مرکه: د کانکور ستونزې او دحل لارې يې: نسيم پسرلی
2008-02-22 22:55:56
هر کال ولې په ډېر شمېر کې زده کوونکي د کانکور په ازموينه کې پاته راځي؟ د پاته راتګ لاملونه څه دي؟ څوک پړه دي؟
افغانستان په تېرو څو لسيزو کې په هر ډګر کې داسې نه جبرانېدونکې زيانونه ليدلي چې ډېر د اندېښنې پارونکي دي، له دغو زيانونو څخه ډېر د اندېښنې وړ د زده کړو او بيا په خاصه توګه د لوړو زده کړو ستونزه ده چې تر څو لسيزو وړاندې هيچا ورته اهميت نه ورکاوه خو د جنګ په وروستيو کلونو کې تر ډېره حده دا شعور له خلګو سره پيدا سوی چې همدا لوړې زده کړې دي چې د هيواد د پرمختګ ډولۍ پر اوږو مخته وړي ، د طالبانو د امارت په جريان کښې خو د لوړو زده کړو لپاره ځکه د هېواد په د ننه کې چا زړه نه ښه کاوه چې د جنګ او جګړو وېره وه ان چې د هېواد په شمال کې لا د جګړې اور تود وو، د طالبانو د امارت د پرځېدو او د حامد کرزي په مشرۍ تر څه حده د پرديو په مټ ولاړې ادارې په رامنځته کېدو سره چې خلګو ته د هېواد د ارامۍ او سوکالۍ يو څه هيلې ټوکيدلي او د لوړو زده کړو نظام تر څه حده رغېدلی هم دی نو ډېرو زده کوونکو لوړو زده کړو ته زړه ښه کړی او په ډېره لوړه کچه زده کوونکي د لوړو زده کړو د موسسو او پوهنتونونو ته د جذبېدو لپاره د کانکور ازموينې ته تيارۍ نيسي، دغه زده کوونکي له ځينو ستونزو څخه شکايت لري، د دغو زده کوونکو ستونزې څه دي او پړه يې د چا پر غاړه ده؟
د همدې ستونزو په اړه مې په کابل کې د يو خوست ميشتي زده کوونکي سره مرکه کړې چې غواړي سږکال د دوهم ځل لپاره په دې ازموينه کښې ګډون وکړي، ستاسې پام همدې مرکې ته را اړوم٠
پوښتنه: ښاغلی وروره! که په لومړي سر کښې خپل ځان لږ په اوږدو را وپيژنئ او دا هم را ته وواياست چې په کوم کال مو د لومړي ځل لپاره د کانکور په ازموينه کې ګډون کړی وکړ؟
ځواب: زما نوم حبيب الله حيدري د خوست ولايت د موسی خيلو د ولسوالی اوسيدونکی يم، په کال ١٣٨٥ کې د خوست له الفتحې له لېسې څخه فارغ شوی يم،چې په همدې کال د ٢٢٥ نمرو په اساس د کانکور په ازموينه کې بې نتيجې پاته شوی يم، چې په خوست کې د تکړه استادانو د نشتوالی له کبله اوس په کابل کښې د کانکور ازموينې د تيارۍ لپاره درسونه وايم٠
پوښتنه: ښاغلی حبيب الله تاسې وويل چې په لومړی ازموينه کښې بې نتيجې سوئ، د خپل پاته راتګ پړه په چا ور اچوئ ، ايا ته، ښوونکي، اوکه يا د زده کړو او يا لوړو زده کړو و زارت مسوول دی؟
ځواب: له اساسه، په لومړي سر کې د معارف وزارت پړ دی
ځکه چې له لومړيو ټولګيو يې راته مسلکي استادان نه وو استخدام کړي، يا يې هم استادانو ته په پوره ډول د هغوی معاشونه ندي ورکړي چې په بدل کښې استادانو موږ ته پوره او صحيح درس نه دی راکړی ځکه چې هغوی به د خپلو اقتصادي ستونزو د رفع کولو لپاره له استادۍ سره سره کوم بل کار هم کاوه چې زموږ درسونه به پاته وو٠په دوهم پړاو کې چې کله موږ د لوړو زده کړو
لپاره راځو نو دلته هم لويه ستونزه داده چې دوی ډېر زده کوونکي پوهنتونونو ته نشي جذبولای او هر کال په زرګونو تکړه زده کوونکي بې سرنوښته ګرځي او يا هم له تعليمه توبه ګار کيږي٠
پوښتنه: د لوړو زده کړو د وزارت خبره مو وکړه، دغه وزارت د زده کوونکو د پاتې راتګ يوه وجه دا بولي چې ګويا ټوله زده کوونکي د پوهنځيو د انتخاب په وخت له خپلې سويې څخه لوړې(لکه د طب او انجينري) پوهنځی انتخابوي، ايا تاسې هم همداسې واست؟ او همدا وجه صحيح ګڼئ او که يه؟
ځواب: دا صحيح خبره ده چې زده کوونکي د سويې څخه پورته پوهنځۍ انتخابوي او هم په څنګ کې ورسره ډيرې ټېټې پوهنځۍ هم انتخابوي خو هغو پوهنځيو ته هم نه ورکول کيږي٠
پوښتنه: خو ښاغلی حيدرې! د لوړو زده کړو وزارت د امکاناتو د کموالی خبره کوي، که فرض کړو چې ته دلوړو زده کړو وزير سې نو ددې لپاره چې ډېر زده کوونکي د لوړو زده کړو موسسو ته جذب سي تاسې به لومړی پلا کوم ګامونه اوچت کړئ؟
ځواب: زه به په اول قدم کښې به د لوړو زده کړو د موسسو تر څنګ به د تخنيکي لوړو زده کړو موسسو ته په جدي ډول پاملرنه وکړم او و به يې رغوم څو د ګران هېواد زده کوونکي له لوړو زده کړو څخه محروم پاته نشي٠
پوښتنه:هغه زده کوونکي چې په تېرو کلونو کښې د کانکور په ازموينو کې پاته راغلي دا شکايت لري چې د کاميابېدلو لپاره واسطه لرل او يا هم د بډو او رشوت ورکول مهم دي که نه نو دا چانس کم دی چې څوک کامياب سي تاسې په دې اړه څه واياست؟
ځواب: دا مشکل هم زيات دی چې کاميابېدل اکثره په واسطه او د بډو په ورکولو کيږي٠ لکه، تېر کال د کانکور له ازموينې وروسته او لا د نتېجې د اعلان وروسته د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې مدير عليشاه پکتياوال دوه کسه د کمپيوټر کارکوونکي ونيول چې د بډو په واسطه يې ډېر زده کوونکي په غير قانوني ډول د لوړو زده کړو موسسو ته معرفی کړی وو، داسې ډېرې نورې بېلګې شته چې يادول يې اړين نه بولم٠
پوښتنه: د وروستۍ پوښتنې په توګه، هغو زده کوونکو ته مو پيغام يا لارښوونه څه ده چې سږ کال د کانکور په ازموينه کې ګډون کوي ؟
ځواب: هغه زده کوونکي چې سږ کال د کانکور په ازموينه کښې ګډون کول غواړي وايم چې: د خپلې سويې او پوهې سره سم پوهنځي انتخاب کړي چې هرې پوهنځۍ ته بريالی شي په خپل شوق سره دی د هغې پوهنځۍ لوستلو ته ادامه ورکړي، او هغه کسان چې په ازموينه کې پاتې راځي ناامېده کيږي دې نه او د بياځلې لپاره دې دې ازموينې ته په کلکه تياری ونيسي٠
پای