راپور
2008-02-22 21:24:22
نړۍ د امريکا پوروړې ده
د برتانيې صدراعظم ګورډن براون وايي نړۍ د امريکا په مشرۍ د تروريزم خلاف مبارزه کي د امريکې پوروړې ده. نوموړي دغه څرګندوني د يکشنبې په ماښام په واشنګټن کي له جمهور رئيس بوش سره د ليدني پر وخت وکړې. دا لومړى ځل دئ چي ګورډن براون په برتانيه کي د واک له ترلاسه کولو وروسته امريکا ته په سفر ځي. ټاکل سوې ده چي نن به د دواړو مشرانو په دوهمه ناسته کي د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ډيويډ مليبينډ او د هغه امريکايي سياله مېرمن کاندوليزا رايس هم موجود وي. دوى به د عراق، افغانستان، اېران، دارفور، کاسوو پر سياسي حالاتو او پر نړيوالو تجارتي او اقليمي موضوعاتو بحث وکړي. 
عمر واحديار
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١ هـ ل | 2007-07-30 ز
له بینوا ويبپاڼې څخه په مننه