پرمعياري ژبه دمعيارپه ژبه يوه څېړنه: محمدمعصوم هوتک

پښتونيولوګيزم ژبنۍ اړتياده که سياسي تقليد؟

په يوه ژبه کي چي دنړيوالوپرمختياوواوساينسي وتخنيکي انکشافاتواواختراعاتوله اسيته دنوولغاتودجوړوني اړتيامنځ ته راسي اودې کارته نيوګلوبيزمونه استخدام سي ،معنايې داده چي دا ژبه اوس هغوحوادثوته ځان تياروي چي ٌ پرنوروتېرسوې اوپردې اوس راغلي دينه ٌ ددې پرڅنګ هره ژبه چي دخپل انکشاف په بهېرکي داسي ځای ته ورسېږي چي نورنوورته دنيولوګيزمونواړتيامحسوسه سي ،معنا يې داده چي دې ژبي دانکشاف نورپړاوونه وهلي دي او ويونکي يې هم دفرهنګي سطح په يوه داسي مرحله کي واقع دي چي نورټول کارونه سرته رسېدلي دي ، اوس نودژبي دسره کېدو وار رسېدلی دئ . په دغه وخت کي که دمعياريت اوکره ژبي خبره رامنځ ته سي ، څرنګه چي له حالاتوسره موافق شعاردئ ، نه به پرچا بدولګېږي اونه به مخالفت ورسره وکړي . خوکه دمعياريت هڅه دسياسي سياليو زېږنده وي ، دانودژبنۍ اړتياله مخي نه بلکي دنوروانګېزوپربنارامنځ ته سوی تلاښ دئ اوهغه څوک چي نه غواړي په دغه انګېزوباندي خپله ژبه ولړي ، يادغه سياسي سيالۍ ورته دسياست دمداريانو سرکسونه ثابت سوي وي ، نوطبيعي ده چي لومړی خوله دې لوبي سره څوڼي نه غورځوي اوکه ډېره درنه پرتمامه سوه نويې بياپه مخالفت کي درېږي .
ماچي به دپښتوژبي دکره توب له پاره دهڅوتاريخي سوابق او اوسنۍ هڅې له ځانه سره څېړلې ، نودچاخبره شپږم حس به راته ويل چي په دې هلوځلوکي ترژبنۍ اړتيانورمسايل ډېردخيل دي . ددې نورو مسايلوپريوه برخه باندي زه د(سوچه توب) په بحث کي ږغېدلی يم . پوهاندزيارصاحب اوس پخپله يوه مرکه کي زماپردغه ګومان باندي د يقين ټاپه ووهله چي زموږنوي جوړوني له پارسي سره دسيالۍ اود هغې په تقليدراپيل سوي دي . دی وايي : ٌ پارسي چي زموږورسره يوه رغنده سيالي روانه ده ، هيڅوک په نظرکي نه نيسي ، که پارسيوان زموږسره منفي سيالي کوي ، موږورسره رغنده سيالي کوو.
تاسودپارسي پخواني اواوسنی متن وګورئ چي هرڅومره يې پارسي قوي وي ، تاسوبه ووينئ چي څومره مخته تللې ده ، په پارسي کي څومره نوي ټکي راغلي دي ؟ نودانيوکه يوازي پرپښتوده ؟ ٌ (١)ماته د حيرانۍ ځای دادئ چي استادله ټول ژبني اکاډ ميت سره څرنګه د دغي سياسي لوبي په دام کي کښېوتلی دئ اونوروته يې لاتوصيه هم کوي . ددغي سيالۍ دسالميت ذمه څوک ترپايه پوري وهلای سي . څرنګه امکان لري چي پارسيوان دي ددوی په وينا ، منفي سيالۍ کوي او پښتون دي بياورسره سالمه سيالي وکړي . داسيالي له لويه سره پر منفي تمايلاتوراپيل سوې ده اويوه کرغېړنه لوبه ده چي دوخت غير ملي حکومتوپښتون اوپارسيوان دواړه پکښې سټ کړي دي .
زماپه فکرخوهره ژبه دانکشاف اوپرمختګ په لارکي خپل موقعيتونه اوخپلي درجې لري . دنوروژبوپه پرتله يې دانکشاف سرعت هم توپيرلري ، ژبنۍ اړتياوي يې هم ځله بيلي وي . پښتوله بده مرغه اوس لاهم دخوشحال خان خټک خبره ٌ بکره پرته ده ٌ . ددغه واقعيت په ليدلو، کتلواومنلوباندي بايدهيڅ پښتون نه دحقارت احساس وکړي اونه هم دخپلي ژبي دنيمګړتيا. دارواښادنوميالي خبره ٌ پښتودژبي په حيث نه ترچاپاته ده اونه ترچازياته ده . ٌ (٢)لکه په انسانانوکي چي زوړ او ووړ سته ، په ژبوکي هم سته . دسيالۍ په وجه په ژبه کي بدلونونه راوستل ترګټه تاوان ډېرپېښوي . داسيالي هغه ناوړه دودودستورته ورته ده لکه ځيني کسان چي له خپلوتربروسره دسيالۍ په انګېزه خپل نابالغ زوی ته واده وروکړي اودخپل ماشوم زوی ژوندله خوراډېرودنګلوسره مخامخ کړي . وايي ٌ شرمښکۍ له ماره سره غزېده ، پرمنځ دوه ځايه سوه ٌ . داراز سيالۍ ته ځوان مغزونه دخپل طبيعي جوش وخروش او احساساتي جذبوله امله خورازيات آماده دي اوډېرژرپه دغه رازدامونوکي لوېږي . دسړې سينې درلوونکي مسن پوهان هيڅکله بايدځوانان دغه راز بازاري لوبوته تشويق نه کړي .
پارسي ژبه په دې پرمخ نه ده تللې چي نوي لغاتونه يې جوړکړي دي . پارسي په دې وړاندي ده چي دضرورت ژبه ده ، ددربارژبه وه اوده ، د علم ژبه ده ، ويونکي يې پخپله دتعليم اوسياست پرميدان تر پښتنو وړاندي دي . پېړۍ پېړۍ ورته دهند، ايران ، ماوراء النهر اوافغانستان پاچهانواودرباروکارکړی دئ . دې ژبي چي نيولوګيزم ته مخه لاکړې نه وه ، هم پرمختللې ژبه وه . ترعربي ژبي وروسته دمنطقې دعلم، د سياست ، دادب اوتجارت ژبه وه . دپارسي دپرمختګ دلايل بايدد هغې په ويونکوکي ولټول سي نه په لغاتوکي . له بلي خوا دپارسي ژبي خپل پوهان بيا په دې عقيده دي چي ددې ژبي دبرياليتوب يوعلت دادئ چي دډېروژبولغات يې پخپل ځان کي هضم کړي دي اودژبي دروازه يې دنوروژبوپرمخ تړلې نه ده . ارواښادپوهاند دوکتور عبدالاحمدجاويد په دې برخه کي وايي چي په فارسي ژبه کي ددخيلو کلماتودښووني له پاره به تاسي صبحانه (سباناري) ته دعوت کړم . ميزپرتګالۍ کلمه ده (۳)، چاينک چينايي ، قاشق تورکي ، صندلی عربي ، نعلبکی عربي ده . اوپه پای کي په ظريفه لهجه وايي ٌ ما مي مانيم ونان خشک ٌ . مراديې دادئ چي يوازي (نان) فارسي کلمه ده نور يې ټولي دخيلي دي اوله نوروژبوڅخه اخيستل سوي دي . (۴) ارواښاد دې کلماتوته په کرکه نه ګوري بلکي داد پارسي ژبي په کمالونوکي راوړي چي څرنګه يې دنوروژبولغات پخپل ځان کي حل کړي اوخپلي ژبي ته يې دافادې وسايل پرېمانه کړي دي .زموږپوهان بياتراوبودمخه ګاولي کاږي اووايي ، موږلغتونه ځکه جوړوو،چي ٌ که سباددهقان لمسی او کړوسی تعليم کوي د هغه لپاره (به) اسانه وي ٌ . ته دبزګرزوی ته دتعليم زمينه برابره کړه ، بيا دپښتوتعليم زمينه ورته مساعده کړه ، ژبه يې خير دئ سوچه دي نه وي ؟ دسبادبزګر دزوی غم به خورو خپل اوسني زامن موله خپلي ژبي څخه خواتوري کړل . موريې چي کومه ژبه ورزده کړې ده اوده ته ترهرڅه ګرانه ده ، هغه اوس په کتاب کي نسي موندلای . دکتاب ژبه ده ته د يوې خارجي ژبي دزده کولوپه شان ستونزي لري . طبيعي ده چي وخت تردې په بلي قوي ژبي (انګرېزي ، اردو، فارسي اونورو) مصرفوي ځکه په هغه ژبويې هم اړتيارفع کيږي اوهم يې په زده کړه کي تردغي نوي پښتومشکلات لږدي . له يوچاسره مي په دې برخه کي بحث کاوه ، را ته وې ويل : ژبه متخصصينوته پرېږده ، چي هغه يې سمباله کړي . په جواب کي مي ورته وويل : ماخو په هغو نامرادوباندي ډېري هديرې ډکي ليدلي دي ،چي دمتخصصو ډاکټرانو په نسخويې زني ورتړلي سوي وې . دمتخصص سهوه دمرګي ګولۍ ده اوبس .

(١) ښکلامجله ـــ ٤کال، ٣ګڼه ٥١مخ
(٢) دپښتنودټولنيزتاريخ مبادي ـــ ١٠٩مخ
(۳) دده په نظرپه فارسي کي ( ميز ) دمېلمه په معنا دئ اوپه مثال کي يې ( ميزبان ) راوړی دئ .
(۴) که زماحافظې غلطي نه وي کړې ،دامقاله په اميدجريده کي نشرسوې وه . ما يې يادونه په يوه بله مقاله کي پخواهم کړې وه اوتاسي به يې په ضميمه کي ولولئ . له تکراره يې بخښنه غواړم .
 
نظري معيارعملي ګډوډي

ژبپوهان وايي دژبني معيارټاکلوله پاره اتاريټي (authority) په کارده . اتاريټي دوې خواوي لري . يوه يې دعلم اوصلاحيت خواده چي په ژبپوهانواړه لري او بله يې اجرائيوي اړخ دئ،چي په دولت يا اکاډميکو ټولنواړه لري . ژبپوهان علمي اړخ څيړي اودولت يانور اکاډميک سازمانونه يې دترويج له پاره قانونيت ورتسجيلوي .
دپښتوپه معياريت کي ددې دواړوخواووخلا محسوس ده . د صلاحيت په برخه کي پوهاندزيارصاحب هيچاته غاړه نه ده ايښې . نه الهام ته ، نه تږي ته، نه پالوال ته ، نه شپون ته ، نه ستوروته ، نه پښتو ټولني اواکاډيمۍ ته . ارواښادالهام ورڅخه دوستانه ګيله کوي او ليکي چي ٌ ... که څه هم زيارموږدتږي په شمول دتاريخي ـــ مقايسي ژبپوهني متخصصان نه ګڼي اوښايي چې رښتيا به وايي ٌ ( ١). ګويا د معيارپه برخه کي يوازي ددوی خپل نظر معياري دئ . اوداجرائيوي صلاحيت خلا خوپه دغوکلونوچي کي دا خوځښت راپيل سوی دئ ، په ټوله معنابيخي محسوسه ده . خلا خو پر لو لار پرېږدئ ، په دغوتېرو دېرشو کلونوکي خودخلقي او پرچمي دولتوپه شمول ټول دولتي نظام د پښتواوپښتنو پر ضدولاړو . (٢)
ددغه شان دوګانه خلاووپه موجوديت کي ديوه خوځښت قانونيت اواغېزمنتوب پخپله ترپوښتني لاندي راځي . اودهمدې عامل نتيجه ده چي دغه خوځښت تردوو دروملاتړلو پلويانوزيات نورونه موندل .
داچي اوس دنوولغاتوپه اعتياداخته کسان دخوځښت په پلويانوکي شمېرل کېږي اوبيادهغوله مخي داحرکت دبري لوړپوړته رسېدلی ګڼل کيږي ، يوه ذهني نتيجه ګيري ده چي داستنادپايه يې پرواقعيتونو ولاړه نه ده . حقيقت دادئ چي ددغه خوځښت له امله يوه نوې ژبه يا لهجه دتکوين په حال کي ده .تاسي دالاندي ګډوډيوته ځيرسئ چي ديوه خوځښت تردېرش کلن فعاليت اوبري ته تررسېدووروسته ! په هغونشراتوکي موجودي دي ، چي دکره ليکني له بهيرسره په يوه يابل دليل ځان تړلی ګڼي .

(١) پښتواو پښتانه ته دالهام سريزه ـــ پنځم مخ
(٢) زيار صاحب په هغه خصمانه چلندډېر ښه خبردئ چي زموږسره دباخترآژانس دپښتوخبرونوپه رياست کي د دولتي مقاماتوله خواکېدئ .
 
د(په) او(پر) ګډوډي

دغه دوه سربلونه (prepositions) دپښتوپه ځينولهجوکي سره ګډيږي اويودبل پرځای يې په ناسمه توګه کاروي . په دغولهجوکي ( په پښتوليکل) او(پرپښتوليکل) نسي سره بېليدلای. په داسي حال کي چي دادوې خبري جلاجلامعناوي لري . په (پښتوليکل) معنا دليکني ژبه پښتوده او(پرپښتوليکل) معنادليکني موضوع پښتوده . د پوهاند زيارصاحب په عقيده ٌ له کندهارۍ اوتاريخي ادبي پښتوپرته نور زياتره ګړدودونه (په) او(پر) سره ګډوي ٌ (١)له تاريخي ادبي پښتو څخه يې مراددکلاسيکوشاعرانوپښتوده .حقيقت هم دادئ چي په کندهاري ګړدودکي ددغودووسربلونواستعمال ديوه نالوستي شخص څخه هم نه غلط کېږي . دوی (په خره سپور) هيڅکله هم نه وايي . په داسي حال کي د(په) دغه شان استعمال په نورولهجو کي عام دئ . (٢)
پوهاندزيارصاحب په ويې پوهنه کي ددغوسربلونودسم استعمال ټول مواردراوړي دي چي په يوه برخه کي زه دداسي يوه پښتانه په توګه چي دپوهانددوکتورزيارصاحب دڅېړني په تاييدمي ددغوسربلونوسم استعمال دمورله غېږي څخه زده کړی دئ ، موافق نه يــــــــــم اوهــــــــغه ( پلانی پرکوم کال مړدئ)،په دې برخه کي بايد( په کوم کال کي مړدئ ) کره شکل وي ځکه زمادڅېړني له مخي په دغه مشخصه برخه کي د کندهاري ګړدود استعمال دانګرېزي ژبي له (in) او(on) سره خوله په خوله برابردئ . په انګرېزي ژبه کي هم (in 2006) کره دئ او (on 2006)ناسم .
ارواښادعلامه رشاد(رح) په دې برخه کي دګوربت مجلې دلومړي کال په شپږمه ګڼه ، ٢٣مخ کي داسي څرګندوني کړي دي : ٌ د(په ) او ( پر ) ترمنځ توپيرسته . (پر) داستعلاتوری دی ، پرمېزباندي ، پرچوکۍ باندي کښېناست ، پرمېزيې کتاب کښېښود(۳)، پرمايې پورباندي دی او داسي نورد(پر) په کلمه باندي راځي او(په) دظرفيت او آليت لپاره راځي (۴). مثلا په لښته يې وواهه . دلته (په) دآليت دنده اجراکوي . په کورکي دی ، په مکتب کي دی ، دلته دظرفيت مانا ورکوي . ٌ اوکله چي مرکه چي د( په کال ) او ( پرکال) په برخه کي توضيحات ځني غوښتي دي ، نوعلامه مرحوم ورته داسي جواب ورکړی دئ : ٌ ... که (کي) ور سره راسي بايد(په) وکارول سي ولي هلته دظرف زمان مفهوم ورکول کېږي . ظرف پردوه ډوله دی ، يودزمان ظرف دی اوبل دمکان ظرف . په کورکي ، په مکتب کي داظرف مکان دی . په پسرلي کي داسي کېږي ، هغه وخت هغه دزمان ظرف دی،په کال کي داسي کېږي ياداسي وسول، داظرف مکان دی نوهلته دظرف مکان لپاره تر(پر)، (په ) غوره ښکاري اوداستعلالپاره بياتر (په) ، (پر) صحيح دی . ٌ
د(په) او (پر) داستعمال له پاره ترسمي لارښووني وروسته ځينو ليکوالو ديوه غلط فارمول پيروي پيل کړه اوهغه داچي که په دغو سربلونوپسي وروسته د( کي ، سره ) اوستربل(postposition) کارېدئ ، بايد(په) وليکل سي اوکنه نو(پر) سم دئ . ددې فارمول غلطي په دې کي ده چي (په) کله کله په (آلي ــ instrumental) حالت کي راځي اوهورې اوستربل نه ورسره ملګری کېږي . لکه (په لښته يې وواهه) . ددغه غلط فارمول پالونکي په داتېرمثال کي هم (پر) ځکه استعمالوي چي وايي وروسته اوستربل نه دئ راغلئ . نويې (پرلښته يې وواهه) وليکي . د( په لښته يې وواهه) او(پرلښته يې وواهه) جملې دمعناله مخي له مځکي تراسمانه پوري توپيرسره لري . (په لښته يې وواهه) معنا د وهلو وسيله يې (لښته ) وه ، لرګی ياتوره يابل څه نه وه . (پرلښته يې وواهه) معنا دوهلوانګېزه يې لښته وه . ښايي وهلی يې په سوکانو، په لغتوياپه لرګي وي خوجنجال يې پرلښته سره پېښ سو(۵) .
ددغه ناسم استعمال ليکوال د( شينيت ) له معافيت څخه په ګټه اخيستنه باندي دخپل ځان ليکنه معياري ګڼي اودنوروپرسمومشورو غوږنه نيسي . په نتيجه کي يې دمعيارترپردې لاندي يوه لويه ګډوډي رامنځ ته کړې ده اودښاغلي منلي خبره دمعيارمحتسبانو هم غوږونه کاڼه اچولي دي . دې مثالوته ځيرسئ چي له (ورځ مجلې ٦کال ، ٣ـــ٤ ګڼې )څخه اخيستل سوي دي :
ناسم ـــ ٌ دالله دلوی اوعظيم ذات پرامر دنړۍ ټول مسلمانان دعبوديت ... ٌ (١مخ )
سم ـــ دالله دلوی اوعظيم ذات په امر دنړۍ ټول مسلمانان دعبوديت ....
ناسم ـــ ٌ دهمدغه کال دشعبان په ٢٣ دپنجشنبې پرورځ .... ٌ(هماغه مخ )
سم ـــ دهمدغه کال دشعبان پر٢٣ دپنجشنبې په ورځ .... ٌ
ناسم ــ ٌ پرپښتني درنښت ــ اداره ٌ (٢مخ )
سم ـــ په پښتني درنښت ـــ اداره .
ناسم ـــ ٌ محمدګل خان مومندباباداخلاقواوشخصيت پرلحاظ دسپېڅلي کرکټر .... ٌ (٩مخ )
سم ـــ محمدګل خان مومندباباداخلاقواوشخصيت په لحاظ دسپېڅلي کرکټر .....
ناسم ـــ ٌ سردارعلي احمدجان ... کابل ته واستول شو اوپرتوپ وويشتل شوٌ (١٠مخ)
سم ـــ سردارعلي احمدجان ... کابل ته واستول شو اوپه توپ وويشتل شو . پرتوپ وويشتل شومعناداچي پرتوپ يې ودراوه اوپه توپک يا بل څه يې وويشت . يابله معنايې داسي کېدای سي چي دتوپ پر سر باندي يې ترمنځ شخړه سوه ، په نتيجه يې دهمدې شخړي له اسيته وويشت . خوپه توپ وويشتل شو، معناداچي دوژني وسيله يې توپ و. دتوپ مخي ته يې وتاړه اوتوپ ته اورورکړ.
ـــ ناسم ٌ دوزيرصاحب زيات ناچاپ آثاريې ځان سره دچاپ پرهيلې ساتلي وه.ٌ (١١مخ)
ـــ سم ـــ دوزيرصاحب زيات ناچاپ آثاريې له ځان سره دچاپ په هيله ساتلي وه .
ـــ ناسم ـــ ٌ ... دپخواپرڅېر ... ٌ ( ٩٦ مخ)
سم ـــ .... دپخواپه څېر
ناسم ـــ ٌ ... په عواموکښې پراستاذ صاحب (رح) مشهورو،ٌ (٩٨مخ)
سم ـــ ... په عواموکښې په استاذصاحب(رح) مشهورو.
(پراستاذ مشهورو)معناداچي تراستاذزيات مشهور. خو(په استاذ مشهور) ومعناداچي دوهم نوم يې استاذ و، خلکواستاذ باله .
ناسم ـــ ٌ ... پرامرباالمعروف لاس پورې کړو .... ٌ (٩٨مخ)
سم ـــ په امرباالمعروف لاس پورې کړو....
ناسم ــ ٌ په ګل اغاشېرزي ځان مرګي بريدشوی ٌ ( ټول افغان ويبپاڼه ــ ٣١ــ ٧ــ ٢٠٠٦ ع)
سم ـــ پرګل اغاشېرزي ځان مرګي بريدشوی .
په ګل اغاشېرزي بريدشوی معناداچي ګل اغاشېرزي پخپله په ځان پوري بمونه تړلې وه . اوپرګل اغاشېرزي بريدشوی معناداچي دبريد هدف ګل اغاشېرزی و، چي له منځه يې يوسي .
ناسم ـــ ٌ د١٣٦٦ لمريزکال پرکب مياشت .... ٌ ( ښکلامجله ٢ ګڼه ٤کال ٥٨ مخ )
سم ـــ د١٣٦٦ لمريزکال دکب په مياشت کي .... ، يا د١٣٦٦لمريزکال په کب مياشت کي .... دلته مياشت دزمان ظرف دئ .
ناسم ـــ ٌ دخپل مطبوعاتي کارله پيله راپردېخوا.... ٌ ( هماغه مجله هماغه ګڼه ، ٥٩ مخ )
سم ـــ دخپل مطبوعاتي کاردپيل راپه دېخوا ....
ناسم ـــ د١٣٧٩ لمريزکال دتلې پرمياشت .... ٌ ( هماغه مجله ، هماغه ګڼه ، هماغه مخ )
سم ـــ د١٣٧٩ لمريزکال دتلې په مياشت کي . دلته هم مياشت دزمان ظرف دئ ، نه استعلا .
ناسم : ٌ که بوميان پکې پرلږه کي (اقليت) واوړي ... ٌ ( پښتو، پښتانه ٢٣١مخ )
سم : که بوميان پکې په لږه کي (اقليت) باندي بدل شي . پرلږه کي
اوښتل معناداچي دبوميانوشمېرترلږه کي زياتيږي . اوښتل دزياتېدلو معنا ورکوي . په ٢٣٢مخ کي بياداتېروتنه سمه سوې ده .
ناسم : ٌ ... دقلم پرژبه ترموږرارسولي دي .ٌ (پښتوتاج التواريخ ـــ ج مخ )
سم : ... دقلم په ژبه ترموږرارسولي دي .
دقلم ژبه دلته آله ده . په آلي (instrumental)حالت کي د(په) استعمال صحيح دئ .
ناسم : ٌ قضاوت پرلوستونکيواړه لري ٌ (پورتنی اثر ـــ هـ مخ)
سم : قضاوت په لوستونکيواړه لري .
په پارسي کي هم په دغسي جمله کي (به) تر (بر) سم دئ اود(به) پښتومعادل (په) دئ .
ناسم : ٌ لس باروړونکي خره به مي تل پرغوجله ولاړوو .... ٌ ( هماغه اثر ـــ ١١٩مخ )
سم : لس باروړونکي خره به مي په غوجل کي ولاړ وو ....
خرپه غوجل کي ولاړوي نه پرغوجل . غوجل دلته مکاني ظرف دئ اوپه ظرفي حالت کي (پر) استعمالول سم نه دي ، بلکي په = in يې کره شکل دئ . ٌ پراوخورولاړ وي ٌ لا اسعماليږي ځکه هلته يورازاستعلايي حالت موجوددئ .
ناسم : ٌ ... پرلاندنيوژبوخبري کولای شم اوليکونه يې هم لوستلای شم ٌ (هماغه اثر ٣١٧مخ )
سم : په لاندنيوژبوخبري کولای شم اوليکونه يې هم لوستلای شم . پر ژبوخبري کولای سم يعني دنوموړوژبوپه باب معلومات ورکولای سم ، خوپه ژبوخبري کولای سم معناداچي نوموړي ژبي مي زده دي .
ناسم : ٌ که چېرته دافغانستان دوګړوپاچادهغوی هم دين نه وي اوپه هغوی حکومت کوي .... ٌ ( هماغه اثر ٣٦٩مخ )
سم : که چيرته دافغانستان دوګړوپاچادهغوی هم نه وي اوپرهغوی حکومت کوي .
(په هغوی حکومت کول ) يعني دهغوی په واسطه حکومت کول اوپه دې صورت کي حکومت معنادافغانستان خلک . خو(پرهغوی حکومت کول) معناداميرله خوادافغانستان پرخلکوحکومت کيږي .
ناسم : ٌ ... دخوقندښارترنيولووروسته يې هلته نوی ښارجوړول پيل کړل اوپر(سيم) ښاريې ونوماوه ... ٌ ( هماغه اثر ١٢٤مخ)
سم : ... دخوقندښارترنيولووروسته يې هلته نوی ښارجوړول پيل کړل اوپه (سيم ښار) يې ونوماوه .
د(په) او(پر) داټول ناسم استعمالونه له ناسمي لارښووني څخه پېښ سوي دي . دليکونکي له پاره فارمول د(کي ، سره ) سته والی اونه سته والی دئ اودې خبري پرناسمه لارروان کړی دئ .
دامثالونه دومره ډېردي ،چي که ټول راوړم يوکتاب به ځني جوړسي . داورانی ټول دمعيارپه نامه ناکافي لارښوونوپېښ کړی دئ که يې له خپلي لهجې سره سم ليکلی وای ، ښايي دومره زياتي ورانۍ يې نه درلودلای. زه پرلهجه باندي اعتراض نه کوم . ماته پخپله لهجه کي هم ځيني ګرامري ورانۍ رامعلومي دي .هروخت مې چي اړتيااحساس کړې ده ، بې پردې مي بيان کړي دي اودخپلي لهجې زلميوليکوالوته مي يې دسمولوسپارښتنه کړې ده . خودلته داورانی ناسمو لارښوونو منځ ته راوړی دئ . دغه ځای دئ چي زه وايم معيارپه فيصلو او فرمانو نسي عملي کېدلای اوکه عملي سي بياداسي دنګلې هم لري . معيار بايد دښوونځي له تاداوه تدريس اووروښوول سي . داديوې ورځي ، يوې لسيزي اويوه کال کارنه دئ په تېره بيادافغانانوپه دا اوسنۍ پاشلې ورځ کي چي دپښتونشرات يې په سلوکي نوي ترخپل هيواد دباندي سرته رسېږي . دمعياربېړۍ له اروپاڅخه نسي پرلار برابرېدلای
اومزله ته رسېدل يې هم نسلونه غواړي .

(١) ويي پوهنه ـــ ٤٧ مخ
(٢) په دې برخه کي زمااودښاغلي استادصميم صاحب ترمنځ يوه دوستانه ادبي مناقشه يووخت راغلې وه . ارواښادعبدالجليل وجدي صاحب په دغه وخت کي په ټورنټوکي و . ماته به يې پخپل ټول صداقت سره ويل ، چي د(په) او(پر) په دغه مباحثه يې سرنه خلاصيږي . علت يې داوچي دده په محيط کي هم ددغو سربلونوناسم استعمال عام واوده خپله مورنۍ زده کړې قاعده نه سوای هېرولای .
(۳)مرکه چي داستادپه ژبه کي تصرف کړی دئ اوداستادخبري يې په خپل زعم معياري کړي دي .
(۴) په ګوربت کي ( عاليت ) راغلی دئ چي دمرکه چي تېروتنه ده .
(۵) وګ : لېمه مجله ـــ کال ـــ ګڼه ـــ مخ ـــ ددې قلم ليکنه .
 
دمجهولي (ې) لانجه

دختيځي اولويديځي اوجنوب لويديځي لهجې ترمنځ دمجهولي (ې) داستعمال په برخه کي ښه پوره محسوس اودپاملرني وړتوپيرونه سته . دې توپيروته پاملرنه نه کول اوترسريې تېرول ياپه يوه جرأتمندانه حکم سره ګام تراړول اوهيسته غورځول دپښتوژبي په ګټه کارنه دئ . په پښتوپښويه (درېيم چاپ )کي راغلي دي چي سويل ــ لويديزه ګړدودي ډله ٌ د نورو ( منځنيو، سوېل ـــ ختيزواوشمال ختيزو) ګړدودي ډلوپه وړاندي له تاريخي پلوه زيات رغاونيزلرغونوالی لري ٌ خوله دغي ارکاييکي ځانګړتياووسره سره يې په کره ليکلارکي له پامه غورځولې ده (١)دغه ځانګړتياوي يې چي بېله مثالوپه ډېره مختصره توګه هيسته ودوري راوړي دي ، دکتاب دوه مخه يې نيولي دي اوپرزياته کړې يې ده چي که ٌ دکندهارۍ پښتو دغه پاسنۍ ځانتياوي يومخيزه په پام کي ونيسوٌ نودغه د پښتو پښويه کتاب به دوه چنده غټ سي . دغوځانتياوو يا ځانګړتياووته يې ٌ بېقاعده ګۍ ٌ ويلي دي . اوس نوکه څوک په دې برخه کي نظرڅرګندوي خو د لايسنس نه لرلومتروکه به پرداککرۍ وخوري اوورته وبه ويل سي چي ته د ويلو حق نه لرې . مګرکه لږڅه دبيان آزادي موجوده وي نوديوچاپه ذهن کي هرومروداپوښتنه پيداکيږي چي د پښتوديوې ٌ ارتې بيرتې ګړدودي ډلې ٌ هغه ځانګړتياوي چي په يوازي سردنوروټولو ګړدودونو په پرتله ديوه بشپړکتاب په اندازه حجم لري(٢)اوترنوروګړدودونويې تاريخي لرغونوالی هم منل سوی دئ ، د( بې قاعده ګيو) په نامه هيسته غورځول دعلم لارده ؟ دانصاف لارده ؟ عملي لارده ؟ له تعصبه خالي لارده ؟ ديووالي لارده ؟ کره لارده ؟ کومه لارده ؟
دپښتوپښويه کتاب دلومړي چاپ (١٣٦٢ش) اودريم چاپ (١٣٨٤ش) په سريزوکي دمحتوياتوله مخي خورازيات توپيرونه سته ، چي ځيني دغه توپيرونه دلوستونکي په ذهن کي يولړنوري پوښتني هم را پيداکوي . دکندهاري ګړدودپه اصطلاح ٌ بې قاعده ګۍ ٌ چي ښاغلی مولف يې په آب وتاب بيانوي ، دلومړي چاپ په سريزه کي نسته . له دې امله دلوستونکي په ذهن کي داخبره ورګرزي چي آيا ښاغلي مولف ته دکتاب دلومړي چاپ پروخت دغه ٌ بې قاعده ګۍ ٌ معلومي نه وې ؟ هرومرومعلومي وې . نودنه يادولوعلت يې څه و ؟ ښايي دابه يې مصلحت نه وي ګڼلی چي دنورولهجوپربې قاعده ګيوباندي سترګي پټي کړي اويوازي کندهاری ګړدودلوستونکوته د ٌ بېخرته بې قاعده ګيو ٌ درلوونکی وښيي . که داښاييدنه رشتياوي ، نونن هم ددې راز ورانوونکوقضاوتويادونه دمصلحت پرمقوله نه سي برابرېدلای . د پښتوپه دې دونه زياتولهجو کي يوازي ديوې لهجې په اصطلاح بې قاعده ګۍ بيانول ، پخپله د ٌ سکه اوناسکه ٌ مفهوم ذهن ته تداعي کوي . زمابشپړيقين دئ چي ښاغلي مولف ته دپښتود نورو لهجو ګرامري بې نظمۍ هرومروڅرګندي دي . پرهغوباندي غوږونه کاڼه اچول اوديوې مشخصي لهجې په مقابل کي دريځ نيول ، پخپل ذات کي مناسب کارڅه چي ، لادلاسه خصمانه عمل دئ .
دلومړي چاپ په سريزه کي ددغويادوونو دنسته والي دوهم تعبير داسي هم کېدلای سي چي ښايي اوس به يې ٌ توبه له مېړنوخالي ليدلې وي ٌ . ځکه ددريم چاپ پروخت دهمدې مغضوبي لهجې درې ويونکي ستوري ( علامه حبيبي ، استادبينوااوعلامه رشاد) اودغه رازد ژبپوهني نورټول متخصصين ډاکټران دلحدبنديان سوي ول . ګويا د پوښتني اوبازخواست څوک نه وپاته . په دغه صورت کي زه نورڅه نه سم ويلای ، يوازي به دومره قدر ووايم چي خدای دي داښاييدنه نه رشتياکوي .
دپښتوپښويه ددريم چاپ دسريزي په ١٥مخ کي څرګنده سوې ده چي دلويديځ ګړدوددځانګړتياوو دپه پام کي نه نيولوحق يې دنوموړي لهجې د ٌ پرتليزلږه کيوالي ٌ له امله ترلاسه کړی دئ . دحيرانتياځای دادئ چي ددغي فتوا ورکوونکي له پښتوټولني سره لانجه پردې وه چي هغوی په ريفرنډم ژبني مسايل حلول . اوس دی پخپله داکثريت واقليت په حکم يوه پراخه لهجه په پام کي نه نيسي اوځانګړتياوي يې له تاريخي قدامت سره سره ، چي دی يې پخپله هم مني ، ( بېقاعده ګۍ) بولي اوپه ګرامر کې نه راوړي . که دا ځانګړ تياوي ټولي (بېقاعده ګۍ) وي ،نوددې خبري خومعناداده چي دپښتو ژبي ټول تاريخ پربې قاعده ګيوولاړدئ . له لويه سره يې ګرامربې قاعده دئ اوس دوی معياري ګرامرورته جوړوي . ځکه ددغوځانګړتياوو تاريخي لرغونتوب خو مولف پخپله هم منلی دئ . آيا داخبره به له امکانه وتلې وي ، چي دا ځانګړتياوي دپښتوخپل ګرامري اصول وه ، وروسته ترخځي ولمني پکښې راغلي دي . په هرصورت دابېلتونپاله فيصله پخپله دکره ليکنۍ پښتومخه نيسي اوپه دغه صراحت يې يادول خود جرأتمندۍ يوه نمونه کېدلای سي مګرد ٌ مصلحت ٌ پر مقوله باندي يې برابرول ، لکه وړاندي چي مي هم وويل ،له عقله ليري ښکاري.بايدووايم چي داقليت اواکثريت خبره يوه بې بنياده ادعا ده . د پښتو دلويديځي لهجې ويونکي يوازي (کندهار، هيلمند او سيستان ... ) ښوول سوي دي ، په داسي حال کي چي په دې لهجه باندي دکندهار ، هيلمند، زابل ، ارزګان ، نيمروز، فراه ، غور ، هرات او بادغيسولايتونه،په شمالي کي دغوربند او شينوارو د ولسواليو پښتانه، د پروان ولايت پښتانه ( له ساپيواوداودزيوپرته ) ، دميمنې ، مزار، بلخ زياتره پښتانه اودکوچيانو لوی اکثريت لږوډېر ږغيږي (١) او ما چي يې دواک فونډيشن داحصائيوله مخي يوه تقريبي اندازه معلومه کړه نو يوازي په افغانستان کي ددې لهجې ويونکي څه دپاسه درې ميليونو تنوته رسيږي . که دډيورنډ دناولي کرښي هاخواته پښتانه ور سره يو ځای سي، نويې شمېر دوه چنده زياتيږي . ددومره پراخ نفوس لهجه د پښتوګرامرپه يوه کتاب کي په پام کي نه نيول اوپه دې منطق ، چي د کتاب حجم په زياتېږي !، ترهغې ګام اړول له حق خوړلو پرته بل څه نه سي بلل کېدلای . له ژبي سره که د معيار تر پردې لاندي داسي لوبي رواني وي ، نودي پښتنوته خدای خيرورپېښ کړي .
په بل غشي ټـوپک هيڅ ويشتلی نه يم
که ويشتلی يم خوبياپه خپل ټوپک يم
(دخوشحال خان خټک مرغلري ـــ ٦٣٣مخ)


(١) پښتوپښويه ١٤،١٥مخونه ـــ درېيم چاپ .
(٢) پردغه لهجه باندي هربرت پنزل امريکايي ژبپوه يوبشپړکتاب کښلی دئ چي دنړۍ په ټولو مشهوروکتب خانوکي سته اوارواښادالهام په پښتوژباړلۍ دئ . نه پنزل اونه الهام داخبره کړې ده چي دغه لهجه پربې قاعده ګيوولاړه ده . دوی دواړه دژبي متخصصان وه .
 
چې ـــ مې ـــ کې

په اوسني مروج ليکدودکي دغه ضميرونه په اوږده (ې) ليکل کيږي اوپه لويديځه لهجه کي په لنډه (ي) . دلويديځي لهجې له قاعدې سره سم ، چي ځيني کسان يې بېقاعده ګي بولي! که په اوږده (ې) وليکل سي ، د معنابدلون پېښوي اوچې= چي يې ، کې= کي يې ، مې =مي يې معنا ښندي . دکره ليکنۍ پښتولارويانوددغي قاعدې شخړه په يــــــوه ( نې) ورشلولې ده اووايي چي دادکندهارګړدوددئ ، موږپه معيارکي نه دئ نيولئ . داکاريې د هغه په اصطلاح پروسيجرله مخي کړی دئ ، چي دپوهاندزيارصاحب له خولې ، دلاسليک رنګ يې وچ سوی لانه و، بيايوه لاسليک کوونکي ويل زه يې نه منم،ٌ زه دحبيبي صاحب او دده د پيروانولارپه رسميت نه پېژنم او بغاوت يې وکړ ٌ (٢) مادا پرو سيجرليدلئ نه دئ خواورېدلي مي دي ، چي په
هغه کي دلغاتو افراطي او پخپل سرجوړونه هم منل سوې نه وه .که دا خبره رشتياوي نو دکره ليکنۍ پښتولارويان نيم قرآن مني،نيم نه مني . د پروسيجرهغه برخه چي ددوی له اجنډاسره موافقه وي ، مني اونوري نه مني . په هرصورت دې پرېکړي له پښتودېواني ادب سره مشکلات زېږولي دي .زه به د دېواني ادب څومثالونه تاسي ته درکړم چي شاعرانو دغه لهجوي ځانګړتياپه پام کي نيولې ده اوشعري وزن يې په تړلی دئ .

د(( کې = که يې )) مثالونه :
١ ـــ دحنان له کلامه
داګوهربه دي په کارسي کې په غوږ کړې
درته وکــــــــــــــړه (( حنان )) څه ويل مليح
( دېوان ٢٢ مخ )
کې خبري کړي دوې سترګي خودبخوده
عجب نه ده پــــــــــــــــــــــرته وايي تل بېمار
( دېوان ٢٧ مخ )

په دواړو بيتو کي راغلي (کې) ظرفي ادات نه دي ، بلکي د ( که يې) لنډ شکل ( مخفف ) دئ. اوس که يې څوک د (که يې) په بڼه وکاږي ، دلومړيونيم بيتيو وزن يوسېلاب زياتيږي او ميرزاحنان دومره ناپوه شاعرنه و ، چي دسيلابوپه تړلوکي دي يې ستونزي درلودې . ده دشعرپه سيلابوکي خپله لهجوي ځانګړتياپه پام کي نيولې ده .

٢ ـ دحاجي جمعه بارکزي له کلامه
د((جمعه)) دزړه پرهاربه هلته جوړسي
کې رفـــــــــــــــــــوپه تاردزلفوکړي جراح
( دکابل چاپ ديوان ٥٧ مخ )
زړه مي درکئ زمــــــــاياره ستاپه ﻻس
ستارضاده کې لوټل کړې که يې پاس
( دېوان ٦٨ مخ )
ددې ګلوتېرېده دچـــــــــاپـــــــــــــه ياددي
کې پرې ايښي پرځای نه وای نايبان ګل
( دېوان ٨١ مخ )
په دې دريومثالوکي هم (کې) د (که يې) په مفهوم کارسوی دئ . په دوهم مثال کي خوشاعر دسېلابوپه تړلوکي خپل مهارت اولهجوي ځانګړتيا ډېره ښه ښوولې ده . لومړی (کې = که يې ) يې له خپلي لهجې سره سم راوړی دئ اودوهم وار که يې خپله لهجه په پام کي نيولې وای ، نيم بيتی يوه هجا لږېدی ، ځکه يې نود ( که يې ) په بڼه راوړی دئ او سېلابونه يې په پوره کړي دي . لکه وړاندي چي اشاره ورته وسوه ،د حاجي جمعه بارکزي دغه دېوان ښاغلي هيوادمل دارواښادعلامه رشادباباتر نظر ﻻندي تهيه کړی دئ اوﻻرښوداستاديې په دغه باريکي سر ښه ورخلاص کړی دئ ځکه يې هرځای ودغه راز مورد ته په لمن ليک کي د ( کې = که يې ) توضيح ورکړې ده .
د (( چې = چي يې )) مثالونه

١ ــ دميرزاحنان له کلامه
دفلک دباغوان ﻻس دپرېکېدودئ
پرجـــــــــــهان چې دبېلتون تخم کاره
( دېوان ١٢١ مخ )
ګل ورقي دخپل ځان ورکړې وبادته
چې ليدلئ ستادمخ دخـــــط رقم دئ
( دېوان ، يوسل وڅلورشپېتم مخ )
په دواړوبيتوکي ( چې ) د ( چي يې ) مخفف شکل دئ .که يې د ( چي يې ) په بڼه وکاږو ، دبيت دهجاوو شمېر ديوه په اندازه ورزياتوي . په دې ﻻندي مثالو کي بيا د ( چي يې ) په معنا نه دئ راوړل سوی .
چي دخط سبزې يې ځای په رخسارونيو
زمــــــــــــــــــــادزړه آيينې ځکه زنګارونيو
( دېوان ١٠١ مخ )
اوس که دپورتني بيت ( چي ) دمروج ليکدودله مخي ( چې ) وليکل سي ګويا دشاعرمراد به ( چي يې )وي اودامعنا له بيته سره سرنه خوري .
داليدلې يې غمزه ده ستادسترګو
چي آهوله ښاره کوچ وکړ بري وﻻړ
( دېوان ٣٦ مخ )
په دې بيت که ( چي ) د ( چې ) په بڼه وکښل سي ، د ( چي يې ) معنا ښندي اوپه دې صورت کي به نو( آهو) له عموميته ووزي او په يوچا يا
يوځای به اړه ولري .همداسببونه دي ، چي زه د (چي) کلمه په دغسي مواردوکي په اوږده ياء نه کاږم .

٢ ــ دجمعه بارکزي له کلامه
چې خنداکړه په شاهۍ دبادشاهانو
په سپېروايـــــــرولړلي ملنګان وﻻړ
( دېوان ٦٨ مخ )
ننګ ونام و سود و زيان ددنياپرېږدي
چې خالص وي پـــرديدارباندي غرض
( دېوان ٧٢ مخ )

په دې دواړو بيتوکي ( چې ) د ( چي يې ) لنډيز دئ او په حاشيه کي ښاغلي مرتب ورته اشاره کړې ده .
دحاجي جمعه بارکزي په دېوان د ( چې = چي يې ) لمنليکونه دان دپاسه دي . زه ددغي باريکۍ دنوري څرګندتياله پاره نورمثالونه هم
راوړم .
د (( مې = مي يې )) مثالونه :
وکتوتــــه يې دسترګوحيرانېږم
چي مې کل هډونه کړه رېزه رېزه
(دحنان دېوان ١٢٨ مخ )
دادبه څوکړم دبې رحم يارله جوره
پرسينه مې دتېغ کين وواهه وﻻړ
(دحنان دېوان ٣٦ مخ )

په لومړي بيت کي ٍشاعرخپلوهډونوته اشاره لري ، چي کوم بل چا ور(رېزه رېزه) کړي دي . که يې دلته د (مې) پرځای ( مي) راوړی وای ، نوبه بيادبيت معنا داوای ، چي حنان خپل هډونه پخپله ( رېزه رېزه) کړي دي .په دوهم بيت کي يې خپله سينه مطلب ده ، چي بې رحم يار ورباندي دکين تيغ وواهه اوترې وﻻړ . که دلته هم (مې) د (مي ) په بڼه وکښل سي ، مطلب به داوي ، چي حنان پر پخپله سينه باندي پخپله دکين تېغ وهلی دئ اوبېرحمه ياريې دده تردغه کار وروسته تللی دئ . دغه سبب دئ ، چي زه دجملوله سياقه سره سم (مي ) او (مې ) دواړه کاروم . خوپه مروج ليکدودکي ، چي کره ليکدود! هم بلل کېږي ، يو شکل لري اوپه اوږده ياء يې کاږي . په دې ﻻندي بيت کي وګورئ ، شاعر((مي) د ( مي يې ) په معنا نه دئ راوړی .
صحيفه مي دزړه وګــــــورئ عالمه
پکښې نقش دئ کلي احوال دترکو
( دېوان ٩٧ مخ )

اوس به ددغه راز لنډيزونونورمثالونه هم په ګډه سره ولولو.
د (( نې = نه يې )) مثالونه :
١ ـــ دحاجي جمعه بارکزي له کلامه
نه خبردعشق په زيان ياست
نې خبرياست پـــــــــــه حاصل
( دېوان ٨٠ مخ )
نې ازل له ابتداء سته چي و کله
خاوندنه لـــــــــــــــري ابدنه انتها
( دېوان ٣٩ مخ )

٢ ـــ دحنان له کلامه
چي نې خوري ، نه يې نوم ښه نه دخدای پاروي
دغـــــــــــــــه هسي استغناڅـــــــــــــــــه په کارنه ده
( دېوان ١١٥ مخ )
له دې خپله زړه ګيله کړم ډېره ډېره
چي ديارکـــوڅې ته تئ نې کړم خبر
(دېوان ٣٠ مخ )
د دواړوشاعرانوپه مثالوکي ( نې ) د ( نه يې ) مخفف دئ اوکه يې لنډيزه بڼه ونه کښل سي ، دنيم بيتي په وزن کي يوه يوه هجا زياتېږي .

د (( بې = به يې )) مثالونه
١ ــ دجمعه بارکزي په کلام کي
چي بهاربې پــــه راتللوشګفته سو
دغه هسي ﻻله رخه خوبرويان وﻻړ
( دېوان ٦٧ مخ )
په هـوابې د ديدارکړې فراموشه
هم جنت هم يې زينت هم يې لذت
( دېوان ٤٨ مخ )

٢ ــ دحنان بارکزي په کلام کي
که مي سرکه مال که عقل دئ که صبر
ترديدن بې کــــــــــــړم قربان دشکرلب
( دېوان ١٣ مخ )
چي شهيدپه تېغ دسترګوسي حنانه
پس له مرګه بې لګېږي پرمزارشمع
( دېوان ٥٣ مخ )
٣ ــ دعلامه رشاد بابا ( رح ) په کلام کي :
خودبې نه ټولېږي مړي ، خودبې ملک په وينورنګ وي
دقــــــــــــــــــــوي له جوغه غــــــــــــــــاړه چي هرچاده غړولې
( افغان ولس مجله ــ پنځم کال ، لومړۍ ګڼه ، ٢٩ مخ )
په دې ټولومثالوکي ( بې ) د ( به يې ) په معنا راغلې ده اودنــــــفی ( بې ) نه ده . په دې ﻻندي بيت کي ( بې ) د نفی په حساب کارسوې ده .
تمام عمريې له وصله بې نصيب يم
لکه زخم دناســـور حاصل مي ياس
( دحنان دېوان ٤٥ مخ )


زما څخه لکه چي دمثالونوبرخه لږڅه اوږده سوه . پرهمدې ځای بې پای ته ورسوم او لوستونکي دي د (تې = ته يې )، (زې = زه يې )، (سرې = سره يې )اونورپه لسو مثالونه دحاجي جمعه بارکزي په دېوان کي ولولي . (۳)
مادمخه داسي فکرکاوه چي داقاعده يوازي په کندهارۍ لهجه کي سته خودحميدمومندپه کلام کي مي هم وموندله :
له آسمانې ميرڅمن کړم
داشــــــــــــنادمـــــــــهرداد
(دېوان ـــ ٨٥ مخ د١٣٦٢ ش چاپ ــ دهيوادمل په زيار)
په حاشيه کې ورته کښلي دي : آسمانې = آسمان يې (۴)
يا:
ماته سره په وينوخــــوله لېوه ليده شی
چې دظلم په پيسه پيرودی پان خورې
(دېوان ٣٤٣مخ)
په لمنليک کې ورته کښلي دي : چی = چی يې
يا:
لادې صافه آئينه اوســــه ٌ حميده ٌ
چی داهسی وهرښکلی ته حيرانې
(دېوان ٣٨٦مخ)
دې بيت يې هم په حاشيه کي کښلي دي : حيرانې = حيران يې (۵)
له دې اوږدوڅرګندونواومثالوڅخه به لوستونکوته روښانه سوې وي ، چي دايوه عادي درسم الخط مسئله نه ده چي څوک يې بس په دې خبره حل کړي چي ٌ داګړدودي لانجه ده .... داموږپه لږکيوکي راوستې ده ٌ اوڅوکرښي وروسته بيا وايو ٌ دالوی پرابلم دی . داعجيبه ده چي په اروپايي ژبوکي دغه کليتيکس ( واړه کليمات) ټول بې اکسينټه دي او په کندهارکي اکسينټ لري ، دا د اکسينټ مسئله ده چي له نورو ګړدودوسره توپيرلري . ٌ (۶)) چي لوی پرابلم يې ګڼئ نوبيايې ولي په پام کي نه نيسئ ؟ ولي حساب نه پرکوئ ؟ ولې تحليل وتجزيه نه کوئ ؟ ولي يې نفی کوئ ؟ ددې منطق څه دي ؟ دليل يې بس همدادئ چي ٌ د ا موږپه لږکيوکي راوستې ده ٌ. داټولي پوښتني مستدل جواب غواړي .

 


(١) پښتواوپښتانه دژبپوهني په رڼاکې ـــ ٣٠٣ ، ٣٠٤ مخونه .
(٢) ښکلامجله ــ ٤کال، ٣ګڼه ٥٠مخ
(۳)دمثالودابرخه ما په يوه مقاله کي چي ډاکټر بسم الله اميرپه جواب مي کښلې وه ، هم راوړې ده . دا مقاله په کندهارمجله څلورم کال دوهمه ګڼه ، ١٣٨٤ل کال کي چاپ سوې ده .
(۴) دعبدالحميدمومندپه کليات کي چي دښاغلي محمدآصف صميم په زيار برابر سوی دئ ١٣٨٣ل ، دابيت په همدې بڼه راغلی دئ خوڅرګندونه يې ورته کښلې نه ده . دکابل دپښتوټولني د١٣٣٠ش چاپ دېوان اودحميد درو مرجان ــ د سيد انوارالحق جيلانی ترتيب ،داغزل نه لري .
(۵)دعبدالحميدمومندکليات اودرومرجان کي دابيت همداسي بې له توضيح راغلی دئ
(۶) ښکلامجله ــ ٤کال ، ٣ ګڼه ٥٦ مخ

ښځينه جمعي

په تحميل سوې کره ليکنۍ پښتوکي دښځينه جمع له پاره يې په تولوحالاتو کي اوږده(ې) په پای کي وراچولې ده لکه ښځې ، مڼې ، سترګې ، هوټلې ، ژړاوې ، اناګانې، ميندې ، کړکيانې ، خروټې ، شينوارې اوربشې ...(١)اودلويديځ ګړدود، چي دکندهاري ګړدودپه نامه هم يادېږي ، ځانګړتياوي يې د ٌ بې قاعده ګيو ٌ په حساب کي شمېرلي دي . زه به تاسي لوستونکوته ددې لهجې دښځينه جمع قاعده بيان کړم اوددغي قاعدې مثالونه به کلاسيک ادب کي هم درکړم .
په لويديځه لهجه کي هرهغه ښځينه مفردنوم چي په پای کي يې زوره کی اوفشاريې پر لومړۍ څپه وي ، دجمع په صورت کي يې پای ته (ي) ورلوېږي . لکه :

ښځه       ښځي
کونډه     کونډي
پېښه       پېښي
منډه       منډي
تنده       تندي
لنګه      لنګي
لنډه      لنډي
ونډه    ونډي

اوهرهغه ښځينه مفردنوم چي په پای کي يې زور(فتحه) او فشاريې پر وروستۍ څپه وي،دجمع په شکل کي يې پای ته (ې) ورلوېږي . لکه :
مڼه      مڼې
لنده     لندې
غرمه   غرمې
پېښه (تقليد)  پېښې
سږمه   سږمې
کونده   کوندې
دنده     دندې
اوږده   اوږدې

ددې قاعدې دڅېړلوپه نيامت مي دحميدمومند اواشرف خان هجري دېوانونه هم وکتل . دحميددېوان ( ١٣٦٣ش کال چاپ ــ کابل) په ٢٨٠ مخ کي يوه غزله سته چي مطلع يې ده :
چي زغمم ستادرقيب بدي فتنې زه
ياره کله يـــــــــم داهسي بې کينې زه
ددې غزلي نوري قافيې ( يينې ، سينې ، نينې ، پښتنې ، ستنې ، آدينې ، مدينې ) کلمې دي چي مفردشکلونه يې ( يينه ، سينه ،نينه ، پښتنه ، ستنه ، آدينه ، مدينه ) دي اودټولو فشارپر وروستۍ څپه دئ ځکه يې نودجمع شکلونه په اوږده يې باندي د(پښتنې) پر وزن جوړکړي دي . په ٣١٥مخ کي بله غزله سته چي مطلع يې داسي ده :
څه حکمت دی چي مي نه چوي لاسينه
يـــــــــــــــــاره ســـــــــــتادرقيبانوپه کينه
ددې غزلي نوري قافيې ( يينه ، مدينه ، مهينه ، نينه، پشمينه ، رنګينه ، کمينه ، ارتينه ) دي .
په دغوټولوقافيوکي يوه لاهم داسي نه ده ، چي فشاردي يې پرلومړۍ څپه وي اوکه فرضاٌ حميدمومند ( غنمينه ، اوربشينه ، شيرينه ... ) دوروستۍ څپې په فشارتلفظ کولای ، هرومرويې په دې دووغزلوکي راوړلې .دپښتواوپاړسي په پخوانيو شاعرانوکي دا دود موجود و، چي تر وسه وسه يې په غزل کي ټولي هم مثلي قافيې راوړلې اودايې پرژبه باندي دشاعرد تسلط نښانه بلله . په ١٤٧ مخ کي هم دتيرو دوو غزلوپه شان ورته قافيې راغلي دي . له دې مثالوڅخه داسي ثابتيږي چي دحميدپه مومندۍلهجه کي د اوسنۍ لويديځي لهجې په شان دښځينه جمع قاعده موجوده وه .
د اشرف خان هجري په دېوان کي همدغه قاعده پالل سوې ده . دده ددېوان ( د١٩٥٨ع چاپ ــ پيښور) په ٤٧٦مخ کي يوه غزله په دې لاندي مطلع باندي ثبت سوې ده :
ددنياخـــــــــونه دبادپه مخ ايرې دي
پائنده چارې هورې دامسخرې دي
ددې غزلي نوري قافيې يې ( خورې دي ، دېرې دي ، څهرې دي ، تېرې دي ، اسرې دي ، منارې دي ، هورې دي ، پېرې دي ، سپېرې دي ، سورې دي ) سره تړلي دي . په دې قافيوکي يوه لاهم داسي نسته ، چي فشاردي يې پرلومړۍ څپه وي .که اشرف خان هجري (ښځه ، ونه ، لمنه ، ....) ددوهمي څپې په فشارتلفظ کولای ، هرومرويې دلته راوړله .
په ٤٨٢مخ کي يوه بله غزله هم سته چي دقافيې کلمات يې ( څهرې ، تېرې ، ايرې ، دېرې ، سورې ، څېرې ، آيرې؟ ، خورې ، پرې ، پېرې ،زهرې ، اسرې ، مېرې ) راوړي دي . دلومړي دفترپه ٢١٢مخ کي دهمدې قافيې په شان راغلي کلمات ( خورې ، انبارې ، سورې ، نغارې ، درې ، سفرې ، زرې ، تېرې ، طرې ، څهرې ، دېرې ، ايرې ، اګرې ، سيرې ، ښيرې ، هديرې ، چهرې ، مېرې ، فوارې ، سپېرې ، منارې ، آرې ، خورې ، ديورې ، مسخرې ، دهرې ) دي . دټولوفشارپروروستۍ څپه دئ .
دمقطعاتوپه ٥٤٠ مخ کي هم د( زمانې کړې ، شکرانې کړې ، رخنې کړې، معنې کړې، خزانې کړې ، ويرانې کړې ) سره قافيه کړي دي .
درباعياتوپه ٥٦٤مخ کي يې هم ( خولې کا ، قيصې کا ، پسې کا) په قافيوکي سره اوډلي دي .
له دې څخه معلوميږي چي داشرف خان هجري په خټکه لهجه کي هم دلويديځ ګړدودپه شان قاعده جاري وه . که اشرف خان هجري (ونه ، ښځه ، لنډه ، ونډه ،...) دوروستۍ څپې په فشارتلفظ کولای ، دلته به يې دجمع شکلونه په قافيه کي هرومروموندل سوي وای .
خوپه اوسني معيارکي دغه قاعده د(بې قاعده ګيو) په کتارکي راوړل سوې اود ٌ کتاب دپنډېدو ٌ په دليل !بياله پامه غورځول سوې ده . که دپښتومعيارټاکونکوپه دې برخه کي دبې قاعده اکثريت ؟ پرځای باقاعده اقليت ؟ اوکلاسيکه ادبي پښتوپه پام کي نيولې وای ، لکه د(په) او(پر) په برخه کي چي يې نيولې ده ، زماپه فکربه يې ډېرمعقول کارکړی وای (۲) . اوس چي يې داکارنه دئ کړئ ، نولږترلږه خودي دهغه چاپرليکنوداعتراض ګوته نه ږدي ، چي داقاعده پالي .
ژبني مسايل داکثريت په معيار( هغه لاهم شکمن اکثريت) حلول د ژبنيواصولوپرمنطق برابرېدلای نه سي اوداسي ښکاري چي ددغه شان فيصلوترشادي دناژبنيواصولوبې منطقي پرته وي . دناژبنيو اصولو د بې منطقۍ ترزهرجن شپول لاندي هررازبلاوبتر را غونډېدلای سي . د ژبي خواخوږي بايدځوان نسل ته دغه بلاوبتر ورانتقال نه کړي .

 


(١) پښتوپښويه ــ ٩١ ،٩٢ مخونه
(۲) دعددي جمع په برخه کي پوهانددوکتورزيارصاحب ( دوې نجوني) ليکي، نه ( دوه نجوني). خونوريې بيانه پالي اودکره ليکني محتسبين هم ډېر سرنه په ګرزوي . نېخه چي ولي ؟

 

التباس ته نه پاملرنه

التباس ته نه پاملرنه (دی =He ـــ دی =Is) :
په اوسنۍ کره ليکنه کي ددې التباس په باب فکرنه دئ سوئ . مٍلاٌ په دې جمله کي ( دی زماوروردی ) ، لومړی (دی) مفردغايب ضميراودوهم(دی) فعل دئ خودواړه په (ی) ليکل کيږي .که دلهجوپه وړاندي ښه نيت موجود وي ، نودغه التباس له لويديځ ګړدودڅخه په استفادې سره په دې ډول ليري کېدلای سي :
دی = He او دئ =Is
په کره ليکنه کي وينې (می بينی) اووينې (خون) يوشان ليکي ــ سرې (سرخ) اوسرې (امبار) يوشان ليکي ــ ورځې ( می روی)، ورځې (روزها) ورځې (ابروان ) يوډول ليکي .
ترهغې دې وروسته (١)، دغه ( دې) له ښځينه مفردغايب ضمير(دې = she) سره التباس لري .
(لړې) دلړل له مصدرڅخه له (لړې)= دوريځولړې سره التباس لري ، البته که دواړي په (ې) وکښل سي .
اوداسي نورډېرمثالونه .
داچي ويل کيږي دلويديځي لهجې (وسو) له (وسو = وسوځېد) سره په التباس کي واقع کيږي اودهمدې دليل له مخي يې په (بې قاعده ګيو) کي راوړي ، زماپه خيال پوخ دليل نه دئ . دارنګه التباسونه په نورولهجوکي هم سته خوهغوته څوک (بې قاعده ګۍ) نه وايي . لکه په دې لاندي مثالوکي :
شوم (شدم) له شوم (نحس) سره ؛
شوله (دانجلۍ واده شوله ) له شوله (يوډول خواړه) سره اودغه له شوله (تېره تېغ) سره ؛
شوه (دانجلۍ واده شوه) له شوه = کښته سره ؛
که شوه د (شيوه) په شکل وليکل سي نوله (شيوه = طريقه) سره ؛
کښته (پايين) له کښته (ازکشت) سره ؛
لاړ ( رفت) له لاړ (دمرغلرولاړ) سره . اونورډېرالتباسونه .
زه داالتباسونه دالفبې پرنيمګړتياوراړوم . په نوروژبوکي هم دغه رازالتباسونه سته .
په پارسي کي برد(يووړ) له برد(يخ ، سوړ) سره ؛
شد(سو) له شد( دفشارنخښه) سره ؛
در(دروازه) له در(مرغلري) سره .
په انګرېزي کي د(read) فعل ماضي حالت په عين سپيلينګ خو جلاتلفظ سره ( دred په شان) جوړيږي .

(١) پښتوپښويه ـــ درېېيم چاپ ــ ٢٩٧مخ
دايې لابله

ناسم ـــ ٌ اوهغه ټولي هيلي اواميدونه ترښاورولاندي شول ٌ (١)
سم ـــ اوهغه ټولي هيلي اواميدونه ترخاورولاندي شول .
ناسم ـــ ٌ چې له کتاب ، لوست اوقلم سره ددې دلېونۍ مينې اندازه ترې له ورايه لږېدای شي ٌ (٢)
سم ـــ چې له کتاب،لوست اوقلم سره ددې دلېونۍ مينې اندازه ترې له ورايه لګېدای شي . لږېدل = کمېدل
ناسم : په ټولوهغوولايتونوکې چې سک لګکې ژوندکوي .... (٣)
سم : .... په ټولوهغوولايتونوکې چې سک لږکې (اقليت) ژوندکوي ....
( روږد ) کلمه د (عادت ) پرځای کارول يوه ډېره بيخونده ترجمه ده . (روږد) کلمه د(اموخته ) په معنا استعماليږي . ( موږک په کندو روږد سوی دئ ، يعني دکندولاريې موندلي ده هره ورځ ورته راځي . غل مو په کورروږدسوی دئ يعني څوواره يې غلا راڅخه کړې ده . غلا دغله عادت وي مګرداچي اوس زموږدکورلارموندلې ده ، نووايوچي زموږ په کورروږدسوی دئ . که (روږد) دعادت له پاره استعمال کړويعني غله زموږله کورپرته دبل کورغلا اصلا کوي نه .
ٌ دايې روږد و ٌ (پښتوتاج التواريخ ٢٢٠ مخ) په هيڅ صورت سره داسي معنا نه ورکوي چي (دايې عادت و) . له بلي خوا د(عادت) کلمې دپښتوکولو ضرورت څه دئ ؟ هره کلمه بايدپښتونه سي .
ٌ زماروږد دا و ٌ په مطلق ډول ددې جملې ترجمه نه ده ،چي وايي ( عادت
من اين بود) . داټوله بيخوندي دسوچه توب له (عادت ) څخه راپيدا سوې ده .
(پل) او (قدم ) يوله بله توپيرلري .
ٌ داکږدۍ دامپراتوردتره دزوی له کيږدۍ نه دېرش پله (قدمه) ... لرې درول شوې وې . ٌ ( هماغه اثر١٢٣مخ)
(پل ) په خاوره ياخټه کي دانسان ياحيوان دپښې ايښولوله امله جوړي سوي نخښي ته وايي چي اوږدوالی دپښې په اندازه پوري اړه لري او ښايي دانسان پل د٢٥ ـــ ٣٠ سانتي متروپه شاوخواکي وي . خو،له (قدم ) څخه مراد(ګام) دئ چي اوږدوالی يې ديوه مترپه شا و خوا کي اټکل کېدلای سي . په تېره جمله کي يې مراد ګام دئ يعني دا کږدۍ د امپراتورله کږدۍ څخه دېرش متره ليري وه . که يې دېرش پله وبولو ، نو دافاصله بايد ددرومتروپه شاوخواکي وي . ماته داخبره بيا هم عجيبه ښکاري چي آخر د(ګام) کلمه بايدولي استعمال نه سي ؟ د دا راز مثالو بيانول په رشتياسره يوبل کتاب ليکل راڅخه غواړي .

(١) بينواويبپاڼه ـــ ١٢جولای ٢٠٠٦
(٢) ټول افغان ويبپاڼه ـــ دبي بي سيده عارف ... کتاب ته داستادصميم سريزه ـــ ١١زمری ١٣٨٥ ش
(٣) بينوا ، ٦نومبر٢٠٠٦، دميرويس جلالزي رپوټ دبابانانک د ٥٣٩يم تلين په مناسبت
 
 
مونږ ـــ موږ ـــ موږه


دليکني معيارلارويان داسي فکرکوي چي ليکنه په فيصله باندي سميږي . که دکاغذ پرمخ څه وليکل سول نوګويا معيارهم تطبيق سو . پوهاندزيارصاحب وايي ٌ ?. موږپه ننګرهارکي داستونزه درلوده چي موږ، مونږاو?. موږدومره وکړه چي ليکدودموورسم کړ. اوس ننګرهاري ليکوال ، شاعر، څېړونکي ( ن) غورځولی دئ . ٌ (١)
خودهمدې مجلې په ١٧مخ کي داستاديوه ارواښادشاګرد، چي استاد يې دروزني خبره لاهم کوي ، په يوه شعرکي مونږ،موږ ، موږه درې واړه
استعمال کړی دئ .
ٌ موږه دې وينوماڼو !
خوموږدې وينوبېړۍ
زمونږميلې ، پرهديروټولېدل ٌ
زه له دغه استعمال سره هيڅ رازمشکل نه لرم . دشاعرشعر مې خوښ دئ اودپښتوشعرپه وياړونوکې شمېرم . نه کوم اعتراض پرلرم اونه په زړه کي کومه خيره . نه له نوموړي لهجې سره دښمني لرم اونه بې احترامي . له يادوني څخه مي مراددادئ چي يوازي مودکاغذپرمخ په فيصلوځان خوشاله کړی دئ . ژبني ، ټولنيز ، اوسياسي اصلاحات که په فرمانوباندي منځ ته راتللای نوبه زموږهيواداوس دنړۍ په ډېرو پرمختللو هيوادوکي شمېرل کېدلای .
تردې يادونووروسته نوبايدپوښتنه وسي چي : آيادمعياريت هڅه بري ته رسېدلې ده؟

(١) ښکلامجله ٤کال ٣ګڼه ٥٠مخ
 
آيادمعياريت هڅه بري ته رسېدلې ده؟
 

دژبي معياريت ديوه پروسيجرپه لاسليک اوديودوودروکتابوپه تاليف بري ته نه سي رسېدلای . دادمعياريت پرلورلومړي ګامونه دي خودادپټي سردئ ، پټی وروسته سورور دئ . بري ته لاډېرګړنګونه پاته دي چي ووهل سي . په پروسيجرکي راغلي لارښووني چي له ښوونځي نيولې بيادټولومطبوعاتواوميډيا په ګډون هرځای عملي او منل سوي نه وي ، دبري ادعاکول يوه شاعرانه باټه ده . انفرادي هڅي خودډېري ستايني وړدي مګرکافي په هيڅ ډول نه دي . ترڅوژبه له تاداوڅخه کره نه سي ، له ښوونځي څخه کره ژبه ونه ښوول سي ، په ښوونځي کي بياددولت پروګرام ورته عملي نه سي ، ژبه کره کېدلای نه سي . اوس به سمدلاسه هغومره ګوله اخلوچي هضمولای يې سو ، چي يوه موهضم کړه بله به اخلو. داکه کلونه نيسي، که لسيزي ، که پېړۍ . چاره نسته .

که مود ٌ کډي مي باريږي ، زوی مي راملاکړه ٌ فارمول پرتطبيقاوه ، دغسي ژبه به ځيني جوړه کړئ لکه دانن چي يې په راديوګانواوانټرنيټ کي اورئ اولولئ يې .
وماعليناالی البلاغ .
 
دمعياري ژبي عاميانه درک
اولهجوته په سپکه سترګه کتل

دايومنفي بهېردئ ، چي زه بېرېږم خدای مه کړه تاداويې پرتعصب باندي ولاړنه وي . ددې بهېرلارويان دمعيارله پاره يوازي يو محک لري اوهغه دپښتوپه مرستندويو فعلونوکي په (شين) باندي د(سين) اړول اوپه هغه پوري اړوندتلفظونه دي . که چاداکار کړی وي ، ژبه يې پرمعياربرابره ګڼي ، نورکه يې هرڅه بلاوبتراوله ګرامرڅخه سرغړوني کړي وي ، دهمدغه يوه محک په خاطرورمعاف کېږي . دې بهيرڅه د پاسه نيمه پېړۍ دافغانستان پرمطبوعاتو اوميډيا باندي واکمني چلولې ده . ددې منفي بهېر له امله ډېرمستعد اود خورا ښه ميکرو فونيک آوازڅښتنان پښتانه په کابل راديوکي دوياندۍ له حقه بې برخي سوي دي ، دډېرښکلي آوازلرونکي محلي سندرغاړي د خپل هنر دښوولوله حقه محروم سوي او ورپسې مايوس سوي دي او هغه هم په دې مضحک دليل چي د( ږغ) لغت يې دتاريخي انتخاب په حکم د مور له غېږي څخه د(غږ) په شکل زده کړی او اورېدلی نه و . (١)
ددې منفي بهېرلارويان په نظراوخبروکي داسي ښيي ، چي ګويا دوی ليکنۍ پښتويوه کول غواړي خوپه عمل کي يې دخلکوپه خولو کي دژبي دبدلولوناکامه ،بې معنا اوبې منطقه هڅه پيل کړې ده .

دې منفي جريان پښتوژبي اوپښتنوته ډېرتاوانونه رسولي دي اوکه يې مخه په يوه سالم اوټول افغاني تدبير ونه نيوله سي ، لابه يې نورهم ورسوي . دهمدغه منفي بهېرپه وړاندي دفاعي عکس العمل هم د پښتنوپه ګټه تمام سوی نه دئ اومنفي انحرافات يې زېږولي دي چي د اندېښنې وړدي .
علامه رشاد(رح) دګوربت مجلې له خبريال سره دمرکې په ترڅ د مرکه چي ددې پوښتني چي ٌ دسيمه ييزي لهجې د کارولوپه اړه موڅه نظردی لکه ځينې ليکوال وشول فعل مشتقات په سول ليکي، داچې په ګڼ شمېرځايونوکې ټکرمنځته راولي،لکه (وسول) چې اورېدونکی يې کيدای شي (سوځېدا) وانګېري ،بښنه غوړام تاسې هم دهمدې لارې پيروي کوئ ٌ په جواب کي داسي ويلي دي :
ٌ داسي ملتبس کلمات خوپه ژبه کي خوراډېروي . ددې ماناداسي نه ده چي وسول . ددې صحيح تلفظ خووسوځل دی . نوپه هغه شکل دي يې راولي بيابه له دې التباس څخه خلاص وي (۲). امامسئله داده چي دلته تاريخي سلسلې بايدسړی په نظرکي ونيسي . کوم وخت چي فيصلې سره کيږي ، هغه وخت پردې مفصل بحث په کاردی . نود لهجاتوقطعي ترک يابيخي ترک داپه هيڅ ژبه کي نه سته ... دامسايل په ګرده دنياکي سته . ددنياپه ګرده ژبوکي سته . بحث دي ورباندي وسي اودې ته په کرکه کتل ښه کارنه دی ، مناسب کارنه دی . (وسول) څوک ليکي ، ودې ليکي ، (وشول) څوک ليکي ، ودې ليکي ، (وشي) څوک ليکي ، ودې ليکي او(وسي) ليکي ودې ليکي . ولي داباعث داختلاف نه ګرځي . موږتاسي دغه اوس فارسی چي وينودې فارسی کي څومره تفاوتونه سته په ليکنه کي سته اويوازي فارسي نه ده په نوروژبوکي هم همدغه اختلافات موجوددي (۳) . نودغوته دومره په اهميت کتل زماپه فکرلږڅه تنګ نظرښيي ٌ (۴) .
کله چي دنوري نړۍ په راډيوګانوکي دپښتوپروګرامونه دسياسي انګېزوپه ټونګ ددغه منفي بهېرتراغېزوتلي پيل سول ، نوځينو پښتنوته په خپله هغه ژبه باندي دوياندۍ اوکارموندلوزمينه برابره سوه ، چي دمورله غېږي يې زده کړې وه . خوپه هماغوپردېسو موسسو کي هم کله کله ددغه منفي برداشت پلويان دخپلوپښتنووروڼو دکار او زيارمخه نيسي .


(١) پروين فيضزاده ملال په دې برخه کي خوراترخه حقايق بيان کړي دي . وګ : ښکلامجله ـــ ٣کال ـــ ٦ ګڼه ـــ ١٢٤مخ
(۲) داوسنۍ کره ليکني التباسونه ما(هوتک) دهمدې کتاب په ( ١١٢ مخ) کي راوړي دي ، دمعيار محتسبين بياپه هغه کي ری نه وهي .
(۳) دااختلافات دهمدې کتاب په ( ٢٩ ـــ ٣١ مخونو ) کي ولولئ .
(۴) وګ : ګوربت مجله لومړی کال ٦ ګڼه ـــ ٢٥ مخ .
 
 
دکره ليکنۍ پښتوداوسنۍ هڅي
دنه تطبيق اوله هغې سره دمخالفت عوامل څه دي ؟

انګرېزي ژبي دمعياريت له پاره زاړه ديني متون(ټکسټونه) درلودل ، عربي ژبي هم درلودل او ځينونوروژبوهم . ارواښادعلامه رشادوايي ٌ عرب که مثلاٌ دقريشولهجه غوره يامعياري ګڼي هغه خوقرآن پکښې نازل سوی دئ اماپه پښتوکي خوداسي يومتن موږنه لروچي هغه دي تقدس هم ولري اوهغه دي دومره جامعيت هم ولري اودهغه تلفظ دي يا دهغه ليکدوددي موږومنو ? ٌ (۱)ځکه نوکله چي ددې ژبودمعيار اړتيا منځ ته راغله ، دغوزړومتونودمعياري ژبي ديوه تاداو په توګه ستررول ولوباوه. خوپه پښتوکي موږزاړه ديني متون نه لرو. د خيرالبيان متن خودروښان پيرپه ژوندکي لادروېزه خېلوداورلمبوته اچاوه . ترلسمي هجري پېړۍ وروسته چي نورادبي کلاسيک متون راپاته دي، په هغوکي دخطانوله خوالاسونه وهل سوي دي . دهغو لهجې،دجملوجوړښتونوته دخطاط له ذهنيت سره سم تغيرورکړه سوی دئ (۲).ځکه نودمعياري پښتوله پاره په دغه مشخصه برخه کي د نوروهيوادو د ژبپوهانو پرپلوباندي ترمزله رسيدلای نه سو. موږبايد د پښتوپه برخه کي خپله مشخصه اودژبي اودهغې دويونکوله عيني اوواقعي حالت سره سمه لارواخلو. لکه وړاندي چي موڅوواره ويلي دي ، پښتودپښتنوله ژوندڅخه سيوا په خلاکي مطالعه کولای نه سو . داخبره دلمرپه شان يوحقيقت دئ چي پښتودخپلوګاونډيوژبوپه پرتله وروسته پاته سوې ده اود پوهانددوکتورزيارداخبره دکاڼي کرښه ده چي ويلي يې دي ٌ دپښتودفرهنګي سيالۍ کمزوري اووروسته والی دخپلې وروسته پاتې ويونکې ټولنې پايله ده . ددې جرړه بايدپه اړوند ټولنيزبشپړتيايي بهيرکي وپلټواوهغه داچې ديولړتاريخي ـــ جغرافيايي اونورولاملونوپربنسټ پښتني ټولنه په يوه وروسته پاتې مخ ځمکواکي ټولنپير(فورماسيون) ټبرني پېرکې (۳)ځنډېدلې پاتې اويوه برخه يې چې ځمکواکي (فيوډالي) هغه ته رسېدلې ، بياهم ترډېره پښه پرځای پاتې شوې ، نو په دې توګه پښتانه له هندي اوارياني (پارسي) خپلوانو او ګاونډيو سره په هيڅ ډګرکي دسيالۍ جوګه شوي نه دي اوپه ټوليزډول ترې لږترلږه يوټولنيزپړاووروسته دي .... (۴)دې اودې ته ورته نوروعواملونه يوازي داچي پښتانه يې له خپلو ګاونډيوڅخه ٌ يوټولنيزپړاو ٌ وروسته پاته کړي دي ، بلکي دهغوی دژبنيوګړدودو تر منځ اړيکي يې هم سره ليري ساتل سوي دي . دپښتو د بېلابېلو لهجو ويونکي ان تردانزدوکلونوپوري لاهم يودبل په ژبه باندي په پوهېدلو کي جدي ستونزي درلودې . ديوې پښتودمنځ ته راتګ له پاره دهغې د ويونکوترمنځ يووالي اونزدېکت ته اړتياسته . هرکله چي دغه ارمان تر سره سي بيابه دژبي ديوکېدلوله پاره يوه کوچنۍ هڅه هم ډېرکار وکولای سي . دژبي دويونکوترمنځ نزدېکت ځانته مشخصه ټولنيزه او اقتصادي زمينه غواړي . دټولنيزاو اقتصادي ژوندپه يوه مشخصه مرحله کي دغه راز نزدېکت ممکن کېدلای سي . دغه ټولنيزه او اقتصادي مرحله ځينو پوهانو د سرمايه داري نظام ټينګښت بللی دئ اودژبي دمعياريت خبره يې ددغه رازيوه نظام په سته والي کي ممکنه او عملي ګڼلې ده چي ترډېره ځايه يې خبره دمنلووړهم ده (۵) .
لکه وړاندي چي مي اشاره ورته وکړه ،پښتانه درې څلورلسيزي وړاندي يودبل په لهجوډېرلږپوهېدل .اوس داستونزه لږڅه مخ پر حلېدو روانه ده . زماخپله دپوهنتون تجربه ديوه عيني واقعيت په توګه داده چي دپښتوژبي دويونکوترمنځ دلهجوي اختلاف له امله له بده مرغه فاصله سته . موږچي دپوهنتون په ليليه کي دلومړي ځل له پاره دپښتو دبېلابېلولهجوله ويونکوسره ديوځای کېدوزمينه وموندله، هلته په دغه واقعيت باندي ډېرښه پوه سوو. هورې به موږته يودبل پر ټوکو خندانه راتله . که موږ کندهاريانو به پخپلومنځوکي ټوکي کولې او ژبني ظرافتونه به مويوبل ته سره تبادله کول ، پکتياوال او ننګرهاريان به اريان راته تللي و اوپوښتنه به يې کول : داتاسي پرڅه خاندئ ؟ دغه رازموږيووخت دوردګودټوکوداورېدلوپروخت له هم داسي حالت سره مخامخ سوو . له دې څخه ښکاري چي درې څلور لسيزي وړاندي لاد پښتنومحصلينو ترمنځ د لهجوپه پوهېدنه کي مشکلات موجودول . داستونزي اوس ورو ورو دحلېدوپرلور رواني دي خومزله ته لاډېرموړونه پاته دي. نوګويا هغه شرايط چي له دې ټولو لهجوڅخه ديوې معياري لهجې دراوتلوله پاره لازم دي ، لاتراوسه پوري نسته .
دنړۍ دنوروژبوتجربو راښوولې ده اولکه تاسي چي دانګليسي ژبي په برخه کي ولوستل ،دمعياري ژبي ترټاکلووړاندي بايددهغې دلهجو ټول لغات حتی المقدور راغونډ سي . په پښتوکي داکارخولاڅه کوې ، دپښتولهجولغوي زېرمي له سره کتلي سوي نه دي . دپوهاند زيار صاحب انفرادي هڅي په دې برخه کي دستايني وړدي خوکافي نه دي . که د پښتودټولو لهجوله کتني څخه مراد هغه هڅي وي چي د افغانستان دژبپوهني داطلس برابرولوپروخت (١٣٤١ ـــ ١٣٥١ ش) سر ته رسېدلي وې ، نو دهغوڅېړنوپه سرنوشت خوتر٢٠٠٠م کال پوري ددغي موسسې مدير ارواښادداکټرالهام لاهم خبرنه و . ارواښادالهام په دغه کال ليکلي دي : ٌ ... دکابل پوهنتون دژبواوادبياتودپوهنځي له ځلموپوهانوڅخه يوټيم جوړشو،چې اول وروزل شي اوبيادژبوپه ثبتولولګياشي. په دې ډله کي زيار،اڅک اوپالوال هم برخه لرله. دې ډلي ... دژبني ګړدوديزاطلس دتدوين لپاره يې ښايسته ښه موادثبت کړل . په آخرکې دغه مواديونسکوته وسپارل شول چې دافغانستان دآرياني اطلس ورڅخه تدوين اوبياخپورشي .خوله بده مرغه تراوسه پوري دهغه څرک ماته ونه لګېده . ٌ ( ۶) دارواښاد الهام دغي پوښتني ته پوهاندزيارپه حاشيه کي کښلي دي چي ٌ دغو پوښتنوغبرګون دکتاب په متن کي دئ . ددغه اطلس دپروژې يوبل فعال غړي ډاکټرپالوال خولادغه موادکافي هم نه دي بللي . ده څوکاله وړاندي داسي ليکلي دي : ٌ ... دغه دسره او مستندوليکنوله پاره کافي ځکه نه بولم چي يوخويودژبپوهني موسسې غړي ددغي وظيفې دصحيحي بشپړوني له پاره پوره نه وه تربيه سوي . دوهم ــ دوی په لازمه موادواووسايلومجهز نه وه. دريم ـمم هغه دپوښتنوکتاب (Questionery) چي دموسسې غړو کارځني اخيستی دايران له پاره ترتيب سوی و نه دافغانستان له پاره . څلورم ــ که څه هم دافغاني ژبوداطلس پروژه ديونسکوله خواڅخه حمايه کيدله مګربياهم د موسسې دغړوله پاره دکاراوسيدني اوحمل ونقل مصارف اونور تسهيلات برابرسوي نه وه . ځکه نوپه نامساعدو شرايطوکي دصحيحو اومستندوکاروغوښتنه يوه غلطه توقع ده . ٌ (۷) ماله ارواښاد پوهندوی نوراحمدشاکرڅخه اورېدلي وه چي ددغو څېړنو يومتن دکابل پوهنتون دژبواوادبياتوپوهنځي په الماريو کي ده پخپل لاس قلف کړی ساتلی و. پوهاندزيارصاحب اوس په دغه ترخه حقيقت خبرکړو چي دغه دلسوکلونودکارثمره دحزب وحدت په لاس د کابل دجنګوپرمهال داورپه لمبوکي لولپه سوه اوډاکټرزيار صاحب يې کله کله چي موقع ورته ميسره سي دسويس دهيوادله کاپۍ څخه ګټه اخلي (۸)په هرصورت دمطلب خبره داده چي ددې ټيم دکلونو زيار او زحمت ثمره لا تراوسه دسويس له الماريوڅخه راوتلي نه ده اوپه پراخه توګه عامه استفادې ته وړاندي سوي نه ده . هرچاته دسويس دتګ امکانات نسته چي استفاده ځني وکړای سي . دپښتولهجوڅېړنه که سوې هم ده نودجوړښتو( structures) شکلونه به يې په انفرادي توګه ثبت سوي وي . دلغوي پانګي ثبت خولاتراوسه په کږوغاړوولاړپاته دئ . که څوک داادعاکوي چي دلغوي پانګي ثبت هم بشپړسوی دئ ، دا نو تر يوې شاعرانه غټبازۍ په هاخوابل څه نسي ګڼل کېدلای .
پوښتنه داده چي ديوې پښتو اويوه ليکدودله پاره هڅي ولي ځای ته نه رسېږي ؟ ولي يې مخالفين پيداکړي دي ؟ هرومروڅه خبره سته . خامخاځيني عيني اوترذهن دباندي علتونه موجوددي چي ددغي مخلصانه هڅي په لارکي خنډ لوېږي . ددې پوښتني جواب په دې ساده استدلال کي نسي موندل کېدلای چي له نوي بدلون سره تل زاړه عنعنه پال مخالفت کوي . دارازاستدلال ترعلمي تاداوزيات پرسياسي بنسټ ولاړدئ . دپښتوديوه واحدليکدوداوواحدي ژبي له پاره خودچاخبره زاړه دودپال پرلويه لارايله کړئ ،حتی په نوې پوهنه اوژبپوهنه سمبال کسان لاپريوه لارروان نه دي اودمعياري ليکنۍژبي پرټاکلوباندي په يوه خوله نه دي .ښاغلی زيارصاحب پخپله وروستۍ مرکه کي وايي چي دوی يوپروسيجردمرحوم حبيبي اومرحوم خادم اوډاکټردولت محمدلودين په ګډون لاسليک کړ خوخادم صاحب ٌ بيامخالف شو او ويې ويل چي زه دحبيبي صاحب اودده دپيروانولارپه رسميت نه پېژنم اوبغاوت يې وکړ ... ٌ (۹)حقيقت دادئ چي زموږ دمشرانواستادانو علامه رشاد، ارواښادروهي ، مرحوم الهام ، ارواښادشاکر، مرحوم عطايي ،رفيع ،ډاکټر پالوال ، اونوروليکنۍ ژبه له هغي ژبي سره چي موږته دمعيارپه نامه راښوول کيږي ، له مځکي تراسمانه توپيرلري اوحتی پخپلومنځوکي هم يوله بله سره فرق لري . داپوهان چي مايې تاسي ته نومونه وړاندي کړل ، ټول دژبي خواخوږي اوپرپښتومين کسان وه اودي . زماخپل استنتاج دادئ چي ددې لاري اصلي خنډ پخپله دپښتوژبي اوپښتنوپه اوسني ټولنيز، اقتصادي ، قبيلوي او سياسي حالت کي دئ ، دې کارته د پښتواوپښتنوپه نه امادګي کي دي . هغه رازآمادګي چي مايې د نورو ژبوپه برخه کي يادونه وکړه . له دې بنيادي عامل سره چي نور واړه او کوچني عوامل ملګري سي نو بيا د ريشاصاحب په اصطلاح ٌ خبره بېخي غړکه سي ٌ .
تاسي وړاندي ولوستل چي په انګلستان کي دباسوادوخلګود فيصدۍ په پام نيولوسره لاهم د سټنډرډ ژبي دخوځښت هڅي چي له ١٤ ـــ ١٥ ميلادي پېړۍ څخه راپيل سوي وې ، ايله د١٩ پېړۍ په سرکي دنسبي برياليتوب اوعموميت مرحلې ته ورسېدې . خودپښتنود عمومي بېسوادۍ په سته والي اود بې ثباتوحکومتو، انقلابو او پاچا ګښتيو په موجوديت کي څرنګه ادعا کولای سو، چي دپښتوله پاره د معيارانفرادي هڅي دبري لوړ پوړ ته رسېدونکی دئ .
په کوچنيواواړخکي عواملوکي يوعامل پخپله ددغه خوځښت د لارويانوپه عمل اوکړوکي پروت دئ ، پخپله په پوهاندصاحب زيارکي پروت دئ،چي ددغه حرکت موسس اوتيوريسن دئ . (۱۰) پوهاند زيار صاحب دخپلوعقايدواو نظرياتو پر سموالي باندي دومره ډاډه دئ ، چي حتی ديوې سالمي مشورې دمنلو له پاره لاهم تيارنه دئ . دی خپل ځان ته ټاکلي اصول اوخپل استنتاجونه دکاڼي کرښي بولي . پوهاند الهام په دې برخه ډېره محتاطانه اشاره لري اوليکي ٌ زيار... په ډېرو برخوکي په خورازيات باوراوټينګارغوڅ حکمونه کوي اوښايي کومه ورځ دی پخپله هم يوځل بياپرې کتنه وکړي . ٌ (۱۱) پوهاند زيارصاحب په دې برخه کي دوستانه انتقادته لا ٌ غاښ ماتونکی ٌ جواب ورکوي . زه ددوی دغه عادت ددوی پرسياسي اوايډيالوژيکي تفکر باندي تاوانوم . زيارصاحب په سياسي لحاظ په يوه داسي ايډيالو ژيک محيط کي راښکېل سوی و، چي په ليکنۍژبه کي يې د سختو او حتی پاروونکوجملواوعبارتوکارول ، له طبقاتي دښمن سره دنه پخلا کېدني مضبوط دليل ګڼل کېږي اوپه محاسنوکي يې شمېري . پوهاند صاحب زيارله دغي ايډيالوجۍ سره خپل عقيدتي اړيکي هيڅکله هم پټي کړي نه دي اوتل يې په زغرده بيان کړي دي . داددوی دسياسي زړه ورتيا لوی ثبوت دئ خوله بده مرغه يې ددوی علمي دريځ ته زيانونه رسولي دي . ددغي ايډيالوژۍ په ادبياتوکي د ټولونړيوالو نورمونو پر خلاف ، دسياسي مخالف له پاره د ٌ ځنځيري سپي ٌ لقب ورکول رواڅه ، چي دستايني وړکاردئ . دوکتورزيارد خپلي معياري ليکنۍژبي د منځ ته راوړلودحرکت مخالفان هم په دغه شان ادبياتو وهل اوټکول . ددوی له يوه جوړسوي لغت سره چي چا مخالفت کړی دئ ، دوی يې په مقابل کي غاښ ماتونکی جواب ورکړی دئ . دوی پخواني مشران پوهان په انک ( توهين )سره دودپال وبلل اوله دودپالوسره يې شعار ٌ وړاندي دنوي دورانسازه .... پرلور ٌ ورکاوه . له دودپال څخه بــه خلکود ٌ مرتجعينو اورجعت پسندو ٌ معنا اخيستله . پوهاندصاحب په يوه مرکه کي چي په کتابي شکل چاپ سوې ده ، ددغومخالفو دانشمندانو په باب ډېرزياتی کړی دئ چي وايي : ٌ کاروان به تيريږي اوسپي به غپيږي ٌ (۱۲)
ديوې پښتو!خوځښت هغه وخت خپل علمي ارزښت له لاسه ورکړ، چي دثورانقلاب په ارزښتونوکي وګڼل سو . داهغه وخت دئ چي پر هيوادباندي دکمونيسټي اوسويټيسټي استبدادډاروونکي څپې مسلطي وې . له هرانقلابي عمل ؟سره مخالفت له سرسره لوبي وې . دا مخالفت که دسرپه زيان تمام سوی نه وای نولږترلږه خوله وظيفې څخه دبرطرفۍ اوله بې سرنوشتۍ سره دمخامخ کېدلوپه بيه هرومرو تمامېدئ . ددغي واهمې اغېزه وه ، چي پوهاندډاکټرالهام لا د مقاماتو دترټني له ډاره ځان په ٌ ذهني کارګرانو ٌ کي وشمېره (۱۳)چي زمايقين دئ پخپله دالهام مرحوم په نزد به هم يوه بازاري سياسي اصطلاح وه . دژبي دمعياري کولوله دغي مشخصي انقلابي هڅي سره دپښتنو پوهانوسترغيرګوندي اکثريت مخالفت ډوله ملاحظات درلودل . دغه وخت له بده مرغه دهيوادعلمي مرکزونه له صلاحيت لرونکو مقاماتو څخه خالي سوي وه . ارواښادحبيب الله تږی ، استاد شپون ، ډاکټر پالوال دمهاجرت لاره اخيستې وه . علامه رشاد د ثور انقلاب له شامته په نامردۍ سره تقاعدته سوق سوی و. له علمي مرکزو څخه ليريتوب اوهغه هم دبې وخته تقاعدپه نامه،علامه مرحوم دځان په حق کي ناحقي ګڼله اودې کاردونه ځورولی و، چي ډېرکلونه يې له خپل نامه سره ٌ متقاعدپوهاند ٌ کيښ . ارواښادروهي که څه هم دهيواد خپلواکۍ ته ګواښونوسخت ځوراوه ،خونه يې غوښتل له انقلاب سره په مخامخ مخالفت کي ودرېږي . دپوهنتون غيرګوندي استادانوهسي شپه سبا کوله . دژبپوهني پرډګر يوازي پوهاندزيارپاته و اوله هغه سره د انقلابي دولت ټول امکانات اومساعدتونه ملګري سول اوله هغو څخه په استفادې سره يې دمعيارکورنګي ته پونده ورکړه .داحرکت يوازي اويوازي پرفردي اراده ولاړحرکت و اودهغه وخت صلاحيت لرونکو مشرانوپوهانوټولوورسره ليکلی اوناليکلی مخالفت څرګندکړی دئ .
خودانقلاب ځواک دچامخ نه کاته اونتيجه داسوه ، چي پر پښتو خوارکۍ باندې دانابللی مېلمه وتپل سو. داچي اوس دهغه له پاره تاريخي سوابق جوړېږي اود پخوانيو ژبپوهانونومونه اخيستل کېږي ، دارواښادالفت اونورو مشرانوله خولې دموافقې په باب نقل قولونه ليکل کېږي ، ټولي هغه افتراګاني دي چي مفتري به يې خدای ته ور وړي .داافتراګاني هغوهڅوته ورته دي لکه دپټي خزانې مخالفينو ، چي دعلامه حبيبي ، استادکامل او نورومشرانو ترمړيني وروسته را منځ ته کړې وې . زمايوه ساده پوښتنه داده چي که دغه ژبپوهان د چا خبره ددې نوي جوړي سوي پښتوپلويان وه ، نويې بياولي همداژبه نه ليکله .ددغوپوهانواوژبپوهانودليکنۍ ژبي په خوندخوڅوک مړېږي نه . تاسي داڅوعبارتونه وګورئ :
ارواښادبينواپه هغه ژبه ليکنه کوي ، چي دده خپل پښتانه يې په ورځنيوخبرواتروکي کاروي . تاسي دده دالاندي متن ولولئ :
ٌ دپخوانوپښتنودعامي طبقې اوغريبانوخوهمدوني دلاسه وسوه چي پښتويې دزمانې دهررازطوفاني هرج ومرج څخه په خپلوسينوکي وساتله اوتردې وخته يې راورسوله . په سووسوو اورژبي شاعران پکښې پيداسوه اودخپلي ژبي ادب يې ترخپله وسه پوري ، دنوروپه زروکالو روزل سووژبوله ادبه سره تقريباٌ څنګ پرڅنګ ودراوه . که څه هم دوی شاهان نه وه،مګربيايې هم خپل دغريبۍ په کورکي دملي پانګي زياتولودپاره رازراز(پټي خزانې) راغونډي کړي دي ، چي اوس يې کله دسليمان ماکوله کيږدۍ څخه نيمه چپاوسوې خزانه راباسي اوکله دمحمدهوتک پر(پټه خزانه) چي دپښتودهررازمرغلروډکه ده پيښيږي .... ٌ (۱۴)په دغه پښتومتن باندي به دمعيار محتسبين هرومرو دسيمه ييزي لهجې نوم کښېږدي، خوزما پوره باور دئ ،چي دپښتود هري لهجې ويونکي ته په زړه پوري دئ اوخوښيږي يې .
دارواښاداستادګل پاچاالفت پښتوخود (خو) ځای نه لري . سرتر نو که داولس پښتوده اوټول پښتانه چي يې ولولي ، هرومروبه ژبي پر ټکوي . دايوه نمونه به يې ولولو :
ٌ دانسان په وجودکښې دوه شيه ډېرعزيزمعلوميږي چې يوه ته زړه او بل ته دماغ وايي . له دماغ نه علم اوفلسفه پيداشوه اوله زړه نه شعر او ادب .
اروپايان زړه دعواطفواونفسي احوالوځای ګڼي ، مسلمانان دايمان او عقيدې ځای ته زړه وايي . صبر،رحم،کرم، شجاعت،سخاوت دزړه کار دی . عشق اومينه په زړه کښې وي شعرله زړه نه الهام اخلي اوله زړه سره کارلري .... دعواطفوروزل دزړه کاردی اوشعرته دعواطفواو احساساتودظهوراوتجلياتوکوه طوروايلی شو .... همدغه عواطف او احساسات چې دشاعرله زړه نه الفاظوته رانقل شي شعرترې جوړشي او په زړونواثرکوي ٌ . ( ۱۵)
علامه رشادخولکه پخپله چي درونداومتين شخصيت و، ليکنه يې هم درنه اوپه عين درنښت کي بيا(که يې دمعيارمحتسبين په سيمه ييز تورونه کږي ) خوږه ده . راځئ چي ويې لولو:
ٌ په نړۍ کي دريابونه ډېردي اوپه هغوکي دکښتيوڅه کمی نسته . زه چي ګورم په دغوکښتيوکي دپښتنوکښتۍ يوه خښمېدلي تندبادپسي اخيستې ده اوپه ډېره تيزي سره يې دنابودۍ دګرداولورته پوري وهي . زموږددرياب داوبوپرمخ نوري کښتۍ هم ليدلي کيږي خوهغه دې توپاني بلانه دي پسي اخيستي . زه نه پوهېږم چي دپښتنوپه کښتۍکي دامقناطسيت څنګه پروت دی چي زموږددرياب له هري غاړي څخه هرتوپان چي پيداسي وخپلي خواته راکشوي . زماپه خيال کېدای سي توپانونه دپښتنوپربلاوهلې کښتۍ مين وي اوله هره يې بادبانو مچولوته په ډېره لېوالتيارادانګي .
آدپښتنوخواخوږو! بلاموواخلم ليڅي راوغړئ اوپايڅې رابډوهئ، يوه ډله دبدبختۍ دمقناطيس په لټه کي سئ که مووموندددرياب تل ته يې ارتاوکړئ چي بيادنړۍ مخ ونه ويني ، بله ډله دکښتۍ هغه بادبانونه وشکوئ چي دتوپان بلاپرمينه ده . (۱۶)
ارواښادکانديداکادميسن سرمحقق محمدصديق روهي چي کله يوه علمي موضوع لاهم بيانوي ، ژبه يې پرچانه درنېږي . تاسي دده د ليکنۍ ژبي جوړښتونو ته فکروکړئ چي څومره روان دي : ٌ ميتودپه اصل کې د٠ميتودوس) په بڼه يوناني کلمه ده چې په لغت کې طرزالعمل (ديوې چارې دسرته رسولوطريقې ) ته ويل کېږي . په عربي ـــ دري ـــ پښتو ژبو کې دميتودپه ځای داسلوب،طريقې،روش، دودکلمې هم استعمالېږي . ميتودو لو جی دميتودپوهنې معنی لري . ميتودولوجي دفلسفې يوه څانګه ده چې په عام ډول دعلم اوپه خاص ډول دهرځانګړي علم د څيړنې منطقي اصول بيانوي . ٌ ( ۱۷). دژبي رواني يې له دې امله ده چي د سوچه توب ناروغي ورلوېدلې نه ده . دافادې له پاره يې دخيل غير پښتولغتونه کارکړي دي هم يې مطلب په ښه توګه په بيان کړی دئ او هم يې دژبي خوندپه زيات کړی دئ .
ارواښادپوهاندحبيب الله تږی هم دمطلب اداينه دلغاتوترسوچه توب نه قربانوي . دی ليکي : ٌ کوم څيړونکي اومولفين چې وايي ترکي خلجيان دزابلستان په ځايي خلکوکې منحل شوي اوپه نهايت کې په پښتوغلځيانوبدل شوي دي هغوی په حقيقت کې داخبره تصديقوي چي لږترلږه ددوهمې اودرېيمې هجري پېړۍ په حدودوکې وزابلستان ځايي اوسېدونکي پښتانه وو، ځکه جهان نامه وايي چي ترکو خلجيانوخپله ژبه بايلوده اودزابلستان دځايي اوسېدونکوژبه يې زده کړه . که ترکوخلجيانودزابلستان دځايي خلکوژبه زده کړې وي ، که د غلځيانوژبه تراوسه پښتووي اوغلځيان اوخلجيان هم سره يوشی وي ، نودخلجيانودمهاجرت په وخت کې به دزابلستان دځايي اوسېدونکو ژبه هرومروپښتووه . که نه وي نونه بايدخلجيانوپښتوزده کړې وي او نه بايددغلځيانوژبه پښتووي . ٌ ( ۱۸).
دارواښادپوهانددوکتورمحمدرحيم الهام ژبه هم ددخيلولغاتوپرمخ خلاصه ده : ٌ په همدې ترڅ کې دانستيتوت ترجوړېدومخکې او وروسته ډېرکسان دعصري ژبپوهنې دزده کړې لپاره بهرنيو هيوادوته لېږل شوي وو اووليږل شول ،چي په هغوکې عبدالاحدياري ، نوراحمد شاکر، حبيب الله تږي اوماپخپله په امريکاکې ، عبدالحکيم هلالي ، لودين ، پولاد ، ماه ګل ، په شوروي اتحادکې ، اڅک په هندوستان کې اوزيارپه يورپ کې دژبپوهنيزو علمونولوړې زده کړې ترسره کړې .
داخلک په هيوادکې دژبپوهنې په بېلابېلوڅانګوکې په تدريس ، تحقيق اوترجموبوخت شول اوله خپلې وسې سره سم يې کم يازيات علمي خدمتونه وکړل . دتږي اوزما توجه اوتمرکزبه زياتره پرعمومي تشريحي ژبپوهنه باندي واوتدريس موکاوه .... ٌ (۱۹)په دې لنډ مثال کي تاسي وينئ چي ارواښادالهام مطلب په ډېره روانه ژبه بيان کړئ دئ .
د(تحقيق ، تدريس ، ترجمو ، توجه ، تمرکز ،...) لغتوته يې پيريان پر سترګونه دي راغلي .ځکه نه دي راغلي ، چي دی پوهېدئ چي د دخيلو لغتونوادې اوباباچي دهرځای وي ، خوچي ژبي ته ننوتل ، دهغې ژبي خپل مال ګرځي اوپه استعمالولويې څوک نه ګناهکارکېږي .
داستادشپون نثر خوبياپه بل لايزارکشش لري . زه پکښې ورک وم چي کومه برخه يې انتخاب کړم ، اخرمي د(ګټيالي ) له اول مخ څخه اوله برخه راواخيسته :
ٌ دادکاپرشی لانه وراغلی اوهرشی هماغسې و چې پلرونوراپريښی وو. غم ښادۍ ټولي آشناوې هسي نه وچې دنياګل وګلزاروه خوموږورسره روږدي وو، قادراوحاجی زردادلاهم خپل سودونه خوړل ؛ شاه محمد دوکاندارلاهم چې مۍ تللې دړه يې وهله ؛ موږهلکانولاهم دګاونډو دهقانانودپاليزنه خټکي غلاکول ؛ کوډګرې اوفالبينې لاهم خورجينې په شاکورپه کورګرځېدې ؛ دکلوملايان لاهم دکونډواوهلکانوسره پرتوګ ښکلي ګيرکېدل . خوهرڅه پرخپل ځای وو اوکه چاشکايت درلود نودخپلي ټنډې اوتقديرنه ورپېښه شوې وه .... ٌ
پوهاندزيارصاحب چي دخپلي جوړي کړي ژبي پرخلاف ليکنه وکړي نودهرچا لپاره ډېره خوندوره، محاورې ته نزدې اوکره وي لکه دالاندي مثال چي ماپه تصادفي توګه رااخيستي دئ :
ٌ استادحبيبي ددغه لرغوني فرهنګيالي هيوادديوه پياوړي پوهاند، ليکوال ، څېړونکي اومؤرخ په توګه خپل ټول ژوند همدا راز علمي څېړنواوپلټنوته وربښلی اوڅنګه چې (لټونکي موندونکي دي ) نو د داسي ډېروپټوخزانو پر را برسېرونه بريالی شوی هم دی . د غوريانو، سوريانو،لوديانو، لويکانو ، دسوات اوکونړد اميرانو او داسي نورو افغاني اوبياپښتنو واکمنانو اوسوبمنانو برسېرونه اوپېژندنه يې ددغوخبروځلاندي بيلګې او ساري بلل کيږي . ٌ (۲۰) خوچي دکره ژبي ليوالتياورولاړه سي ، نوبياځوانانوته پښتو ګرامر په داسي ژبه ورزده کوي ،لکه دالاندي بيلګه :
ٌ په پښتوکې کړاوون هم له پښوييزچاراوهم له رغاونيزپلوه يو مخيز آرياني دی او مرستيالکړونه ، لکه (ول ،بودن) اوشو(شدن) هيڅکله په هندي کي نه وو،بلکې يوازې (هو) او(تها) پکې کارول کېږي . همدارنګه په پښتو کې مخکړونه ياکړوال مختاړی (فعلي پيشوند) دودلري اوپه هندي کې يې څرک نه لګي . په پښتوکي اوسترمهال له وسمهال کړسره د(به) وييکي په ملتياجوړېږي ، حال داچې په هندي کې اوسترمهال له يوه ستاينوميزروستاړي چې له آره يې کړواله ده ، رغېدنه مومي (لکه کرونګا) دغه روستاړی دستاينوم په څېرنرينه او ښځينه ، يوګړي اوډېرګړی لري اواوړون مومي . ٌ يا ٌ ... موخه داچې پښتودپارسۍ په پرتله داوستااو زړې پارسۍ ترمينځه يومنځوال اکر يادريځ لري اود نوماوړون له پلوه په يوه زيات لرغونې پړاوکي ټيکاو مومي ؛ هرګوره د کړاوړون له پلوه پښتوزيات ونجون موندلی دی . ٌ (۲۱)نوچي له يوې خواموضوع ترخه علمي موضوع وي او له بلي خوايې ژبه دغسي نابلده وي ، دلوستونکي اريان دي نوخدای مل سي ..
له تيرومثالوڅخه به تاسي ته څرګنده سوې وي ، چي دپښتنوټول پوهان او ژبپوهان هغه ژبه نه ليکي ،چي موږته دمعياري په نامه را ښوول کيږي .
لکه وړاندي چي مي وويل ،دژبي دمعياري کولوله هڅي سره مخالفت هغه وخت زيات سوچي داهڅه دثورانقلاب له ارزښتونوسره وتړل سوه . ماته په لومړي سرکي داسي ښکاريدله چي له دې حرکت سره دمخالفت اساس به هغه دچاخبره له ٌ علي سره محبت نه بلکي له معاويه سره دښمني وي ٌ خووروسته مي پښتوژبي ته ددې حرکت په تاوانوسرخلاص سواودپوهانواندېښنې راته معقولي ثابتي سوې .
لکه دثورانقلاب ددفاع له پاره چي دټولني ددانسته وو کسانو پر ځای له ٌ العوام ٌ څخه کارواخيستل سو، دغه راز د معياري ژبي دا اوسنی خوځښت هم له څوګوتوپه شمارمحدودواومعدودومنلو ليکوالو پرته نوردخالي ذهنوپښتومينو زلميانوپراوږوبارسو اوپه پر مخ بېولو کي يې له هر رازماکياوليسټي لاروچاروڅخه کارواخيستل سواو اخيستل کېږي . ددغوزلميانومعصومو مغزو ته دمعيارمحک داسي تلقين سوی و، چي که چا دپښتو افعال ( سو ، سي ، .... ) پـــــــــــه ( شو، شي ، ....) وکښل ، ګويامعياري پښتويې وليکله . څرنګه چي په دغه اوسني دچاخبره کره پښتوکي شين سالاري واکمنه ده ، ځکه يې نو دمعيارپه نامه منلې ده اونوريې په ګټه اوتاوان کي ری نه دئ وهلئ .کنه ، زمايقين دئ چي همدازلمي له دغي نوي راټوکېدونکي پښتو سره دان دپاسه مشکلات لري خوپرخوله يې نه راوړي .
دمسئلې يوبل خواشينوونکی اړخ دادئ ، چي پښتانه دنزدې يوې نيمۍ پېړۍ راهيسي ديوې نامطلوبي اوتپل سوي کرښي له امله تردوو بېلابېلواقتصادي اوټولنيزونظامونولاندي ژوند کوي . دې عيني واقعيت دکرښي ددواړوخواووپښتنوپه فرهنګي اوکلتوري اوژبنۍ برخه کي توپيرونه ايجادکړي اوله بده مرغه په ځينو برخوکي يې توپيرونه ژورکېږي . ددې عيني واقعيت مسخه کول اوپر هغه باندي سترګي پټول دمسئلې واقعبينانه چاره نسي کېدلای . دې بېلابېلو نظاموددواړوخواووپښتنوته دژبنيواو فرهنګي فعاليتويو له بله بالکل جلا زمينې برابري کړي دي .دارواښاددنوميالي داخبره خوراژوره ريښه لري چي ويلي يې وه ٌ هغه آزادي چي جعفراڅګزی يې په بلوچستان کي دنظامي جنرال دکلکي ديکتاتورۍ په دوران کي لري ، نوميالي يې په ټوله ژوندکي ، حتی دمعتبرۍ په حالت کي لاهم سلمه برخه په خوب نه ده ليدلې . ٌ (۲۱) ددواړو خواوو پښتنو سياسي دلچسپيوهم دفرهنګي اوژبني فعاليت جريان ته تاوان رسولی دئ . د کرښي په يوه خواکي دپاړسي ژبي دربارواکمنۍ اوپه بله کي دپنجابۍ
حاکميت پښتوژبه دفرهنګي ژوندپه ډګر کي ديوې دوهمي او دريمي ژبي درجې ته راټيټه کړې ده اود ضرورت ژبه سوې نه ده . د همدې واقعيتونوداغېزې له امله په پښتوکي ديوې معياري ليکلاري او ليکدوددرامنځ ته کېدواوپر هغه باندي دبشپړ توافق په لاره کي خنډونه اوځنډونه لوېدلي دي .دکرښي ددواړوخواووخواخوږوپښتنو د ډېرولسيزوپه دوران کي ددې خنډونو او ځنډونو چاره بې له دې چي د مسئلې عيني او واقعي حالت ته پاملرنه وکړي ، د مېلمستياوو د مېز د سرپه فيصلوباندي کړې ده اوطبيعي ده چي اغېزه يې نه ده ښندلې .
خبري به سره راغونډي کړم اوخاتمه يې به په دې عبارت بشپړه کړم : يوه ژبه چي نه ددولت په سطحه قانوني ملاتړولري اونه دملت په سطحه کي دسوادپياوړې سابقه ولري اوترهمدانن ورځي پوري يې لا دالفبې دبشتړتابه هڅي ته اړتيا په اوليتوکي راځي نوپرهغې باندي دنوروژبو په تقليددمعياريت جريان ازمويل اوپه دې ډول يې له خپلوويونکو څخه پردۍ کول به له ظلمه پرته بل څه وي . زه نه پوهېږم چي دمعياريت په مينه کي ډوب ليکوال ددغه واقعيت په ليدلو او کتلوکي ولي ړانده دي ، چي ددوی په دغه نوې ژبه باندي ددوی خپل پښتانه باسواده پوهنتون ليدلي اوليسانسه وروڼه نه پوهېږي .

(۱) وګ :ګوربت مجله ، هماغه کال ، هماغه ګڼه ، هماغه مخ
(۲) ددغه رازلاسوهنوښه پرېمانه مثالونه دښاغلي ډاکټرپالوال په نوي کتاب ٌ معياري پښتو ٌ کي لوستلای سئ .
(۳) مراديې ماقبل فيوډالي قبيلوي پړاودئ . م . هـ
(۴) پښتواوپښتانه دژبپوهنې په رڼاکې ـــ ١٠٤ مخ
(۵) ارواښادالهام هم دغه شان وړانديزکړی و چي يادونه يې په مخ کي تاسي ولوستله .
(۶) پښتواوپښتانه دژبپوهني په رڼاکې ــــ دويم ، دريم مخونه
(۷) پښتوچاپي آثار ـــ ٢٥٩ مخ ــ ١٣٥٧ ش کابل
(۸) ښکلامجله ـــ څلورم کال ـــ درېيمه ګڼه ـــ ٥٤مخ
(۹) ښکلامجله ــ ٤کال، ٣ګڼه ٥٠ مخ
(۱۰). داخبري مي بايددعقايدودتفتيش په معناونه ګڼلي سي . زه دهرانسان عقيدې اوافکاروته دزړه له کومي درناوی لرم .
(۱۱) پښواوپښتانه دژبپوهني په رڼا کې کتاب ته دپوهاندداکترمحمدرحيم الهام يادونه ـــ پنځم مخ .
(۱۲) زيار ـــ دپښتني فرهنګ يوځلاندستوری ـــ ١٥٥مخ
(۱۳) پښتوپښويه ــ سريزه
(۱۴) پښتوروزنه ـــ ٣٩ مخ
(۱۵) ليکوالي ـــ ٧٨مخ
(۱۶) دعلامه مرحوم له نوي چاپ سوي اثر( ادبي نثرونه ، .... ، ٢٠ مخ څخه
(۱۷) وګ : دپښتوادبياتو تاريخ ـــ ١٩ مخ
(۱۸) وګ : پښتانه ـــ ٨٢ ، ٨٣ مخونه
(۱۹) دپښتواوپښتانه کتاب ته سريزه ـــ درېيم مخ
(۲۰) وګ : نومورکي مورخين ته دپوهاندزيارصاحب سريزه ـــ دريم مخ ــ ١٣٥٩ش
(۲۱) پښتواوپښتانه .... ٧٧ ـــ ٨٦ مخونه
(۲۱) دپښتنودټولنيزتاريخ مبادي ـــ ١٢٧مخ
 
څه بايد وسي ؟

اوس چي دمعياريت په باب زماخبري تقريباٌ بشپړي سوې اوددغه خوځښت په باب مي خپل انتباهات ټول بې پردې بيان کړل ، پرهغو باندي به داخبره هم ورزياته کړم ، چي زه دمعياري ليکني پلوی وم ، پلوی يم اوپلوی به يې اوسم . درنو لوستونکوبه زماپه دې کوچنوټي کتابګي کي ځيني هغه لغتونه ، اصطلاحات اوترکيبونه هم لوستلي وي ، چي د همدې جريان په بهېرکي نوي منځ ته راغلي دي . معناداچي زه د هغو اصطلاحاتواستعمال ته هم حاضريم چي زماژبه اوفهم يې د هضمولو وړتيالري .زمامخالفت له هغه اسلوب اوجريان سره دئ چي اوس دمعياريت په نامه دپښتوريښې ورکاږي اوتاسي ته مي دهغه په معرفۍ کي خپل وس نه دئ سپمولئ . خدای دي وکړي چي دزړه په خبره سره پوه سوي يو.مګرداخبره هم ترلمرراته څرګنده ده، چي نه زما پرخبره څوک غوږنيسي اونه زه په يکړسرددغه اعتيادمخه نيولای سم . ددې سرکښه بهېرلاري ته راوستل ډله ييزکاراومفاهمه غواړي ، مسئولانه عمل غواړي ، دموضوع په جديت سرخلاصيدل غواړي ، د پټو سترګو تقليدي کارونودرېدل غواړي .... له دې ليکني څخه زما مرادراتلونکي نسل ته خپلي غاړي خلاصول دي . ما چي دا هرڅه ليکلي دي ، له خپلي خوږې پښتوسره مي دميني په جذبه کښلي دي . اوس به دهمدغي ميني په جذبه خپل څو وړانديزونه درته وړاندي کړم اود(خذ ماصفادع ماکدر) مقولې په ويلو به درڅخه رخصت واخلم .
ـــ دمروجولغاتوله پاره دنوولغاتوله جوړولوڅخه ديوڅوکلونوله پاره دنصوح توبه وکاږئ . همداچي موجوړکړي دي ، درته بس دي . پرېږدئ چي پښتو اريانه په دې کي څونه هضمولای سي . دراتلونکي له پاره که څوک تحسين کېدل ،که نفرين کېدل ، همداجوړسوي ورته کفايت کوي .
ـــ که دنووعلمي اوتخنيکي لغتوله پاره دلغت جوړوني اشتهادرولاړه سوه،ترجوړولووروسته يې سمدلاسه دټول افغان ، بينوا اونوروويب پاڼوله لاري دنظراخيستلوله پاره وړاندي کړئ . ترمشورې دمخه يې کورټ مه عاموئ . داکارکه دننه په هيوادکي ممکن وای خوبيخي به ښه وای . هورې اوس دپښتواوپښتنوله پاره نه حمايه سته نه زمينه . داسي لوبه روانه ده ، چي که يې خدای مه کړه همداسي دوام وکړ، نه به پښتوپاته وي نه پښتانه .
ــــ د(سو) او(شو) نفاق اچوونکي اورته پيک( پکه ) مه وهئ . دا بهېر خپل طبيعي جريان ته پرېږدئ . که يووخت دختيځي لهجې په شان ، چي ( سو) يې ترتاريخي اوژبنيوعواملولاندي په (شو) بدل کړ او لويديځي لهجې هم دې بدلون ته غاړه کښېښووله، خوترښوبه لاښه سي اوکنه ، په دې باندي نه دپښتوکورورانېږي نه دپښتنو. ختيځي لهجې دغه (سين) په فرمان جاري کولوسره په (شين) نه دئ بدل کړئ . اوس هم له هماغه تاريخي تجربې څخه کارواخلئ . که د معياري ليکني لارويان د (شين) له کاروني سره دزړه مينه لري ، نودي پرهمدې مسئله دي ډېر ټينګارنه کوي ځکه هرڅومره چي پرهمدې موضوع ټينګار کېږي ، هغومره د (سين) عمراوږدېږي . قوي اوغښتلي تلفظونه خپل کار پخپله کوي . که (شين) خپل قوت په دغه تاريخي ازمويښت کي په طبيعي ډول ثابت کړ،دلويديځي لهجې هرويونکی به يې د( موړنس پاړسي وايي ) په مصداق په ويلواوليکلوباندي فخروکړي . اوکه دانه وي نوپه زورکلي نه ودانيږي .
ـــ دپښتنوپرباسوادکولوباندي دي بايدزورواچول سي . پښتوليکنه دي ورزده سي . دهري لهجې پښتوچي وي ، پروانه لري ځکه دلهجو د هرم سربيرته يوې پښتو ته رسيږي .
ــــ دپېړيوپېړيودخيلولغاتوپه اړولواوپښتوکولوباندي مه خپل وخت ضايع کوئ مه انرژي . دغه وخت دپښتويوبل کتاب ليکلوته وروباسئ .
پښتواوپښتانه دخيلولغتونه دي خوارکړي . دخوارۍ عوامل يې نور دي ، چي ماورته په متن کي څوواره مکرري اشارې کړي دي .
ــــ پښتون دمدنيت په ګېڼه سمبال کړئ چي پښتوپخپله ورسره مدني اوکلتوري سي . دڅټ له خوا آس ته کيزه (قيضه) مه وراچوئ .
ــــ دنشراتودبې شمېره تعددمخه ونيسئ . لږ خپروني ډېري حمايه کړئ ، ويې ولولئ اوبل ته يې ولولئ .
ــــ په پښتوژبه دهري څانګي کتابونه وژباړئ ، ويې ليکئ اوخپاره يې کړئ .
ــــ دمعيارپه پلمه لغتونه مه وژنئ . پرېږدئ چي پښتوديوه مفهوم له پاره شل لغته ولري . دټولودکارولوهڅه وکړئ .
ـــ له لهجوسره مسئولانه چلندوکړئ . دې واقعيت ته ځيرسئ ،چي لهجه په پښتنوکي لا تراوسه هم دتقدس درجه لري . له مقدساتو سره بېباکي د کورپايې نړوي . دلهجومرګ وژوندهم طبيعي جريان ته پرېږدئ . ناحقه خپل ځانونه مه په خوني کوئ .
ــــ دهري لهجې ويونکي چي ياست ، دخپلي لهجې لغتونه راټول کړئ اوخپاره يې کړئ . داکارهمدانن شروع کړئ . له لهجوي زېرمي سره که اصطلاحات (ګړني) راخوندي سي ، خودزوی زېری به وي .(١)

(١) زه له خپلي پلرنۍ مېني څخه په فرسخوليري پروت يم . له زلميوکندهاريوڅېړونکوڅخه هيله کوم چي دخپلي لهجې لغتونه راغونډکړي . که ماته دمرستي اړتيا احساس سي ، زه ملاتړلی ولاړيم .
 
 
ٌ په پښتو ٌ يې وکاږم که ٌ پرپښتو ٌ

 

ضميمه


په دې برخه کي زه خپلي هغه ليکني راوړم چي په بېلابېلووختوکي مي دکره ليکني اونيولوګيزمونوپه باب خپرې کړي دي . په دې ډول غواړم وښيم ، چي په دې
هکله زماهڅي نوي نه دي اوله ډېره وخته مي خپل نظريات اوپه ځينو
برخوکي اندېښنې له لوستونکوسره شريکي کړي دي .په دې ليکنو
کي به لوستونکي ځای ځای پرمکرروخبروباندي ، چي
دکتاب په متن کي هم راغلي دي ، پېښ سي .
زه دهغوله بابته بخښنه غواړم .

 

ٌ په پښتو ٌ يې وکاږم که ٌ پرپښتو ٌ


موږ پښتانه بايد د ډېوې مجلې احسان ومنو،چي په دې تياره شرايطوکي يې راته په خپله ژبه اوپرخپله ژبه دڅه ليکلوزمينه برابره کړې ده . په دې لړکي مي داستادډاکټرعبدالرازق پالوال هغه ليکنه په ډېره علاقه مندۍ سره ولوستله چي د ډېوې مجلې ددريم کال په لسمه ګڼه کي يې دامريکاږغ په نامه خپره سوې ده . دپښتونشراتوپه باب زما په زړه کي له ډېره و