مغرور انسانه!: نسيم پسرلی
2008-02-21 00:00:18
دغروراوتكبرنه ډك انسانه ! په څه باندى مغروريى حال داچې ډير نورخداي پيدا كړى انسانان به له تا څخه په علم ،مال او اخلاقو كي ډير اوچت وي او دغرور څښتنان به نه وي.كبر او غرور دمخلوق سره نه ښايى، دمخلوق له خالق اوپيدا كوونكي سره ښايى،نو ته ولي د خپل خالق پر ځاى كبر اوغرور اختياروى،حال داچې ستا شان او مرتبه دكبر سره نه جوړيږى،او وړ يى هم نه ګڼل كيږى.آيا ستا سره دافكر دى چې مرګ به ستا په لوري نه در درومي اوستا ملګرۍ به نه سي؟يه!بلكي ته هم دهغې كوټنۍ(قبر)په لوري تلونكى، دمرګ په رنځ اخته كيدونكى اودژوند سپارونكى يي.