غزل: دروېش درانى

له شونډو نه وه، له بڼو او له رخساره نه وه

زما ګيله له خپله بخته وه، له ياره نه وه

ستا په تندي کي به مي خپله څېره وکتله

په کومه ورځ چي به له ما سره هنداره نه وه

دا رنګه شپه وه چي پر سر باندي مو ستوري نه ؤ

داسي مزل ؤ چي تر پښو لاندي مو لاره نه وه

زه چي تر تا پوري درتلم رقيب و نه ليدمه

په دغه لار کي بلا وه، مګر بېداره نه وه

يو په قبرونو کي راغلي تر دې ځايه پوري

دروېشه دا ځل د وطن مځکه هواره نه وه.