زړه هنداره او نوي مخونه: نسيم پسرلی
2008-02-20 19:05:40
ﻻچې شوروي اتحاد دګران افغانستان خوړلو او هضمولوته خپله خوله او معده نه وه تياره کړې، لسيزې وړاندې ترې د هماغه دور ستر زبر ځواک ددی هيواد له اتلو ميړنيو سره دزور آزموينه کوله . انګريزانو غوښتل ددې هيواد په هنداره کې دخپل زور اصلی مخ ﻻصاف ووينې خو دغه بدمرغه وګړې په دی نه پوهيدل چې په دغه هنداره کی يوازې ددې خپل وګړې سم ښکاريږې اونورو ټولو پرديو ته يی رنګ هميش تريخ او چپه ورښودلى د انګريزانو دتيری او ددوی دوتلو ترمنځ کلونه دی چی دافغان باتور ولس يې ﻻ پسی هسک سرۍ کړ او دتل لپاره يی ددښمنانو په زړونو کې تور داغونه خښ کړل . دنيکونو له دغه وياړ وروسته تر (١٣٥٨هـ ل) کال پورې شوروې اتحاد دافغانانو دغه تقريبأ ټول هير کړۍ ؤ اوداسې يې وپتيله چې دخپلې منحوسې اوکرغيړنې نظريې (کور ،کالي ، ډوډۍ )دپلې کولو لپاره زمونږ ولس او خاوره استعمال کړې نو يې په ډيره سپين سترګې سره زمونږ دولس په سترګو کې دخاورو اچول پيل کړل او دڅټک ، لور په نامه يې ددې هيواد دترڅه حده نيکمرغه وګړو اسلامې نظريې ريبلو ته ﻻس واچاوه . خود دې ولس وګړو چې دخپلی نظريې له بدلولو څخه يې انکار کاوه هغه بدې ورځې يې وليدلی چې نړۍ به دداسی صحنو ډيره کمه شاهده وې .
کله چې وحشې روسانو دخپل وحشت توپان راپه مخه کړ نو يې زمونږ دولس ځوانان ، سپين ږيرې ،تورسرې ،اودډيرو نورو طبقو وګړي يې له ځانه سره د ابد دنيا ته يوړل او هملته يې انتظار کړل . له دی ظلمونو سره سره د تورې شپې نه پس د سهار د راتګ وړانګې د هيواد په افق کې راښکاره شوې . مظلوم وګړي پاڅيدل ،روان شول او توپان شو،وګړو له ظلمه د خلاصون غږ پورته کړ او له غلامۍ نه د خلاصون او د آزادۍ د راتګ دوعاګانو غوږونه کاڼه کول .خوقسمت خپلې پريکړې اورولې ، د حق پر باطل غالبيدل پيل شول،وينه زوروره او توره کمزورې شوه ،روسانو خپل غوړولى ټغر ټوﻻوه اومجاهدو افغانانو د دوی د پښو وهلو هڅه کوله ، روسانو هم خپله څيره ستړې اونه بريالۍ کيدونکې وليده او له ډيرو ستونزو وروسته له دی هيواد څخه ووتل په مخه دې ښه وې .
شرق ﻻ خپل پنډونه نه وه تړلي چې غرب د دوی د ځای نيولو پلانونه جوړول ، دوى په داسی نامه په دې هيواد راننوتل چې ځينو کړيو او وګړو د دې نامه په اوريدو د دوى په نظر د دغو ښاغلو تود هرکلى وکړ او ښه راغلاست يې ورته ووايه .دغو غربيانو د بيا ودانولو له نامه څخه بوس جوړ کړل اوتری ﻻندې اوبه تيروې ، هيواد ته دبد بختۍ د راروان کاروان ساﻻر شو ، هيواد ته يې دايډز ناوې راواده کړه ،زمونږ اسلامي اوافغاني فرهنګ ته يې د غير اسلامې اوپرديو فرهنګونو دخولې اوبه وروڅښلې ، اوداسی نورې بدبختۍ يې ولورولې چې يوه ټولنه د دوزخ پر څنډه دروې .غرب چې د شرق ماته ملا په خپلو سترګو ليدلې وه ، بيايې هم زړه دغه هيواد ته راوهڅاوه او ويې غوښتل چې د دې هيواد په تاريخې هينداره کې خپله څيره وګورې ، دا چې دغه هنداره به دوی ته خپل شکل روغ وروښيي اوکه يه؟ خوګمان دادۍ چې دوۍ به هم په روغو تڼيو خلاص نه شې ځکه چې يواځې مخونه بدل شوې خو هنداره هماغه زړه هنداره ده .