دوه میني: لنډه کيسه: نسيم پسرلی
2008-02-22 21:57:04
هو! ښایست یې له سپوږمۍ پور کړی ؤ، سترګی یی له هوسۍ څه اخیستی وې، د کلي د ځوانانو زړونه یې داسې ور څه لوټلي ؤ لکه هيڅ چې نه وو، د ځوانانو دونه خوښه وه چې په خپلو منځو کې به یې د یو بل له مخې د هغې ستاینه نه کوله، نه به یې ویل چې بدرو څومره ښه نجلۍ ده، ښایسته ده، زما ډېره خوښه ده او مینه مې پر را ځي بلکه د یو بل له مخې به یې ویل چې: دا نو څه ښکلا او ښایست ده، ما ډیری ښکلی لیدلی دا خو د هغوی ګرد ته هم نه رسیږي، هغه به څونه بد ذوقه وي چې په دې خوارکۍ باندې زړه بایلي،بېچاره.... په دې توګه به ځوانانو هڅه کوله چې یو بل زړه تورۍ کړي ځکه چې د ټولو زړه ورپسی اوبه اوبه وو
.
بدرو چې به له کوره ګودر ته د اوبو راوړلو په خاطر له کوره تلله لسګونو به یې سترګی څارلې، د هر یوه په زړه کې ورته هیلی را ټوکیدلې چې ګوندی ورته وګوري، څه ووایي او وخاندي
.
په ګودر کې له نورو نجونو سره خندا به یې د ځوانانو په ځیګر غشي خښول ښایي دوى ته به داسې معلومیده لکه دوی چې یی په سترګو کې وي او ور ته خاندي، خو دا د هغې ښکلی ځانګړی خوى او له خندا ډکه خوله وه چې تلوسه به یې راپاروله، له ګودره چې به ډک منګی پر سر بیرته کورته را ستنېدله، بیا به هغه نیازمنې سترګې ور پسې سوې چې دا به یې تر کوره څارله، کله چې به له منګي څخه څاڅکي څاڅکي اوبه څڅېدلې د څارونکو سترګو خاوندانو به په ډېرې بې وسۍ دا هیله کوله چې کشکې زه د هغې سره د منګي په څېر مل وای، د سترګو څار به تر هغې روان ؤ چې بدرو به خپله دویمه پښه هم د خپل کور په وره کښې کېښوده!!!
په همدغه کلي کې به د شپی د ځوانانو او سپین ږیرو بنډار تود وو سپین ږیرو به د خپلې ځوانۍ کارنامې ستایلی او کوم مین بوډا به د خپلی زړی مینې کیسې کولې، سپین ږیرو به په زور خپلې کېسې اورولې، ځوانانو ته به یې وار نه ورکاوه، ځوانانو به هم څه نه ویل درناوی به یې کاوه چې ګواکې سپین ږیزي او مشران دي، خو کله چې به د سپین ږیرو کیسې دومره اوږدې یوې چې د ځوانانو د صبر کاسه به ډکه سوه، نو له کومې ګوښې به پرې د ځوان ږغ پورته سو: بس دئ، نوره بیا بل وخت ووایه اوس نو زموږ وار دی. همدې لومړي ږغ به ځوانان راوپارول او د لومړي ځوان د خبرو په ملاتړ به یې خپل ږغونه هم ورغبرګ کړل، نکلچي بوډا به هم له ناکامه چوپ سو بیا به ځوانانو خپلی کېسې پیل کړې، د خپلو مینو کېسې، ټولو به د خپلې لیلا صفت کاوه هر یوه به د صفت لپاره خپل توري او کلمات کارول. چا به په ښایست سپوږمۍ بلله چا به د سپوږمۍ خور، بس د هر چا چې به هر څه خوښ وو، ټول یو له بله نا خبره په یوه لیلا مین وو او هغه بدرو وه او د بدرو هغه مشهوره کیسه! هر یوه به یې د تر لاسه کولو چلونه جوړول،لارې ګودرې به یې سنجولې خو د هغې تر لاسه کول څه اسانه نه وو ځکه د بدرو هر څوک نه خوښېدل د هغې بل ځوان خوښ ؤ او هغه طارق ؤ، طارق د هغې د زړه دنیا او د سر تاج وو او طارق هم سر د هغې په مینه کې نذرانه کاوه.
هو! یوه شپه یوه سپین ږیري بوډا خپله کیسه اوروله! د خپلې مینی، ځوانۍ او مستۍ کیسه. دۍ په درخو مین وو او درخو په منصور او منصور هم په درخو، ده د منصور د وژلو کیسه اوروله چې ده یې ژوند ته پښه ایښي وه او راغورځولی یې وو.
دې کیسې ته په غوږ نیوونکو ځوانانو کې په بدرو مین حسن هم ناست وو په ارامه یې کیسې ته غوږ نیولی وو، کیسې تاثیر په کاوه په ښه سوچ یې اورېدله، یو ځوان چې له کیسې څه ستړی سوی وو ږغ کړ: بابا بس ده خو حسن ږغ پر وکړ : وایه وایه بابا!!!سپین ږیري هم دوام ورکړ کیسه ورو ورو پای ته نږدې کېدله سهار را نږدې کیده او حسن لا هم جګ ناست وو او له اوریدلو یې ستړی سوى نه وو.
سهار ځوانان ویده سول خو حسن ته خوب نه ور تللو ډېر بی خوبه هم وو خو ده د خپلی مینی راتلونکی سنجوله بیګنۍ کیسې ډېر اثر پر کړی وو. ده همدا چرت واهه چې څه وکړي، طارق مړ کړي او که یه؟ همدا فکر یې کاوه چې طارق به د اجل بندي کړي او بدرو به ده ته پاته سي، خو ناڅاپه یې د خیالونو ځولۍ ورغړیدله خیالونه یې ګډوډ سول له ځانه سره یې وویل: د طارق په مړه کیدو خو مې ځان ته کارونه زیات کړل نور ټول کلی پرې مین دی دوی به یې هم د خپلولو هڅه وکړي. یو بل خیال یې ذهن ته ورغی او بیا یې له ځانه سره وویل: هو! همداسې به وکړم هو! همداسې....
څو ورځې وروسته د ګودر په خوا کې په یوه ښکلي چمن کې طارق خپلې بدرو ته شپیلۍ ږغوله بدرو د مینې سندرې ویلی، له بلې نړی څخه ږغیدل په سندرو او خبرو ماښام سو د کور په لور یې د خوځیدلو نیت وکړ او ولاړ سول، کله چې کلي ته نږدې سول چا ږغ وکړ او ویل یې: وبخښئ وروڼو د ملک کور چېرته دی؟ دا حسن وو، طارق د لارښوونې لپاره ورمخته کیدو لپاره ګام اوچتاوه چې د بدرو چیغی سوې: څه راوسول؛ مخ مې سوزي لکه اور چې پرې بل وي د خدای لپاره ولې،ولې.....طارق زړه نا زړه پر مخ لاس ورکیښود، د لاس د سوزېدو احساس یې وکړ خو خپل درد یې هېر سو او په وارخطایۍ یې وویل: ځوانه ونیسه چې ډاکټر ته یې ورسوو ځواب یې وانه ورېد بیا یې لږ په زوره دا غوښتنه تکرار کړه ځوانه ونیسه خو بیا یې هم ځواب وانه ورېد، ځوان تښتیدلی وو.
بدرو پر کټ پرته وه تر څو ورځو پورې یې له ډاکټر صیب څخه همدا پوښتنې کولې چې ولې؟ څنګه او چا دلته راوستی ده؟ دا لا نه پوهېدله چې نه یې ښکلا پاته ده او نه نور او ځلا، هیڅ نه ؤ ور پاته......
څو ورځې وروسته چې دا ښه سوې وه ډاکټر صیب ورته وویل چې: چا یی مخ ته تیزاب ور شیندلي دي، کله چې دې د طارق پوښتنه وکړه نو ډاکټر په پریشانۍ ورته وویل: هغه ویل چې زه ولاړم شېرینۍ به مې انتظار کوي او...د بدرو له سترګو اوښکې په بهېدو سوې...
پای