زوى مي پيسې مي...: نسيم پسرلی
2008-02-21 00:06:13
په دغې ورځ هم د سفارت مخته په لسګونو وګړي را ټول سوي وؤ ټول د همدې ولس وګړي وو خو توپير يې دا ؤ چې خير يې غوښت دوى د خپل ځان او اولاد خير غوښت، د خپل پت او عزت خير...خو له داسې چا څخه چې په دې نامه يې ښايي هيڅ نه پيژندل، غوږونه يې ښايي ډير لرې ترې ساتل سوي وؤ.
دا يې څومه ورځ وه چې دوى د دې سفارت مخ ته پريښودل كيدل دوى ته به ښايي دا د ډيرى خوښۍ وړ ښكاريده چې دادى په خپل هيواد يې نن څوك د دې بهرني سفارت مخ ته پريږدي، ما ته هم ډيره عجيبه ښكاريده خوښ وم چې هيوادوال مې چا د دې سفارت مخته پرېيښي او څوك ورته د لرې كيدلو هم نه وايي.
دا سر ببري هغه وګړي ؤ چې خپلو خپلوانو ته يې مرمۍ دلالې سوى وې او هغو يې پر امريكايانو په پور پلورلي ؤ د ننګرهار په هټئ كې يې دوى له دنيا څخه پيرلي ؤ ښايي د چا د خوښولو او يا د چا د خوا بدي كولو لپاره.
اوس دې بشر خوښو ځواكونو ورته د پور ور كولو اعلان كړى ؤ د هر كس په بدل كې دوه زره امريكايي ډالر...هوكې! دوه زره امريكايي ډالر...
دغو خلګو خپلى پيسى واخيستې او ولاړل له ډيره ځنډه وروسته يوه زړه ښځه چې يوه زړه چادرې يې پر سر وه او نارې سورې يې وهلې د سفارت په مخ كې د بشرپالو امريكايي ساتونكو له خوا د لاس په اشاره ودرول سوه او د what? What په ځواب كې يې د اوښكو په تويولو سره خپل شكايت اوراوه چې ګران زوى مې ستاسو ځواكونو را شهيد كړ اوس يې بدل راكړئ، دې لا خپل عذر اوراوه چې يوه چې ژباړونكى ښكاريدئ وويل: ځه ولاړه سه دوى چې څومره وژلي وو تاوان يې وركړ تاسې په كور كې د مړو سوو تاوان هم له خپلو دوستانو څخه اخئ...
ښځې چې د خپل شكايت ځواب اوريدلى ؤ داسې يې ګڼله چې د دې ورځى ليدلو ته به پيدا وه نو، له ناكامه روانه سوه له ځانه سره يې همدا ويل چې زوى مى پيسې مى، زوى مى پيسې مى...
له پيسو خو ېې زياتي لاس مينځلى ؤ خو زوى يې دا لا نه پريښودله دا لا په چرتونوكې روانه وه چې تيندك يې وخوړ له خولې يې وينې راغلې او له دنيا سره يې زياتي خداى په امانۍ كاوه چې هماغه سړي چې شيبه وړاندى يې ځواب وركړى وو ږغ پرې وكړ:واخله د زوى تاوان دې واخله خو دې د وروستي ځل لپاره دا االفاظ تكرارول: زوى مى پيسې مى،زوى مى پيسې مى....