبره سررا خلاص کړ، چي انډيواله ! کږه دي اخيستې ده . بيابه زه هم له خپل نيلي څخه راکښته سم اوپرخپله تړه به ځم . معناداچي خپلي خبري نعوذبالله
من ذلک ، قرآني احکام نه ګڼم .
په دې اثرکي ماله ځينوکتابوڅخه اوږده اوږده اقتباسونه کړي دي . دا کار دي لوستونکي دليکني دپنډواله په انګېزه نه ګڼي . زمارساله بې هغه هم خواره بوښکې ده . زماهدف دمعياريت اوسني جريان ته کـره کتنه غوندې ده . ددې له پاره زه دنظرياتواونقل قولونوبيارانقلولوته اړ کېدم ځکه له رانقلېدوپرته يې لوستونکي په تاريکه کي پاتېدل . خو له دې سره دي هم مالوستونکي وبخښي . په کتاب کي يوشمېرمکررو خبروزماپه خيال څه بېخوندي پېښه کړې ده.مادموضوع دلازيات وضاحت په نيامت دمکرراتوبېخوندي پرځان منلې ده . هيله ده ښاغلي لوستونکي يې په بزرګوارۍ سره په ٌ تکرارحسن ٌ کي وشمېري .ددې ليکني ځيني برخي ترجمې دي ، چي په متن کي مي يې ماخذ ښوولی دئ اونوره زماخپله څېړنه ده .
په پښتنوکي له بده مرغه پرعلمي مسئلوباندي دنظرڅرګندولو پای ناندرواوشخړوته دريږي . په دغه حقيقت باندي له پوهېدوسره سره ، بياهم زه خپل تاريخي مسئوليت دې ته اړکړی يم چي دهغوزرونو پښتنو اندېښنې منعکسي کړم ،چي دپښتودننۍ په اصطلاح کره ليکني له بابته ورته پيښي سوي دي .

اګربينی که نابيناوچــــــــاه است
اګرخاموش بنشستی ګناه است
+++++
محمدمعصوم هوتک
اوکويل ـــ کاناډا
٢٠ نومبر٢٠٠٦ع

(١) ډاکټرصاحب پالوال داخبره دلغاتوجوړولوپه برخه کي کړې ده اووايي چي دلغاتوجوړول دژبي دهر مستعدويونکي حق دئ .خوزه به ددوی له دغي اجازې څخه لږڅه پراخه استفاده وکړم .
( وګ : معياري پښتو ـــ ٢٤٠مخ) .

 
ژبه

په انساسيکلوپيډيابريټانيکاکي يې دژبي په تعريف کي کښلي دي چي ژبه دږغيزو سيمبولونودخپلي خوښي سيسټم دئ چي دهغه په واسطه انسانان ديوې ټولنيزي ډلي اوديوه کلتوردبرخه والوپه توګه متقابله پوهونه اوراپوهونه (مفاهمه) سرته رسوي . په دې تعريف کي ځای سوي مفاهيم که جلاجلاوشنل سي ، نوبه :
ږغيز(vocal) معناداچي دژبي په تعريف کي موږدمفاهمې په برخه کي يوازي د(وينا) پراړخ زوراچوو. دمفاهمې نورسيسټمونه هم سته لکه ديوه ټاکلي مفهوم دافادې له پاره دسراولاس ښورول ، داوږو پورته کول ، دسترګوکشول ، پزه بوچه نيول اونور، چي داهريويې ديوه مشخص مفهوم په ښوونه کي مرسته کوي خوموږپه ژبه کي يوازي ږغيزسيسټم په پام کي نيولی دئ (١) .
له خپلي خوښي مطلق (arbitrary)سيسټم څخه مومراددادئ چي د ژبني سمبول اودهغه داصلي مادې ترمنځ هيڅ رازلازمي اړيکي نه وي . دمثال په توګه په پښتوکي يوحيوان ته آس وايي . ددغه نامه له پاره په پاړسي کي اسپ ، په عربي کي فرس ، په هندي کي ګهوړا، په انګرېزي کي هورس ، په فرانسوي کي شاوال اوپه روسي کي لوښاد؟ ټاکل سوی دئ . له دغولغتونوڅخه هيڅ يويې دنوموړي حيوان له واقعي حالت سره مناسبت نه لري ، بلکي صرف يوه نومونه ده چي د(ولي ؟) له پاره يې نه جواب سته اونه ژبپوهان له دې بابته پرځان باندي دڅېړني تکليف ايږدي . داخبره حتی په تقليدي لغتونو(imitative words) کي ، چي ديوه ږغ دتمثيلولوله پاره وضع سوي وي ،لاهم تريوې اندازې صدق کوي . په انګرېزي کي دپيشوخرهاري ته (purr) وايي اوپه فرانسوي کي ورته (ronronner) وايي . دواړه لغتونه دپيشي (پيشو) دخرکي ږغونه تمثيلوي خوتاسي وينئ چي دهغوپه شکل او جوړښت کي څومره توپيرسته .
سيمبولونه دشيانوڅرګندوونکي دي خوپخپله شيان نه دي . د کتاب لغت پخپله کتاب نه دئ بلکي دهغه څرګندوی دئ .

کله چي موږدژبي لغت پرخوله راوړو، ترزياتي اندازې پوري مومراد دويلوژبه (spoken language) ده . ليکلې ژبه بيا يوبل سيسټم دئ چي له ويناسره سيده اړيکي لري .
ارواښادپوهانددوکتورمحمدرحيم الهام ليکي : ٌ ژبه دانساني ږغونو يو رمزی سيسټم دی چی ديوې ژبنۍ ټولنی غړی يی دمفاهمی له پاره په کاروی . موږدژبی دغه ږغيزسيسټم ته ويناوايو. انسانانود خپلو وينايی ژبودثبتولواوساتلوله پاره ګرافيک سيسټمونه اختراع کړي دي چی موږيې ليک بولو . وينااوليک په ماهيت کې دوه بيل سيسټمونه دي . دوينااساسي جوړونکي عناصرږغونه دی اودليک اساسی جوړوونکی عناصرتوري دي . ږغونه داسې فزيکی پديدې دي چې احساس يې دغوږونوپه واسطه کيږي اوتوري بياداسي بل ډول فزيکي پديدې دي چی احساس يې دسترګوپه واسطه کيږي .... ٌ (۲)
ډاکټرعبدالرازق پالوال دژبي يوډېرخوندورتعريف کړئ دئ اوهغه داچي ٌ ژبه د پوهوني اوپوهېدني هغه صوتي سيمبوليک وسيله ده چي ودي او تکامل يې بشردانسانيت وتکاملي پړاوته،اودليک ايجاد يې انسان د مدنيت وتکاملي پړاوته رسولئ دئ . ٌ (۳)

(١)ځيني پوهان دمرغانو رېز ، دانسانانوله خواد ٌ هو ٌ پرځای سرښورول ، يادبې علاقه ګۍ ښوولو پر ځای داوږوپورته کول هم په ژبه کي راوړي خوپه دې شرط چي دغه حرکات اونخښي تل همدايوه معنا ورکړي .
( وګ : السټريټيډ ورلډ انسايکلوپيډيا ـــ ٣٠٣٢ مخ ــ نيويارک )
(۲) دخان شهيدياد ـــ دمقالومجموعه ـــ ٧٣ مخ ـــ دسرحدونوچارووزارت ــ کابل ـــ ١٣٧٠ ش
(۳) پالوال ، ډاکټرعبدالرازق ـــ معياري پښتو ـــ دپشتۍ لومړی مخ ــ ١٣٨٤ ش
 
مفاهمه

انسانان ټولنيزژوندکوي . دهغوی په سلوک کي يوله بل سره متقابل عملونه اودغه رازله چاپيريال سره متقابل عملونه دواړه شامل دي . دغه متقابل عملونه اوفعاليتونه دمفاهمې له لاري ، يوبل ته د پيغامو اواطلاعاتودرسولوله لاري سرته رسېږي . دغه رازمنظم اوپر يوه ټاکلي سيسټم باندي ولاړمتقابل عملونه يوازي دانسانانوځانګړتياده . نور حيوانان (ژوي)هم دټاکلوږغونواوحرکتونوپه واسطه يوبل ته پيغا مو نه رسوي ، خودهغوی مفاهمه دانسانانودمنظم ژبني سيسټم په توګه نه وي .ژوي يوازي دږغونو جوړولوغريزوي وړتيا لري خوانسانان دخپلي ټولنيزي ډلي دژبي دزده کولواونوروته دورلېږدولوتوان هم لري . دپوهني دلېږدوني همداتوان دبشري مدنيت دمنځ ته راتګ تاداوګڼل کېدلای سي . که دژبي تعريف په پام کي ونيول سي نوانسانانوهروخت د خبروکولوتوان درلود، خوددې معنادانه ده چي ژبه دي نودکلمې په واقعي معنادانسان د پيدايښت همزولې وي .

په مفاهمه کي درې ډوله سيسټمونه شامل دي چي يويې ږغونه دي ، بل يې دبدن حرکتونه دي اودريم يې ، چي ترنورودووډولونوډېرزيات بنسټيزاهميت لري ، ژبه ده . په ژبه کي بېلابېل ږغونه تريوه ځانګړي انتظام لاندي اوډل سوي وي .

ټولوانسانانو دځان له پاره دويلويوه ژبه جوړه کړې ده اوهرچيري چي بيا مدنيتونه منځ ته راغلي دي ، هورې بيا ورسره سم ليکلې ژبه ايجادسوې ده . له لرغونوژبوڅخه بېلابېلي نوري ژبي رازېږېدلي دي اواوس په نړۍ کي تريوزرزياتي ژبي سته چي ځيني يې په ميليونونو ويونکي لري اوځيني يې بيايوازي په يوه محدوده قبيله کي د يو لږ شمېرويونکوله خواويل کېږي . ژبه دانسانانواوانساني مدنيت يوه ډېره ستره بريا( لاس ته راوړنه ) ده .
 
دژبي مبداء

دبشريت په تاريخ کي دداسي يوه وخت اټکل کېدلای سي چي دننيوانسانانونيکه ګانودي دمفاهمې له پاره دژبي په نامه يوه منظمه وسيله نه درلوده . تاريخي څېړني دنړۍ دموجودوژبونېټه فقط يوڅو زره کاله وړاندي بيولای سي . دداسي يوې ژبي يا ژبو په باب زموږسره معلومات نسته،چي موږيې دانسانانولومړنۍ(primitive) ژبه وبولو . دومره قدرپوهېږوچي په انساني تاريخ کي نه بې ژبو انسانانو وجود درلوداونه بل حيوان دخبروکولواستعدادلري . دانسانانود فوسيلونو څېړنه (١)موږته ديومليون کالوياترهغه وړاندي زمانه کي دژبي دسته والي څرک راکوي .

(١) فوسيل fossil دلرغونوژونديوموجوداتو(حيواني يانباتي )آثارويابقاياووته ويل کيږي لکه هډوکي اوغاښونه چي دمځکي په طبقاتوکي پاته سوي وي .
 
دژبوتاريخي څېړنه

ننني حالت ته دژبودتکاملي سيرڅېړنه ځکه سخته ده ، چي په دې برخه کي زيات مواداوارقام(data) نسته . خوله نېکه مرغه ننۍ ژبي سره پرتله کېدلای سي اوکه دهغوترمنځ منظم ورته والی وموندل سي ، ددغه ورته والي له مخي څوک کولای سي دنوموړوژبويوه مخکېنۍ او زړه مرحله پيداکاندي . هغه پوهنه چي دغه رازمسايل څېړي ، د تاريخي ژبپوهني (historical languistics) په نامه يادېږي او مقايسوي ژبپوهنه (comparative languistics) دهمدې علم يوه څانګه ده .
ژبي دژونديوموجوداتودنوروفعاليتوپه شان دچاپيريال له بدلو نو څخه اغېزمني کيږي . دوګړودکلتوري سيسټمونوپه هره برخه کي چي کوم بدلون راسي ، اړونده ژبه يې هم تريوې اندازې پوري هرومرو بدلېږي. له دې سره سم دژبي زاړه لغتونه اواصطلاحات له استعماله لوېږي يايې معناوي بدلون مومي ، نوي لغاتونه منځ ته راځي . سربېره پردې دژبي ويونکي هم تل تغيرمومي . لوييږي ، زړيږي ، مري اونوي ويونکي منځ ته راځي . ديوې ژبي هرويونکی فردهم دخپل عمرپه اوږدوکي دژبي دويلوځيني لاري چاري بدلوي . له دغه فردسره ښايي نورهم دده دلاري تقليدوکړي . په دې ډول دوخت په تېريدوسره په ژبه کي ډېربدلون راځي . دابهېرورو ورو پرمخ ځي . که څوک ديوې ژبي د ډېروسپين ږيرواوزلميوويونکوويناوي واوري ، په هغوکي به د يادوني وړتوپيروويني . دلغتونوداستعمال په برخه کي هم ورو ورو او ناڅاپي بدلونونه پېښېږي . که چيري ديوې ژبي ليکلي ثبتونه موجود وي ، نوڅېړونکي په اسانۍ سره کولای سي چي دغه رازبدلونونه پيدا کړي .
په لغتونوکي بدلونونه په څوډوله منځ ته راځي :
ـــ معناوي يې بدلون ومومي(١) .
ــــ يولغت له استعماله لوېږي .
ــــ نوي لغتونه اواصطلاحات جوړېږي .
ـــ له نوروژبوڅخه لغتونه اخيستل کېږي .


(١) دمثال په توګه په انګرېزي کي د(deer) لغت چي نن دهوسۍ په معنارواج لري ، په زړه انګليسي کي په عمومي توګه د(حيوان) په معناکارېدئ . په پښتوکي دسيال کلمه دپښتانه له پاره يوه درنه اودوياړ وړ کلمه وه، نن يې دمعيارکاروباريان ددښمن له پاره کاروي .
 
دخيل لغتونه

له نوروژبوڅخه دلغتونواخيستلوبهېرته (لغت پورول) وايي اوکوم لغتونه چي په دې ډول ژبي ته ننوزي د(دخيلولغتونو) په نامه يادېږي . هره ژبه خوراډېردخيل لغتونه لري اومجرده ژبه په نړۍ کي اصلاٌ وجودنه لري . ارواښادعلامه رشاد(رح) وايي : ٌ په دنياکي مجرده ژبه نه سته اومجردقوم هم نه سته . تاسي وګورئ عربي داسي يوه ژبه ده چي قرآن پکښې نازل سوی دی اودعربوقدامت هم واضح دی . مګرپه قرآن کي اتلس توري غيرعربي راغلي دي . هغه دعربونه دي اودعربي دخيلولغاتوله پاره خفاجي يولوی کتاب ليکلی ، شفاءالعليل ياځيني کسان يې شفاءالغليل لاوايي ... سيدسليمان ندوی دلغات جديده په نامه باندي يوبل کتاب ليکلی ، چي په هغه کي يې په عربي کي نوي ور داخل سوي لغات څېړلي دي ... ٌ (١)
انګرېزي ژبي ته تر١٠٦٦م کال وروسته خوراډېرفرانسوي لغتونه ننوتل (٢) . دمثال په توګه د(chair) لغت په همدې وخت کي انګرېزۍ ته ننوتئ چي نن ورځ څوک ددخيل لغت خيال لانه ورباندي کوي . په زړه انګرېزي کي پخوا دهمدې لغت پرځای (stol) يا(stool) رواج درلود .

ددخيلولغتونوله مخي ديوې ژبي دويونکواړيکي له بلي ژبي اوبل قوم سره څرګندېدلای سي . کله چي يوې ژبي ته کوم لغت له بلي ژبي څخه ورننوت اوهورې يې په ژبه کي واخښل سو، نوريې نودژبي ويونکی خپل لغت اودژبي خپل مال بولي .
لکه وړاندي چي مووويل ،ژبي تل دپېړيوپه اوږدوکي بدلون مومي .
که دانسانانو دوه داسي ګروپونه په پام کي ونيسو،چي په پيل کي يې يوه ژبه ويله خود ځينو عواملوله امله يوله بله سره بېل ژوندکولوته اړسول ، څوسوه کاله وروسته به يې ژبي يوله بله سره ډېرتوپيرولري اوکه داحالت همداسي روان وي نوڅوزره کاله وروسته به يې ژبي دومره سره ليري سوي وي ، چي يوازي به دژبي ماهران په پوهېږي چي ددې دووژبومورګنۍيوه وه .

دهرقوم ژبه دهغه قوم له ټولنيز، اقتصادي اوکلتوري حالته سره تړلې ده . که يې قوم دسيالانوسيال و، ژبه يې هم ترسيالانونه پاتېږي . پښتو دپښتانه ژبه ده . دپښتوتاريخ دپښتنوله تاريخ سره تړلی دئ . ترقي اوپرمختګ يې هم دپښتنوله ترقۍ اوپرمختګ سره سيده اړيکی لري . پښتانه چي دخپل ټولنيزانکشاف په داسي پړاوکي وي ، چي په بېسوادۍ کي پاچهۍ کولای سي،خانۍ کولای سي، سوداګرۍ کولای سي،پيرۍ اومريدۍ کولای سي،نوژبه به يې څرنګه اوولي پرمختللې وي ؟
هره ژبه که دهغې له ويونکوڅخه مجرده وڅېړل سي ، ګويانه ده څېړل سوې . ژبه پرويونکواغېزه کوي اوويونکي بياژبه سره سمبالوي او سموي يې .

(١) ګوربت مجله ــ لومړی کال ، شپږمه ګڼه ـــ ٢٣مخ
(٢) په دغه کال انګلستان دNormansله خوافتح سو . دنورمن نوم پخواپه عمومي توګه دسکاندنيويايي خلکوله پاره کارېدئ خووروسته يوازي دناروې خلک په دغه وبلل سول .
 
ژبه اودملتوپه جوړښت کي دهغې رول

ديوه ملت دجوړېدواساسي عناصرګډه جغرافيايي سيمه ، ګډ تاريخ اوګډکلتور(دين ، ژبه ، .... ) دي خوددې عناصروداغېزې درجې يورازنه دي . زياتره پوهان په دې عقيده دي چي ژبه ديوه ملت د جوړېدوډېرمهم عنصردئ . دمانچسټرپه پوهنتون کي دانګرېزۍ ژبي استاد ټوني کراولي Tony Crowley (١) دژبي دهغي اغېزې په باب چي په نونسمه پېړۍ کي يې په اروپاکي دنوو منځ ته راغلو ملتوپه ژوندکي درلوده ، داسي ليکي :
په١٩ پېړۍ کي په اروپاکي يوشمېرمهمي سياسي پرمختياوي منځ ته راغلې اودهغوپه ترڅ کي ځيني نوي ملتونه راڅرګندسول چي خپل ځانونه يې دلومړي وارله پاره وپېژندل اوله نوروڅخه يې هم دپېژندني غوښتنه وکړه. په دغه کلتوري اوسياسي بدلون کي ژبي مهم رول ولوباوه . ځکه لکه څرنګه چي ژبه په يوه ملت کي دشاملېدلو اوله هغه څخه دوتلوله پاره يوه په زړه پوري اساسي وسيله وه ، دغه رازديوه ملت د منځ ته راتګ لومړنۍ وسيله هم وه .
Pedersen څرګنده کړې ده ، په نونسمه پېړۍ کي داروپاد ملي ويښتيا او دژبپوهني پيلتيا له يوه لاسه بل لاس ته کېدله اود زياترو نوو را پيدا سووملتوله پاره دګرامرکتاب ليکنه ياديوې ډيکشنرۍ ترتيبول د سياسي ارمان اعلاميې اوڅرګندوني وې .

لکه ميولرMuller چي ويلي دي ژبه دبشريت دټول تاريخ يوژوندی او ګويا شاهددئ . دی زياتوي چي په دې ډول به ژبه دبشريت ديوه يو موټي اوډله ييز ګروپ ياپه بل عبارت يوه ملت ژوندی اوګويا شاهد هم وي .کله چي ميولر وايي،په معاصروخت کي دځينو ډېرو سرسامونکو
ټولنيزواوسياسي لانجودحل له پاره ژبپوهني ته مراجعه سوې ده ، په حقيقت کي يې دژبي دمطالعې پرسياسي رول باندي تبصره کړې ده . دغه رول دواکمنوکورنيو اودهغوی دتړونونوپه ګټه لوبېدلی نه دئ بلکي دهغوی پرضديې دملتونواوژبوپه ګټه عمل کړی دئ . دنونسمي پېړۍ په دغه عصرکي دغي مفکورې ډېره وده وکړه چي ٌ ژبه ملي هويت اوتشخص منعکسوي ٌ. دمثال په توګه G.F.Graham د ژبي د رول اواهميت په باب داسي څرګندوني لري :
ژبه ديوه ملت دتمايلاتواوعادتونوڅرګنده څېره ده اوددوی دپوهي اواحساساتوډېرغوره محک دئ . که داتشريح ومنله سي نوطبيعي نتيجه يې داراوزي چي داولسواودهغودژبي ترمنځ اړيکی دومره سره نزدې دئ چي يويې بايددبل له مخي وپېژندل سي .ژبه داولس دخوی اوخصلت وروستی يادګاردئ . دی ور پسي زياتوي چي ژبه ديوه ملت له يووالي سره په غوڅه توګه تړلې ده .
G.P.Marshليکلي دي : څرګنده ده چي ديوه اولس ديووالي له پاره د ژبي يووالی اساسي توکی دئ . دملت په جوړښت کي دژبي اشتراک د دين اوحکومت تر اشتراک زيات غښتلی عنصردئ . ديوې ژبي همزمانه ملتونه که هرڅو دعقايدواو سياسي تشکيلاتو دتوپيرونوله امله دشکل له مخي سره بېل سوي وي ، خوپه اصل کي يوکلتور، يو ارمان اودحوادثوپه مقابل کي يو راز عکس العمل لري .

(١) ټوني کراولي په ليورپول کي زېږېدلی اولوی سوی دئ .داکسفورډ، سوت ټامپټن ، رتجرز، بارسيلونا او سانډياګوپه پوهنتونوکي درس لوستی دئ . اوس ( ٢٠٠٥م کال) دمانچسټرپوهنتون د انګليسي ژبي پروفيسردئ . دده په ليکلوآثاروکي ( Proper English?، Language in History and The Politics of Language in Northern Ireland ، اوStandard English and The Politics of Language ) ديادوني وړدي .
دهمدې عنوان مطالب دټوني کراولي د Standard English & the Politics of Language دکتاب له دوهم چاپ د٥٦ ـــ ٥٧ مخونوڅخه اخيستل سوي دي .
لهجه dialect څه ته وايي؟

لهجه دخبرواتروطرزيادخبروددافادې يوډول دئ . لهجې ته په انګرېزي کي dialect وايي چي ديوناني لغت dialectos څخه مشتقه کلمه ده اوډيالکټوس دخبرو کولوطريقې ته ويل کيږي . لهجه ديوې ژبي محلي نوعه هم بللای سو. لهجې ته فرېزيو لوجي phraseologyهم ويله سوې ده (١) اوهغه هم د افادې دڅرګندولولاري ته ويل کېږي .

لهجې پرجغرافيايي ماحول سربېره په ټولنه کي ديوې ژبي د ويونکوله ټولنيزاواقتصادي دريځ سره هم بدلون مومي . د کليوالو لهجه ، دبزګرولهجه ، دمامورينولهجه ، داشرافولهجه ، او نوري ډېري لهجې يې په مثالوکي راتللای سي .

دژبي پوهان په دې عقيده دي ، چي دژبي لهجه هغه وخت منځ ته راځي چي ويونکي يې له خپل اصلي اوطبيعي ټاټوبي څخه د بېلابېلو ټولنيزو، اقتصادي ، سياسي اونظامي عواملوله امله نورو سيموته ولېږدېږي اوهورې دنوروژبوپه ګاونډکي واقع سي او د نورو ژبواو ثقافت تراغېزې لاندي راسي . دځينولهجودانکشاف لړۍ دومره پسې اوږده سي ، چي يوه بله ژبه منځ ته راوړي .

(١)ټوني کاولي ٨٣مخ
 
دژبوکورنۍ

ژبپوهانودانسانانودبېلابېلونژادونو، قومونواوملتونوژبي سره مقايسه کړي دي اوهغه يې پرکورنيوباندي سره وېشلي دي . دژبودې رازمقايسې ته comparative methodوايي . ددې مقايسې په نتيجه کي دوی ته څرګنده سوې ده چي په ځينوژبوکي لغتونه يوله بل سره ورته ښکاري او له دې څخه داسي نتيجه راباسي چي داژبي په يوه واحده ژبنۍ کورنۍ پوري اړه لري . دوی هڅه کوي چي ددې ژبنۍ کورنۍ مبداء ژبه پيداکړي . دغه مبداء ژبه زياتره فرضي hypothetical ژبه وي ځکه دهغې دسته والي دثبوت له پاره پوره اندازه ليکلي موادپه لاس کي نه وي (١) .
په ژبنيوکورنيوکي يوه دهندواروپاييIndo-European ژبوکورنۍ ده . دهندواروپايي ژبومفهوم واردواره دووتنووروڼو جرمن ژبپوهانو ويليام ګريم اوجيکب ګريم نړۍ ته اعلان کړ. په دې وروڼوکي جيکب ګريم ديوقانون پرکشف باندي بريالی سو، چي وروسته دګريم دقانون په نامه مشهورسو(٢) .ګريم پخپل قانون کي وښودله چي انګليسي ، جرمني ،لاتيني اوداروپاډېري نوري ژبي په يوه کورنۍ پوري اړه لري اودا کورنۍ وروسته دهندواروپايي کورنۍ په نامه ياده سوه . پوهانو ته لا داخبره ښه پوره معلومه نه ده چي دهندو اروپايي ژبو مبداء چيري ده (٣). پښتودهمدې کورنۍد آريانۍ څانګي په ختيځ ښاخ اړه لري .

(١) السټريټيډ ورلډ انسايکلوپيډيا ـــ ديارلسم ټوک ـــ ٣٠٣١ ، ٣٠٣٣مخونه ـــ نيويارک
(٢)جيکب لــــــــــــــــــــودويګ ګريم Jakob Ludwig Grimm(1785-1863) او ويليام کارل ګـــــــــــــــــــــــريم
( Wilhelm Karl Grimm(1786-1859 دوه وروڼه وه چي څه دپاسه دوه سوه کاله وړاندي په جرمني کي اوسېدله . دوی پرجرمني فولکلورباندي ډېرکاروکړاود فولکلوريکو کيسويوه مجموعه يې راغونډه کړه چي نن Grimm?s Fairy Tales نوميږي . داکيسې په ټوله نړۍ کي شهرت لري خوپه وروستيوکلونوکي دکيسودکرکټرونودخشن توب له امله ترانتقادلاندي راغلي دي . (وګ : السټرټيډ ورلډ انسايکلوپيډيا ـــ لسم ټوک ـــ ٢٤٢٧ مخ )
(٣) هماغه اثر ـــ ٢٧٤٦مخ
(٤) ويکيپيډيا Wikipediaدايره المعارف ـــ دانټرنيټ په حواله
 
ليکدود

دليکلو(writing)عمليه پريوه وسېله باندي دکرکټرونو(تورو) کيندل ياکښل دي . له دې فعاليت څخه مراد دلغاتواونوروهغو جوړ ښتو سره اوډل ياثبتول دي ، چي ديوې ژبي نمايندګي کوي . داوډلواو ثبتولوله پاره له ټايپ څخه هم کاراخيستل کېږي خودليک دقيق ماهران ټايپ کولوته دليکلوعمليه نه وايي . ددوی په نزد ليکل (writing) اوټايپ کول (typing) دوې سره بېلي عمليې دي . په نړۍ کي دليکلواساسي سيسټمونه پرڅلوروبرخووېشل سوي دي : لوګو ګرافي ، سيلابي، الفبايي اوشکلي. په دې ټولوکي يې زموږد بحث وړ برخه الفبايي سيسټم دئ . الفبې دسمبولونويومجموعه ده چي هر سمبول يې دژبي ديوه فونيم ( ږغ ) نمايندګي کوي . بشپړي الفباوي هغه الفباووته ويل کېږي چي داړوندي ژبي ټول اوازونه او حرکتونه په پشپړه توګه سره تمثيل کړلای سي . يعني که يوه ليکونکي ته ديوه لغت تلفظ ورکړه سي ، دی يې دليکلوترعهده ووتلای سي اوکه يوه لوستونکي ته يوليکل سوی لغت وړاندي سي ، دی يې دتلفظ کولو تر عهده ووتلای سي .(١) دسيمبولونوياالفباوو په واسطه ديوې ژبي تمثيل ته د هغې ژبي ليکدودوايي . څرنګه چي ديوې ژبي اوبلي ژبي تر منځ او دغه رازپه يوه ژبه کي دننه دبېلابيلو لهجوترمنځ دږغونو توپير سته ، ځکه نوليکدودونه هم توپيرسره لري . هرڅومره چي ديوې مشخصي ژبي دلهجودويونکوترمنځ راشه درشه اونور ټولنيز او کلتوري اړيکي سره نزدې کېږي،هغومره يې دواحدي ژبي اوواحد ليکدودله پاره زمينه برابرېږي .

ديوې ژبي دليکني سيسټم (ليکدود) تل دهغې ژبي دويونکود اړتياووپربنسټ بدلون اوانکشاف مومي . کله کله دوخت په تېرېدو سره دسمبولونوپه شکل کي هم بدلون راځي . له همدې امله دئ چي ديوې ليکلي نسخې د انکشاف دڅېړني له لاري هم داړوندوويونکو د اړتياوو په باب معلومات ترلاسه کولای سو اوهم يې دوخت په اوږدو کي دبدلونونوپه څرنګوالي پوهېدلای سو. دهمدې حقيقت له امله بايد دمتونوپه ثبت اوخپرولوکي دخطاط دسليقې يالهجې په خاطر بدلون رانه وستل سي ځکه که داکاروسي ، متون مسخه کېږي اودژبي د تاريخي مطالعې په څېړنه کي څېړونکی بې لاري کېږي اوپرخپله څېړنه باندي غلطي نتيجې بناکوي .

دالفبې تاريخي سابقه لرغوني مصرته رسېږي اوپيل يې د٢٧٠٠ ق م څخه رانښول کېږي. لرغونومصريانودهيروغليف ددوه ويشتو سمبولو په ايجاداوانکشاف سره دخپلي ژبي کانسونينټونه را پېژندلي دي . د ليکدوددتاريخچې اودليک دډولونوڅېړنه زموږتربحث وتلې ده .


(١) ارواښادپوهاندډاکټرالهام ليکلي دي : دپښتوپه اوسني ليکدودي سيسټم کې دهرکانسونانتي ږغيزواحد(فونيم) له پاره يوخاص ليکدودي واحد(ګرافيم) شته اوکومه ستونزه په کې نه احساسيږي .مګردپښتودږغيزسيسټم جوړښت واولي ږغيزواحدونه لري خودليکدودپه سيسټم کې يې يوازی پنځه ګرافيمونه موندلای شو. له بلې خواپښتوځينې داسې ږغونه هم لري چي له دوو واولونوڅخه ترکيبيږی او په ليکدودکې ګرافيمونه ورته نشته اودپښتودليکدودستونزې له همدی کمبوتيوڅخه راولاړيږي .
( وګ : دخان شهيدياد ـــ ٧٤ مخ )
 
دپښتوليکدودپرون اونن

دپښتوالفبې دمنځ ته راتګ پرخبره باندي کورني اوبهرني پوهان په يوه خوله نه دي . اوددې لانجې تاداوپردغه حقيقت باندي ولاړدئ چي دليک مرحلې ته دپښتوژبي درسېدلودوخت په باب موږپوره مدارک په لاس کي نه لرو. دليکدودپرسرباندي په اوسنۍ زمانه کي لانه توافق او يو لړ نورعيني واقعيتونه ددې خبري ښکارندويي کوي چي پښتنو دي تر نورو ګاونډيووروسته ليک ته اړتياموندلې وي . ددې موضوع تفصيلي څېړنه موږله خپل هدف څخه ليري کوي . د پخوانيو روايتو او اوسنيو څېړنوله مخي دپښتو الفبې ايجاد، ياپه يوه روايت سمول دغزنوي سلطان محمود( ٣٨٧ ـــ ٤٢١ هـ ق )زمانې ته رسېږي . داروايت د خيراللغات دمولف قاضي خيرالله نوښاري له خوا دنوموړي کتاب په
مقدمه کي ( د١٩٠٣ع چاپ ) بيان سوی اووروسته عام سوی دئ . قاضي خيرالله ددغه روايت نه راوي ښوولی دئ اونه يې هم ماخذ ، چي څېړونکي دي دنوروڅېړنوله پاره ورته مراجعه وکړي .
علامه رشاد (١٣٠٠ ـــ ١٣٨٣هـ ش) ددغو روايتوتريادوني وروسته د پير روښان بايزيد(٩٣١ ـــ ٩٨٠هـ ق) هغه ادعارانقلوي چي وايي پر عربي تورو باندي دپښتوتوروورزياتول دده( بايزيد) کارنامه ده . (١) د پښتوتوروپه جوړولوکي دروښان پير دغه ادعادده يوپياوړي مريد او پيرو دولت لواڼي په دغه بيت سره تاييدکړې ده :
افغاني لفظ مشکل و، لوست کوېښ نه شه
ورته وشــــــــــــوه، کننده ديارلس حرفــــــونه
دپښتوداتوري دروښان پيردلوی عقيدوي اوسياسي مخالف اخوند دروېزه ننګرهاري (٩٣٩ــ ١٠٤٨هـ ق)له خواهم کارسوي دي اوله همدې استعمال څخه ګيورګ مارګنسترنې (١٨٩٢ـــ ١٩٧٨ع ) داسي نتيجه اخيستې ده چي ګويادروښان پيرپورتنۍ ادعا حقيقت نه لري (٢).
که دغزنوي سلطان محمودپه وخت کي د پښتو الفبې په باب غښتلي اسنادترلاسه هم سي ، له دې حقيقت څخه سترګي نسي پټېدلای چي دغي الفبې دايجادله زمانې ( پنځمي هجري پېړۍ) څخه بيادروښان پيرتروخته ( لسمي هجري پېړۍ ) پوري منظم اوپرله پسې تداوم نه دئ موندلی اوکه يې موندلی هم وي ، زموږپه واک کي داسي اسناد نسته چي له هغوڅخه دي ددغه تداوم دسته والي په باب داستدلال له پاره کارواخلو. دموجودواسنادوله مخي دپښتوالفبې مستندليکلی ثبت چي وروسته يې زموږترزمانې پوري له ډېروبدلونونوسره پرله پسې تداوم موندلئ دئ ، دخيرالبيان ليکدوددئ چي زموږپه څېړنو کي ورته روښاني ليکدودويل سوئ دئ .روښاني ليکدودددغه غورځنګ په نشراتواوشعري دېوانونوکي پالل سوئ دئ اوپه دغه ليکدودباندي ليکلي سوي نسخې دپښتونسخوپه زېرموکي موندل کېږي . ترروښاني ادبياتو، چي مرادمي دروښاني غورځنګ دپيروانو دېوانونه دي ،په هاخوازموږپه لاس کي اوس داسي کومه خطي نسخه نسته چي دغه ليکدوددي يې پاللی وي .
دروښان پيرلوی مخالف اخونددروېزه اودهغه پيروان ځان ته خپل پښتوليکدودلري چي په خپله نوعه کي خويوجلاليکدودورته ويلای سو، مګرله روښاني ليکدودسره يې په ځينوبرخوکي ورته والی ليدل کېدای سي .
تردغه ليکدودوروسته نو زموږمخي ته دخوشحال خان خټک ليکدود (ځنځيري ليکدود) راځي .داليکدوددخوشحال خان خپل ايجاددئ . دده خپل آثاراودده دزامنواولمسيوآثارپه دغه ليکدود ليکل سوي دي او خپرښت يې ترروښاني ليکدودځکه زيات دئ ، چي دخوشحال خاني غورځنګ ادبي ايجادات ترروښاني غورځنګ زيات اوپراخ دي . دخوشحال خاني ليکدود يوه وروستنۍبيلګه ، چي دده تر عصرډېر وروسته دده دکورنۍ ديوه پردېس غړي دوست محمدخټک په قلم را پاته ده ، دبحرالعلوم (۳) خطي نسخه (د١٢٩٠هـ ق کال خطاطي ) ده. په دې نسخه کي دوست محمدخټک خپل قبيلوي نوم (تخلص)په خوشحال خاني ليکدودليکي اودخټک کلمې د(ټ) پرځای (ط) کاږي او تر لاندي (ء) ورته ږدي .
دپښتوليکدوددتاريخي سيرڅېړونکي دپټي خزانې اوددغه عصرد ليکدودپه باب هم ږغېږي . خوڅرنګه چي دپټي خزانې دغه اوسنۍ نسخه په ديارلسمه هجري پېړۍ کي خطاطي سوې ده ، ځکه نودهغې له رويه داصلي نسخې دليکدودپه باب تبصره کول ماته مشکله ښکاري . خودهغونسخوله مطالعې څخه چي دغه عصرته نزدې ياتر هغه وروسته ليکل سوي دي ، داسي ښکاري چي دخوشحال خاني ليکدودتراغېزې لاندي چي ليکلي سوي نه وي .
خوداخبره موبايدپه ټينګه په پام کي نيولې وي چي له خطي نسخو څخه په يوه عصرکي دمروج ليکدودياپخپله دليکوال يا شاعر لخوا کارسوی ليکدودمعلومول ډېره ګرانه خبره ده. ځکه خطاطان د نسخوپه کاپي کولوکي خپله ځاني سليقه اوخپله لهجه هرومرو داخلوي (۴) .
په افغانستان کي داميرشيرعليخان ترزمانې پوري چي دپښتوکوم ليکدوپه لږوډېربدلون سره رواج درلود،هغه ليکدوددئ چي په مشخصه توګه له احمدشاهي عصره راهيسي په پښتوليکنوکي پالل کېدئ . دې ليکدودکومه معياري بڼه نه درلوده اوترزياتي اندازې پوري دهرليکوال اوشاعرپه سليقه اوبرداشت پوري تړلی و.
په شلمه پېړۍ کي چي افغانستان ته دتجدد اومدنيت پالني اغېزې د اميرحبيب الله خان (سراج الملت والدين) په پاچهۍ کي دسراج الاخباردخپروونوله لاري ورسېدلې ، نوپرڅنګ يې دپښتونشراتوله پاره عيني زمينه برابره سوه .سراج الاخبار په لومړي سرکي په سنګي چاپ خپرېدئ اووروسته چي دعنايت مطبعه په کابل کي تاسيس سوه (١٩١١ع) ، سراج الاخبارهم په حروفي توروخپل نشرات پيل کړل . دا توري پارسي توري وه اوپښتومضامين اواشعاريې هم په همدې تورو خپرول .ځکه نوموږ ددغي دورې پر پښتوليکدودباندي دسراج الاخبار د نشراتو پر بنسټ نه سوږغېدلای . موږته معلومه ده چي په سراجي عصرکي د حبيبيې مدرسې له پاره دپښتودرې کتابونه دمولوي صالح محمدپه قلم ليکل سوي دي . داکتابونه اوس زماسره نسته خوپخوامي ترنظرتېرکړي وه .په هغو کي لومړی پښتو کتاب ښاغلي عبدالکريم بريالي ( دپښتوليکدود) په نامه پخپل نوي چاپ سوي اثر١٠٥ مخ کي په لنډه توګه معرفي کړی دئ . ماته ددغه کتاب په باب دښاغلي بريالي له بيان اوخپلومشاهداتوڅخه څرګنده سوه چي دکتاب ليکدودله هغه رسم الخط سره ورته دئ، چي وروسته داماني عصر په ( مرکه دپښتو) کي هم منل سوی واوتاسي به يې په راتلونکوکرښوکي تفصيل ولولئ .
داميرامان الله خان په روښانه دوره کي دپښتوليکدودله پاره منظمه رسمي هڅه دهغي ټولني له خواله سره راپيل سوه ، چي ٌ مرکه د پښتو ٌ نومېدله (۵) .
مرکه دپښتوتر١٣٠٢ هـ ش کال دمخه منځ ته راغلې وه اولومړی رئيس يې مولوي عبدالواسع خان کاکړ اوترهغه وروسته يې دوهم رئيس عبدالرحمن خان لودين و. دې مرکې دوولس تنه غړي درلودل اود وخت په اساسي قانون ( نظامنامه دتشکيلات اساسی افغانستان ) کي يې په درجېدلوسره رسمي اوقانوني بڼه موندلې وه . ددې مرکي وظايف دپښتوژبي د قاعدوجوړول اوددرسي کتابوترجمه کول اونقلول وو(۶). د ښاغلي رفيع صاحب دڅېړني له مخي ، دې مرکې چي دپښتوالفبې له پاره کوم ليکدودټاکلی و ، له اوسني مروج ليکدوسره يې زيات توپير نه درلود .يوازنی توپيريې داو، چي د( ځ) ږغ له پاره يې د(ح) ګرافيم ته يوټکی پرسربل په غېږ کي ورکاوه . له هغوبېلګوڅخه چي ښاغلي رفيع صاحب د(يوازينۍ پښتو) له کتابه رااخيستي دي ، ښکاري چي مرکې دکندهارۍ لهجې ځانګړتياوي منلي وې .چي تفصيل به يې تاسي په راتلونکوپاڼوکي ولولئ .
دليکدودکوم اصول چي (مرکه دپښتو) ټاکلي وه ، په طلوع افغان اخبارکي هم په لږوډېرتوپيرسره تعقيبېدل . خوبل چايې دپاللوهڅه نه کوله اوترډېري اندازې د کاغذ پرمخ پاته سوي دي .(۷)
مرکه دپښتوداماني دورې له ختمېدوسره پای ته ورسېده . کله چي په هيواد کي ترسقوي انارشۍ وروسته دولتي نظم داعليحضرت محمد نادرخان اودهغه دغښتلووروڼوپه موټه ټينګ سو،ورسره سم يې په کابل کي د(انجمن ادبی) ترجوړېدو(١٣١٠ش)يوکال وروسته په کندهارکي د پښتوانجمن خښته کښېښووله سوه .
دپښتوادبي انجمن د١٣١١ش کال دليندۍ په نهمه نېټه دکندهار ولايت په عامه سلامخانه کي دوزيرمحمدګل خان مومندپه وينا پرانيستل سو. نوموړي په خپله پرانيستونکې ويناکي دانجمن دندې داسي بيان کړې :
١ـــ انتشارديوه مجله علمی اوادبی اواجتماعی اوتاريخي چی د پښتانه دشانه سره ښايی اومناسب ددغه کام اوژبی يی .
٢ـــ جمع اوتدوين دلغات متفرقه دپښتوپه هرکام اوهرکلی کی د پښتنوچی هرچيری وی اودفع اوورکول دمفهوم داختلاف دلغات چی بلاانديشه دکوم مصيبت څه په ميانځ کی وی ياپيداشی .
٣ـــ جمع کول اوټولول دادبی کتابونودپښتو،چی مطبوع ياغير مطبوع وی اوتشويق دتصنيف اوتاليف دداسی آثارادبيه .
٤ـــ ترجمه ددرسی کتابونوچی په موجب دپروګرام رسمی دوزارت معارف دافغانستان په مدرسواومکتبوکی ويل کيږی .
٥ـــ ترجمه اوتاليف دنورمفيدعلمی اوفنی اوتاريخی اوغيره کتابونه عصری دهری ژبی چی وی په شرط ددی چی خلاف دعقايد اسلامی دمسلمان ملت دپښتون اومخالف دسياست دحکومت مستقله دافغانستان نه وی .
٦ـــ تاسيس ديو (ملی کتب خانه دپښتو) اوهم ضمناٌ دهغه کتابو نو چی دپاسنی مطالبودپاره مفيدوی .
٧ــ په ذريعه دنشرد(( مجله ادبی )) جلب توجه دتمام ملت ودی خواته اوحاصلول دنيک بينی په نسبت د((پښتو)) ٌ (۸).
دانجمن په دندوکي دليکدودپه باب مشخصه يادونه نه ده سوې خو دانجمن له نشراتوڅخه څوک معلومولای سي چي دليکدود يوه ټاکلې لاريې تعقيبوله اوښاغلی بريالی وايي چي ٌ ... دليک په اندازکښی لږبدلون راوستلئ .... ٌ (۹). ښاغلي رفيع په ژبپالنه کي دانجمن د تشکيلاتو اونشراتوپه باب ښه پوره څېړنه کړې ده خود ليکدودپه باب يې څه نه دي ويلي .
دکندهاردپښتوادبي انجمن په ١٣١٦ ش کال دکابل له ادبي انجمن سره يوځای سواوددواړوله ترکيبه څخه پښتوټولنه منځ ته راغله .
پښتوټولنه د١٣١٦ ش کال دثورپه لومړۍ نېټه تاسيس سوه . دې ټولني خپل کاراووظايف ترخپلومخکنيوانجمنونو منظم اوپراخ کړل اوهغه په دې ډول وه :
١ـــ دافغانستان دتاريخ تدوين اودافغانستان په تاريخي څرنګوالي له هره پلوه پوره ،پوره رڼااچول .
٢ـــ ژبي اوادب ته تحول اوترقی ورکول ، ملی آثار(فولکلور) دوطن له هره ګوټه راټولول اونشرول .
٣ــ ديوې عصري اوعملی ژبي په حيث دپښتوژبی دراژوندی کولواو تدوينولوکار.
٤ـــ دکابل مجلې اوکالنۍ اونورووطنی جرائدوپه واسطه ادب اوژبی ته ترقی ورکول اوجهان ته په يوابرومندصورت دافغانستان معرفی کول . (۱۰)
په ١٣٣٣ ش کال دپښتوټولني په اهدافو اووظايفوکي يوژوربدلون راغی اودنويو وظايفوپه لړکي يې ٌ دپښتوژبي دلغاتو اوقواعدو تدوين ، دضرورت له مخي دنويو اصلاحاتو او لغاتووضع کول ، ادبي اولغوي څېړني اودپښتوپه لساني علوموپوری مربوط آثارليکل او خپرول ٌ شامل سول .(۱۱)
پښتوټولنه دهماغه پيل څخه دليکدودديوکولوپه لټه کي وه خو ددغه هدف دترسره کېدوله پاره يې لومړنۍ منظمه هڅه ترخپل تاسيس پنځه کاله وروسته د١٣٢١ ش دجوزاپه مياشت ( ٢١می١٩٤٢ع) ديوې غونډي په ترڅ کي چي دهيواد٢٥ تنه پوهان اوليکوال پکښې راغونډ سوي وه ، پريوويشتواختلافي موادوباندي تربحث وروسته فيصله وکړه . تردې فيصلې شپږکاله وروسته يې بيا د١٣٢٧ ش کال دسنبلې په اتمه ( ٣٠ اګسټ ١٩٤٨ع) دافغانستان اولرو پښتنو يوې ١٩کسيزې ډلي غونډه وکړه اوپه هغه کي يې پريولړاختلافي موادو فيصله وکړه .دريمه فيصله د١٣٣٧ ش کال دسنبلې په ٢٥ مه ( ٢٧ اګسټ ١٩٥٨ع) دافغانستان ، پېښور اوپښتنوليکوالواوپوهانوپه ګډون غونډه وکړه اودلومړۍ فيصلې پرڅلوروموادويې له سره بياغور وکړ اودنورو٧٣ موادوپرسريې موافقه سره وکړه .
په دې فيصلوکي دپښتوالفبې پرسرله ( ڼ ــ نړ ) پرته نوراختلاف نسته اوهغه هم په ټولوفيصلوکي (ڼ) ټاکل سوی دئ . په لومړۍ فيصله کي په ( لاړ ـــ ولاړ) کي د(ولاړ) شکل فيصله سوی دئ اوپه دوهمه کي دواړه صورتونه منل سوي دي . په لومړۍ فيصله کي په ( لڅ ــ لوڅ ) کي (لڅ) فيصله سوی دئ خوپه دريمه فيصله کي بيرته په ( لوڅ) باندي تعديل سوی دئ . په لومړۍ کي په (مونږــ موږ) کي (مونږ) فيصله سوی و، خوپه دريمه کي دواړه منل سوي دي . دغه رازپه ټولوفيصلوکي ( ږغ ــ غږ) دواړه شکله منل سوي دي . په لومړۍ فيصله کي د ارواښاد الفت دکتاب په حواله د( شو ، شي ، شته ، ... ) اشکال منل سوي دي خود ښاغلي بريالي دکتاب په ١١٢ مخ کي ورته کښل سوي دي ( دواړه صحيح دي ) خوددوهمي فيصلې په برخه کي يې دغه اختلاف ته (دواړه) قيدنه دئ وراچولئ ( ١١٥مخ ) . زمالاس اوس اصلي فيصلې ته نه رسېږي چي ددغه اختلافي روايت حقيقت ځان ته معلوم کړم .
ددې فيصلوټول اختلافي موادراوړل دلته لازم نه دي اولوستونکي يې دارواښادګل پاچاالفت په (ليکوالی ، املاءاوانشاء ) نومي اثر کي او دغه راز دښاغلي عبدالکريم بريالي (دپښتوليکدود) په نامه کتاب کي لوستلای سي . لکه وړاندي چي مي مثالونه راوړل ،په دغودوو کتابو کي راغلي فيصلې يوله بله توپيرسره لري .
دليکدودپه برخه کي ددې فيصلوتطبيقي اړخ په افغانستان کي تر يوې اندازې عملي سوځکه چي يورازمرکزي دولتي ملاتړ ورسره موجودو.خوترکومه ځايه چي ماته معلومات سته په لرو پښتنوکي د آزادومطبعوسته والي ددغوفيصلوپه تطبيق کي خنډونه اچول او عملي اړخ يې نن لاهم کمزوری ښکاره سوی دئ .
زموږمعاصرژبپوه دوکتورزيارصاحب دغوفيصلوته داهميت په سترګه نه ګوري اووايي چي ٌ پخوابه په پښتوټولنه ياپښتومرکه کي داسي کارکېده چي لاس به پورته کېده ، که به دکندهاريانولاسونه زيات شوه دکندهاريانوپښتوبه شوه ، که به دننګرهاريانودازيات وو ، دهغوبه شوه . خوموږداکارپرېښوده ... زموږله پښتوټولني اوبياستر انسان محمدګل خان سره داتوپيروچي هغوی لومړی غوښتل چي د لاس په پورته کولواوريفرنډم له لاري يوسټنډرډ ليکنی فورم پيداکړي اوپه تېره بياوزيرمحمدګل خان دخلکوپه خولوکي ژبه ورسموله ، دا امکان نه لري .... ٌ ( ۱۲)
په افغانستان کي دکره پښتوژبي دغورځنګ ترمنځ ته راتګ وروسته دپښتوټولني په فيصلوکي لاسونه ووهل سول اود( شو ، سو ، ... ) فيصلې خويې دپښتوستوروله خوالاهم ماتي سوې . اوداکارددې حقيقت ښکارندويي کوي چي دفيصلوپروخت درايواتفاق نه و اود پوهاندزيارصاحب خبره پرځای ده .
دپښتوليکدودپه باب وروستۍ فيصله دباړه ګلۍ دسيمينارفيصله ده . داسيمينارپه ١٩٩٢ع کال په باړه ګلۍ کي دپښتونخوا او افغانستان دمهاجروليکوالوپه ګډون جوړسو. دسيميناردمنځ ته راتګ زمينه دهغوټولنيزو اوکلتوري اړيکوله امله برابره سوه چي په افغانستان کي دثوردبخولي(فاجعې) له خاطره پاکستان ته دافغانانو دډله ييزمهاجرت وروسته دلرواوبروپښتنوترمنځ ټينګي سوي وې . په دې سيمينارکي دتېروفيصلوځيني موادتعديل سول اودښاغلي رفيع صاحب دخولې خبره ده چي په مجموع کي هغه ليکدودترډېري اندازې ومنل سوچي په افغانستان کي پالل کېدئ . داسي ښکاري چي د سيمينارله نتايجوسره ځينوپوهانو،چي په سيمينارکي يې برخه نه وه اخيستې، په ځينوبرخوکي موافقه نه درلوده . د پېښورنامتو ليکوال ارواښادقلندرمومندخوله لومړي سره دسيمينار پرضدو. ځکه ده خپل ځان ته نوی ليکدودراايستلی و اوکتابونه يې ( پټه خزانه فی الميزان او خيرالبيان اونور) هم په خپاره کړي وه . پوهاند دوکتور زيار صاحب دباړه ګلۍ فيصلوته انتقادي نظرلري اوليکي چي په دې سيمينارکي ځيني منلي اوعامي سوي سموني بيرته باطلي سوي دي . لکه ٌ عربي ټول پوروييونه په اره بڼه ليکل لکه قميص،طمع،شمط ..نيم کانسونينټي (معدوله) واونه ليکل لکه په خله(خوله) ، ګټ (ګوټ) ... کې ، همدارنګه دپښتواوږده يامجهول (و) پرځای له پېښ (ضمې) او اوږدې يامجهولې (ې) پرځای له زېر(کسرې) کار اخيستل لکه په ګمان (ګومان)،رمان(رومان)اوګله(ګېله ياګيله)،ډموکراسي (ډېموکراسي) اوله دې ټولوسره تر (ک) ، (ګ) غوره ګڼل چي يوبې سر وبوله کاردی ، ځکه داخوکوم غبرګژبيزسېمبول نه دی چې کړۍ ور واچول شي او خوشې يوتوری پرپښتوابېڅې(الفباء) ورسرباری شي چې هم تخنيکي ستونزه(ټايپ، کمپوزاوپرينټ په اړه) رامنځته کوي اوهم اقتصادي اومهالي هغه . ٌ (۱۳)
دې سيمينارته دزيارصاحب ٌ ١٢٦ معياري آرونه ٌ وړاندي سوي وه خوونه منل سول چي دوکتورزيارله دې بابته خپل ناراضيتوب ښوولی دئ . (۱۴)
ډاکټرپالوال دباړه ګلۍله دې فيصلې سره موافقه نه لري چي وايي په پښتوکي (مد) نسته . دپالوال صاحب په عقيده پښتومدلري اوده دهمدې موضوع اويولړنوروخبروپه باب خپل دلايل په تفصيل سره پخپل نوي کتاب ( معياري پښتوــ ٩٧مخ )کي راوړي دي .
ښاغلی سرمحقق زلمی هيوادمل په دې برخه کي مصلحت آمېزه نظر ورکوي اوليکي : ٌ ... کومې فيصلې چې ددې سيمينارپه نتايجومرتبي شوې دتطبيق ساحه يې دپخوانيوفيصلوپه پرتله ژوره او پراخه وه ، خو زه ورسره داخبره زياتول غواړم،چي دافيصلې ځينې تخنيکي مشکلات لري ، ددې لپاره چې دتطبيق ساحه نوره هم پراخه شي د افغان،پښتونخوا(سرحد)اوجنوبي پښتونخوا(بلوچستان)د متخصصو ژبپوهانويوه ډله بياپرې غوروکړي ، هغه مشکلات او تخنيکي ګرانۍ چې پکې شته ، هغه پکې رفع کړي اوبيايې دتطبيق ساحې ته وړاندي کړي وروسته تردې بايددپښتنود بېلوبېلو سيمو او ثقافتي حوزورسم الخطونه سره يووي . ٌ (۱۵)
ښاغلي هيوادمل داتخنيکي ګرانۍ ښوولي نه دي چي کومي دي خود بيان له سياقه يې ښکاري چي له فيصلوسره يې بشپړتوافق نسته .
دپښتوليکدودپه باب ځيني شخصي اوانفرادي هڅي هم سوي دي لکه دشهيدخان عبدالصمدخان ليکدو، دوزيرمحمدګل خان ليکدود ، دقلندرمومندليکدود اونور . خوددې ټولوليکدودوزني دهغوی د مخترعينوتروفات وروسته ورتړلي سوي دي .
دليکدودپه ټاکلوکي زه داسي نظرلرم چي موږبايد دپښتو ږغونو (فونيمونو) له پاره دسيمبولونوپر ټاکلو فيصلې وکړو، نه دتلفظونوپه باب . دمثال په توګه پردې خبره بايدتوافق وسي چي اوږده يامجهوله (ې) څه رازوليکل سي . په دې برخه فيصله سوې ده چي دوه ټکي دي سرپرسرورکړه سي . بس همدافيصله ده . اوس که دژبي ويونکي په هرلغت کي داوږدې ( ې) اړتيااحساس کړي ، همدغه شکل به ورته راوړي . موږکه په ليکدوکي داخبره فيصله کووچي اوږده(ې) دي په پلانۍ کلمه کي استعمال سي ، دادليکدودسمونه نه ده ، بلکي دتلفظ اصلاح کول دي . دتلفظ اصلاح کول په فيصله نسي ترسره کېدلای بلکي دهغه له پاره يواوږدتدريجي بهېر اومشخص ژبني او تاريخي شرايط برابرېدل لازم دئ . دليکدودپرسرداختلاف اساسي ستونزه همدغه مسئله ده اوزموږدژبي متخصصين ورته ډېره پاملرنه نه کوي . دپښتوټولني په فيصله کي ويل سوي وه چي شو، شم ، شي به ليکو ــ بخښل ، کښېنستل به ليکو ــ چې ، کې، مې به ليکوــ ږغ ، غږ به ليکو، نورنودهرچاخوښه چي هررازيې تلفظ کوي . سو، سم ، سي يې تلفظ کوي اوکه بخل اوکېنستل اوکه چي ، کي ، مي . ددې عجيبي فيصلې له مخي نوګوياد(ش) ګرافيم د(س) اوازهم ورکولای سي،(ښ) چي په کوموتوروکي راغلی دئ ، دانګرېزي په شان ګونګ (silent) کېدلای هم سي اومجهوله (ې) دمعروفي(ي) کارهم ورکولای سي . د (ښ) او (ږ) په برخه کي داخبره پرځای ده چي ليکلی ګرافيم بايد په همدې شکل وي خوپه وينګ کي دي هره لهجه خپل داپه پام ونيسي ، ځکه دا دعين ګرافيم اوفونيم بېلابېل تلفظونه دي . مګر د(سو) او(شو) په باب داحکم چي (شو) به يې ليکو، نوردهرچاخوښه چي څه رازيې تلفظ کوي ، يوه بې بنياده خبره ده . ځکه (س) او(ش) دوه جلاږغونه اودوه سره بېل ګرافيمونه دي اوپښتانه ددواړوپه ليکنه اولوستنه کي هيڅ رازمشکل نه لري . دابه يوه ژبنۍ مضحکه وي چي (ش) به ليکو، که يې څوک (س) تلفظ کوي ، پروانه لري . که داديوې قاعدې په توګه ومنل سي نوآيا په نوروشين لرونکولغاتوکي به هم داجراوړوي که يا؟ له بلي خواچي لهجوته دتلفظ حق ورکول کېږي اود(س) او(ش) په تلفظ کي دوی خپل اختيارلري ، نوپه ليکلوکي ولي داحق نه ورکول کېږي . که دتلفظ له پاره ددغه شان حکم په برخه کي ژبنی جواز موجود وي ، نوولي يې په ليکلوکي دغه رازجوازنسته . داکارکه څوک دنه پوهېدني له مخي کوي يايې يودبل له مراعته کوي ،په دواړوصورتوکي زماپه نظردژبپوهني په اصولوکي يوناوړه بدعت دئ . ددې پرځای يې معقوله فيصله داده چي دکېنستل اوکښېناستل دواړه شکله دي ومنل سي ، چې ــ مې ــ کې که چا په مجهوله (ې) تلفظ کول ،همداسي دي وليکل سي اوکه يې په معروفه تلفظ کاوه د(چي ، مي ، کي ) په شکل دي وليکل سي . په دې صورت کي به نودالفبې يوه ګرافيم ته دتلفظ دوه بارونه ورپه شاسوي نه وي . په انګرېزي ژبه کي د همدې ضرورت له خاطره دئ چي colourاوcolor ــ labour اوlabor دواړه شکلونه هم په ورځنيوليکنوکي کارېږي اوهم يې په ډيکشنريو کي ثبت کړي دي . ما له همدې اسيته دانګرېزي ژبي داکسفورډ کوچنۍ ډيکشنرۍ ( ١٩٩٨ع کال چاپ) لومړي څلوررديفونه سرسري وکتل اويوزيات شمېرتوپيري ثبتونه مي پکښې وموندل . که مي ټول رديفونه کتلي وای ، دتوپيري لغاتوشمېر ترسووهرومرواوښتئ . داتوپيري لغتونه مي داسي سره طبقه بندي کړل :
هغه لغتونه چي بريتانوۍ اوامريکايي ليکنه يې توپيرسره لري :
Arbour           Arbor (US)
Ardour           Ardor (US)
Armour          Armor (US)
Axe               Ax (US)
Behaviour      Behavior (US)
Cesarean       Caesarean(US) 
Caesium        Cesium (US)
Calk              Caulk (US)
Cancell          Cancel (US)
Catalogue      Catalog (US)
Caecum         Cecum (US)
Coenobite      Cenobite (US)
Centre           Center (US)
Centreboard  Centerboard (US)
Centrefold     Centerfold (US)
Clamour        Clamor (US)
Colour           Color (US)
Coulter          Colter (US)
Cosy             Cozy (US)
Defence         Defense (US)
Disfavour       Disfavor (US)
Dishonour      Dishonor (US)
Distil             Distill (US)
Dolour          Dolor (US)
Draughty       Drafty (US)

هغه لغاتونه چي (Z) يې په (S) باندي اوښتی وي .
Apologize        Apologise
Atomize           Atomise
Authorize         Authorise
Baptize            Baptise
Bastradize        Bastradise
Canalize           Canalise
Capsulize         Capsulise
Centralize         Centralise
Characterize     Characterise
Civilize             Civilise
Collectivize       Collectivise
Commercialize  Commercialise
Computerize     Computerise
Criticize            Criticise
Customize        Customise

دهمدې څلورورديفونوربېلابېل توپيري لغاتونه

Artifact           Artefact
Bail                Bale
Barracouta     Barracuda
Blether           Blather
Bogeyman      Bogyman
Bogey            Bogy
Bond             Band
Botch            Bodge
Boult             Bolt
Brag              Bragg
Burk              Berk
Caddy           Caddie
Calix             Calyk
Carvel           Caravel
Castor           Caster
Combe          Comb
Coney           Cony
Dean             Dene
Dike              Dyke
Dispatch        Despatch
Doyley          Doily
Dryer            Drier
Dryly            Drily

هيڅ انګرېزي ژبی له دې توپيري لغاتوڅخه هيڅ يوه ته غلط يامعياري نه وايي . ددواړوډولونوثبت اوکارول يې په ټوله معنااختياري دي .
موږکه ددوکتورزيارصاحب خبره ٌ ژبه دخلکوپه خولوکي وراصلاح کووٌ، نوپه دې هم بايدسرخلاص کړو،چي دابارمزله ته نه رسېږي . عملي اومعقول حل يې هغسي دئ ، لکه ماچي بيان کړ. په دې صورت کي به له لهجوي اصطکاکونوڅخه هم خلاص سوي يواوپه بېځايه ناندروبه مووخت هم نه وي ضايع سوی .
لهجوي تلفظونه دهغوخپلوويونکوته پرېږدئ . که يې دتغير اړتيا او شرايط برابرسول ،هرومروبدلون پکښې راځي. زماد خپلي مشاهدې له مخي دېرش کاله وړاندي ماله خپلوپکتياوالو ټولګيوالو څخه د پوهنتون په ليليه کي دخور، مور کلمات دخېر، مېر په شکل اورېدل . اوس يې هغوی پخپلومنځوکي لاهم نه سره وايي . د تلفظ دا سمېده د پښتوټولني دفيصلومعجزه نه ده بلکي دهغو اجتماعي اغېزو نتيجه ده چي زماپردغوټولګيوالوباندي د نورو لهجو له پښتنوسره د ګډ ژوندله لاري پرېوتلي وې .
دکندهارپه پارسيبانانوکي زمادوړکتوب پروخت په (غ) باندي د(ق) بدلېدل په ټوله معناعامه خبره وه . خواوس داتلفظ ترزياتي اندازې پوري په تېره بياپه نوي تعليم يافته نسل کي له منځه تللی دئ . نه کومه فيصله ترمنځ سوې ده اونه تلفظ په فيصلوباندي بدلون مومي .

(١) خيرالبيان د کابل چاپ ـــ سريزه ـــ ٦٢ مخ
(٢) هماغه اثر ، هماغه مخ
(۳) بحرالعلوم دديني عقايدو، فرايضو،نصيحتونو، حکمتونواواخلاقي ، تاريخي اوعرفاني کيسو يوه منظومه مجموعه ده چي زيات وکم شل زره بيته کېږي . ددې کتاب يوازنۍ نسخه دمولف پخپل ليک دکابل په ملي آرشيف کي خوندي ده . لومړۍ برخه ،لس زره بيته يې ددې قلم چلوونکي له سريزي اوحاشيوسره په ١٣٧٣ هـ ش کي برابره کړې اوپه ١٣٨٣هـ ش (٢٠٠٤ع) کي چاپ سوې ده . په دغه کتاب کي دوست محمدخټک دځان دپېژندلوپه باب وايي چي دمحمداکرم زوی ، دکرم خان لمسی اودزمان خان کړوسی دئ . په پښتانه شعراء دوهم ټوک کي يې زمان خان دزرنام خان زوی دپاينده محمدخان لمسی دعبدالقادرخان خټک کړوسی اودخوشحال خان کوسی بللی دئ . دوکتورعارف عثمانوف په خپل کتاب ٌ خوشحال خان خټک اودده ادبي مکتب ـــ ١٨١مخ ٌ کي دمرحوم بينواد پښتونستان نومي کتاب د٤١٥ مخ په حواله ، زرنام خان دعبدالقادرخان زوی بللی دئ .
(۴) ددې کارمثالونه دان دپاسه دي اوحتی نن ورځ چي دمتن برابرولواصول ټاکل سوي اوپه ټولوژبوکي خپاره سوي هم دي ، د متونوبرابرونکي دشاعرپه لهجه کي لاس وهي اوپه اصطلاح معياري کوي يې . د(په) پرځای (پر) په ننباسي اوبرعکس يې لاهم . د عبدالقادرخان خټک دېوان په کندهارۍ لهجه اوداحمدشاه بابا ، ميرزاحنان بارکزي ، شمس الدين کاکړ او... دېوانونه په يوسفزۍ لهجه خپروي .
(۵) زموږليکوال دانوم دپښتومرکه کاږي چي سمه بڼه يې هم داده . خوموږته په کارده چي دځايو، ټولنو او مرکزوپه نوموکي لاس ونه وهواودچاخبره معياري يې نه کړو. داکارموبيابل وخت دنوموړي عصر د پښتو ژبي په ګرامري څېړنه کي خطاباسي . ډاکټرپالوال په (خوشال خان) باندي دخوشحال خان خټک دنامه بدلول هم دشاعرپه نامه کي لاسوهنه بولي اوکږي يې .(وګ : معياري پښتو ـــ ٤٣٦مخ)
(۶) رفيع ، حبيب الله ، ژبپالنه ـــ ٨٤ مخ ، ١٣٦١ش ، کابل
( ۷) په ٌ رويدادلويه جرګۀ دارالسلطنۀ کابل ١٣٠٣ ٌ چي دپښتوويناووکومه برخه خپره سوې ده ، په هغې کي دمرکې ليکدودکورټ په پام کي نه دئ نيول سوی .
(۸) ژبپالنه ــ ٩٣ مخ دپښتومجلې لومړي کال د١٨، ١٩ مخونوپه حواله
(۹) دپښتوليکدود ١٠٤مخ
(۱۰) ويښ ــ رازمحمدــ پښتوکتابونه ــ ٤ مخ ـــ پښتوټولنه ـــ ١٣٣٧ ش
(۱۱) پښتوکتابونه ١٢مخ
(۱۲) ښکلامجله ـــ څلورم کال ، دريمه ګڼه ، ٥٠مخ .
(۱۳) دپښتوژبي دودې اړتيااولارې چارې ـــ ٨٤مخ
(۱۴) ده دسيمينارافغان برخه والوته په انک(طعنه) سره د( لاسکتوي ) لقبونه ورکړي دي اوځيني نور پيښوري برخه وال يې د( شيخ العلماء ) په لقب ټکولي دي ( وګ : پښتوــ پښتانه .... ، ٣١٠ ــ ٣١١مخونه )
(۱۵) تېرماخذ ٦٤مخ .
 
معيار ـــ دژبي دمعياري کولواړتيااواړتيا
 
څرنګه چي موږپخپله ژبه کي دمعيارټاکلوله پاره په ليري زمانوکي کومه تاريخي اومسلسله عنعنه نه لرونومجبوريوچي دنوروژبود معيار ټاکلو جريان دخپلي ژبي دمعياري کولوله پاره دلارښودپه توګه لومړی زده کړو اوبيايې کوزده کړو.
ماته اوس سمدلاسه ددې امکانات سته چي دانګرېزي ژبي د معياريت پرهڅوباندي څېړنه وکړم اوبياددغوهڅوپه روڼاکي دپښتو ژبي دمعياري کولوپرمسئله باندي وږغېږم . ددې څېړني په ترڅ کي به پخپله دمعيار(Standard)مقوله هم لږوډېرتشريح سي .
په اروپايي ژبوکي دمعيار( standard) مفهوم په بېلابېلومعناووسره ثبت سوئ دئ چي په هغوکي يې لږترلږه دوې اساسي معناوي تر نورو ډېري څرګندي دي . لومړۍ يې دنظامي سمبول مفهوم دئ چي په هغه کي بيرغ، مجسمه ډوله تصويرونه اونورراتلای سي . دغه سمبولونه د جګولکړوپرسردودانيويانوروځايوپرسرځوړندوي اوديوه معتبر مرکزي ځای دښوولووظيفه سرته رسوي .دغه ځایونه دفوجيانود غونډېدومرکزونه څرګندوي.لکه دپاچادودانۍ،دغټواشرافويا آمرينو د ودانۍ نښانونه .دمعيارياسټنډرډ په دغه رازاستعمال کي د عموميت، يووالي اولږترلږه ديورازمتحدالشکل والي ژورمفهوم نغښتی دئ .
دمعياردوهمه معناله لومړۍ څخه بېله ده. په دې معناکي معيارديوې اندازې ياوزن يوه نمونه راښيي. دمثال په توګه داوږدوالي داندازه کولوفلزي ميله(نيم ګزی)، دظرفيت دمعلومولولوښی،دوزن دښوولو اوسپنيزه کتله(کاڼی) اونور.
يوبل معيارهم سته چي داصل(original)په معنادنقل (copy) په مقابل کي کاريږي . کاپي په ورځنيوچاروکي ديوه واحددقانوني څرګندوني په توګه کارورکولای سي خواصل ته بايدوروستۍ اونهايي مراجعه وسي. په مثال کي يې دليک اصل، دکتاب اصل،دفرمان اصل اونورراوړلای سو.
په دې ټولومعياروکي داعتبارauthoritative، عموميت commonality، يووالي unityاومتحدالشکل والي uniformity مهم مفاهيم په ګډه پراته دي .
په راتلونکوپاڼوکي به ولولوچي دغه مفاهيم څرنګه د ٌ معياري ژبي ٌ په اصطلاح کي په کاراچول سوي دي اوپه دې ترڅ کي به ووينوچي انګرېزي ليکوالوڅرنګه د ٌ معيار ٌ اصطلاح له اوولسمي اواتلسمي پېړۍ څخه کارکړې ده اوهم به دغه رازهغه هڅي وڅېړوچي په دې اړه دنونسمي اوشلمي پېړۍ په ژبنيوانکشافاتوکي سرته رسېدلي دي . خبره به واردواره پخپله له ٌ معياري ژبي ٌ راونښلووچي څه ته وايي ؟
 
معياري ژبه څه ته وايي ؟

معياري ژبه هغه منلې سوې ژبه ده چي ديوه ژبني قلمروپه هره جغرافيايي سيمه کي دپوهېدلووړوي .معياري ژبه دادبياتو او ميډياژبه وي اودا ديوې ژبي هغه ځانګړې نوعه (variety) ده چي قانوني يا يوڅه قانوني دريځ ورکړه سوی وي . ويل کېږي چي داديوې ژبي صحيح ترينه لهجه (dialect) ده . معياري ژبه زياتره (هروخت نه ) ديوه هيواددپايتخت پرژبه تکيه لري . دژبي دغه شکل په ځانګړې توګه هغوزده کوونکوته ورزده کېږي چي غواړي دغه ژبه زده کړي اود همدې ژبي ټول ليکلي متون هماغه دمعيارپه نامه منل سوې املا او ګرامري نورمونه پالي .
ځيني په نړيواله سويه منلي سوي ځانګړتياوي چي يوه معياري ژبه په تشخيص کېږي ، دادي :
ــــ يومنل سوی قاموس ياقاموسونه چي ټول معياري سوي لغاتونه اودهغواملاء پکښې درج وي ؛
ــــ يومنل سوی ګرامرچي دژبي ټول شکلونه ، قاعدې اوجوړښتونه پکښې ثبت سوي وي اوهم داخبره پکښې څرګنده سوې وي ، چي کوم شکلونه بايداستعمال سي اوکوم بايدنه سي ؛
ــــ دتلفظ يومعياري اومنل سوی سيسټم چي ويونکي ورته ديوه علمي اومناسب تلفظ په سترګه وګوري اودغه رازله سيمه ييزواغېزوڅخه پاک وي ؛

ــــ يوه موسسه (institution)چي ددغي ژبي داستعمال چاري پرمخ بيايي اودهغې داستعمال دنورمونوپه ټاکلوکي واک (authority) ورکړه سوی وي . لکه دفرانسې اکيډيمي Academie francaise يا رويال سپېنيش اکيډيمي Royal Spanish Academy چي صلاحيت لرونکي موسسې دي ؛
ــــ ديوه داسي منشورياقانون سته والی چي دغي ژبي ته دهيوادپه قانوني سيسټم کي رسمي قانوني ځای ورکړي ؛
ــــ په عامه ژوندکي ( په محاکمواومقننه موسسوکي ) ددغي ژبي کارول ؛
ــــ دادبياتويومرکزدرلودل ؛
ــــ په همدې ژبه باندي دمهمومقدسوکتابوژباړل چي دويونکوله نظره سپېڅلي اومعتبروي ؛
ــــ په ښوونځيوکي دژبي دمعياري ګرامراواملاء تدريسول ؛
ــــ بهرنيوزده کوونکوته دتدريس له پاره دژبي دغه ځانګړې بڼه يالهجه ټاکل .(١)

دمعياري ژبي منځ ته راتلل دبېلابېلوژبنيوتجويزونودبرياليتوب نمايندګي کوي . دهغې ټاکل دامعنالري، چي دهغوسيموژبه نورله ارزښته لوېدلې ياغورځول سوې ده،چي له دغه معيارسره توپيرلري . ددې خبري بيامعناداده چي په ځينوهيوادوکي دمعياري ژبي ټاکنه يوه ټولنيزه اوسياسي مسئله ده .
دمثال په توګه په ناروې کي دوې موازي معياري ژبي سته . يوه يې Bokmal نومېږي چي تريوې اندازې پوري دډنمارکۍ سابقې پرهغه سيمه ييز تلفظ باندي ولاړه ده چي پرناروې باندي دډنمارک دواکمنۍ پروخت رواج و،اوبله يې Nynroskنوميږي چي دابيادلويديځي ناروې دلهجوله ترکيبه جوړه سوې ده . خوايټالويان چي حتی ترنارويژيانو زياتي يوله بله مختلفي لهجې لري ، بياهم يوه معياري ايټالوي لري . عجيبه لاداده چي دايټالويانومعياري ژبه دروم پرلهجه باندي تکيه نه لري ، بلکي دفلورانس پرلهجه ولاړه ده . په اسپانيا کي هم معياري اسپانوي دماډريډ پرګړدودباندي نه،بلکي دډېرليري شمالي ولايت Valladolidپرويناولاړه ده. په ارجنټاين اويوروګوای کي بيامعياري اسپانوي ددغوهيوادودپايتختويعني دبونيس آيريس او مونتيويدو د لهجوپربنسټ تدوين سوې ده .

معياري جرمني بياديوه ټاکلي ښارياسيمي پراساس منځ ته نه ده راغلې بلکي دڅوسووکلونوپه اوږدوکي يې انکشاف کړی دئ . ددغو څوسووکلونوپه اوږدوکي ليکوالوهڅه کوله ، داسي رازليکنه وکړي چي په يوه پراخه ساحه کي دپوهېدلووړوي .د١٨٠٠ ع کال تر شاوخوا پوري معياري جرمني يوازي په ليک کي موجوده وه . په دغه وخت کي د شمالي جرمني اوسېدونکوته، چي دمعياري جرمني ژبي پرخلاف يې د ټيټي جرمنۍ ژبي لهجې ويلې ، معياري ژبه لکه يوه بهرنۍ ژبه داسي ايسېدله اودخارجي ژبي په شان يې زده کوله . وروسته شمالي تلفظ د معيارپه توګه ومنل سو اوپه جنوب کي يې هم خپوروکيښ . ورپسې د Hanover(۲)په شان سيموکي سيمه ييزه لهجه يومخيزه مړه سوه .
په معياري فينلينډي ژبه کي دلغاتواساسي جوړښتونه زياتره د لويديځي فينلينډۍ لهجې پربنسټ جوړسوي دي .

په يوناني ټولنه کي تراوسه لاهم دويلويوه معياري ژبه نه ده رامنځ ته سوې ځکه په يونان کي هره کميونيټي خپل ځان پرنورو ګاونډيو ټولنو باندي دلرغونتوب ، وقار، ذکاوت اونورو وړتياوو له مخي لوړه ګڼي . دوی تل دقدرت ، ثروت اونفوذپرګدۍ يوله بله سيالۍ کوي اودې ته حاضرسوي نه دي چي دحکومت ترقانون په هاخوادي دژبي قوانين هم ولري . (۳)

په جنوبي اسياکي دهندوستانۍ ژبي دوومعياري لهجوته رسمي بڼه ورکړه سوې ده چي هغه دوې لهجې هندي ، دهندوستان رسمي ملي ژبه ، اواردو، دپاکستان رسمي ملي ژبه اودهندوستان رسمي محلي ژبه ده . په نتيجه کي له هندوستاني ژبي څخه زياتره هندي ــ اردو مراد وي .
نوري معياري ژبي ډېرپرله پېچلي اړخونه نه لري . دپاريس د فرانسوي ژبي تفوق دمعاصرفرانسوي ادب تاريخ په اوږدوکي په پراخه اندازه منل سوی دئ اوچاڅه پکښې ويلي نه دي .
دبريتانياپه انګرېزۍ کي معياري تلفظ دلندن ښاردممتازو طبقو پر ژبه باندي ولاړدئ اودغه رازدانګلستان دښوونځيو دخصوصي بورډ پر sociolect باندي تکيه لري .

دامريکاپه متحده ايالاتوکي دامريکايي انګرېزۍ بېلابېل ډولونه سته خوعمومي امريکايي لهجه رسمي نه ده ځکه په هغې باندي زياتره امريکايان په روانه توګه پوهېږي . په داسي حال کي چي دامريکا د متحده ايالاتوفيډرال حکومت رسمي ژبه نه لري ، زياترو امريکايي ايالتونوانګرېزي ژبه درسمي دولتي ژبي په توګه ټاکلې ده اوپه هغو کي لوزييانا، نيومکسيکو،هاوايي،پيرتوريکو،ګوام، او امريکايي ساموواانګرېزي اويوه بله ژبه درسمي دولتي ژبوپه توګه غوره کړي دي . دشمالي ماياناټاپوګان درې رسمي ژبي لري .
عربي ژبه چي دپنځه ويشتوهيوادورسمي ژبه ده اوتقريباٌ دوه سوه اوياميليونه تنه ويونکي لري ، دمعياري (ادبي) ژبي پرڅنګ يې خورا ډېري سيمه ييزي لهجې، چي عاميانه عربي (Colloquial Arabic) ورته وايي ،هم سته . دعربوپه نزدادبي عربي ،معياري عربي (اللغه العربيه الفصحی ) ده . له ادبي عربي څخه يې مراددقرآن ژبه اوپه شمالي افريقااومنځني ختيځ کي دډله ييزورسنيو(ميډيا) ژبه ده . په ميډياکي ټول ليکلي آثار، کتابونه، ورځپاڼي ، مجلې اورازرازاسناد راځي . عاميانه يالهجوي عربي له کلاسيکي عربۍ څخه ټولي راپيداسوي ملي اوسيمه ييزي عربۍ دي چي په شمالي افريقااومنځني ختيځ کي د ويلوورځنۍ ژبي دي . په دغولهجوي ژبوکي ښه پوره اندازه ادبي آثار، په تېره بياډراماټيک ادبيات اوشعرونه سته.خوکلاسيکه عربي د ټولو عربي هيوادورسمي ژبه ده اوپه ښوونځيوکي هم داژبه تدريس کيږي .

دهرهيواد تعليم يافته عرب هم خپله سيمه ييزه لهجه او هم په ښوونځيوکي زده کړې ادبي عربي لږوډېره وايي . دعربي ژبي مصري ، مغربي ، شامي، عراقي، خليجي، اندولسي، سوداني ، حجازي، نجدي اويمني لهجې ديادوني وړدي .
تردې لنډويادونووروسته به هغه بهېرلږڅه په تفصيل سره بيان کړم چي دمعياري انګرېزۍ دمنځ ته راتګ تروخته په انګلستان کي تېر سوی دئ .
په اتلسمه پېړۍ کي دمعياراصطلاح دانګلستان په هغوساحوکي ډېره کارېدله چي دژبي په باب څېړني اوبيانونه پکښې کېدل . دې خلکو معيارته د يوه ژبني ارزښت په توګه کتل اوزياريې ايست چي دغه ارزښت تر لاسه کړي اوپه ټولنيزه توګه په رسميت وپېژندل سي .

معياريت دغه وخت ترزياتې اندازې پوري دتصفيې اوسوچه توب په مفهوم پېژندل کېدئ.سويفټ (Swift)،چي داوولسمي پېړۍ د فيلسوف جان لاک John Locke نزدې معاصرو ، پخپل يوه وړانديز کي دانګرېزي ژبي دتصفيه کولوغوښتنه وکړه اوڅرګنده يې کړه چي دا تصفيه به همېشنۍ وي . ده پردې خبره ټينګارکاوه چي ژبه دي تريوه ټاکلي حالته پوري تصفيه سي اوبيادي نودغه حالت پخپله ديوه اعتباري معيار په توګه ومنل سي چي دهغه له مخي دژبي ويونکوته لارښوونه وسي . دده دغه ټينګارداتلسمي پېړۍ په زياتروژبنيو نظرياتوکي يوه مسلطه موضوع سوه . دسويفټ په تعقيب لارډ چسټرفيلډLord Chesterfield دانګرېزي ژبي د سوچه کولواو وروستي ځل سمولوږغ وکړ. دغه رازيې څرګنده کړه چي ژبه بايدديوه معيارله مخي تصفيه سي چي بيانوديوې نمونې په توګه کاروکړي . چسټرفيلډ له دې امله ډېرخواشينی و،چي ترهغه ګړيه پوري ولي انګرېزي ژبي کومه ټاکلې معياري بڼه نه درلوده . خوپه دې يې بيازړه ښه و، چي دمعيارله نه سته والي سره سره په انګرېزي ژبه کي دمقدس کتاب هغه ژباړه پرته وه چي King James سر ته رسولې وه . داتلسمي پېړۍ ګرامريان زياتره په دې عقيده وه، چي دانجيل همدغه ژباړه ډېره ښه معياري انګرېزي ده . په دغه مقدس کتاب کي کارسوي ژبي دوه رازه اعتباردرلود، چي يويې ژبنی اوبل يې ديني و. پردې نظرباندي تر نونسمي پېړۍ پوري لاترزياتي اندازي پوري توافق موجودو.

هيجنسنHiggenson په دې باب ليکلي وه چي دانجيل انګرېزي په عملي توګه زموږدژبي معياردئ په هغه کي دنورو زياتوتاثيراتو تر څنګ دانګرېزي ژبي دښووني وسايل سته چي په پرتلېزه توګه يې ددوه نيموسووکالوپه اوږدوکي بدلون نه دئ موندلئ . هيڅ يوې اکاډيمۍ يا معتبري ډيکشنرۍ ددې توان نه دئ موندلئ چي دغه راز عام سټنډرډ دي منځ ته راوړي ، يادي ملت ته دغه شان متحدالشکله لارښووني وړاندي کړي .
دهيجنسن په استدلال کي دوه ډېرمهم ټکي دادي چي دمعياردواړي معناوي پکښې په پام کي نيولي سوي دي . دی وايي چي دانجيل دغه ژباړه دانګرېزي ژبي معياردئ اوددې معناداده چي دغه معيارته بايد په اعظمي توګه مراجعه وسي . دی انجيل ته په دې خاطرهم دمعيارپه توګه قايل دئ چي هغه ديوې راغونډونکي اويوموټي کوونکي قوې په توګه کارورکوي،دداسي قوې په توګه چي خلګ ديولړ ځانګړو ارزښتوپر شا و خواباندي راغونډېدلوته رابولي .(۴)
هغه څه چي موږته په دې نظرياتوکي په زړه پوري دي ،دادي ،چي په هغه کي دمعياردواړه معناوي په ګډه سره کارسويدي . معيارله يوې خوا د داسي يوه ارزښت په توګه راڅرګندسوی دئ چي بايدترلاسه سي اوبل وار بياديوه متحدالشکل عمل په توګه رامنځ ته سوی دئ چي بايدترسره سي . اوددې پرڅنګ داخبره هم له دلچسپۍ خالي نه ده ، چي دليکلواو ويلو ژبه بايدسره پتلېس سي . اساسي پوښتنه داده چي آيا له ژبني معيارڅخه مراديوه ځانګړې سطحه ده چي په ليکلې ژبه کي ځان بايدورورسول سي اوکه يوه ځانګړې سطحه ده چي دويلوپه ژبه کي بايدځان ورورسول سي ؟ ددغي سخرغوټي خلاصول په حقيقت کي يوه ډېره سخته ستونزه ده اوددې ستونزي داوارولوله پاره دهغو هڅو مطالعه ضروري ده چي دمعياري ژبي داصطلاح دکارولوپه برخه کي يې د نونسمي اوشلمي پېړۍ له ژبنيوڅېړنوڅخه څرک ايستلای سو. زه به په دې برخه کي هغه ستونزي وسپړم چي په نونسمه پېړۍ کي انګليسي ژبپوهان ورسره مخامخ سوي وه . په دې ستونزو کي يوه د لهجې اوژبي دتشخيصولوستونزه وه اوداداسي يومشکل و، چي حلېده يې اسانه کارنه و.

په انګلستان کي دانګرېزي ژبي دمعياري کولودهلوځلوپه وخت کي دلهجې مسئله يوه جدي موضوع وه . دهغي داهميت اوپه معيار ټاکنه کي وهغې ته پاملرنه دمعياريت دخوځښت دبرخه والوپه ليکنو او ويناووکي ډېره توده مسئله وه. مايکل جان (Meiklejohn) خو حتی ٌ ژبه يوه لويه لهجه ګڼله اولهجه يې يوه کوچنۍ ژبه بلله . ٌ(۵).

امريکايي ژبپوه ډوايټ ويټني (W.Dwight Whitney) خو لادلهجوپه برخه کي نورهم پر مخ تللی دئ اووايي ٌ په رښتينې معنا سره هرفردد بل فرد په نسبت بيله ژبه وايي . دژبي هرويونکی په تلفظ او دلغاتوپه درک او استعمال اودغه رازدژبي په ګرامريت grammaticality کي فردي پېچلتياوي او ځانګړتياوي individual quirks & peculiarities ، لري ... د هر يوه مفکوره ،چي دلغاتوداستعمال له مخي يې وړاندي کوي ، له بل يوه سره توپيرلري . په دغه توپيرکي دده دکرکټر، پوهني او احساساتو ټول فرديت شامل دئ . ٌ (۶) خودويټني نظرياتو هم جدي تناقضات درلودل . که دده له دې نظرسره ، چي ويل يې هرفرد د بل فردپه نسبت بېله ژبه وايي ، موافقه سوې وای نوديوه هيواد د واحدي ژبي درلودل خوبيخي له امکانه وتل . ديوې واحدي او متحد الشکله ژبي دپلويانو سر هم په دغوتوپيرونوباندي ښه خلاص و. دوی هڅه کوله چي ددغي ستونزي له پاره يومنلی حل پيداکړي . دلهجوله پامه ايستل اونفی کول دمسئلې حل ورته نه ښکارېدئ . ددې معضلې لومړی حل داو، چي دژبي يوبشپړقاموس تدوين سي چي په هغه کي د ژبي ټوله موجوده زېرمه دهغې له تلفظ سره يوځای خپره سي . دمخه تر دې چي دغه رازيو قاموس برابرسي ، دانګرېزي لهجويوه ټولنه جوړه سوه (١٨٧٣ع) چي English Dialect Society نومېده اوپـــــــه لنډ ډول يې ( EDS) بلله . ددې ټولني هدف دهغولغاتوراغونډول وه چي نور ورته په معياريت باندي قايل نه وه . ددې پرڅنګ يې دغه لاندي اهداف هم ځان ته ټاکلي وه :
ـــ دټولوهغوکسانو چي دانګلستان په محلي لهجوکي مطالعه کړې وه اوهغوکسانوچي دمحلي انګرېزۍ له مضمون سره دلچسپي درلوده، سره راغونډول ؛
ـــ ديوه عمومي مرکزدجوړېدوله لاري دمحلي لغاتودراغونډونکو د کارونوخوندي کول څوترهغه وروسته دټولودغولغاتودثبتولوله پاره موادبرابرسي ؛
ـــ دبېلابېلوهغوډيکشنريو(collections of Provincial English Words) بيا چاپول ، چي نادري موندل کېدلې ياپه لږتېراژ چاپ سوي وې ؛

ــــ دهغوسيمه ييزو لغاتودمجموعوچاپول چي په هغه وخت کي يې خطي نسخې موجودي وې ؛

ـــ دلغاتودغونډونکو،زده کونکواوټولوهغوکسانوله پاره د اطلاعاتي منابعوماخذونه برابرول چي په دې برخه کي عمومي ياځانګړې دلچسپي ولري . (۷)
له دې کارسره دپوهانوعمومي دلچسپي پيداسوه . ماکس ميولر (Max Muller) ترادبي ژبي پرلهجوباندي کارته دلومړيتوب حق ورکړ اووې ليکل :
ٌ ... ادبي اصطلاحات مصنوعي دي ... دژبي واقعي اوطبيعي ژوندله هغه استبدادسره سره، چي دکلاسيکواوادبي اصطلاحانوله خواسوی دئ ،دهغې په لهجوکي دئ ... ٌ . (۸). دماکس ميولر نظريه که څه هم ډېره استقبال نه سوه خو دهغه د نظرياتويوه برخه د سټينډرډ ژبي دپلويانود کارپه بهېرکي دمنلوموقع وموندله .
چي خپلي خبري سره رالنډي کړم دسټنډرډژبي دمنځ راتګ جريان په پای کي بري ته ورسېدئ اودWest Saxonلهجه دمعياري ژبي له پاره اساس وګرځېد اوداکسفورډ ډيکشنرۍ په برابرولو سره دبري لوړ پړاو ته ورسېد .داډيکشنري دمعياري ادبي انګرېزۍ له پاره يوه تيوريکي منبع سوه . موريس R.Morris وليکل : ٌ زموږاوسنۍ معياري انګرېزي په لومړي سرکي يوه سيمه ييزه لهجه وه ،چي ترټاکلو شرايطولاندي د يوې ادبي ژبي پوړته ورلوړه سوه . داشرايط نورولهجو ته ميسرنه ول . ٌ
ددې بحث په پای کي بده نه وي چي ووايم په دغه وخت کي د انګلستان خلګ ، نارينه په سلوکي ٦٦ اوښځي په سلوکي ٥٠ دليک لوست په نعمت نازول سوي وه ( د١٨٤٠ احصائيه ). دا سلنه (فيصدي) دهماغي پېړۍ په پای کي په سلوکي ٩٧ ته لوړه سوه(۹). دااحصائيه موږپښتنوته بايدراوښيي چي ژبني معيارته رسېدل دليک لوست دسطحي څومره لوړېدل غواړي .


(١) له Wikipedia دايره المعارف څخه دانټرنيټ په مرسته .
(۲)دهانووراوسېدونکي دلومړي جورج له وخته بيا د ويکټوريا تر زمانې پوري دانګلستان په پاچاهي قلمروکي شامل وه .
(۳) حاشيه :ټوني کراولي ـــ ١٠٧ مخ
(۴)دانجيل دغي ترجمې ته ژبپوهانوپه هغه نظرکتل چي دعربي ژبي پوهان دقرآن عربي ته دادبي او معياري ژبي په سترګه ګوري . په دغودواړو نظروکي ترژبني اصل مذهبي تقدس ترډېري اندازې پوري طرحه دئ او دې نظردژبي دمعيارټاکلوپه ستونزمنه لارکي ديوه توافق له پاره ډېره ښه زمينه برابره کړې وه .
(۵) ټوني کراولي ـــ ٨١ مخ
(۶) ټوني کراولي ٨١مخ
(۷)ټوني کراولي ــــ ٨٨،٨٩ مخونه
(۸) هماغه اثر ــــ ٩٠مخ
(۹) وګ : ټوني کراولي ٨٧ مخ .
دپښتوژبي دمعياري کولوهڅي څه وخت پيل سوې؟

ددې هڅوهدف دژبي معياري کول و،که د ليکدود؟ (١)
زموږڅېړونکي چي کله دپښتوژبي دکلتوري کېدلولوړه و ژوره مطالعه کوي،نوپه عمومي توګه يې له بايزيدروښان څخه رانښلوي . ورپسې دخوشحال خان اوعبدالقادرخان نومونه اخيستل کېږي او د هغوی له خوادلغت جوړوني هلي ځلي دپښتودمعياريت دتاريخي ځنځيريوه کړۍ ګرزول کېږي . بيانودپيرمحمدکاکړمعرفت الافغاني او ورپسې بياداميرشيرعليخان پښتوبولۍ اوعسکري اودولتي نومونه اودهغه په تعقيب مرکه دپښتو، پښتوادبي انجمن اوپه پای کي پښتوټولني ته واررسېږي . څرنګه چي زموږپه څېړنوکي دپښتوژبي د صيقل کولو اوسمولو هڅه ترډېري اندازې دلغت جوړوني پرعمليه باندي حواله سوې ده،ځکه نوپه دغه ټول تاريخي اوادبي جريان کي په جوړوسوولغاتوپسي څراغ وپلته رااخيستل کيږي او که هورې پر ځينو داسي کلماتوباندي سترګي ولګېدلې، چي په لومړي وار ليدلو سره څوک د جوړوسووولغاتوخيال پرکولای سي ، نوهمداکاردژبي د توحيدولوله پاره يوتلاښ بلل کيږي . داچي دالغتونه به په رشتياسره ديوه تاريخي او ژبني ضرورت له مخي جوړسوي وي اوکنه تردغه وخت پخوابه هم په ژبه کي موجودوه ، يوه مسلکي څېړنه ده، چي زه به يې دخپل صلاحيت په حدودوکي وروسته يوڅه وشنم . دلته دومره وايم چي که ددغولغاتو نوې جوړونه ثابته هم سي ، هغه بايددپښتوپالني او پښتوروزني په حساب کي درج سي، نه دپښتومعياريت په جمع و خرڅ کي .
داميرشيرعليخان دوخت پښتونوموني دهغه اميرله خواپه هيوادکي دنوي مدنيت اويوه منظم دولت دجوړېدوله پاره دعمومي پلان يوه کوچنوټې کړۍ ده اوپه رشتياسره هم بايددنوموړي اميرپه محاسنو او هيوادپالوهلوځلوکي وشمېرل سي . دده داکاردپښتوپالني يوه ستره نمونه ګڼل کېدلای سي .
مرکه دپښتوداميرامان الله خان دوخت يوه وطنپاله اوپښتوپاله هڅه ده . ددې مرکې يوازني چاپي آثار(يوازينۍ پښتو) او(پښتوپښويه) ده . يوازينۍ پښتو دسوچه توب له هغه نړيوال تمايل سره په تړاوکي منځ ته راغلې ده ، چي داماني عصر دملي اومشروطه غوښتونکو مبارزو مخکښ ارواښادعلامه محمودطرزي په عثماني ترکيه کي دتورکي نيشنليسټانوله مبارزوڅخه اخيستی اوافغانستان ته يې راوړی و. په هغه وخت کي تورکي ملتپالوله عربي اوفارسي ژبي څخه دخپلي ژبي د پاکولوخوراغښتلی خوځښت راپيل کړی و.

ديوازينۍ پښتو په سرکي دمرکې دمشر ٌ خادم العلماء عبدالواسع قندهاری ٌ په قلم داسي لولو : ٌ داخبره وهريوه ته ښکاره ده چي دهر ټبر ژبه څوخپلنی نسی اوليک او ليکی په خپله ژبه نسی لوړتوب اوپوره والی نسی درلودلی اودپردی له اړی نسی وتلای ... دادی نن ورځ چی لومړی پک دپښتانه دټولواکی بلل کيږی مشرباداردپښتانه (الغازی اميرامان الله خان) چی په کلو زوی اوپه پوهانده پلارد تيرسوو او اوسنيوپښتنودی په دی راز د لوړتابه دخپل ټبراو د ودانی دخپلی مينی پوه سو چی دتوری مټ د کښی بی مټه نه ځليږی اوپردی کټ تر ننګړی شپی دی نه خپليږی اود هيڅ اولس ميړانه دبل په ژبه پرټوله مځکه نه خپريږی نويه وټبری ژبه خپلی ته مخه سوه چی هرومرودی خپله ژبه بشپړه سی اوپه ټولواکی اوټولواګي کی دی بله ژبه نه ښوری .... ٌ (۲)
داهڅي دکاغذ پرمخ پاته سوې اوپه هماغه کابل کي لا هم دپښتنو ليکوالو( برهان الدين کشککی) له خواونه پالل سوې چي تفصيل به يې تاسي دپښتودسوچه توب په برخه کي ولولئ .
دپښتومرکې پښتوپښويه اويوازنۍ پښتودپښتوپالني يوه مخلصانه هڅه وه اوداماني عصردپښتوپالني يوثبوت دئ . دهغه وخت پښتنو د راويښولواوخپلي ژبي ته دپام اړولوله پاره يوتلاښ وخو د پښتوله معياريت سره يې تړل داوسني نسل له ذهن څخه راوتلی قضاوت دئ ځکه ددغي مرکې نوم (مرکه دپښتو) پخپله لا هم غير معياري اود پښتوګرامرله اصولوسره مخالف دئ .

تردې وروسته چي دپښتوادبي انجمن دکندهاردمنورينواودتنظيمه رئيس محمدګل خان مومندپه اراده منځ ته راغئ اودده په حضورکي يې دپښتوليکني کومه لارتعقيبوله ، هغه لارپخپله دوزيرصاحب مرحوم له خوا ونه پالل سوه اوپه (پښتوسيند) او(دپښتوژبې ليار) کي يې خپله راايستلې لارتعقيب کړه . دپښتوادبي انجمن دپښتود عامېدلو اورسمي کېدلوپرلوريوه هڅه وه نه دمعياري کولو. دژبپالني ښاغلي مولف دپښتوادبي انجمن دنشراتي اورګان (پښتو) مجلې له يوه پاراګراف څخه داسي نتيجه اخيستې ده چي ګويا ادبي انجمن غوښته پښتويې معياري وي (۳) . په هغه پاراګراف کي داسي راغلي دي : ٌ ... دمحترم کتونکودلوړنظرڅخه پټه نه ده چی په نوروژبوکی معارف په کافی اندازه سره ليکلی شوی دی ، چی دعوامودضرورت اوغوښت يی په پوره دی ... بالعکس په پښتو د بده مرغه دونه علمی کوټه اوذخيره موجوده نه ده چی دعوامو ضرورت دی پوره کی نوبه ضروری وی چی انجمن دی په خپله مجله کی زيات مخ دعمومو وروڼو داذهان اوعلميت وګوری چی د( کلم الناس علی قدرعقولهم) پرمعيار برابره وی چی شکوه دګران والی اونه پوهني ځنی پيدانشی .... ٌ (۴)
په پورتني پاراګراف کي د(معيار) کلمه د(کلم الناس علی قدر عقولهم) له پاره استعمال سوې ده اومعنايې داچي دمجلې نشرات دي ددغي مقولې پرمعياربرابروي يعني ساده دي وي . دلته يې دژبي د معياري توب مسئله په پام کي نه ده نيولې .
دپښتوژبي له پاره ديوه واحدليکني معيارمنظمه هڅه دکابل د پښتوټولني له جوړېدوسره سمه رامنځ ته سوې ده . په تېره بياکله چي په ١٣٣٣ ش کال دپښتوټولني په اهدافو اووظايفوکي يوژور بدلون راغی اودنويو وظايفوپه لړکي يې ٌدپښتوژبي دلغاتواو قواعدو تدوين ، دضرورت له مخي دنويو اصلاحاتو او لغاتووضع کول ، ادبي اولغوي څېړني اودپښتوپه لساني علوموپوری مربوط آثارليکل او خپرول ٌ شامل سول .(۵). دپښتوټولني داهڅه دليکنۍ ژبي د معياري کولو لومړنۍ هڅه ګڼل کېدلای سي . تردې وړاندي چي د پښتومرکې ، پښتوادبي انجمن څه کارونه کړي وه ، هغه ټول د پښتو پالني اوپښتو روزني اودليکدودديووالي له پاره هڅي ګڼل کېدلای سي . خوله بده مرغه پښتوټولني ونه سوای کولای چي دليکني معيارمسئله تر (سو) او(شو) په هيسته پرمخ بوزي. دپښتوټولني په پيشنهادسوو مادوکي د ليکدودديووالي پرسرفيصلې سوي دي نه دژبي دمعياريت پر موضوع ، وروسته له ليکوالوڅخه دليکدوديووالی اودتلفظ يووالی ګډ سوی دئ .

دپښتوټولني دکاواکو هڅوپرڅنګ له نن څخه زيات وکم پنځه ويشت کاله وړاندي ديوازنۍ کره ليکنۍ پښتوپه نامه يوبهېرراروان دئ چي پوهانددوکتورمجاوراحمدزياريې دتاداوايښوولوادعاکوي اووايي چي دغه بهېر دنوموړي په اراده ، نوښت اوفعال ګډون سره راپيل سوی او تراوسه پرمخ وهل کېږي . دڅوکلونوراهيسي چي پر افغانانوباندي دنوروبدمرغيوپرڅنګ دپوهانو اوعالمانودنه جبېره کېدونکي مرګوڅپې راماتي دي ،اودافغانانوپه تېره بيا د پښتنوډېري ستري هستۍدمرګي غېږته تللي دي ، اوس ديوې پښتو له بهېرسره د نوروپوهانواودپوهنتون داستادانواوداکاډيمۍ دغړونومونه هم تړل کېږي ؟! داحرکت لږموافقين اوخورازيات مخالفين لري چي زماد همدې کتابګوټي په ترڅ کي به تاسي دهغه په باب بېلابېل نظرونه ولولئ .

(١) دمخه تردې چي دپښتوژبي دمعياريت په برخه کي وږغېږم ، ديوه ټکي يادونه ضروري ګڼم اوهغه داچي زموږپښتنوڅېړونکودوې خبري سره ګډي کړي دي اوهغه دپښتوژبي پالنه اودمعياري پښتو ټاکنه ده . زموږڅخه دژبني فعاليت دغه دوې برخي ګډي سوي دي اوزه به په دې بحث کي دنوروموضوع ګانوپرڅنګ پرهمدې برخه هم روڼاواچوم.
(۲) بينوا ـــ عبدالروف ـــ پښتوروزنه ـــ ١٤٦ ، ١٤٧ مخونه ـــ دپښتوڅېړنوبين المللی مرکز ـــ کابل ـــ ١٣٥٧ ش .
دغه راز وګ : ژبپالنه ـــ ٨٧ مخ ديوازنۍ پښتود٦ ــ ٧ مخوپه حواله
(۳) ژبپالنه ـــ ٩٥ مخ
(۴) ژبپالنه ـــ ٩٥ مخ
(۵) پښتوکتابونه ١٢مخ .
 
دمعياري ليکني پرهڅوباندي دنيولوګيزم هښمه
 

په ژبه کي دنوولغتونوجوړول له باباادمه تردې دمه پوري يومعمول دوددئ . دنوواختراعاتواوکشفياتوواونوومفاهيموله پاره هرقوم اود هري ژبي ويونکو نوي لغتونه جوړکړي دي . زماپه نظرد ٌ وعلم ادم الاسماء کلها ٌ ( البقره سوره ٢آيت)څخه به هم مرادهمدغه لغتونه جوړول اوورښوول وي . دلغت جوړولوله پاره په ننۍ ژبپوهنه کي دنيولوګيزم يانيولوجيزم neologism اصطلاح کاريږي.نيولوګيزم هغه لغت، اصطلاح يا عبارت ته ويل کېږي چي نوی جوړسوی وي اوزياتره پريوه نوي مفهوم باندي دلالت کوي يايوې زړې اصطلاح ته نوی ژبنی رنګ ورکوي .نيولوګيزم داختراعاتو،نووپديدوياهغوزړومفاهيمود پېژند لوله پاره ګتوردئ چي په يوه نوې کلتوري قرينه کي واقع سوي وي . د ن