را اخیستنه :د جبران خليل له ويناوو څخه: ژباړه: دوکتور عبدالحميد بهيج

د هغۀ امت په حال افسوس دى چې...

 

د هغۀ امت په حال افسوس دى چې له دين څخه مذهب، له بيديا څخه کوڅې او له حکمت څخه منطق ته رجوع وکړي.

د هغۀ امت په حال افسوس دى چې هغه جامې چې د دوى په لاسونو نه وي اوبدل شوې، اغوندي او هغه خواړه خوري چې دوى نه وي کرلي.

د هغۀ مغلوب امت په حال افسوس دى چې د خپل قاتل وريښميني جامې کمال او د هغۀ تُندي ښکلا وګڼي.

د هغۀ امت په حال افسوس دى چې په خوب کې له ظلم څخه بېزار او په ويښه ور ته تسليم وي.

د هغۀ امت په حال افسوس دى چې د جنازو تر شا خپل غږ پورته کوي او د هديرې په مينځ کې وياړي او يوازي هغه مهال سرغړاوى کوي چې غاړې يې د تورې لاندې او د دار په سر باندې راشي.

د هغه امت په حال افسوس دى چې سياست يې چل، فلسفه يې کوډې او صنعت يې مونتاژ ګري وي.

د هغۀ امت په حال افسوس دى چې خپلو اتلانو ته له سازونو او سندرو هرکلى وايي او په نارو سورو يې بدرګه کوي تر څو په همدې ډول د بل اتل هرکلي ته ولاړ شي.

د هغه امت په حال افسوس دى چې عقلمن يې ګونګى، ځواکمن يې ړوند او مشکلکشا يې زياتې خبرې کوونکى او اپلتې ويونکى وي.

د هغه امت په حال افسوس دى چې هره کورنۍ يې امت وي.

 

د ملتونو هنر

 

راز ساتنه د مصريانو هنر دى.

هوډ د کلدانيانو هنر دى.

نظم او همغږي د يونانيانو هنر دى.

درناوى کول د چينايانو هنر دى.

ستونزې زغمل د يهودانو هنر دى.

ځان ښودنه او مبالغه د عربانو هنر دى.

سينګار اوشيک پوشي د ايرانيانو هنر دى.

دقت او ظرافت د فرانسويانو هنر دى.

ښکلا د ايټاليويانو هنر د‌ى.

لوړ پروازي د جرمنيانو هنر دى.

 

د خلکو په مينځ کې

 

د خلکو په مينځ کې داسې قاتلان شته چې هيڅکله يې يو څاڅکى وينه هم نه ده توى کړې، داسې لوټماران او غلۀ شته چې هيڅکله يې غلا نه ده کړې او داسې دروغجن شته چې تل يې رښتيا ويلي دي.

 

د دروازې د سرليکنه

 

د کور د دروازې پر سر مې وليکل:،،، تقليد بهر پرېږده او بيا د ننه راشه"، نو پس له هغه مې پوښتنې او ليدنې ته هيڅوک را نغلل.

 

خپلواکه ملت

 

هغه ملت چې ارواګانې او عقلونه يې غلامان وي په جامو او عادتونو کې يې خپلواکي ناشونې ده.

 

افراط

 

زه افراطي يم ځکه هغه کسان چې د حق په څرګندولو کې له اعتدال څخه کار اخلي نيم حق بيانوي او نيم نور د خلکو د خبرو او ګومانونو له کبله پټوي.

 

ژبه

 

ژبه د يوه ملت د ابتکار او يا ټولنيزې پېژندګلوۍ نښه ده، کله چې د ابتکار ځواک ويدۀ شي ژبه له خوځښت څخه لويږي په داسې حال کې چې په درېدلو کې شاته پاتې توب او په شاته توب کې مرګ او له مينځه توب نغښتى دي.

 

خواخوږي

 

هغه خواخوږي څومره ناوړه ده چې له يوه پلوه ډبرې او خښتې ږدي او له بل پلوه دېوالونه نړوي. څومره ناوړه عاطفه ده چې ګل کري او ځنګل سوځوي.

 

ارزښت

 

هغه کسان څومره ډېر دي چې د هر شي بيه پېژني خو د هر شي ارزښت نه پېژني.