ژباړه: قران او ساينس: نسيم پسرلی
2008-02-22 22:53:50
په قران کښی له زرو څه ډېر ايتونه د ساينس په اړه نازل سوي دي چې تر اوسه د ساينس يو حقيقت هم له قران سره په ټکر کښې نده واقع سوی٠
هو! يو شمېر رايی او نظريې په لومړی سر کښې د هغه څه په خلاف چې په قران کښې دي ورکړل سوی وې چې وروسته بيا دا رايې ناسمې ثابتی سوی٠
له همدې ډلی، په لومړی سر کښې د لمريز نظام په اړه داسی ويل کېده چې لمر او نوری سيارې د ځمکی په شاوخوا راڅرخي خو وروسته بيا دې رايې داسی بدلون وموند چې: يه! لمر ثابت دی او د ځمکی په ګډون نورې سيارې د لمر په شاوخوا را څرخي٠
په سوره يس کښې راغلي دي چې لمر هم ثابت ندی بلکه په فضا کښې د حرکت په حال کښې دی (و کل فی فلک يسبحون) يعنی ګرده سره په فضا کښی د حرکت په حال کښې دي، چې نني ساينس هم دا خبره ثابته کړی
قرانکريم د سوره يس په ٣٦ ايت کښې فرمايي: (سبحن الذی خلق الازواج کلها مما تنبت الارض و من انفسهم و مما لا يعلمون)٠ ژباړه: پاکی د ه هغه ذات لره چې پيدا کړی يې دي دغه جوړی، ټول له هغو څيزونو چې زرغونوی يې ځمکه او له ځانونو د دوی او له هغو څخه چې دوی يې نه پېژني٠
په قرانکريم کښې الله (جل جلاله) ١٤٠٠ کاله وړاندی دا فرمايلي دي چې ما نه يواځې تاسې بلکه بوټي، مېوې او لا هغه شيان چې تاسی يې لا نه پېژنئ جوړه(مذکر او مونث) پيدا کړي خو ساينس په دې وروستيو څو لسيزو کښې دی خبرې ته رسېدلی چې بوټي او مېوې هم د مذکر او مونث جنسونو لرونکي دي٠ دبېلګې په توګه که کېمياوي موادو ته پام وکړو لکه مالګه، مالګه له دوو مادو سوديم او کلورين څخه منځ ته راځي چې سوديم پکښی د مذکر او کلورين د مونث جنس حيثيت لري، ځکه چې سوديم بايد يو الکترون کلورين ته ورکړي تر څو سوديم کلورايد(مالګه) جوړه سي، دا هغه څه دي چې ١٤٠٠ کاله وړاندی خلګ نه په پوهېدل،٠همدا موضوع د سوره رعد په ٣٠ ايت کښی هم ذکر سوی (و من کل الثمرات جعل فيها زوجين)٠ يعنی ټولی مېوی مو جوړه ګرځولی دي٠
د حيوان پېژندنی په اړه قرانکريم د سوره الانعام په ٣٨ ايت کښې فرمايي: (وما من دابه فی الارض ولا طير يطير بجناحيه الا امم امثالکم٠٠٠) مطلب دا چې ژوي او الوتونکي ستاسی په څېر ټولنيز ژوند لري پداسی حال کښې چې د ژوو او الوتونکو په اړه ساينس پدی وروستيو کلونو کښی دی نتيجی ته رسېدلی دی٠
د سوره نمل په ١٧-١٨ ايتونو کښې د مېږيانو په اړه راځي(و حشر سليمان جنوده٠٠٠الا اخر) يعنی مېږيانو په خپلو منځو کښی خبری کولی يعنی مېږيانو په خپلو منځو کښی خبری کولی او يو مېږی د بل ميږي په مقابل کې خپل د خير غوښتنی احساس بيانوي٠ ساينس نن دا ثابتوي چې مېږيان د انسانانو په څېر ټولنيز ژوند لري، کار کوي، مواد زېرمه کوي او د زېرمه سوو موادو په ساتنه کښی زيار باسي تر دی چې د غنم هغه دانه چې په غار کښې يی نم ورته رسېدلی وي له منځه نيموي، څو له خپرېدا څخه يی مخنيوی وسي او يا يې لمر ته ږدي چې وچه سي، تر دی لا ثابته سوی چی مېږيان په خپلو منځو کښې مارکيټنګ لري او مواد په خپلو منځو کښې تبادله کوي٠
الله(جل جلاله) په سوره نمل کښې فرمايي: د شاتو هغه مچۍ چی د ګلونو د شيرې د راټولولو لپاره وځي او لاری پيدا کوي مونثه ده په داسی حال کښې چی انسان تر څو لسيزو وړاندی لا دا فکر درلود چې دا مچۍ مذکره ده خو په دی وروستيو کښې يې وموندله چی يه! د دغو کارونو تر سره کوونکی مچۍ مونثه ده خو اسلام ١٤٠٠ کاله وړاندی خبر څرګنده کړی وه٠
په همدی سوره کښې فرمايي چې: په ګبينو کښې شفا ده د خلګو لپاره دا موضوع د ساينس پواسطه بالاخره ثابته سوه چې ګبين د داسی غذايي موادو درلودونکي دي چې بېلګه يې په نورو هيڅ ډوله موادو کښې نده موندل سوی٠
که چېری څوک د کوم بوټي يا ګل سره حساسيت ولري د هماغه بوټي ګبين(شات) د نوموړی د جوړېدو سبب ګرځي، شات، همدارنګه د anti septic خاصيت لرونکي دي او د زخم په التيام کښې د scar د نسج مانع ګرځي چی د همدی تاثيراتو په پام کښی نيولو سره يی په دوهمه نړيواله جګړه کښی په خپلو زخمونو استعمالول٠
الله(جل جلاله) د سوره عنکبوت په ٤١ ايت کښی فرمايی: (ان اوهن البيوت لبيت العنکبوت لوکانو يعلمون) ژباړه: بېشکه چی ډېر کمزوری د ټولو کورونو خامخا د غڼی(عنکبوت) دی که چیری دوی پوهيدلی٠ په پيل کښی به منافقانو او مشرکانو ويل چی دا خو څرګنده خبره ده د غڼي کور له نازکو تارونو جوړ دی او معلومه ده چی بی ثباته به هم وي، مګر ساينس نن داثابتوي چی د دی ايت مطلب يوازی ظاهري شکل نه دی بلکه وايی چی کله مونث غڼی حمل واخلي مذکر غڼی له منځه ځي چی دا د يو بی ثباته کورني نظام ښکارندويه ده٠
پای