ژباړه: د افريقا د اوسيدونکو مشهور متلونه : نسيم پسرلی
2008-02-21 09:02:49
لومړۍ برخه:
سلامونه! ما د نړيوال ادب څخه د ځينو مشهورو متلونو او ارزښتناکو ويناوو ژ باړې ته ملا تړلې خدای دې وکي چې په کې بريالی سم او له تاسو ښاغلو مينه والو څخه هيله کوم چې په خپلو دعاوؤ کې می تر تله ياد ولرئ.
په مننه
د افريقا د اوسيدونکو مشهور متلونه
۱. A barber does not shave himself.
ډم خپل ځان نه خرييي
2. A comb becomes bad when it hurts you.
ږمنځه هلته بده سي،چې پرې زخمي سې
3. A stranger has big eyes but sees nothing.
بيګانه غټی سترګی لري خو څه نه ويني
4. A weapon which you don't have in your hand won't kill a snake.
هغه وسله چې په لاس کې يی ونلرې،مار به و نه وژني
5. Ashes fly back into the face of him who throws them.
ايرې د هغه چا پر لور ور الوزي چې اچوي يې
6. Before shooting, one must aim.
له ويشتلو مخته بايد نښه ونيول سي
۷. for tomorrow belongs to the people who prepare for it today.
سبا په هغه چا پورې اړه لري چې نن يې ورته تيارئ نيولی وي
۸. He who is being carried does not realize how far the town is.
بيول کيدونکی نپوهيږي چې ښار څومره لرې دی
۹. If a child washes his hands he could eat with kings.
کوم ماشوم چې خپل لاسونه مينځلای سي، له پاچاهانو سره ډوډی هم خوړلای سي
۱۰. If you climb up a tree, you must climb down the same tree.
کومی ونی ته چې ختلای سې بايد بيرته تری راښکته کيدلای هم وسې
۱۱. If you run after two hares you will catch neither.
که د دوه سويانو پسې منډه واخلې يو به هم ونه نيسې
1۲. Seeing is better than hearing.
ليدل له اوريدلو غوره دي
۱۳. The end of an ox is beef, and the end of a lie is grief.
د غوايی پای غوښه ده او د درواغو غم
۱۴. The fool speaks, the wise man listens.
احمق خبرې کوي، هوښيار غوږ نيسي
۱۵. We start as fools and become wise through experience
موږ د احمقانو په څير پيل کوو چې د تجربې پواسطه هوښياريږو
۱۶. When a king has good counselors, his reign is peaceful
پاچا چې ښه سلاکاران ولري نو سيمه يې په امن کې وي
۱۷. When a needle falls into a deep well, many people will look into the well, but few will be ready to go down after it.
کله چې ستن څاه ته ولويږي ډير خلګ به څاه ته پسې وګوري ليکن ډير کم به دی ته تيار وي چې پسې ښکته سي
۱۸. When the blind lead the blind, both shall fall into the ditch.
کله چې ړوند د ړوند رهبري وکي دواړه به نهر ته لويږي
۱۹. When you live next to the cemetery, you cannot weep for everyone.
کله چې د هديرې په څنګ کې و اوسئ، نسئ کولای د هر چا په غم وژاړئ
۲0. Whether the knife falls on the melon or the melon on the knife, the melon suffers
که هندواڼه په چاقو او يا چاقو په هندواڼه ولويږي په دواړو حالاتو کې زيان د هندواڼی دی
۲۱. Whoever tells the truth is chased out of nine villages.
رښتينۍ سړی له اوؤ کلو(قريو) تعقيبيږي
۲2. A razor may be sharper than an ax, but it cannot cut wood.
پاکي ښايي له تبره تيره وي خو لرګی نسي پريکولای
۲۳. If all the seeds that fall were to grow, then no one could follow the path under the trees.
که شيندلی تخم ټول لوييدلای نو د ونی لاندی به هيڅ د تللو لاره نه وه.
تر بیا