راپور : سنځل ګل: نسيم پسرلی

له څو کلونو را پدې خوا زموږ د ګران هيواد په مختلفو ولايتونو کې د مختلفو ګلونو تر نامه لاندی دميلی او مشاعرې جوړيږي چې وروستی ها يې هم د لوګر په ولايت کې د سنځلې ګل دوديزه ميله او مشاعره وه چې د همدې کال د جوزا پر ٤مه نيټه جوړه سوه٠

دغه غونډه د قرانکريم په څو مبارکو ايتونو سره پيل سوه چې وروسته ترې د لوګر ولايت ښاغلي والي عبدالکريم هاشمي صيب د سنځل ګل د ميلې د تاريخ او اهميت په باب خبرې وکړې او ميلمنو ته يې ښه راغلاست ووايه٠

له والی صيب وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت راليږلی پيغام ولوستل سو ،به غونډه له ګاونډيو ولايتونو څخه راغلو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل چې د نندارچيانو لخوا په چکو بدرګه سول، غونډه د مازديګر تر ٤ بجو پورې روانه وه په پای کې شاعرانو ته تحفې وويشل سوی٠ پاته دې نه وي چې غونډه د لوګر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، د لوګر  ولايت د ځوانانو او محصلينو د ټولنې او روشن مخابراتی کمپنۍ لخوا تنظيم سوې وه.