د تکړه ليکوال او فولکلوريست الحاج عبدالکريم پتنګ د لمانځغونډي لنډ راپور
2008-05-25 07:23:24
د تېري جمعې پر ورځ چي د ٠٣-٠٣-١٣٨٧ سره سمون خوري د پښتو ژبي تکړه ليکوال او فولکلور پوه ښاغلى عبدالکريم پتنګ د خپلو هغو هڅو په اړه چي د فولکلور په برخه کي يې کړي د خوست ښار د جرګو په تالار کي د يوې پرتمېني غونډي په ترڅ کي ولمانځل سو.
غونډه چي د پيوستون د کلتوري او خپرندويې ټولني په زيار جوړه سوې وه د تلاوت په کولو سره پيل سوه چي وروسته ترې د غونډي ګډونوال د ملي سرود په درناوي ودرېدل.
د غونډي مهم ګډونوال د ستېج سر چوکيو ته وغوښتل سول او د ښاغلي پتنګ لنډه پېژندګلوي واورول سوه، وروسته ترې د پيوستون د ټولني مشر محمد الياس وحدت مېلمنو ته ښه راغلاست ووايۀ او د سيمينار پر اړتيا وږغېد.
وروسته ترې ښاغلي عبدالولي واحدزي د اطلاعات و کلتور وزارت پيغام واوراوه، په پيغام کي فرهنګيانو ته د مبارکۍ مراتب وړاندي سوي وو او دا يې پښتني ټولني ته وياړ بللى وو چي د تېر پېر پر خلاف په نني پېر کي د خپلو ژونديو روڼ اندو يادونه کوي.
نصير احمد روښان چي په خوست کي د کلتوري ټولنو استازى دئ، د فولکلور په تاريخچه وږغېد او وې ويل چي په پښتو کي د فولکلور په برخه کي لومړى اثر د خوشحال خټک صوات نامه ده، نوموړي د ښاغلي پتنګ د ليکل سوو آثارو نومونه واخيستل(فولکلوري مرغلري، د غرونو څوکي، ګړنى ادب، د خلکو تجربې، پښتو منظومي کيسې، سروکي، د اعمالو توازن او د الهي حقيقت ثبوت) ، د دې تر څنګ يې د ښاغلي پتنګ پر فرهنګي هڅو هم خبري وکړې چي له مهمو کارونو څخه يې د خوست د کتابخانې غني کول وښودل چي اوسمهال کابو له لس زرو زيات کتابونه لري او همدارنګه يې هغه(ښاغلى پتنګ) د خوست لرغونتون(موزيم) بنسټ اېښودونکى وباله.
د بلخ پوهنتون ښوونکي ښاغلي پوهندوى برزين مهر د خوست مېشتو فرهنګيانو څخه مننه وکړه چي دى يې د هيواد له شماله څخه را وبلى، نوموړي چي په پښتو يې روانې خبري نسواى کولاى وويل، چي د زامنو به يې هرومرو خوږه پښتو زده وي، په شمال کي د خوست او نورو پښتني سيمو په اړه يې وويل: چي خلک هلته بل فکر لري خو ما دلته د امير شېر علي نوايي په نامۀ يو واټ وليدى چي د دې څرکندونه کوي چي پښتانه له تعصبه ليري دي، نوموړي د پښتو لنډيو او دري شعرونو په ورته والي خپله ليکنه ګډونوالو ته واوروله.
له دې وروسته د شېخ زايد پوهنتون استاد پوهنيار ذبيح الله احمدي په فولکلور، د علومو اکاډمۍ غړي څيړونکي محمد نبي صلاحي د ښاغلي پتنګ (د خلکو تجربې) پر اثر، د علومو اکاډمۍ بل غړي استاد شريف ځدراڼ د ښاغلي پتنګ پر(ګړني ادب)، ښاغلو محمد يونس برهان او تواب الدين غورځنګ د ښاغلي پتنګ (د الهي حقيقت ثبوت) پر اثر، ښاغلي ډاکټر خوشحال روهي او ځينو نورو ګډونوالو خپلي ليکني او ويناوي واورولې.
ښاغلو محمد نبي صلاحي د خپلو خبرو په ترڅ کي خوست مېشتو ته دا زيرى واوراوه چي د اوسنيو(معاصرو) ادبياتو جشن به راتلونکى کال په خوست کي جوړوي چي د ګډونوالو په تودو چکچکو بدرګه سو.
دغه غونډه ماسپښين پر يوه بجه د يوې لنډکۍ مشاعرې په کولو سره پاى ته ورسېده.